تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ویټامین B12 ګټي او منابع
  تعلیم الاسلام راډیو
  November 29, 2017
  0
ترتیب کوونکی: اکرام الله درانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ويټامين B12 يا کوبالامين (Cobala amine ) 
دغه ويټامين دAnti-pernicious anemia vitamin په نوم هم ياديږى پخواد Extrinsic factor يا Food Factor په نوم هم ياديده. دا ويټامين په ١٩٤٨ م کال کې ديو ټن تازه وينې څخه mg٢٠ويټامين B12 تجريد شو او په ١٩٧٣ م کال کې دا ويټامين ترکېب شو .
 
دا ويټامين  د کاربن .هايدروجن ،نايتروجن ،اکسجن ،فاسفورس او کوبالت څخه ترکېب شوى او په ډيرې اسانۍ سره رطوبت ځانته جذبوى او د(120 ) يو سل شل درجى د سانتى گريد حرارت په مقابل کې مقاومت لرى او په همدې حرارت درجى کې داسېدونو او قلوياتو په مقابل کې مقاومت نه لرى ،خرابيږي دا ويټامين  د اطفالو درشد او نمو لپاره ډير مهم اثر لرى د پورتنى ميتابوليزم لپاره ډير ښه اثر لرى ددې  ويټامين دورځني احتياج اندازه د(٥_٨)ملي ګرام تثبيت شوې ده .ويټامين B12 دجذب لپاره په کولموکې گلايکوجن پروتين Glycoprotine )ته اړتيا لرى. چې د گيډې د مخاطى غشا‌ء څخه خرابيږى او د Intrinsic factor په نوم ياديږى .فرمول يې په لاندې ډول دى
 
C63  H90  O14  N14 Vitamine B12
 
د ويټامين B12 منابع:
دا ويټامين د مايکرو اورګانيزمونو په واسط ترکېبيږي ينه او پښتورگى خورا غنى منابع دى اما داويټامين په شيدو هگى او ماهى کې هم پيداکېږي ويټامينB12  د کولمو د باکتريا په واسطه هم ترکېبيږى .
 
ددې ويټامين په ساختمان کې کوبالت موجوددى چې سيانايدايون سره تړلى دى کله چې cyano cobalamine عضويت ته داخل شي د سيانايدايون ورڅخه جدا کېږي ويټامين B12 په فعال شکل بدليږى سيانوکوبال امين ددى ويټامين ثابت شکل دى  او په بازار کې په دى شکل خرڅيږى .
 
که چېرې د سيانايد په عوض دهايدروکسل گروپ د کوبالت سره يو ځاي شي د Hydroxy coalamine په نوم ياديږى که چېرې د کوبالت اتوم سره مختلف ګروپونه يو ځا ي  شي د ويټامين B12 مختلف قسمونه په لاس راځي،په تدواۍ کې دويټامين B12  دوه مختلف ډولونه  چې سيانوکوبال امين اوهايدروکسې کوبال امين استعماليږى .
 
ددى ويټامين غوره منابع عبارت دى له: شيدى ،هگى ،ځگر ،پښتورگى سره غوښه ، ماهيان او داسې نور دا ويټامين ډير فعال دى کم مقداريې هم له درمان له پاره موثردى ددې ويټامين په هکله تشويش مه کوى دا پورتنى نوموړى غذايې مواد په هر ځاي او په هر وخت کې په ډيره زياته اندازه پيداکېږي د خپل صحت او روغتيا لپاره ورڅخه په ورځنيو خوړوکې ګټه واخلى
 
د ويټامين B12 جذب:
کله چې ويټامين B12 معدى ته ننوځى لومړى د يو پروتين سره چې د R.binding Protein په نوم ياديږي ورسره نښلي چې بيا روسته د معدى د Hcl  او پانقراس د proteases   انزايمونو په واسطه  ويټامين B12 دوباره ازاديږى چې بيا روسته ديو بل Glycoprotein چې د Factor Intrinsic (داخلى فکتور) په نوم ياديږى تړل کېږي .
 
Intrinsic Factor معدي دمخاطى غشاء parital cell  په واسط افرازيږي او دمعدى د Fandus په قسمت کې لوړ غلظت سره موجوديت لرى ويټامين B12 او داخلى فکتور همداcomplex يامجموعه د ايليوم په نهايې برخه کې تجزيه کېږي او ازاد شوى ويټامين B12  د ايليوم د حجراتو په واسطه جذبيږي اوبيا د باب الوريد (portol vein ) ته داخليږى چې ويټامين B12 د جذب لپاره علاوه دداخلى فکتورونو څخه صفرا او Hco3(يو مساعدP H) هم ضروردى ورسته ويټامين B12 په وينه کې د يو بل پروټين ترانس کوبال امين( Trans cobalamine )سره نښلى او نساجو ته يې وړى او په وينه کې يو بل پروټين سره وصليږى او ځيکر کې ذخيره کېږي ويټامينB12 په اوبو کې د منحلو ويټامينونوله جملى څخه يواځى ويټامين دى چې ينه کې ذخيره کېږي اوله همدى امله ينه ياځيګرد ويټامين B12 غوره منابع ګڼل کېږي .
 
د ويټامين B12 د کموالي ستونزې:
داپروتين په اوبوکې دمنحلو پروتينونو څخه يو پروتين دى چې په ځگر کې ذخيره کېږي له همدى کبله ويټامين B12 غوره منابع ځېگر ګڼل شوى دى که چېرې کوکس د Intrinsic factor )داخلى فکتور( دنشوالي له کبله ويټامين B12 جذب نه کړ يو ډول دوينې کمښت ورته  پيداکېږي چې pernicious anemia په نوم ياديږى ،اخته کېږي بايد يادوونه وکړم چې دغه ويټا مين دويني دکروياتوپه تشکېل کې ډير مفيد دي اوپه دي وخت کې کم خوني رامنځ ته کېږي 
 
دويټامين B12 دکمبود، کمخوني په انسان کې دفوليک اسيد دکمبود په نتيجه کې منځ ته راځي هغه  haematologic abnormality چې دويټامين B12 له کميدوڅخه پيداکېږي دfolic acid په توصيه کولو سره اصلاح کېږي ليکن ددې ويټامين دعصبي سستم ته نه ګرځيدونکى نقصان منځ ته راوړي چې په دي حالت کې ناروغ Ataxia paraesthesia دسرګودعصب افت Opic (neuropathy)   لري مريض خپل Position اوحرکې احساس له لاسه ورکوي دويټامين B12 نستمني له امله نيورولوژيک اعراض د ميتونين (methionine) دکمبودله امله چې ميتونين دکولين دترکېب لپاره دميتايل ګروپ نه تهيه کوي اوکولين دفوسفوليپيدونوخصوصا(Lecithin) چې دحجراتودپردو دميالين پوخ دترکېب لپاره ضروري دي دويټامين B12 دکمبودله امله دليستين (Lecithin) کموالي منځ ته راځي دميالين پوخ ترکېب مشوش کېږي يوځل بيا يادونه کوم چې دفوليک اسيد توصيه دPernicious anemia مريضانوته نه يواځي داچې  Pernicious anemia  تشخيص ترسيوري لاندي راولي بلکې نيورولوژيک تغيرات ممکن زياتوالي وکړي .
 
ويټامين B12 دکمبودلابراتواري تشخيص: 
١_په سيروم کې دويټامين B12 غلظت ټيټ وي .
 
٢_دويټامين B12 دکمبوداوخبيثه وينې کمبودله پاره بل مهم ټيسټ دSchilimg دى،داټيسټ دنشان شوې ويټامين B12 (Labeled Vit B12) دجذب کموالي له پاره اجراکېږي .
 
٣_دهموسيستين اوMethyl Nalomic اطراح په تشومتيازوکې زياتيږي .
 
٤_دداخلي فکتورضدانتي باډي ممکن په پلازماکې ښکاره شي .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته