تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خسوف او کسوف، د لمر او سپوږمۍ توروالی
  تعلیم الاسلام راډيو
  June 21, 2020
  0

لیکنه: مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا خبره واضحه ده، چې سپوږمۍ په خپل ذات کې لکه زمکه بې نوره کره ده، رڼا يې له لمر نه حاصله وي، نو کله چې زمکه دسپوږمۍ او لمر په منځ کې حائله سي، د سپوږمۍ رڼا يې ورکه سي، دې حالت ته خسوف یا خسوف القمر وايې، او کله چې بیا سپوږمۍ د ځمکي او لمر په منځ کې راسي، د لمر د یوې برخي رڼا پټه کړي، دې حالت ته کسوف یا کسوف الشمس وايې.


چونکي مدار قمري او مدار ارضي په منطقة البروج یعني پر یوه سطحه برابر نه دي، بلکي هر یو له آبل سره د پنځمنو ۵،۵ درجو زاویه جوړه وي، نو ځکه په هره میاشت کې کسوف او خسوف هم نه وي، که چرته داسي وای، نو لازما به په هره میاشت کې خسوف او کسوف راتلل.


ډیر وخت د استقبال او اجتماع په حالت کې لمر او سپوږمۍ پر یو مستقم خط باندي نه سره برابریږي، البته که پر عُقدتَینو باندي اجتماع او استقبال راسي، نو هلته بیا درې واړه پر یو خط واقع وي، نو دا ویل اسان دي، چې پر عقدتَینو باندي هم کسوف او خسوف ممکن دی.

 

 


عقدتَین ساکن پر ځای ولاړ ندي، بلکي پر منطقة البروج يې ځای بدلیږي، په یو کال کې عقدتَین نولس ۱۹ درجې، شل ۲۰ دقېقې او شل ۲۰ ثانیې شا ته خوځیږي.


فایده:
د سپوږمۍ مدار منطقة البروج پر دوو نقطو قطع کوي، او له دې سره د پنځنمو ۵،۵ درجو زاویه جوړه وي، څورلس ۱۴ ورځي د منطقة البروج د شمال او څورلس ۱۴ ورځي د جنوب خوا ته وي، د تقاطع دغو نقطو ته عقدتَین وايې، پر کومه نقطه چې سپوږمۍ د منطعة البروج د جنوب نه دشمال خوا ته تېريږي، هغې ته رأس او بالمقابل ته يې ذنب وايې.


الحاصل:
د مخکني بیان څخه واضحه سوه، چې خسوف د استقبال د ورځو یعني دریارلسم ۱۳، څورلسم ۱۴ او پنځلسم ۱۵ له تاریخو څخه ماسوا غیر ممکن دی.


د خسوف په وخت کې سپوږمۍ د ځمکي په مخروطي سایه کې داخله سي، که دغه سایه پر ټوله سپوږمۍ خپره سي، خسوف کلي او که يې پر یو ځای ولګيږي، نو خسوف جزئي ورته وايې.


کامل خسوف تقریبا تر دوو ساعتو پوري رسېدلای سوای، او د خسوف له پیله بیا تر انتها پوري څلور ساعته هم اخیستلای سوای.

 

---------------

اړوند لیکنه:

د خسوف لمونځ

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته