تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ټولني د تجزيې او له مينځه تللو سببونه
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 24, 2018
  0

غلام عمر "عبدالله" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یوه ټولنه د څلورو سببونو له امله په تدريجي توګه له مينځه ځي...:

 

۱- جسماني راحت غوښتل: 
کله چي انسان د خپل جسم او بدن له پاره په عیش او راحت غوښتني سره بوخت سي له عمل او ګټي څخه کمزوری کېږي او د ټولني د نقصان جبيره او چاره نه سي کولای بیا سربېره پردې د نېک او قوي نسل د ساتني په باب د خپلو انساني وجایبو د ترسره کولو څخه وروسته پاته کيږي او پخپل څنګ کي د ډېرو کسانو له پاره همداسي زمينې برابروي. 

 

کوم اولسونه چي په بدني عيش او عشرت کي غرق پراته وي، د هغو مخه د کمزورتيا، تنازل او د تدريجي فناء په لور درومي او د قدرت خاوندان پر هغوی خپل حاکميت پیدا کوي او مريان ئې ګرځوي.

 

۲-نفساني راحت غوښتل:
 کله چي نفس عياش سي، نو بیا هغه د خپل شيطان په لار روان سي، پر خپلو شهواتو نسکور پريوځي، د خپلو غوښتنو تابع وګرځي او په دې سره د ژوندانه د مشکلاتو او تکاليفو په مقابل کي ناکام سي او بیا د خپل مسؤليت احساس نه سي کولای، کله چي د مسؤليت احساس وکړي، نو تېښته ورڅخه کوي، له اداء کولو څخه ئې اوږه خالي کوي او که بیا ئې په اوږه واخلي، نو ورڅخه تنګ سي، د ستونزو په مقابل کي ئې کمزوری، له سرته رسولو څخه ئې عاجز او ناکام پاته سي، د خپلو دښمنانو تر ګوزارونو لاندي سي، د داخلي قوې په نشتون سره د بهرني قواوو په مقابل کي کمزوری سي او د غلبې غوښتونکي په مقابل کي تسلیم سي؛ بلکي داسي وګرځي چي ګوندي هيڅ موجوديت نه لري او موجوديت ئې د غالبېدونکي په موجوديت کي وي (یعني خپله بریا او نېکمرغي په نورو پوري تړي).

 

د کومو اولسونو د زامنو پر نفسونو چي عياشي غلبه کړې وي، د هغوی زامن دنيا ته زړونه ښه کوي او په دنيا کي خپله مادي آرامتیا او هوساینه ويني او د جهاد او مرګ څخه کرکه کوي دغه راز اولسونه به ژرتر ژره ونړېږي او خپله خپلواکي به له لاسه ورکړي او د حقيقي ژوند د فلسفې له مخي دا ډول اولسونه مړه اولسونه بلل کېږي یعني په معنوي لحاظ پر هيڅ حساب دي.

 

قوت نه لري، ګټه نه لري، يووالی نه لري، خپلواکي نه لري، د خپلي ارادې او نظر د څرګندوني حق نه لري، حاکميت ئې سلب وي بالآخره دا ډول اولسونه د تار په تار (دانه-دانه) کېدلو، ذلت، مرييتوب او فنا کېدلو سره مخامخ کيږي.

 

۳-عقلي راحت غوښتل: 
د علم او کسب له لاري د مادي کمالاتو او باطل په لوري میلان لرل، د عامه ګټو د حقيقت له جوهره او له انساني پرمختګ څخه په بله خوا مخ ګرځول دي، له شکه پرته کله چي انسان په داسي عقلي او فکري بې لاريتوب کي ولوېږي، نو د انساني لوړو صفاتو او کمالاتو په اړوند ئې احساس کمزوری کيږي او خپل عالي صفتونه او کمالات له لاسه ورکوي او له زوال سره مخ کيږي.

 

کله چي اولس د عقلي راحت غوښتني په ناروغۍ اخته سي، نو دغه اولس پر خپل موجوده حالت او مقام ډاډ پيدا کړي، په دې سره ئې همتونه کمزوري سي، پر ټولو چارو ئې نفساني غوښتني او غرور برلاسي پيدا کوي، له حقيقي تفکر، تدبر او تعقل څخه په ظاهري سینګار او شهرت اوړي، د نفساني لذتونو او خوندونو په لوري هڅه کوي، منحرف او مړه افکار اولسونه د ظلم او فساد داسي جنګونو ته رابولي، چي آبادۍ په کي له مينځه وړل کېږي، اولسونه په کښې له تباهۍ سره مخامخ کېږي او پر نورو بې ځایه حاکميت پيداکوي.

 

۴-د زمانې اوږدوالی:
 هغه اولس چي په پورته ذکر سوو ناروغیو اخته وي او پر ناروغیو ئې ډېره زمانه تېره سي خو دوی را ويښ نه سي او له مرګ څخه مخکي ئې درملنه ونه کړي، نو په باوري توګه د داسي اولس نړېدل، فنا کېدل او له مينځه تلل حتمي دي.

الله تعالی فرمايي:

[ذَرْهُمْ یَأْکلُوا وَ یَتَمَتَّعُوا وَ یُلْهِهِمُ الأَمَلُ فَسوْف یَعْلَمُون] (الحجر: ۳)
ژباړه: پرېږده دوى چي وخوري، وڅيښي او خوندونه واخلي، او درواغجني هيلي ئې په هېره کښي واچوي، ډېر ژر به دوى ته معلومه سي، 

 

همدارنګه الله تعالی فرمايي: (وَمَا أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُومٌ مَّا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَـْٔخِرُوْن) (الحجر: ۴ – ۵)
ژباړه: او نه دي هلاک (برباد) کړي موږ د هیڅ قریې اهل؛ مګر د هغې د اهل د هلاکت له پاره معلوم وخت ؤ، نه مخکي کيږي هيڅ امت (د خپل هلاکت له وخت څخه او نه ترې وروسته کيږي.)

 

دا د الله تعالی له خپلو بنده ګانو سره مهرباني ده، چي کله کومه ابتلاء پر راولي، نو دغه ابتلاء د هغوی له پاره د تأدیب، تهذیب، تنبه، راويښېدلو او د هغوی د نفسونو له پاره د پاکۍ او هدايت وسیله ګرځوي.

 

او هغه پېښي چي اولسونه ورسره مخامخ کېږي ډېر ئې د نوي ژوند د پيل کېدو سبب ګرځي او بیا ورپسې قوت، عزت، استحکام، حاکمیت، پراختیا، د خپلواکۍ او سیادت مرحله راتلونکې وي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

سرته