تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نېکي مؤمني ښځي صفات
  تعلیم الاسلام
  December 9, 2017
  0

د نېکي مؤمني ښځي صفات/ ژباړه غلام عمر عبدالله

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ای مسلماني خوري !!!

ته ددې امت ګاڼه يې ، ته د اسلام د سپېڅلي دين ساتنه کوې ، ته د اسلامي ټولني قلعه ( کلا) او سپر ئې ، ته د احسان او ايمان ساتونکې او پټونکې يې. نو راځو تر څو د نېکي مؤمني ښځي صفات وپېژنو.

 

۱ - عقیده ؛
د يوې مؤمني ښځي عقيده بايد د اهل السنة والجماعت پر عقیدې جوړه وي.

 

۲ - منهج ؛ 
مؤمنه ښځه هغه تګلاره بايد غوره کړي چي الله ورته فرمايلې وي ، د الله رسول صلی الله عليه وسلم ورته ښودلې وي ، صحابه کرامو ، تابعينو ، تبع تابعينو او نور صالحينو عمل پرې کړی وي.

 

۳ - اخلاق ؛
مؤمنه ښځه باید د اسلام سپیڅلي اخلاق خپل کړي.

 

۴ -  آداب ؛
حياء ، پاک لمني ، پاکي ، ستر او پرده باید د مؤمني ښځي د ژوند آداب وي.

 

۵ -  د ژوند کولو نمونه ؛
مومنه مېرمن باید په خپل ژوند کي د مؤمنانو ميندي ( امهات المؤمنين) ، صحابيات رضي الله عنهن ، او نوري صالحي مېرمني د ځان لپاره د ژوند کولو نمونې غوره کړي.

 

۶ - ملګرتوب ؛
مومنه مېرمن باید د ټولو هغو مؤمنو او مسلمانو ښځو سره ملګرتوب وکړي چي د الله د دين پابندي وي.

 

۷ - دښمني ؛
مومنه مېرمن باید له يهودانو ، عيسويانو ، مشرکينو ، منافقينو ، سيکولریستانو او ټولو هغو کسانو سره دښمني غوره کړي چي د ښځي بې ستري ، بې عفتي او له اسلام څخه د ښځي لېريوالی غواړي.

 

۸ - کرکه ؛
مؤمنه مېرمن باید له ډمانو ، سندرغاړو ، هغو مجلو ، رسنيو سره کرکه ولري چي بې ستره انځورونه ، فلمونه ، د بې لارۍ مضامين او هغه څه خپروي چي د دې رب جل جلاله پرې ناراضه کېږي.

 

۹ - حرص ؛
مومنه مېرمن باید پر رښتيني او شرطونو برابري توبې ايستلو حريصه وي .

 

۱۰ -  واده ؛
د مومني مېرمني واده باید له رقص ، ډمانو ، سندرغاړو ، د نارينه او ښځو له اختلاط څخه خالي  وي مګر دا چي په مباح او جايزو خوشحاليو سره ولمانځل شي.

 

۱۱ -  هيله ؛
د مؤمني مېرمني هیله باید دا وي چي داسي يو نسل وروزي چي پر صحيح اسلام برابر وي ، تر څو يوه جنتي کورنۍ ترې جوړه شي.

 

۱۲ - اضافي وخت ؛
مومنه مېرمن باید خپل اضافي وخت د قران کريم په حفظ ، د ګټور علم په ترلاسه کولو او په مشروع تفريحي کارونو کي مصرف کړي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته