تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د یمن د حسان پاچا غرور او قتلیدل(۱۴)
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 15, 2018
  0

نبوي سیرت (۱۴ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د یمن د حسان پاچا غرور او قتلیدل

 

خير وختونه دي تېريږي څو تُبّع د يمن پاچا تبّان بن اسعد مړ سو او پسله ده څخه د ده زوى حَسّان پاچا سو، حسّان خپله پاچهي نوره هم لویه او پراخه کړه، عزت او عظمت يې زيات سو، ډېر زيات غرور او خود خواهي پکښي پيدا سوه نو يې يو ډير لوى لښکر جوړکړى او ويل: قسم په الله که عرب يا عجم پرېږدم چي تر خپل حکم لاندي يې را نه ولم د ټولي مځکي پاچهي نيسم، دا ټول غرور ؤ، کوم وخت چي کبر او غرور پر انسان مسلط او غالبه سي نو عقل د لاسه ورکړي او هر څه يې هېر سي. 

 

نن ورځ هم په جهان کي د حسّان پر قِسم دغسي مغروره او بې باکه حاکمان سته او پيدا کيږي چي د ټولي مځکي پاچهي او حکمراني غواړي، د خپل بېځايه مقصد د حاصلولو دپاره انسانان وژني او ښارونه په خرابو بدلوي، خو پر دې کار نه څوک کاميابه سوي دي او نه کاميابه کېدلاى سي فقط د تاریخ بد نامي یې په نصیب سي.

 

 حَسّان هم د دغي جملې څخه يو نفر ؤ، متکبر او مغروره حَسّان پوښتنه وکړه چي په جهان کي لویه پاچهي د چا ده؟ خلکو ورته و ويل: د فارس پاچهي هغه چي کسرْی يې پاچا دى تر ټولو لویه پاچهي ده، فارس تر ټولو لوى او قوي ملک دى، حَسّان و ويل: اول په هغه شروع کوم، لښکر يې ښه منظم او آماده کړى چي د هغه وخت د مځکي پر مخ تر ټولو لویه پاچهي ونيسي. 

 

لښکر يې رهي کړى غواړي چي د هغه وخت د مځکي پر مخ پر هغه لوى دولت حمله وکړي، خير اوس پاچا او د ده لښکر د دغه لوى جنګ دپاره رهي دي خو په لار کي د ده د دغه کاره څخه د قومو او قبيلو مشران نا راضه او نا خوښه دي ځکه هغه پوهېدل چي څوک نه سي کولاى چي پر فارسيانو حمله وکړي، موږ څوک يو چي پر فارس حمله کوو او نيسو يې؟ مګر د پاچا څخه هم بيريږي څه نه سي ورته ويلاى، دوى پوهېدل چي پاچا مغروره دى او د چا خبره هم نه مني. 

 

څرنګه چي حَسّان ته هم د خلکو نه رضائیت ور معلومېدی نو یې ډير احتياط کاوه، هيڅوک حتّْی د قومو مشران، وزيران او د لښکر مشران د ده و مجلس ته بېله تلاښي کولو نه سي ور تلاى، خو يواځنئ نفر چي د پاچا و مجلس ته بېله تلاښۍ څخه ورځي هغه د پاچا ورور دى چي عمرو بن تبان نومېدى، د قوم مشرانو سره و ويل: په دې باره کي به د عمرو سره خبري وکړو، د قوم مشران را ټول سوه او عمرو ته ورغله ويل: يا عمرو! د حَسّان څخه مو خلاص کړه او تر هغه وروسته ته زموږ پاچا يې، عمرو هم د پاچهۍ په طمعه سو او د دوى سره يې د خپل ورور د وژلو نقشه جوړه کړه، مګر په دغه مشرانو کي يو نفر چي ذُو رُعَين نومېدى دغه فيصله نه کړه قبوله او عمرو ته يې و ويل: يا عمرو! داسي څوک نسته چي خپل ورور دي يې وژلى وي او غمجن سوى، پښېمانه سوى دي نه وي نو خپل ورور مه وژنه، مګر عمرو چي د پاچهۍ په طمعه ؤ د ورور پر وژلو يې ټينګارکاوه، دلته نو ذُو رُعين يو ليک وليکى او عمرو ته ورغلى ويل: دغه ليک ستا سره د امانت پر قسم کښېږده کوم وخت چي ما در څخه وغوښتى بيا يې را وباسه، عمرو هم دا قبوله کړه او خط يې د ځان سره کښېښاوه، تر دې وروسته عمرو د خپل ورور حَسّان د وژلو دپاره د حَسّان مجلس ته په داسي حال کي ورغلى چي يو خنجر يې پټ ور سره وړى ؤ او  په مناسب وخت کي يې خپل ورور و وژى، که څه هم د عمرو د نورو مشرانو په ملګرتيا په وسه پوره وه چي حَسّان بيله وژلو د حکمه څخه ليري کړي مګر د پاچهۍ په طمعه يې ورور و وژى. 

 

د ورور تر وژلو وروسته عمرو ډير پښيمانه او ډير غمجن سو حتّْی خوب يې رډ سو بيدېدلاى نه سي، د دغه پرېشانۍ او بيدارخوابۍ په سبب عمرو مريض او ناجوړه سو، طبيبان، منجِّمين او کوډ ګران يې ورته راوستل هغو ټولو په اتفاق سره دا ورته و ويل: چي ستا مريضي ستا د ورور د وژلو په سبب ده هرڅوک چي دغسي کار وکړي دغه حالت ورته پېښيږي، عمرو و ويل: ښه د دغه مريضۍ چاره څه ده؟ طبيبانو او نجوم ګرانو و ويل: ستا د مريضۍ دپاره بل علاج نسته بيله دې څخه چي ټول هغه کسان و وژنې کوم چي ستا د ورور د وژلو مشوره يې درکړې ده، عمرو و ويل: دغه کار کوم، نو ټول هغه کسان چي د ورور د وژلو مشوره يې ورکړې وه او په دغه دسيسه کي يې د ده ملګرتيا کړې وه و وژل، اوس د ذو رُعين د وژلو نوبت راغلى ذو رعين و ويل: د مخه تر دې چي ما و وژنې ما ستا سره يو ليک د امانت پر قسم ايښى ؤ هغه را وباسه، عمرو هم هغه ليک را وايستى، ذو رعين و ويل خلاص يې کړه او وې وايه، پاچا ليک خلاص کړى چي په هغه کي فقط دغه دوه بيته ليکل سوي وه:

 

الا من يشترى سَهَراً بنومه
فَاِمّا حِميَرَ غدرت وخانت
سعيدٌ من يبيتُ قريرَ عينه
فَمعذِرةً  إلْهى لذي رُعينٍ

 

يعني: څوک په خپل خوب سره ويښوالى رانيسي، خوښ او خوشاله، خوشبخته او بختور هغه څوک دى چي شپه يې په رضائيت او اطمينان سره تيريږي، هو اهلِ يمن خو غدر او خيانت در سره وکړى مګر در په ياد يې کړه چي ما درته و ويل: خپل ورور مه وژنه، يعني: خوشبختي دا نه ده چي پيسې يا لوړه کُرسۍ و لرې، ته يو ډير لوى پاچا يې مګر بيدېدلاى نه سې بلکه خوشبخته هغه څوک دى چي د هيڅ ظلم او تجاوز مسئوله نه وي، د چا  آزار او قتل يې پرغاړه نه وي، د شپې آرام او په فارغه زړه بيده سي، پاچا و ويل: هو صحي ده او ذو رُعين ته يې عفوه وکړل نو دغه دوه بيته د ذو رعين د خلاصېدلو او ژوندي پاته کېدلو سبب وګرځيدل. 

 

نور بیا...
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته