تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعوت د چپولو دپاره د قريشو مختلفي طريقې
  تعلیم الاسلام
  November 21, 2017
  0

مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کوم وخت چي قريشو وليدل چي محمّد صلي الله علیه وسلم  د خپله دعوته څخه لاس نه اخلي نو بيا سره کښينستل او په دې باره کي يې فکر وکړی، د دعوت د منعه کولو دپاره يې ډيري خبري وکړې او ډيري لاري چاري يې وسنجولې او د هغو د عملي کولو دپاره یې فیصلې وکړې چي د هغو فیصلو خلاصه به درته بيان سي:

 

اول: پـه مسلمانانو پسخند او ملنډي وهل، مسلمانان خوار او ضعيفه بلل، پر هغو مسخرې کول، پر هغو خندل او درواغجنان بلل، چي په دې کارو سره يې د مسلمانانو ښوَيَوَل مقصد وه او د دوى معنوي قواوي يې ور ضعيفه کولې، پر رسول الله صلي الله علیه وسلم  يې بېځايه تهمتونه ويل، سپکي او نالايقي خبري يې ورته کولې، د مجنون او ليوني په نامه سره به يې نارې ور وهلې، الله جل جلاله د  سورة الحِجر په (6) نمبر آيات کي فرمايي: 

 

وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ . (سورة حجر۶:).

يعني: دغو کفارو به محمّدصلي الله علیه وسلم  ته ويل: اې هغه څوکه چي پر هغه قرآن نازل سوى دى، بيشکه ته خامخا ليونئ يې. 

او ځيني وختونه به يې ورته ويل: ته ساحر او کاذب يې(العياذ بالله) الله جل جلاله فرمايي:

 

وَعَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ. (سورة ص:۴)   

يعني: کفار د دې څخه تعجب کوي چي د دوى د جنس او قومه څخه و دوى ته بېرونکى (رسول) راغلى دى او دغه کافران وايي: چي دغه بېرونکى (رسول) ساحر کوډ ګر درواغجن دى. 

 

کوم وخت چي به رسول الله صلي الله علیه وسلم  يو ځاى کښېنستى او د ده پر شا وخوا به د دهصلي الله علیه وسلم  هغه ضعيفه اصحاب ناست وه، کفارو به پسخندونه په وهل او ويل به يې: دغه خوار او ضعيفه خلك د ده مجلسيان دي؟

 

دوهم: د رسول الله صلي الله علیه وسلم  پر تعاليمو او لار ښوونو شُبهات پيدا کول او د حقيقت څخه ليري درواغ پوري تړل او پر اسلامي تعليماتو بېځايه ايرادونه نشرول، حتّْی

 
د دهصلي الله علیه وسلم  پر شخصيت د شُبُهاتو او ايراداتو نشرول او دا نشريات دومره ډير وه چي عامو خلكو د رسول الله صلي الله علیه وسلم  د دعوت په حقیقت کي د  فکر کولو وخت او مجال نه درلودى او قرآن مجيد ته يې اساطير الاولين (پخوانۍ قصې) ويل او ويل به يې چي دغه قرآن يو انسان ور ښيي او ويل به يې دا څنګه رسول دى چي خورک کوي او په بازارو کي ګرځي، خو په قرآن مجيد کي د کفارو د دغه ټولو ايراداتو  رَد موجود دى.

 

درېيم: د قرآن مجيد سره په پخوانيو قصو معارضه كول، چي خلك به يې د قرآن مجيد د اورېدلو څخه په هغو قصو مشغوله کول او داکار يې د نضر بن الحارث په واسطه سره کاوه چي تفصيل به يې په وروسته کي درته راسي. 

 

څلورم: مساومات، يعني: د رسول الله صلي الله علیه وسلم  سره داسي خبري وکړي چي څه راکړه او څه واخله، د دې څخه مقصد دا دى چي شرک او اسلام  سره ګډ کړي، يعني: مشرکان د خپل شرک څه کارونه پريږدي،او رسول الله صلي الله علیه وسلم  د خپل دين او دعوت څه کارونه پريږدي.    دا خو د کفارو فیصلې او عمل ؤ.


خو پر دغه سربېره مشرکانو وليدل چي دعوت نور هم نشريږي او د خلكو توجه ور اوړي، قريش په بېره کي سوه چي دا قصه نوره هم پسي اوږديږي او دوى يې مخ نيوى نه سي کولاى، قريبـه ده چي د اسلام او مسلمانانو د دعوت مسئله پر ټوله مکه غالبه سي،


نو د قريشو مشرانو دا مشوره او اتفاق وکړی چي داسي يو کار ته به محمّدصلي الله علیه وسلم  را و بولو چي تراوسه مو هغه پيشنهاد نه دى ورته کړى، نَوې خبره ده ښايي دا را سره و مني.

 

 د قريشو ټولو مشرانو دغه خبره خوښه کړه او رسول الله صلي الله علیه وسلم  يې د قريشو د مشرانو سره د ملاقات دپاره ور وغوښتى، سرور کائنات صلي الله علیه وسلم  هم  ورغلى، قريش ورته کښېنستل او ويل: يا محمّد! هر پيشنهاد چي مو درته  وکړى تا نه کړی قبول اوس يوه نَوې طريقه درته وايو او دا دي هم تا ته معلومه وي چي دغه نَوې طريقه و موږته ډيره سخته او مشکله ده، رسول الله صلي الله علیه وسلم   و فرمايل: واياست دغه نوې خبره مو څه شي ده؟ 

 

قريشو و ويل: موږ وينو چي ته پرخپله خبره ټينګ يې، نو به يو بل  اتفاق وکړو، هغه دا چي يوه ورځ ته زموږ د آلهه یا خدایانو عبادت کوه او يوه ورځ به موږ ستا د الله عبادت کوو سره برابر به يو، يوه ورځ ته زموږ پر دين سه او يوه ورځ موږ ستا پر دين يو (چي دغه هغه مساومات دي) رسول الله صلي الله علیه وسلم  و فرمايل: دا د دين کار دى دا اختياري معامله نه ده، داسي نه سي کېدلاى، قريشو ويل: موږ به يوه هفته ستا د الله عبادت کوو او ته يوه ورځ زموږ د خدايانو عبادت کوه، بيا هم رسول الله صلي الله علیه وسلم  نه کړه قبوله او ويل: دا څه بې معنْی خبري دي، دا لوبي او مسخرې دي؟ آلهه يا خدايان داسي وي چي يوه ورځ يې تابع او بله ورځ يې منکر ياست؟ 

 

ابن اسحاق وايي: رسول الله صلي الله علیه وسلم  پرکعبه شريفه طواف کاوه چي اسود بن مطلب، وليد بن مغيره، اميه بن خلف، عاص بن وائل، چي دا  ټول د قريشو لوى مشران دي 


و رسول الله صلي الله علیه وسلم  ته و درېدل او ويل: يا محمّد! صلي الله علیه وسلم  راسه موږ به د هغه چا عبادت کوو چي ته يې عبادت کوې او ته د هغه چا عبادت کوه چي موږ يې عبادت کوو، که ستا معبود زموږ تر معبود ښه او بهتر ؤ موږ به هم په هغه کي خپله حصه اخستې وي او که زموږ معبود ستا تر معبود ښه او بهتر ؤ تا به هم د هغه څخه خپله حصه اخستې وي، الله جل جلاله د دوى په باره کي سورة الکافرون نازل کړی چي رب عزوجل  فرمايي:

 

قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ (1) لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ (2) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (3) وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ (4) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (5) لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (۶) ( سورة الکافرون:۱ـ۶ )


الله عزوجل  دغه د مشرکانو مساومات يا مفاوضات په دغه قاطعه او جازمه فيصله سره ور رَد کړل، خو دغه مساومات د يوه يا دوو وارو دپاره نه دي سوي بلکه دغه خبري د مشرکانو د طرفه څو واره او تکراراً سوي دي خو په هر وار کي به بې فايدې وې ځکه دا امکان نه لري چي هلته مشترک عبادت موجود وي چي هم دي الله منم او هم د ډبرو بتان او د الله جل جلاله دا قول هم په دغه باره کي نازل سو چي فرمايي:

 

 وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ . (سورة قلم: ۹) 

يعني: که ته د دوى و طرف ته لږ ور واوړې دوى تيار او آماده دي چي ستا و طرف ته در واوړي، مګر يا! دا د عقيدې مسئله ده په عقيده کي هيڅ نرمتيا او مراعت امکان نه لري، د عقيدې کار بايد خامخا واضح، صريح او ښکاره وي، د عقيدې په کار کي بېره، نرمي، غوړه مالي، د يو چا لحاظ او مراعت هيڅ او بالکل نه ځاييږي.
 

ماخذ: د سرور کائینات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته