تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رسول الله ﷺ د نړیوالو پوهانو په آند
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 18, 2018
  0

لیکنه او څیړنه: مولوي عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ساينس پوه پروفيسر تيجاسن (Professor Tagasone ) د نبي کريم ﷺ په هکله وايي:

زه په دې عقیده یم چې هر هغه څه چې په قرآن کریم کې سته؛ هغه درست دي او د ساینس پوهانو له لورې به ثبوت کړل سي، دا چې حضرت محمد ﷺ نه څه لوستلی او نه هم لیکلی سول؛ نو دا قرآن ضرور ورته وحې سوی دی، دا وحې دیوه خالق جل جلاله له لورې سوې ده، چې هغه خالق الله دی. (۱)

 

امريکايي مستشرق دنکان بلاک مکدونالد (۱۸۶۳ – ۱۹۴۳) د نبي کريم ﷺ په هکله وايي:

 د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم شخصيت له څوارلسو پيړيو وروسته، اوس هم د مسلمانانو د ځواكمنېدو لپاره يوازينۍ سرچېنه ده.

 

پروفيسر جولز ماسمين د نبي کريم ﷺ په هکله وايي:

ځینی خلک ګاندي او کانفیوش خوښوي او دوی په لومړۍ درجه کې راولي، ځينی بیا قیصر، هټلر او الیکزاندر (سکندر) خوښوي او دوی بیا په دوهمه لړۍ کې راولي، په دریم لړ کې دوی حضرت عیسی علیه السلام ، بودا او نور راولي، خو زما په آند په ټوله نړۍ کې په هر حالت تر حضرت محمدﷺ څخه بل ستر، اتل، عالم او غټ سیاسي مشر نه دی راغلی. (۲)

 

ډيکارټ د نبي کريم ﷺ په هکله وايي:

 “کامل مصلحین د ګوتو په شمار وي. د بلونكي، مفكر، مدیر، او رهبر ټولې ځانګړتياوې په يو كس راغونډيدل نادره كار دى چې همدې ته سترتوب وايي، خو نړۍ د محمد صلي الله عليه وسلم په وجود كې د غوښې او پوستكي د انسان په بڼه دا ټولې ځانګړتياوې ليدلي دي”.

 

ماخذ: نبي کریم ﷺ د غیر مسلمانانو پوهانو په آند

 

[1] Professor Tagata Tagasone, formerly Head of the Department of Anatomy and Embryology at the University of Shiang Mai in Thailand. He is now the Dean of the College of the Medicine at the University

[2]/The Heroes The History of World/The Holliest people on earth

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته