تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي ﷺ ته د وحیو د راتګ شپږ اقسام
  تعلیم الاسلام
  November 18, 2017
  0

مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

وروڼو! جبريل علیه السلام  د ملائکو رئيس او قائد دى او انبياء علیهم السلام  ته د رسالت او وحيو په رسولو تر نورو ملائکو غوره کړه سوى او اختيار سوى دى، د ملائکو څخه بل داسي څوک نسته چي و رسولانو ته دي وحيِ راوړي بيله جبريل علیه السلام  څخه او جبريل علیه السلام  شديدُ القوْى دى، د ده د قوت څخه يو دا دى چي پوره او کامل ښار يې د وزر په يوه طرف چپه واړاوه، د دغه لوى ښار چي د لوط علیه السلام  د قوم ښار ؤ لوړه حصه يې کښته کړل او کښته حصه يې لوړه کړه، دا د جبريل علیه السلام  قوت دى. 

 

ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَى (۶) وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى (۷) ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى (۸) فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَى (۹) فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى (۱۰) مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى (۱۱) (سورة النجم)

 

الله جل جلاله  فرمايي: چي دا واقعي ليدل دي، خيال او تصور نه دى، بلکه حقيقتاً يې جبريل علیه السلام  وليدى.

 

 وروڼو! رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل رسالت په ټوله موده کي جبريل علیه السلام  پر خپل واقعي شکل فقط دوه واره ليدلى دى، بشر دا نه سي تحمل کولاى چي ملائکې و ويني نو ځکه جبريل علیه السلام  به د وحیو راوړلو په وخت کي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته په قِسم قِسم صورتو او شکلو سره راتلى. 

 

د مخه تردې چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رسالت او نبوت د ژوند په تفصيلاتو شروع وکړم دا ښه او لازمه بولم چي د وحيو اقسام او اشکال در وښوول سي ځکه وحيِ د رسالت اساس او د دعوت ريښه او اصل بلل کیږي، نو وحيِ يا نزول د وحيو پر شپږ قسمه دى، يعني: و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وحيِ پر شپږ قسمه نازلي سوي دي.

 

اول: د خوب ليدل دي، علماءکرام وايي چي د أنبياء  علیهم السلام خوب وحيِ دى، ځکه ابراهيم علیه السلام  و خپل زوى ته و ويل: 

 

(يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ). [الصافات:  ۱۰۲ ]  
يعني: اې زما زويه زه پرله پسې په خوب کي وينم چي تا حلالوم. 

 

نو دغه خوب وحيِ وې.

 

دوهم: دا چه جبريل علیه السلام  به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په زړه کي هغه د مقصد شئ ور واچاوه، بېله دې څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مَلَکه و ويني، لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:

 

 إنّ رُوحَ الْقُدُس نَفَثَ فِى رَوعِى: أنّهُ لَن تَمُوتَ نَفسٌ حتّْی تَستَکمِلَ رِزقَهَا وأَجَلَهَا، فَاتَقُوا اللهَ، وَ أجمِلُوا فِى الطَلَبِ، وَلاَ يَحمِلَنـّکُم اِستِبطَاءُ الرِزقِ عَلى اَن تَطلُبُوهُ بِمُعصِيَةِ اللهِ، فَاِنّ مَا عِندَ اللهِ لا يَنَالُ اِلاّ بِطَاعَتِهِ.

يعني: روحُ القدس چي جبريل علیه السلام  دى زما په زړه کي را واچول، چي اصلاً موږ و دغه ته الهام وايو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: الهام را ته وسو  چي هيڅ نفس يا هيڅ ژوندئ مخلوق تر هغو پوري نه مري چي رزق او اجل يې پوره نه سي، نو د الله جل جلاله  څخه وبيريږى او د رزق په طلبولو کي سمه لار اختيار کړى او د رزق طلب بايد تاسي و دې ته مجبوره نه کړي چي د الله جل جلاله  په معصيت او ګناه يې طلب کړی، ځکه هر هغه څه چي د الله جل جلاله  سره دي بېله اطاعته د الله په بل شي سره نه حاصليږي. 

 

خو د دې حديث په بيانولو سره زموږ مقصد الهام ؤ چي دا هم د وحيو يو قسم دى.

 

د وحیو درېيم قسم دا دى: چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته به جبريل علیه السلام  د يوه سړي په شکل سره راغلى او په دغه قِسم وحيو کي به اصحابِ کرامو هم دغه سړئ ليدى او دا د دوو نفرو د تفاهم او پوهېدلو دپاره د وحيو هغه آسان ترين شکل دى، ځکه دلته د دواړو طرفو په منځ کي تجانُس او يو شئ والى موجود وي او ډير ځله جبريل علیه السلام  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د دِحيَةُ الکَلبي  رضی الله عنه  په شکل راغلى دى.

 

 د وحيو څلورم قسم داسي ؤ: چي د زنګ يا زنګولې د شرنګهاري په شکل سره به یو آواز ؤ، چي د وحيو په اقسامو کي دغه قسم وحیِ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره هغه تر ټولو سخت او مشکل قسم د وحيو ؤ، حتّْی په ډير شديد يخ کي به پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  خولې را بهېدلې او که به پرکوم حيوان سپور ؤ د هغه حیوان ځنګنونه به پر مځکه کت سوه، يو وخت و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دغه قسم وحيِ نازلېدې او د رسول صلی الله علیه وسلم  مبارک ځنګون د زيد بن ثابت رضی الله عنه  پر ځنګانه پروت ؤ، زيد رضی الله عنه  وايي: قريبه وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ځنګانه د دروند والي په سبب مي ځنګون په مځکه ننوزي. 

 

د وحيو پنځم قسم دا دى: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  به مَلَکَه په هغه خپل واقعي شکل کوم چي الله جل جلاله  پر هغه شکل خلق کړې او پیدا کړې ده وليدل او دا قسم وحيِ و  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د ټول رسالت په موده کي دوه واره پيښي سوي دي، لکه الله جل جلاله   چي په سورةالنجم کي ذکر کړي دي.  

 

د وحيو شپږم قسم هغه دى: کوم چي الله جل جلاله  د معراج په شپه لوړ تر آسمانو پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  لمنځونه فرض کړل، بيله واسطې بيله مَلَکي د پردې تر شا خطاب ؤ او لکه د موسْى علیه السلام  سره چي په جبل طور کي څو  واره داسي وسوه، چي د الله جل جلاله  خبري به يې اورېدلې او هغه عزوجل  به یې نه لیدی او دا د وحيو هغه کاملترين شکل او صورت دى. بیرته قصې ته راسه: 

 

نو جبريل علیه السلام  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته په خپل واقعي شکل او حقيقي صورت فقط دوه واره ښکاره سوى دى، چي اول وار يې دغه د بعثت په  شروع کي ؤ او دوهم وار د إسراء او معراج په شپه ؤ او د دغه اول او دوهم وار په باره کي الله جل جلاله  په سورةالنجم کي فرمايي:

 

(مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى (۱۱) أَفَتُمَارُونَهُ عَلَى مَا يَرَى (۱۲) وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى (۱۳) (سورة النجم: ۱۱-۱۳)


يعني: د محمّد صلی الله علیه وسلم  زړه خلاف نه وه ورته ويلي، هغه چي جبريل علیه السلام  يې په سترګو ليدلى ؤ، آيا تاسي د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره په دغه شي کي چي ده ليدلى دى  بحث او جنجال کوى؟ او خامخا محمّد صلی الله علیه وسلم  بل وار بيا جبريل علیه السلام  ليدلى دى، چيري يې ليدلى دى؟﴿ عِندَ سِدرَةِ المُنتَهَیْ ﴾ دا هغه دوهم وار ليدل  دي چي د معراج په شپه د سِدرةُ المُنتهْی د وُني یا درختي سره وسوه، چي د دغه تفصيلي بيان به ان شاءالله تعالی د معراج په قصه کي درته راسي.

 

 نو دغه اوسنئ منظر او مشهد چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اول وار دپاره جبريل علیه السلام  په خپل واقعي شکل او صورت سره ويني ډير عجيب او نادره  حالت ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ډيره خوفه پرخپل ځاى حيران ولاړ دى هيڅ حرکت نه کوي هري خوا ته چي ګوري آسمان په جبريل علیه السلام  ډک  دى او دغه ورته وايي: يا محمّد! انتَ رسولُ الله وَاَنَا جبريل) يو څه وخت دغه حالت ؤ چي بيا جبريل علیه السلام  د ده  صلی الله علیه وسلم  د نظر څخه غايب سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ډيري بيري او خوف په حالت کي کور ته راغلى او ريږدي، وايي: زَمّـِلُونِي زَمِّـلُوني، پټ مي کړی، پټ مي کړی. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  په بستر کي ځان پېچلى ؤ چي جبريل علیه السلام  وحيِ ور ته را وړې او دا وار يې د الله جل جلاله  د طرفه رسالت ور ته را وړى چي هغه وحیِ د سورة  المدثر دغه آياتونه وه:

 

(يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ (۱) قُمْ فَأَنْذِرْ (۲)
يعني: اې هغه څوکه چي د وحیو د بیري څخه دي ځان په کالو کي پېچلى دى! د خوب د بستر څخه ولاړ سه او خلك د الْهي عذاب څخه یا په الْهي عذاب سره وبېروه، چي دا د خلكو په بېرولو او إنذار سره الْهي امر دى او د رسالت درنه وظيفه پر غاړه ور ولوېدل.

 

ماخذ: د سرور کائینات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته