تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښویدل !
  تعلیم الاسلام
  November 8, 2017
  0

ژباړه: کریم الله - هرات


حسنِ بصري رحمه الله به اکثره وخت په خپلو مجلسونو کي ویل، چي ما ته یو ماشوم نصیحت وکړ. چا ویل: حضرت! ماشوم څه نصیحت درته وکړ؟ وئې فرمایل: یو وخت باران سوی وو او خټي وې. خلک په ډېر احتیاط پکښي تلل، زه هم پکښي روان وم. یو ماشوم مي ولید، نو ما ورته وویل: زويه! لږ په احتیاط ځه، داسي نه وي، چي وښويېږې. هغه ما ته وکتل او وئې ویل: زه که وښويېږم، نو هم بیرته راپورته کیدای سم، ته د ځان سره احتیاط کوه، که ته وښويدلې، نو د اُمت به څه حال وي. ته د اُمت رهبر یې، پام چي ته و نه ښويېږې.  (جواهراتِ فقیر بحواله خطباتِ فقیر: ج۱ص۱۰۲. )

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه

سرته