تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
باطل دینونه په اسلامي نړۍ کي
  تعلیم الاسلام
  January 24, 2018
  0

ليکوال: استاذ عبدالسميع "شينواری" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نصيريه ( النصيرية):

نصيريان د محمد نصير اتباع دي او د دې فرقې د نامه نسبت هم ده ته كيږي. 
نصيريه د شيعه ګانو د تيري كوونكي ( غلات ) څخه دي، كوم چي د على رضی الله عنه  په خدايي باندي قايل دي، دا فرقه د اول ځل له پاره په سامراء كي په (۲۶۰هـ) كي پيدا سوې ده او بيا نورو منطقو ته انتقال سوې ده.

د دې فرقې نومونه او القاب: 
دوی په پيل کي په (المؤمنين) او وروسته د (منيريه، نصيريه) په نومونو ځانونه معرفي كول , علامه ابن تيميه رحمه الله وائي: د دوی القاب ملاحده, قرامطه , باطنيه , اسماعيليه او علويين دي.

استوګن ځايونه: سوريه , تركيه او كردستان.

د نصيريه طائفې: حيدريه، شماليه, كلازيه او غيبيه.

د نصيريه عقائد:
۱- د دوی عقيده ده، چي علي  رضی الله عنه  الْه دی (نعوذبالله).


۲- د دوی عقيده ده، چي انسان اووه ( ۷) واري پيدا كيږي او بيا د ستورو شكل اختياروي او كه انسان نېك وي نو دوهم او دريم واري... هم د انسان په شكل پيدا كيږي او كه بد وي، نو بيا د حيوان په شكل....

 

۳- د قيامت د ورځي څخه انكار كول.

عبادت ئې:
۱- شهادت: صرف ( ع. م. س ) ويل، چي هغه رمزونه دي د علي، محمد او سليمان.
۲- لمونځ: صرف پنځه نومونه ذكر كول: علي، حسين، حسن، محسن او فاطمة. د دوی په عقيده د يادو نومونو ذكر د غسل، اودس او لمانځه د اركانو پر ځای كفايت كوي.

۳- جهاد: جهاد كول ددوی په اند د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  پر اصحابو باندي لعنت ويل دي، چي په سر كي ئې حضرت ابوبكر، حضرت عمر او حضرت عثمان رضی الله عنهم دي.

۴- روژه او زكات ئې هم د همدې ډول خرافاتو، شركياتو او كفرياتو څخه خالي نه دي.

 

د دوی د دين زده كړه: د دوی عقيده ده، چي زموږ دين سِر( پټ راز) دی، ښځي د دين د زده كړي حق نه لري، ځکه چي ناقص العقله دي او نارينه هم تر نولس (۱۹) كلنۍ پوري نه په دين پوهيږي او نه د دين د زده كړي حق لري.

 

د مسلمانانو سره دښمني: د تاريخ په اوږدو كښي، چي هر وخت موقع په لاس ورغلې ده، د مسلمانانو پر خلاف ئې كار كړی دی او لا ئې هم كوي، د تاتاريانو او صليبــيانو مرسته او كومك ئې د شام د مسلمانانو پر خلاف يو ښکاره مثال دی.

 

قاديانيان: (القاديانية):
د دې مذهب نسبت ميرزا غلام محمد قادياني ته كيږي، قاديان په پنجاب كي د يوې منطقې نوم دی، كوم چي د دې فرقې مؤسس په ( ۱۸۳۹ يا ۱۸۴۰ م) کال كښي پيدا سوی دی، په (۱۹۰۸م) كي ئې د نبوت درواغجنه دعوه وكړه او ويل به ئې چي پر ما وحي نازليږي. 

د قاديانيانو نور نمونه: 
احمديه: دا فرقه په هند، پاكستان او افريقا كي په احمدي باندي ياديږي، چي نسبت ئې احمد ته كيږي او د نبوت دعوه ئې كړي وه او دا فرقه په (۱۹) مه ميلادي پېړۍ كي د انګرېزانو د واکمنۍ پرمهال په هند كښي پيدا سوه، د دې فرقې اصلي مؤسسين هم انګرېزان دي او د هغو د پاته شونو څخه دي، د دې فرقې د جوړولو څخه د انګرېزانو اصلي هدف دا وو، چي په مسلمانانو كښي فتنه جوړه كړي او د جهاد روحيه پكښي ضعيفه كړي، پر دې باندي قاديانيان هم خپله اعتراف كوي.

 

د مؤسس باطلي دعوې:
اوله دعوه: دا وه چي پر ده باندي د الهام له لاري وحي نازليږي. 
دوهمه دعوه: زه مجدد العصر يم او په مسكنت او تواضع... كښي داسي يم لكه عيسى  علیه السلام .
درېيمه دعوه: زه عيسى  علیه السلام  يم خو نبوت مي جزئي دی،
څلورمه دعوه: ئې دا وه، چي دی كامل نبي دی.
پنځمه دعوه: ويل به ئې، چي زه كرشنا يم؛ كرشنا د هندوانو خدای ته وايي.

 

د قاديانيانو فرقې: 
۱- احمديه: مؤسس ئې: بشيرالدين محمود. فرقه ئې: قاديانيان او يا احمديه.
۲- لاهوريه: مؤسس ئې: محمد علي لاهوري. فرقه ئې: لاهوريه او يا احمديه.
عقايد: دا دواړي فرقې د مؤسس پر عقايدو باندي روان دي، د هغه د اقوالو او كتابونو تقدس كوي، په كفر كښي ئې خاص فرق نسته.

 

مركزونه: د قاديانيانو مرکزونه په امريكا، افريقا اروپا او آسيا کي سته، چي د ټولو شمېر ئې ايله (۳۱) ته رسېږي، لوی مرکز ئې د پاکستان د ربوه په منطقه کي دی.

 

فعاليتونه: زيات كتابونه او مجلې چاپوي، تلويزوني او راډيويي چينلونه او مدرسې لري، د خپل باطل مذهب د نشرولو له پاره خيريه كارونه تر سره كوي په خاصه توګه د روغتيا په برخه كي. دوی ياد فعاليتونه اكثره په اسلامي ټولنو كي انجاموي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه

سرته