تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محدث العصر علامه خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 27, 2018
  0

 

د محدث العصر مولانا مولانا خلیل احمد سهارنپوري ”رحمة الله علیه“  تعارف او خدمات


لیکوال : محمد عمران شریف / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پیدایښت :
حضرت مولانا خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله د کال ۱۲۶۹ هجري د صفرې میاشت په وروستۍ لسیزه (مطابق د لومړۍ لسیزي ستمبر  ۱۸۵۲ عیسوي کال ) کې د هندوستان د ضلع نانوته په سهارنپور کلي کې پیدا شو،  د ده تعلق د یوې لوی علمي کورنۍ سره وو،  د حضرت سلسله نسب په لسم پښت کې د خپل روحاني پلار او مرشد د رشید احمد ګنګوهي رحمه الله د نسب سره ملاویږي حضرت د دارلعلوم دیوبند د اول صدر مدرس مولانا محمد یقوب نانوتوي خوریی او د مولانا مملوک علي صاحب لمسی وو .

 

حصول علم:
د پنځه کالو په عمر یې قاعده  د خپل نیکه مولانا مملوک علي صیب څخه شروع کړه، علامه سهارنپوري رحمه الله فطرتا ذکي او ذهین و، قران مجید یې ډیر ژر ختم کړو او د اردو او فارسي ابتدائي کتابونه یې د ضلع نانوتې مختلفو علماؤ څخه وویل بیا چې کله په ۱۲۸۳ هجرۍ کې د دارلعلوم دیوبند د قیام څخه خبر شو او دا ورته معلومه شوه چې په دیوبند کې صدر مدرس د ده ماما یعقوب نانوتوي صیب دی نو هلته لاړو او د کافیه نه یې سبقونه شروع کړل بیا شپږ میاشتې بعد په سهارنپور ښار کې د مدرسه مظاهر العلوم افتتاح وشوه اګر چې په دارالعلوم دیوبند کې یې تربیت د خپل ماما د سترګو لاندې وو، خو قدرت ته منظوره دا وه چې د کوم شخصیت په وجه مظاهر العلوم ته ترقي ورکړي هم هغه شخصیت دلته سبقونه ووایئ او د مدرسي احسان مند شي نو  حضرت باقي سبقونو ویلو لپاره هلته سهارنپور  ته لاړو او د احادیثو، تفسیر او د فقهې اکثر کتابونه یې د مولانا مظهر صاحب رحمه الله څخه منطق، فلسفه، هئیت او ریاضي یې د مدرسی نورو مدرسینو څخه وویله دغه شان ۱۲۸۸ هجري کی د ۱۹ کالو په عمر کې د درس نظامي څخه فراغت حاصل کړو روسته د دې څخه یې په علوم ادبیه ؤ کې د مهارت شوق پیدا شو نو د مشهور ادیب پروفیسر  مولانا فیض الحسن سهارنپوري په خدمت کې حاضر شو او علوم ادبیه یی تکمیل کړه .

 

علمی مقام:
 د حضرت علمي سلسله د شاه ولي الله رحمه الله سره یو ځای کیږي، د دې څخه علاؤ حضرت د خپل اول حج په زمانه کې د مکې مکرمې د شیخ المشائخ  مولانا احمد دعلان مفتي شافعیه نه د حدیثو اجازت حاصل کړی او دغه شان یې  د مدینې منورې د شیخ شاه عبدالغني مهاجر المجددي النقشبندي څخه هم د حدیثو اجازت حاصل کړو.

 

او دغه شان حاجي امداد الله مهاجر مدني رحمه الله ورته خط کې داسې لیکلي وو:


” ته زما د سلسلې فخر یې، زه تاسو نه ډیر خوشاله یم “ 

 

(الله اکبر) دا جمله ډیره وزن داره ده خو د دې ادراک زمونږ په شان ګناهګارو خلکو ته ناممکن دی. (عمران) 

 

شیخ الاسلام مولانا ظفر احمد عثماني صیب فرمایي: 
په پنځم حج کې حضرت سهارنپوري رحمه الله د طواف قدوم لپاره حرم ته تشریف راوړو نو مولانا محب الدین صیب خلیفه د حاجي امداد الله مهاجر مکي وفرمایل: وګورئ  حرم ته څوک راغلو چې ټول حرم یې منور کړو چې کله یې طواف مکمل کړو نو محب الدین صیب وفرمایل آها دا تاسو وئ چې له وجه مو ټول حرم منور شو. (تذکرة الخلیل)

 

تدریس:
۱۲۸۸ هجري کې د حضرت عمر ۱۹ کاله وو،  چې په مظاهر العلوم کې معین المدرس مقرر شو بیا څه موده بعد د منګلور په مدرسه عربیه کې د مدرس ضرورت پیدا شو نو حضرت هلته د صدر مدرس په توګه مقرر شو، د دې نه بعد حضرت په بهوپال، بهاولپور او دارالعلوم دیوبند کې هم مدرس پاتې شو او ۴۵ کالو په عمر کې بیا په مظاهرالعلوم کې صدر مدرس مقرر شو .

 

بیعت او خلافت :
حضرت خپل روحاني تعلق د قطب الارشاد حضرت مولانا رشید احمد ګنګوي صیب سره قایمول غوښتل ددې وجې نه یې د خپل ماما مولانا یعقوب نانوتوي صیب په ذریعه ګنګوهي صیب ته خط ولیکل او د ګنګوهي صیب خانکاه ته خاضر شو حضرت بیعت کړو څه موده بعد ورته خلافت او اجازت هم ملاؤ شو. 

 

هجرت :
په ۱۶ شوال المکرم ۱۳۴۴ هجري یې د مدرسې څخه د یو نیم کال لپاره رخصت واخستل او مدینی طرف ته روان شو چې کله د سهارنپور څخه رخصت شو نو د هجرت نیت یی ونه کړه چا ترې پښتنه وکړه چې ولي دې نیت ونه کړل؟

 

حضرت ځواب ورکړ:
نه ده معلوم چې د الله تعالی په نېزد زه د دې مقدسې ځمکې قابل یم او که نه، که چیر ته الله تعالی ته زما د ناکاره قیام منظور نه شو نو د خپلو تورو اعمالو سره به واپس راشم او که د الله په دربار کې منظور شم بیا به واپس رانشم د وخت په تیریدو یو ورځ کور ته راغلو او خپلو متعلقینو ته یې وویل:

 

چې اوس ماته د خپل قیام یقین وشو او د هجرت نیت مې وکړو په دې دوران کې یې د مدینې د علماؤ په اصرار د ابوداود  درس شروع کړو او دا درس صرف دوې ورځې وو ځکه حضرت بیا وفات شو او عجیبه اتفاق دا وو چې حضرت د سهارنپور څخه د یو نیم کال لپاره رخصت اخیستی وو او په مدینه منوره کې پوره د یونیم کال قیام څخه بعد وفات شو .

 

 

علامه سهارنپوري رحمه الله د (بذل المجهود في حل ابي داود) تالیف هم په مدینه منوره کې پوره کړو چې کله دا تالیف مکمل شو نو حضرت وفرمایل: د حق تعالی څخه مې درې دعاګانه غوښتې وې دوه قبولې شوې یو باقي پاتی ده :

 

(۱): د مکې مکرمې پر امن اسلامي شرعیه په خپلو سترګو وګورم .
(۲): د بذل المجهود تالیف مکمل شي.
(۳): د حضور علیه السلام په ګاونډ کې دفن شم.

 

بحمدلله دوه قبولې شوې او اخیرې ماته نه ده معلومه چې قبول به شي او که نه .

 

الحمد لله هغه هم قبوله شوه د بذل المجهود د فراغت څخه ۷ میاشتې او ۲۴ ورځي بعد وفات شو او په مدینه کې د قبه اهل بیت سره متصل دفن شو.

 

 

تصانیف:
د حضرت یوه تصنیفي کارنامه د ( المهند علی المفند ) کتاب په شکل کې موجوده ده .
حضرت د دې په ذریعه عرب او عجم علماؤ ته دا اوخودله چې الحمدلله د علماء دیوبند عقائد د قران او سنت سره موافق دي او حضرات علماء دیوبند د اهل السنة والجماعة صحیح ترجمانان دي .

 

دویم تصنیف یې ( بذل المجهود ) د ابوداود شریف شرح د،ه د دې په عظمت کې به دومره ووایو چې د مصر یو مشهور عالم او علامة الازهر ابو محمد محمود رحمه الله د ابوداود شرح لیکلي ده په نامه د (منهل) په عربو کې د ابوداود دا شرح منل شوې شرح ده او دا شرح منهل د بذل المجهود څخه ماخوذ ده بلکې بعضي بحثونو کې یې پوره پوره صفحه عبارت بغیر د تغیر څخه نقل کړې او په پوره کتاب کې یې صرف یو ځای کې د بذل المجهود حواله ورکړې ده.

یو څو نور مشهور تصانیف:

تنشيط الأذان
مطرقة الكرامة على مرآة الإمامة
هدايات الرشيد في إفحام العنيد (هدایات الشیعه)
إتمام النّعم على تبويب الحكم

براهین قاطعه بجواب انوار ساطعه (د بریلویانو په رد کي)

فتاوی مظاهر العلوم یا فتاوی خلیلیه 

 

 

شاګردان او خلفاء:
علامه خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله د خپل وخت عظیم محدث، فقیه او شیخ کامل وو او د خپلو  تلامذه ؤ او خلفاؤ یو عظیم جماعت یې تیار کړو بعضې د هغو څخه دا دي:


 حضرت مولانا یحیی کاندهلوي
حضرت مولانا عبدالله ګنګوهي
مولانا فیض الحسن ګنګوهي
مولانا ظفر احمد عثماني (د حدیثو د ستر کتاب اعلاء السنن مؤلف)
مولانا محمد الیاس کاندهلوي (د تبیلغي جماعت مؤسس)
مولانا حافظ فخرالدین
مولانا مفتي جمیل احمد تهانوي 
مولانا محمد بدرعالم میرټهی (د فیض الباري شرح بخاري تدوین کونکی)
او مولانا محمد ذکریا کاندهلوي (د امام مالک رحمه الله د کتاب شارح: أوجز المسالك إلى موطأ مالك)

رحمة الله علیهم 

 

وفات :
په مدینه منوره کې په ۱۵ ربیع الثاني ۱۳۴۶ هجري د چهارشنبي په ورځ د مازیګر نه بعد وفات شو او هم هلته مدینه منوره کې دفن کړی شو .

 انا لله واناالیه راجعون

سرته