تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: غوره اعمال او د هغو قبولیت
  تعلیم الاسلام
  January 30, 2018
  0

بسم الله الرحمن الرحيم
غوره عملونه
د. عبد المحسن بن محمد القاسم- ژباړه: جمشید حقیار – ۱۷/ ۱۲/ ۱۴۳۸ هـ

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لومړۍ خطبه
إنَّ الحمدَ لله، نحمدُه ونستعينُه ونستغفرُه، ونعوذُ باللهِ من شُرورِ أنفُسِنا ومن سيئاتِ أعمالِنا، من يهدِه الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلِل فلا هادِيَ له، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آلِه وأصحابِه، وسلَّمَ تسليمًا كثيرًا, أما بعد:


د الله تعالی بندګانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او د اسلام په ټینګه رسۍ لاسونه ونیسئ.
اې مسلمانانو!


یوازي د الله تعالی عبادت کول د مخلوقاتو د پیدایښت او امرونو وروستی هدف دی، او په همدې کي د مځکي آبادي او د انسانانو نېکمرغي نغښتې ده، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) [النحل: ۹۷] 
یعني که څوک نارینه یا ښځینه ښه کړنه وکړي، نو موږ به ورته پاکیزه او ښکلی ژوند ورکړو، او د دوی د کړنو په عوض کي به تر هغه ډېر ښه بدله او اجر ورکړو.


الله عزوجل یوازي پاک او غوره عملونه قبلوي، له ښو کارونو سره محبت لري، او قبلوي یې، او د ټولو عملونو د قبلېدلو اساس، پر الله تعالی ایمان او د هغه د راضي کولو لپاره کوښښ کول دي، الله عز وجل فرمايي: 


(وَمَنْ أَرَادَ الْآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا) [الإسراء: ۱۹]

یعني: او څوک چي د آخرت (راحت او ښکلۍ ژوند) غواړي، او د هغه د لاسته راوړلو لپاره پوره کوښښ کوي، په داسي حال کي چي دی مومن وي، نو د دوی کوښښ او زیار د قبلولو او منلو وړ دی.


خو د آخرت په ورځ به د کافر عملونه نه قبلېږي، که هر څومره عملونه یې کړي هم وي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: 
(وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا) [الفرقان: ۲۳]
 یعني: او دوی چي (په دنیا کي) کوم عملونه کړي وه، موږ د هغو (د بربادولو) اراده وکړل، او هغه مو د الوزول سویو دوړو په څېر کړل.


کافرانو ته په دنیا کي د دوی د ښو عملونو په عوض کي خوراک او روزي ورکول کېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (کافر چي په دنیا کي کوم ښه عملونه کوي، د هغو په عوض کي خوراک او روزي ورکول کېږي، تر دې چي د آخرت په ورځ هیڅ نېکي نه وي ور پاته، چي عوض یې ورکول سي)، مسلم.


عائشې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: یا رسول الله! ابن جدعان به په جاهلیت کي صله رحمي کول، او مسکینانو ته به یې خوراک ورکاوه، آیا دا ګټه ور رسوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (دا هیڅ ګټه نه ور رسوي؛ ځکه ده یوه ورځ هم و نه ویل: زما ربه! د قیامت په ورځ زما ګناهونه را وبخښه)، مسلم.


او څوک چي په ښکاره مسلمان خو په زړه کي کافر وي، دا ښکاره اسلام هیڅ ګټه نه ور رسوي، او هیڅ عمل یې نه قبلېږي، الله تعالی د منافقینو په اړه فرمايي: 


(قُلْ أَنْفِقُوا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا لَنْ يُتَقَبَّلَ مِنْكُمْ إِنَّكُمْ كُنْتُمْ قَوْمًا فَاسِقِينَ (۵۳) وَمَا مَنَعَهُمْ أَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلَّا أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَبِرَسُولِهِ) [التوبة: ۵۳، ۵۴] 
ژباړه: (اې رسوله) دوی ته ووایه: که تاسي په خوښه یا زور سره خیرات وکړی، هیڅکله به در څخه قبول نه سي، تاسي خو (د الله تعالی او د هغه د رسول له اطاعت څخه) وتلي یاست، او د دوی خیراتونه ځکه نه ور څخه قبلېږي، چي دوی په الله تعالی او د هغه په رسول کافران سوي دي.


د عباداتو د قبولیت دوه بنسټونه
د عبادت قبلېدل او نه قبلېدل په نیت او طریقه پوري تړلي دي؛ ځکه نو د عبادت د قبلېدلو شرط دا دی، چي یوازي به د الله تعالی لپاره وي، او بل دا چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه به برابر وي، الله تعالی فرمايي:


(فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) [الكهف: ۱۱۰] ژباړه: نو څوک چي د خپل رب سره د ملاقات امید او هیله لري، هغه دي نېک عملونه وکړي، او د خپل رب په عبادت کي دي له هغه سره هیڅوک نه شریکوي.


او اسلام پر دوو بنسټونو ولاړ دی: یو دا چي یوازي د الله تعالی عبادت وسي، او هیڅوک ورسره شریک نکړل سي، دوهم دا چي همدا عبادت د هغه د شریعت مطابق وسي، یعني دا چي ټول عبادتونه باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې سره برابر وسي.


همدا دواړه بنسټونه د الله تعالی د یووالي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ د شاهدي ورکولو معنی ده، او الله تعالی مخلوقات د امتحانولو لپاره پیدا کړي دي، چي دوی په دې دوو بنسټونو (یعني: اخلاص او متابعت) باندي څومره عمل کوي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: 


(تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (۱) الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا) [الملك: ۱، ۲] 
ژباړه: د هغه (ذات) ډیر برکت دی چي د هغه په لاس کي سلطنت دی او هغه پر هر شي ښه قادر دی  ، هغه ذات چي مرګ او ژوند یې د دې لپاره پیدا کړي دي، چي تاسي و آزمويي، چي په تاسي کي کوم یو تر ټولو غوره او ښه عمل کوونکۍ دی.


په آیت شریف کي له ښه عمل کولو څخه هدف هغه عمل دی، چي هغه په اخلاص سره او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې سره برابر وي.


فضیل بن عیاض رحمه الله وايي: «کوم عمل چي د الله تعالی لپاره وي، خو په سنت طریقه برابر نه وي، نه قبلېږي، او که په سنت طریقه برابر وي، خو د الله تعالی د رضا لپاره نه وي، هم نه قبلېږي، هر عمل هغه وخت قبلېږي، چي د الله تعالی د رضا لپاره وي، او په سنت طریقه برابر وي».


په عمل کي د اخلاص معنی دا ده، چي یوازي د الله تعالی لپاره وي، او د عمل د درست والي معنی دا ده، چي پر سنت طریقه برابر وي.


د اخلاص حقیقت دا دی، چي بنده په خپل عبادت او طاعت سره د الله تعالی رضا وغواړي، الله عز وجل فرمايي:

(فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ) [الزمر: ۲]

 ژباړه: پس عبادت کوه د الله چي خالص کوونکی يې دغه (الله) ته د دین (خپل له شرک).

 

مسلمان باید خپل ټول عبادتونه او طاعتونه یوازي د الله تعالی د رضا لپاره وکړي، او د خپلو عبادتونو په عوض کي باید له مخلوق څخه څه اجر او عوض ونه غواړي.


پر اعمالو د نیت اغېز
د عمل د قبلېدلو اساس او بنسټ د زړه جوړوالۍ دی، او ټول عملونه په نیت او اراده پوري تړلي دي؛ ځکه نو انسان کولای سي، چي په خپل غوره نیت سره ځان هغه ځای ته ورسوي، چي په عمل سره نسي ور رسېدلای، ډېر ځله به یو عمل لږ وي، خو ښه نیت به یې لوی کړي، او د نیت د خرابوالي په خاطر ډېر ځله لوی عمل وړوکي او کوچني کېږي.


یحيی بن ابي کثیر رحمه الله وايي: «نیت زده کړئ؛ ځکه نیت تر عمل زیات اړین دی».


هر عبادت چي په اخلاص او ښه نیت سره ونه سي، هیڅ ګټه نه لري، او په زړه کي اخلاص او د خلګو له لوري د ستایني او صفت غوښتنه او تمه نسي سره یو ځای کېدلای.


همدارنګه د عبادت د قبلېدلو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې متابعت هم شرط دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (چا چي یو داسي عمل وکړ، چي زموږ امر نه وو ورته سوی، هغه مردود او د قبولیت وړ نه دی)، متفق علیه.


سعید بن جبیر رحمه الله وايي: «هره خبره او عمل په ښه نیت سره قبلېږي، او د هري خبري، عمل، او نیت د قبلېدلو لپاره شرط دا دی، چي په سنت طریقه برابر وي».


یوازي د متقیانو عمل قبلیږي
همدارنګه د الله تعالی څخه وېره او تقوا د عملونو د قبولیت سبب ګرځي، الله عز وجل فرمايي:

(إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ) [المائدة: ۲۷]
 ژباړه: یقینا الله تعالی یوازي له پرهېزګارانو څخه عملونه قبلوي.


څوک چي د الله تعالی له وېري او پرهېزګارۍ سره په اخلاص او د سنت طریقې مطابق عمل وکړي، نو لیري نه ده، چي مهربانه او کریم رب یې عمل هم قبول کړي.


شیخ الاسلام رحمه الله وايي: «د اهل سنت والجماعت په نزد د هغه چا عمل قبلېږي، څوک چي له الله تعالی څخه وېرېږي، عمل یې یوازي د الله تعالی لپاره وي، او د هغه له امرونو سره هم برابر وي».


نو څوک چي یو عمل په پوره اخلاص او د الله تعالی په وېره سره وکړي، الله تعالی به هغه عمل ځیني قبول کړي، که څه هم په نورو عملونو کي یې د الله تعالی نافرماني کړې وي، او څوک چي یو عمل د الله تعالی په وېره سره ونکړي، دغه عمل به یې ور څخه قبول نکړي، که څه هم چي په نورو عملونو کي به یې د الله تعالی اطاعت کړی وي.


د عبادت وروسته د بل عبادت توفیق
د یو عبادت وروسته بل عبادت کول د لومړني عبادت د قبلېدلو علامه ده، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
(وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَآتَاهُمْ تَقْوَاهُمْ) [محمد: ۱۷] 
ژباړه: او چا چي هدایت موندلی، الله تعالی نور هم هدایت ور زیاتوي او د دوی پرهېزګاري ورکوي.


حسن بصري رحمه الله وايي: «د یوه ښه او غوره عمل وروسته بل غوره عمل ترسره کول د مخکني عمل د ثواب او اجر برخه ده، همداراز له یوې ګناه وروسته بله ګناه کول، د مخکنۍ ګناه د سزا برخه ده».


تر ګناه وروسته نېک عمل کول، ګناه له منځه وړي، او تر نېکۍ وروسته ګناه کول، د نېکۍ ثواب بربادوي، او د چا چي عبادت او طاعت نه زیاتېږي، هغه د نقصان او لږوالي په حال کي دی.


په عبادت خوشحاله کېدل او له ښو کارونو سره مینه لرل په دنیا کي د آخرت د سمښت او الهي رضایت زېرۍ دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:


(فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى (۵) وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى (۶) فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى) [الليل: ۵- ۷] 
یعني: او چا چي نورو ته له خپلي شتمنۍ ورکړه کول، (د الله تعالی له نافرمانۍ او ګناهونو څخه یې) پرهېزګاري کول، او د (الله تعالی) ښکلې (ژمنه او ثوابونه یې) رښتیا ګڼل، نو موږ به ډېر ژر هغه ته د خیر او جنت لاره آسانه کړو.


په ښه عمل او عبادت همېشه توب او ثبات د الله تعالی له لوري د توفیق او خیر نښه ده.


ابن کثیر رحمه الله وايي: «مهربانه رب په خپلي مهربانۍ سره داسي ژمنه کړې، چي څوک په هر حال کي ژوند کوي، په همغه حال کي به مرګ هم ورته رازي، او څوک چي پر کوم حال وفات سي، د قیامت په ورځ به پر همغه حال را پورته کېږي».


د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت پر ښه کار او عبادت همېشه توب کول وو، او کله چي به یې یو عمل شروع کړ، هغه به یې نه پرېښودی، هغه به فرمایل: (الله تعالی ته تر ټولو خوښ عمل هغه دی، چي همېشه توب پر سوی وي، که څه هم لږ وي)، متفق علیه.


کله چي د انسان غړي او اندامونه په سمه لار کي استعمالېږي، دا د عملونو د قبولیت او د الله تعالی د محبت نښه ده، الله تعالی په قدسي حدث کي فرمايي: (زما بنده چي کله ما ته په فرضي عبادتونو سره ځان نژدې کوي، دا کار ما ته تر ټولو خوښ دی، او کله چي مي بنده په نفلونو سره همېشه ځان راته نژدې کوي، نو آخر هغه زما خوښ سي، کله چي زما له هغه سره مینه پیدا سي، نو زه یې هغه غوږ، سترګي، لاس، او پښه سم, كوم چي دی ورباندي څه اوري، څه ویني، څه په نیسي، او تګ ورباندي کوي (یعني دا اندامونه یې ټول زما په اطاعت او فرمانبردارۍ کي استعمالېږي)، که هغه زما څخه څه وغواړي، ورکوم یې، که زما څخه پناه وغواړي، پناه ورکوم، او زه په ټولو کارونو کي د مومن په ساه اخیستلو کي ډېر لطف او نرمي کوم، ځکه هغه مرګ نه خوښوي، او زما هم پر هغه سختي نه ده خوښه). بخاري دا حدیث روایت کړی دی.


خپل عبادت لږ بلل او استغفار ویل
مومن همېشه په عبادتونو کي کوښښ کوي، او خپل عملونه لږ بولي، کله چي له یوه عبادت څخه فارغه سي، په بل عبادت پيل کوي، او پر الله تعالی د خپلو عبادتونو احسان نه اچوي، الله تعالی فرمايي: 


(وَلَا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ) [المدثر: ۶]
 یعني داسي (لږ) احسان او نېکي مه کوه، چي عوض یې ډیر غواړې.


چا چي د الله تعالی ربوبیت او خپله بندګي په حقیقي ډول و پېژندل، ده ته به معلومه سي، چي د ده عملونه ډېر لږ او نیمګړي دي، او هیڅوک به د الله تعالی د مهربانۍ، رحمت او کرم پرته جنت ته داخل نسي.


ابن ابي ملیکه رحمه الله وايي: «ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دېرشو اصحابو سره لیدلي، دوی هر یو پر خپل ځان له نفاق څخه وېرېدل».


تر عبادت وروسته بخښنه غوښتل او په خپلي نیمګړتیا او تقصیر اعتراف کول د الله تعالی د مخلصینو بندګانو خوی دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:


 (كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ (17) وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ) [الذاريات: ۱۷، ۱۸]
 ژباړه: د (جنت خاوندان) به د شپې له لوري په دنیا کي لږ ویده کېدل، او په سهارګاه کي به یې (له الله تعالی د خپلو ګناهونو او نیمګړتیاوو) بخښنه غوښتل.


ابن القیم رحمه الله وايي: ستا د ښه عمل د قبلېدلو نښه دا ده، چي هغه په زړه کي یې لږ او ناقص وبولې، ځکه الله پېژندونکۍ انسان همېشه تر خپل عبادت وروسته له الله تعالی څخه بخښنه غواړي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به له لمانځه سلام وګرځوی، له الله تعالی څخه به یې بخښنه وغوښتل، الله تعالی خپل بندګان تر حج وروسته په استغفار امر کړي دي، تر تهجد کولو وروسته یې د استغفار ویونکو ستاینه کړې او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم خپل امت تر اودلاسه وروسته توبې او استغفار ته هڅولی دی.


نو څوک چي د خپل رب حق، خپل د عمل اندازه او خپل عیبونه وپېژني، حتما به له خپل رب څخه بخښنه وغواړي او خپل عملونه به د هغه په وړاندي ډېر لږ او ناقص وبولي».


الله تعالی د خپلو بندګانو داسي صفت کړی:
(وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ) [المؤمنون: ۶۰] 
ژباړه: او هغه څوک چي (د الله تعالی له لوري) ورکړی مال (د هغه په لار کي) خیراتوي، په داسي حال کي چي زړونه یې په وېره کي وي، بیشکه دوی خپل رب ته ور تلونکي دي.


عائشې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: یا رسول الله! آیا دا هغه څوک دي، چي شراب څښي او غلا کوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (نه اې د صدیق لوري! دا هغه څوک دي، چي روژې نیسي، لمونځونه او خیراتونه کوي، خو بیا هم وېرېږي، چي دا به ور څخه قبول نسي، الله تعالی فرمايي:


 (أُولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ) [المؤمنون: ۶۱]
یعني: دا هغه څوک دي، چي په نېکیو کي مسابقه او تلوار کوي، او دوی نېکیو او ښو کارونو ته تر نورو زیات وړاندي کېږي.).


مومن تل د ښو عملونو او وېري په حال کي وي.


عبد العزیز بن ابي رواد رحمه الله وايي: «ما ډېری تابعین ولیدل، چي په ښو او نېکو عملونو کي به یې زیار ایستی، او کله چي به دوی یو ښه عمل وکړ، پرېشانه به وه، چي آیا دا به ور څخه قبول سي که نه».


د عمل د قبلیدو سوال کول
د عمل د قبلېدلو یو لوی سبب له الله تعالی څخه سوال او غوښتنه ده؛ ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام چي کله د الله تعالی د کور دېوالونه پورته کول، داسي دعاء به یې کول:


 (رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) [البقرة: ۱۲۷]
 ژباړه: اې زموږ ربه: دا عمل زموږ څخه قبول کړه، یقینا ته ښه اورېدونکی (قبلوونکی) او په هر څه ښه خبر یې.


همدارنګه د عمران مېرمني چي کله د خپل نس کوچنی د مسجد اقصی د خدمت لپاره نذر کړ، دا دعاء یې وکړل:
(رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) [آل عمران: ۳۵] ژباړه: اې زما ربه! ما د خپل نس اولاد خالص ستا لپاره نذر کړی دی، نو دا عمل زما څخه قبول کړه، یقینا ته ښه اورېدونکي (قبلوونکی) او په هر څه ښه خبر یې.


رسول الله صلی الله علیه وسلم د قربانۍ کولو پر وخت وفرمایل: (اې الله! دا له محمد صلی الله علیه وسلم ، د محمد له اهل بیت او د محمد له امت څخه قبوله کړه)، مسلم.

 

په نعمتونو شکر کول
د الله تعالی په نعمتونو شکر کول د قبولیت او ډېروالي سبب دی، الله تعالی فرمايي:

(وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ) [إبراهيم: ۷]
 ژباړه: او کله چي ستاسي رب (خپلو بندګانو ته) خبر ورکړ، چي که تاسي شکر و ایستی، نو زه به خامخا (خپل نعمتونه) درباندي زیات کړم.


د الله تعالی صالح بنده وايي: 
(رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ) [الأحقاف: ۱۵] 
یعني: زما ربه! ما ته توفیق راکړه، چي زه ستا د هغه نعمت شکر اداء کړم، کوم چي تا پر ما او زما پر پلار او مور کړی، او ستا خوښ او سم عملونه وکړم، او زما په اولادونو کي اصلاح راوله، ما تا ته توبه ایستلې، او زه د مسلمانانو له ډلي څخه یم.


نو سمدستي الله تعالی داسي ژمنه ورسره وکړل: 
(أُولَئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجَاوَزُ عَنْ سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ) [الأحقاف: ۱۶] 
ژباړه: دوی هغه څوک دي، چي موږ به یې ښکلي او غوره عملونه ور څخه قبول کړو، له بدو عملونو څخه به یې تېر سو، او دوی به د جنت له اوسېدونکو څخه وي.

 

ورپسې لیکنه:

هغه نیک اعمال بربادوي...

 

 

سرته