تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نفس، دنیا او شیطان د شره ځان ساتنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 11, 2018
  0

 

د حرم شریف خطبه: د نفس، دنیا او شیطان د شره ځان ساتنه

د. علي بن عبد الرحمن الحذیفي/ ژباړه: جمشید حقیار- ۱۵/ ۴/ ۱۴۳۸ هـ /

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دوهمه برخه


امام ابن القیم رحمه الله وايي: څوک چي د خپل ځان او نفس حقیقت او خویونه وپېژني، پوه به سي، چي دا نفس د هر شر او بدۍ سرچینه ده، او په دې نفس کي چي کوم خیر او ښه والۍ سته، هغه یوازي او یوازي د الله تعالی مهرباني او فضل دی، الله تعالی فرمايي:


 ﴿وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا﴾ [النور: ۲۱] 
ژباړه: او که چېري پر تاسي د الله تعالی فضل او مهرباني نه وای سوې، ستاسي څخه یو به هم هیڅکله نه وای پاک سوی.


نفس يوازي په هغه علم سره له جهله سالم پاتېدای سي، کوم چي شریعت راوړی دی، او په نېک عمل سره له ظلمه ساتل کېږي، مسلمان باید تل الله تعالی ته زارۍ وکړي، او له هغه څخه وغواړي، چي نفس او ځان یې ورته اصلاح کړي.
له زید بن ارقم رضيٍ الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویل:


 «اللهم آتِ نفسِي تقوَاها، وزكِّها أنت خيرُ من زكَّاها، أنت وليُّها ومولاها، اللهم إني أعوذُ بك من علمٍ لا ينفَع، ومن قلبٍ لا يخشَع، ومن نفسٍ لا تشبَع، ومن دعوةٍ لا يُستجابُ لها» 
 (اې الله! زما نفس ته تقوا او پاکي ورکړه، ته غوره پاکونکی یې، ته زما د نفس سرپرست او پالونکی یې، اې الله! ما ته له بې ګټي علم، نه وېرېدونکي زړه، نه مړېدونکي نفس او نه قبلېدونکي دعاء پناه راکړه.) مسلم روایت کړی دی.


ترمذي له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت کړی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم حصین رضی الله عنه ته دوې کلمې ور وښودلې، هغه به په دې دوو کلمو سره دعا کوله:


 «اللهم ألهِمني رُشدِي، وأعِذني من شرِّ نفسِي»
 (اې الله! ما ته هدایت وکړه، او ما د خپل ځان له شره وساته).


کله چي نفس په شرعي علم او نېک عمل سره پاک نسي، پر هغه جهل او ظلم واکمن کېږي، او د هوا او خواهشاتو تابع ګرځي، په دې وخت کي د دې نفس خاوند د الله تعالی ژمني او وعدې نه مني، او د شهوتونو تابعداري کوي، چي بالآخره د زیان، عذاب او مصیبت په کنده کي لوېږي، او دنیا او آخرت یې بربادېږي، الله تعالی فرمايي: 


﴿وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾ [القصص: ۵۰] 
ژباړه: او تر هغه چا څوک ډېر ګمراه دی، څوک چي د الله تعالی د لارښووني ماسوا د خپلو غوښتنو او خواهشاتو تابعداري کوي، یقینا الله تعالی ظالم قوم ته هدایت نه کوي.


خو کله چي نفس په ګټور علم او نېک عمل سره پاک کړل سي، هغه بیا د الله تعالی هره وعده او ژمنه رشتیا بولي، د خپل رب وخوا ته مطمئن او آرام وي، او د مرګ پر وخت هغه ته زېري ورکول کېږي، الله تعالی فرمايي:


 ﴿يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ (۲۷) ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً (۲۸) فَادْخُلِي فِي عِبَادِي (۲۹) وَادْخُلِي جَنَّتِي﴾ [الفجر: ۲۷- ۳۰]
 ژباړه: اې مطمئن او آرام نفسه، خپل رب ته په داسي حال کي ورسه، چي ته له هغه څخه او هغه ستا څخه راضي او خوښ دی، زما د بندګانو په ډله کي ننوزه، او زما جنت ته ننوزه.


ترټلی، ګنده او ناپاک او د انسان دښمن شیطان چي د خیر د لارو پرې کونکی، او د بدیو او ګناهونو لاري ته بلونکی دی، الله تعالی دي موږ ور څخه وساتي، الله تعالی د انسانانو لپاره فتنه او امتحان ګرځولی، چا چي یې اطاعت وکړ، د هغه ځای ډېر بد دی، او چا چي یې نافرماني وکړه، هغه به په غوره ځای کي وي، د هغه خوند، او خوشحالي د انسانانو په ګمراه کولو او خرابولو کي ده، هغه انسان د الله تعالی د ثواب او عذاب د وعدو درواغ ګڼلو ته دعوتوي، هغه ته ګناهونه ښکلي کوي، له فرضونو او مستحباتو څخه یې ګرځوي، له هغه سره درواغجني ژمني کوي، او په خبیثو او ناوړو وسوسو یې خطاباسي.


الله تعالی فرمايي: 
﴿
إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ﴾ [فاطر: ۶]
یعني یقینا شیطان ستاسي دښمن دی، تاسي هم هغه خپل دښمن ونیسئ، هغه خپله ډله هغه لاري ته را بولي، چي (پر هغه لاري په تلو سره) د ګرم او لمبو لرونکي اور اوسېدونکي سي.


الله تعالی د ابلیس په اړه فرمايي، چي هغه به د دوږخ په اور کي خپلو تابعدارانو ته داسي خبري کوي:
﴿
وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الْأَمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ مَا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنْتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِنْ قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾ [إبراهيم: ۲۲]
ژباړه: او کله چي (د خلګو د جنت او دوږخ) فیصله وسي، شیطان به ووايي: یقینا الله تعالی ستاسي سره رښتنې او حق وعده کړې وه، او ما ستاسي سره وعده وکړه، خو ما خپله وعده ماته کړه، ما پر تاسي بل هیڅ دلیل نه درلودی، مګر یوازي دا چي ما کله تاسي (زما لوري) ته راوبللاست، نو تاسي هم زما دعوت او بلنه ومنله، نو (اوس) تاسي ما مه ملاتوئ، بلکي خپل ځانونه ملامت کړئ، اوس نه زه ستاسي مرسته کولای سم، او نه تاسي زما مرسته کولای سی، تاسي چي مخکي زه (له الله تعالی سره) شریک کړی وم، زه له هغه څخه انکار کوم. یقینا ظالمان به په دردمن عذاب کي وي.


د شیطان له ابن آدم سره اووه حالته دي
لومړی یې کفر ته رابولي، الله تعالی دي موږ ور څخه وساتي، که چېري یې انسان خبره ومنله، نو شیطان خپل هدف ته ورسېد، او هغه یې له خپلي زیانمني ډلي سره یو ځای کړ، او که یې انسان د کفر دعوت ونه مني، بدعت ته یې رابولي، که چېري د قرآن او سنتو د متابعت په وجه له بدعت څخه وژغورل سي، وروسته یې لویو ګناهونو ته رابولي، هغه ورته ښایسته کوي، او ورته وايي، چي وروسته به توبه وباسې، کله چي انسان په لویو ګناهونو اخته سي، نو هلاک سي.
که چېري په کبیره ګناهونو کي د شیطان خبره ونه مني، کوچنیو ګناهونو ته یې رابولي، او هغه کوچنۍ ورته ښکاره کوي، کله چي انسان پر کوچنیو ګناهونو همېشه توب وکړي، او کوچني ګناهونه یې زیات سي، نو په همدې همېشه توب سره دغه کوچني ګناهونه په لویو ګناهونو بدلېږي، او که توبه ونه باسي، نو دا انسان هلاکېږي.


او که چېري یې په کوچنیو ګناهونو کي هم دعوت او بلنه ونه مني، نو بیا یې د ډېرو عبادتونو پر ځای د مباح او روا کارونو کولو ته رابولي، او په همدې سره یې د آخرت لپاره له ډېري توښې برابرولو څخه اخته کوي، او که یې په دې کي هم خبره ونه مني، بیا یې هغه عملونو ته رابولي، چي هغه غوره او افضل نه دي، د دې لپاره چي په آخرت کي یې ثواب او اجر لږ سي؛ ځکه نېک عملونه هم په خپل مینځ کي لوړي او کښته درجې لري، او که چېري شیطان په دې کارونو کي هیڅ هم ونسي کولای، بیا نو خپل لښکر او خپل تابعداران پر هغه مسلطوي، تر څو هغه ته دنیوي ضرر او زیان ورسوي.
انسان یوازي هغه وخت د شیطان له شره خلاصېدای سي، چي همېشه له هغه څخه د الله تعالی پناه وغواړي، تل د الله تعالی ذکر وکړي، د جماعت پر لمونځونو همېشه توب وکړي، پر الله تعالی توکل وکړي، تل له شیطان سره مقابله وکړي، او ‎پر بندګانو له ظلم کولو څخه ځان ګوښه کړي، ځکه دا ټول د انسان لپاره د کلا، پناه او نجات په ډول دي، الله تعالی فرمايي: 


﴿وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾ [فصلت: ۳۶]
 ژباړه: او که چېري شیطان تا ته کومه وسوسه پیدا کول، نو ته یوازي د الله تعالی پناه وغواړه، یقینا هغه پوره اورېدونکی او علم لرونکی دی.


په دنیوي ژوند غافله کیدل 


او بل هغه شی چي انسان له حق، استقامت او غوره لاري څخه ګرځوي، له دنیا سره مینه، دنیا پر آخرت غوره کول، دنیا ته زړه ښه کول، د دنیا حلال او حرام را ټولول او د آخرت هېرول دي، الله تعالی فرمايي:


﴿إِنَّ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّوا بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ (۷) أُولَئِكَ مَأْوَاهُمُ النَّارُ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾ [يونس: ۷، ۸]

ژباړه: یقینا هغه کسان چي زموږ سره د ملاقات هیله نه لري او د دنیا په ژوند پوره خوشحاله دي او پدې (ژوند) يې ارام نیولی دی، او هغه کسان چي زموږ له آیتونو غافله او بې پروا دي، د دوی د عملونو په سبب د دوی د ورتګ ځای اور دی.


په بل ځای کي فرمايي:

﴿أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾ [التوبة: ۳۸] 
ژباړه: آیا تاسي د آخرت پر ځای د دې دنیا په ژوند راضي او خوشحاله سوي یاست، ددې دنیا ژوند او اوسېدنه خو د آخرت په وړاندي ډېر لږ ده.


دنیا د انسان دښمنه ده، کله چي د انسان پر زړه واکمنه سي، دی پرې مشغوله سي، او د آخرت له اعمالو مخ واړوي، هلاکېږي، د مځکي اکثره خلګو دنیا غوره کړېده، الله تعالی فرمايي:


 ﴿بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (۱۶) وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى﴾ [الأعلى: ۱۶، ۱۷] 
ژباړه: بلکي تاسي د دې دنیا ژوند غوره کوی، خو آخر تر ټولو غوره او ډېر پاته کېدونکی دی.


په بل آیت کي فرمايي:
﴿
وَوَيْلٌ لِلْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ شَدِيدٍ (۲) الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ﴾ [إبراهيم: ۲، ۳]
 ژباړه: او افسوس (عذاب) دی پر هغو خلګو چي د حق څخه انکار کوي ځکه هغوی ته سخت عذاب ورکیدونکی دی. هغه څوک چي د دنیا ژوند پر آخرت غوره کوي او د الله تعالی له لاري (خلګ) را ګرځوي، او د الله تعالی په لار او دین کي کوږوالۍ غواړي، دوی په لیري ګمراهي کي دي.


د دنیا د شره امان
د دنیا له شر، زیان او بدۍ څخه څوک هغه وخت په امن او ساتل کېږي، چي دنیا او مال په روا او مشروع لارو لاسته راوړي، او الله چي څه ورته روا کړي دي، بېله اسراف او زیاتوالي، خوشحالۍ او تکبر، او پر خلګو له لوړوالي پرته له هغو څخه ګټه واخلي، همدارنګه باید په زور سره د بندګانو حقوق لاندي نه کړي.


او انسان باید خامخا د دنیا حقیقت وپېژني، او باید پوه سي، چي دنیا د خطا ایستلو شی دی، ژر له مینځه ځي، کله لږ وي، کله ډېره، او باید دا حقیقت همېشه یاد وساتي، په دې سره به یې زړه سالم پاته سي.


له مستورد فهري رضی الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: 
(
دنیا د آخرت په وړاندي داسي مثال لري، لکه یو څوک چي سمندر ته خپله ګوته داخله کړي، او بیا یې راوباسي، نو دی دي وګوري، ده ته به څه په لاس ورسي، دنیا همدغسي ده). احمد، ترمذي، ابن ماجه او ابن حبان دا حدیث روایت کړی دی.

 

او انسان باید همېشه د دنیا له شر او عاقبت څخه په وېره کي وي، باید همېشه له دې څخه و وېرېږي، چي شیطان به ورته ووايي: دا دنیا الله تعالی تا ته ستا د غوره والي او ستا د علم او پوهي په خاطر درکړېده، لکه څنګه چي یې قارون همداسي خطاباسی، او د هغه عاقبت یې ور خراب کړ.


او د دنیا په هکله یوه مهمه خبره دا ده، چي په دې دنیا او مال کي انسان د الله تعالی او د بندګانو واجب حقوق اداء کړي، لکه: زکات، د کورنۍ او اولادونه نفقه، د مېلمه نفقه، د اړمنو مرسته، او د هر خیر په لار کي نفقه او خرڅ، او دا هر څه باید له ریاء، ستایني او ځان خوښوني څخه لیري، په پوره اخلاص سره وسي؛ ځکه ریاء او ځان خوښونه د انسان عملونه بربادوي.


ډېرو لویو اصحابو مالونه درلودل، خو بیا هم دوی تر ټولو له دنیا څخه لیري وه.
ابو سلیمان وايي: عثمان او عبد الرحمن بن عوف رضی الله عنهما پر مځکه د الله تعالی دوه خزانه لرونکي وه، دوی به د الله تعالی په لار کي خیرات کاوه. د دوی عمل او خیرات د دوی له زړونو څخه وو.


او په حدیث کي راغلي دي: (دنیا مه خوښوه، الله تعالی به دي خوښ کړي، له خلګو سره چي څه دي، هغه مه غواړه، خلګ به مینه درسره پیدا کړي). ابن ماجه له سهل بن سعد څخه روایت کړی دی.


له خلګو سره چي څه نعمتونه او مالونه دي، د هغو پرېښودل او نه غوښتل دا معنی، چي پر هغوی ظلم او د هغوی حقوق لاندي نسي، د هغوی د نعمتونو او خوشحالیو د زوال او له مینځه تللو هیله او امید ونسي، او باید د هغوی د مالونو د لاسته راوړلو امید او غوښتنه ونسي.


د دنیا هغه زهد او پرېښودل چي ډېر لوی اجر لري، دا دی، چي په دنیا کي د اوچتوالي او لوړوالي سره څوک مینه ونکړي، الله تعالی فرمايي: 
﴿
تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ﴾ [القصص: ۸۳] 
ژباړه: دا د آخرت کور موږ هغه چا ته ورکوو، چي پر مځکه لوړوالی او فساد نه غواړي، عاقبت او غوره پای د متقیانو په برخه دی.


     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي لاري او پخې خبري څخه دي ما او تاسو ګتمن کړي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.

 

لومړۍ برخه: د حق د لاري اړونکي اعمال

 

سرته