تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اوبه او سرچینې ئې
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 19, 2018
  0



پوهندوی انجينير شاه محمود"بری" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د فزيکي سرچينو په لړکي اوبه ډېره مهمه سرچينه ګڼله کيږي. که څه هم دځمکي پرمخ د اوبوساحه ډېره لويه ده، خو د ژوندانه له پاره ډېره کوچنۍ برخه تازه اوبه ارزښت لري. د اوبومنابع (سرچينې) يو ګړندی دوران لري، اوبه ښه حل کوونکي دي او د انسان او دهغه له بدن څخه فضله اوبيکاره مواد ليري کوي.

 

 رواني اوبه ددې ښه وړتيا لري، چي عضوي بېکاره مواد اکسيديز کړي او هغه له منځه يوسي، ولي دا اړتيا نامحدوده نه ده، په اوبو کي د بېکاره موادو ډېر غونډېدل، دصنعتي موادو ګډېدل او د کرني اوبه په پاي کي د انسان د په کارولو وړتيا له لاسه ورکوي اوپه اوبوکي د فلورا (flora) او فونا (fauna) انډول له منځه ځي. انسانان دځمکي لاندي اوبه راوباسي او په کرنه کي ورڅخه کاراخلي، چي په دې ډول د اوبو تبخير او له منځه تلل چټک کيږي. د کېمياوي سري په ځانګړي توګه د نايتريتونو، فاسفيتونو او حشره وژونکو دواګانو د کارولو په نتيجه کي ککړيږي، چي بيا د انسان د استعمال وړنه وي.
 

 

د اوبو ککړتيا: 
په اوبو کي د عضوي او غيري عضوي موادو زياتوالی،چي ښايي د اوبو فزيکي، کيمياوي او بيولوژيکي ځانګړتياوو ته تغير ورکړي او د خاصو ضرورتونو له پاره داستعمال وړ نه وي، داوبو د ککړتياپه نامه ياديږي، ښايي اوبه کله د څښلو وړ نه وي، ولي د اوبو لګولو او ځينو صنعتي کارو له پاره استعماليدای سي، له ډېرو وختونو راهيسي انسانان فضله مواد په اوبو کي اچوي، د ښارونو ناولتيا، د کرنيزو فضله مواد او د صنعتي موادو زياتوالی،

د اوبو د اکسيجن اندازه راکموي، چي په پاي کي د کوچنيو ارګانيزمونو او د بحري حيواناتوژوندته زيان رسيږي. عضوي مواد ژر په منرالونو بدليږي او په (unarobic) يعني غيري هوازي حالت کي د امونيا (NH3) او هايدروجن سلفايد (H2S) د توليدېدو له امله يو بدبوی پيداکوي. 

 

 که په اوبوکي دا فضله مواد زيات سي، په پای کي ئې ځيني ارګانيزمونه ګړندي وده کوي، چي دوی په خپل وار د اوبو عضوي مواد زياتوي، نو هغه زهري مواد او ميکربونه، چي په دې ډول اوبوته ورګډيږي، د اوبو د استعمال وړتيا له لاسه ورکوي. داسي بېره سته، چي (D.D.T) په انسانانو کي دسرطان مرض منځته راوړي، سيماب هم چي د کاغذ جوړولو او ځينو نورو فابريکو د ضايعه موادوله لاري اوبوته ورګډيږي، د کبانو د مړيني او په جاپان کي د (Minamata) مرض، چي د انسان وجود تغيرکوي، سبب کيږي. 

 

 

په افغانستان کي د اوبو زیرمي او مشکلات

دافغانستان سيندونه د لوړو سيمو څخه سرچينه اخلي؛ نو له همدې امله ئې په غرنيو سيموکي چټکوالی زيات دی. همدغه چټکوالی ددې سبب ګرځي، چي هغه سيمي چي هلته سيندونه بهيږي هرکال ئې څه برخي تخريب او مواد ئې له اوبوسره ولېږدول سي او په هره سيمه کي ترسب کوي. د مثال په ډول: د امو د سيند لوړوالی له سر چينې څخه تر خم آب پوري د (۳۰۰۰) مترو په اندازه تغير خوري.

 

همدا ځوړوالی ددې سبب ګرځي، چي په کال کي د (۲۵۰) ميليون مترمکعب په اندازه رسوبي مواد له ځانه سره وليږدوي او په نوروسيموکي ترسب ورکړي.همدا رنګه د نباتاتو نشتوالي او په ورستيو شلو کلونو کي د ځنګلونو له زړه سوي څخه پرته له منځه وړل ددې سبب سوي دي، چي د ځمکو تخريب او د احتکال اندازه نوره هم زياته سي او د زياتوسيلابونو زمينه برابره سي.

 

په افغانستان کي د الماني متخصصينو د راپورونو پربنسټ، چي په پکتيا کي ئې د خاوري د تخريب څېړنه کړېده، څرګنده سوه، چي يوازي د خوست له سيمي څخه هر کال (۳۲) زره ټنه حاصلخېزه خاوره د اوبو په واسطه پرېمينځل کيږي او بهر ته وړل کيږي.

 

اوس نو که د کونړ او پکتيا د ولايتونو د له منځه تللو ځنګلونو ساحه اټکل کړو داسي څرګنديږي، چي زموږ د هيواد د غرنيو سيمو حاصلخېزه خاوره زموږ د ناپوهۍ له امله په اباسين کي لويږي او موږ ته ترې بې له کاڼو او لوڅو تيږو نور څه نه پاتيږي، چي نوي بوټي ورباندي نه سي زرغونېدای، همدا خاوري چي سيلابونه ئې له موږ څخه وړي، سوونو کلونوته اړتيا لري، چي له سره بيا جوړه سي، د مثال په توګه: د يوه سانتي متره خاوري د جوړېدو له پاره (۲۸۰ ) کلونو ته اړتيا ده.

 

همدا رنګه اوبه د پرتوپلازم برخه دي، مختلف پروتوپلازمونه له (۶۰)څخه تر (۶۵) فيصدو پوري اوبه لري، په همدې ډول د فوتوسينتيز د عمليې اساسي عامل دی، چي دا عمليه د ټولو اجسامو له پاره په مستقيم اوغير مستقيم ډول انرژي برابروي. اوبه يوقوي محلل دی، چي غذايي او نور کيمياوي مواد له يوې برخي څخه بلي برخي ته انتقالوي، د مثال په توګه: نباتي کاني مواد هغه وخت جذبولی سي،

چي په اوبو کي منحل وي. اوبه د نقليه وسيلې په توګه د ژوندي اجسامو د داخلي دوران او ترانسپورت له پاره خدمت کوي، په ژونديو موجوداتوکي د اوبو ضايع کېدو بيلانس يو ضرور کار دی، د مثال په ډول: انسانان د لوږي په وخت کي ښايي تر (۴۰) فيصدو پوري د خپل وزن کموالی وزغملای سي، ولي که وجود ئې (۱۰) فيصده اوبه له لاسه ورکړي، خطرناکي ګډودۍ منځته راځي او که (۲۰) فيصده له لاسه ورکړي، ښايي د مرګ سبب سي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه

 

سرته