تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هر بد عمل څخه د نبي کریم ﷺ حفاظت
  تعليم الاسلام اداره
  November 2, 2017
  0

مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر نبوت او رسالت د مخه د ځوانۍ په وخت او موده کي د الله عزوجل  په

ساتنه د هر شر او هر ناوړه کاره څخه ساتل سوى ؤ، يواځي دا نه چي د شرک او د بتانو د عبادت څخه ساتل سوى ؤ

بلکه د هر هغه عادي او کوچني شيانو څخه چي فقط يوه اخلاقي خِدشه به پکښې موجوده وه د هغو ټولو څخه رب

عزوجل  ساتلى ؤ، هغه کارونه چي په اهلِ مکه کي هيڅ عيب نه بلل کېده او د ژوند عادي کارونه وه بيا هم الله

عزوجل  خپل رسول صلی الله علیه وسلم  د هغو کارو څخه ساتلى ؤ چي د هغې جملې څخه به څو شيه در ته بيان سي: 

 

اول: رسول الله صلی الله علیه وسلم  هیڅکله د فسق او فجور ځاى ته نه دى حاضر سوى.

د رقص او غنا، موسيقۍ او عياشۍ و مجلس ته هيڅکله نه دى ورغلى. 

 

يو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د ده د چوپانۍ ملګري تر مکې مکرمې دباندي پسونه پېول، رسول الله

صلی الله علیه وسلم  د ليري څخه د واده ساز او آواز واورېدی او  په ټول عمر يې دغسي محفل نه ؤ ليدلى نو يې و

هغه خپل  ملګري ته و ويل: ما تر اوسه واده نه دى ليدلى، نن شپه ته زما پسونه ګوره او زه به ولاړ سم چي دغه

واده و وينم، هغه ويل ښه دى، ملګرى يې د پسو سره پاته سو او محمّد صلی الله علیه وسلم  ور رهي سو چي واده

او د هغه ساز و ويني، خو كله چي په دغه مجلس کي کښېنستى فوراً خوب پر غالبه سو او بيده  سو، رسول الله

صلی الله علیه وسلم  فرمايي: بل شي نه کړم را ويښ مګر د لمر حرارت او ګرمۍ، سهار لمر راختلى را ويښ سو او

ټول خلك تللي وه، د دغه واده يې هيڅ و نه ليدل.

بله ورځ بيا واده دى بيا يې و هغه خپل ملګري ته و ويل: چي هغه شپه خو ما هيڅ و نه ليدل او نه مي واورېدل ځکه

بيده سوم نن به ولاړ سم او ته زما پسونه ګوره، هغه ويل: ښه دى ولاړ سه، بيا چي راغلى د اول کښېنستلو سره

خوب پر غالبه سو او بيده سو، سهار  د لمر تر راختلو وروسته را ويښ سو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوه سو چي دغه ودونه او مجلسونه زما دپاره نه دي، ځکه هلته د فسق او فساد کارونه کېدل.  

 

خو د ډير افسوس ځاى دى چي تر نن ورځي پوري په ودو او ښاديو کي دغه د فسق او فساد کارونه دوام لري،

فلمونه او عکسونه، ساز او رقص، اسراف او سيالي، لڅ کالي او کفري موډونه، دغه حرام کارونه د ودو شرطونه

ګرځېدلي دي، نوى کور او نوى فاميل جوړيږي خو متأسفانه شروع او تاداو يې په ګنهو او د الله عزوجل  په نا فرمانيو

ايښوول کيږي او  بيا وايي: اولاد مي صالح او زما په خوله نه دى، د ښځي سره مي ژوند تريخ دى، پوروړی او دربدره یم، په ژوند کي مي خوشالي نسته.

 

 وروره! دا ته يې چي دغه ژوند دي د ځان دپاره خوښ او اختيار کړى دی، دا ستا د هغو ګنهو او نا فرمانيو نتيجه ده

چي د دغه کور د جوړولو په شروع کي دي کولې، ته نه وينې؟ كله چي آدم علیه السلام د هغه منعه سوي وُني

څخه خوړل وکړه څه ورته پېښه سوه؟ د جنت څخه وايستل سو، د خپلي زوجې څخه په کلو کلو جلا سو، دا فقط يوه نا فرماني وه او  موږ په يوه واده کي سل نا فرمانۍ کوو.

 

 نن ورځ خلك د واده د نېک او مبارک نامه څخه بده استفاده کوي او د ناجائزه کارو وسيله يې ګرځوي، هر هغه واده

چي په هغه کي حرام کارونه و نه سي واده يې نه بولي، هو! په واده کي د نجونو دپاره يو څه وخت د دريو ټکول روا

دي (نه داسي لکه موږ چي په شپو او هفتو مو سازونه او رقصونه شپه تر سهاره دوام لري) په واده کي خوشالي

مطلوب او جائزه ده، زموږ دين د غم او مصيبت دين نه دى مګر هغه حرام مظاهر او مناظر، دغه لڅ کالي او ببر سرونه،

هغه ساز او رقصونه، بلکه ټول هغه کارونه او عملونه چي د فسق او فساد، د اسراف او سياليو څخه خالي نه دي!

بايد پريږدو. 

نو رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د دغسي مجالسو څخه په الْهي ساتنه سره وساتل سو. 

 

دوهم: د هغو کارو د جملې څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ځني ساتل سوى  دى يو بل بد عادت ؤ چي د

اهلِ مکې او مشرکانو په رواج او اصطلاح کي عادي او  معمولي کار ؤ چي هغه د عورت لڅ والى ؤ، که به يو سړئ لڅ

پڅ ګرځېدى هم يې پروا نه کول او د دغه عادت د رواجولو دپاره څو سببه وه، يو دا چي په پخوا کي د قريشو د طرفه

ځيني امرونه صادر سوي وه چي خلک د هغو اوامرو په عملي کولو مکلف وه، چي يو د هغو اوامرو څخه دا ؤ: چي پر

کعبه شريفه څوک په خپلو کالو کي طواف نه سي کولاى ځکه په هغو کالو کي يې ګنهونه کړي دي نو د قريشو يو

خاص قسم کالي وه چي خلكو به هغه کالي د قريشو څخه رانيول او بيا به يې په هغو کالو کي طواف کاوه. 

 

طبعاً په دې کار کي د قريشو دپاره اقتصادي او تجارتي ګټه وه چي قريشو به خپل مال خرڅاوه 

نو کوم خلك چي به د مکې مکرمې د دباندي څخه راغله او هغه د قريشو کالي به نه وه ور سره نو رانيولو ته به يې

مجبوره وه او  بيا به يې هغه د قریشو په کالو کي پر کعبه شريفه طواف کاوه، خو هغه کسان چي د کالو د رانیولو

دپاره به يې پيسې نه درلودې لڅ طواف به يې کاوه، په دې لڅوالي کي نارینه او ښځو فرق نه درلودى، خو صرف

ښځو به د شپې طواف کاوه، د ډير جهالت څخه د حيوانيت درجې ته رسېدلي وه. 


د لڅوالي دپاره بل سبب دا ؤ چي د جزيرة العرب خلك عموماً ټول غريبان وه هر چا پوره کالي نه درلودل، نو په مکه

مکرمه او عربو کي د عورت لڅوالى يو عادي او طبيعي کار ګرځېدلى ؤ، خو پر دغه سر بېره رسول الله صلی الله علیه

وسلم  هيڅکله نه لڅ طواف کړى دى او نه لڅ ګرځېدلى دى، الله جل جلاله  د دغه بې سترۍ څخه ساتلى ؤ، په عربو

کي دغه لڅوالى او بې ستري د هجرت تر نهم کال پوري دوام درلودى، ترڅو چي مکه مکرمه فتحه سوه او تر حجة

الوداع يو کال د مخه د حج په موسم کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضرتِ ابوبکرِالصِدِّیق رضی الله عنه مکې

مکرمې ته د حج د آداء کولو دپاره او د حج آمر ولېږى او  ورته ويې فرمايل: خلك خبرکړه چي تر نن ورځي وروسته به هيڅوک لڅ طواف نه کوي. 

 

څرنګه چي د ټول بدن لڅول په مکه مکرمه کي يو عادي او طبيعي کار ؤ او  هيڅ عيب نه بلل کېدى، نو کوم وخت چي

به خلكو کارونه کول خاصتاً يو څه درانه او مشکل کارونه لکه ځيني د خَټو او بِناء کارونه، يا د ډبرو نقلول نو به يې

ځانونه لڅول، بالکل به يې کالي وکښه او کار به يې کاوه، يو خو به د ګرمۍ تاثير يو څه لږ سو او  بل به يې کالي نه

څيرېدل او د دوى لباس يا کالي څه شي وه؟ فقط يو د اوږو پټو چي د کميس کار يې ځني اخستى او بل لُنګ چي لاندي بدن به يې په پټاوه. 

 

يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو ملګرو سره کار کاوه او د يوه ځاى څخه يې و بل ځاى ته ډبري

نقلولې، ويل کيږي چي دغه کار د کعبې شريفي د بِناء او جوړولو کار ؤ او  د کار ټولو ملګرو يې ځانونه لڅ کړي وه

ځکه دوى کالي لږ درلودل، نو کوم وخت چي به يې ډبري نقلولې لُنګ به يې خلاص کړی او هغه به يې پر اوږه

کښېښاوه او ډبره به يې پر هغه لنګ کښېښوول، چي په دغه ډول سره به یې اوږه د زخمي کېدلو څخه وساتل

سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د دغه خپلو ملګرو سره ډبري نقلولې خو هغه ډبره به يې پر لڅه اوږه

ايښوول ځکه ځان يې نه ؤ لڅ کړى، په دغه وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اکاګانو څخه يوه اکا ورته و

ويل: اې وراره! که دغه لنګ خلاص کړې او پر اوږه يې کښېږدې د دغو ډبرو د آزاره څخه به دي وساتي، کوم وخت چي

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لنګ د خلاصولو إراده وکړه يو دم بېهوښي پر راغله او سترګي يې و آسمان ته

شخي پاته سوې، نو کار او د  لُنګ خلاصول دواړه پاته سوه. 

د الله جل جلاله  په ساتنه پټ او مستور پاته سو.

 

 مقصد دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  هيڅ وخت نه دى لڅ سوى،که څه هم یواځي په مکه مکرمه کي نه بلکه په ټوله جزیرة العرب کي د ځان لڅول عادي او طبيعي کار ؤ.

 

درېيم: رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د الله جل جلاله  د طرفه ډير لوى ادب ورکول سوى دى، کوم وخت چي

رسول الله صلی الله علیه وسلم  کوچنئ او د ابوطالب په کور کي ؤ، ابوطالب ډير غريب او عيال داره ؤ نو كله چي به

خواړه را وړل سوه خواړه به لږ او خوړونکي به ډير وه، د ابوطالب لس اولاده وه نو به څه پېښېدل؟ معلومه خبره ده

چي پر خوړو به چور او حملې سوې، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو نورو هلکانو پر ډول نه پر خوړو چور

جوړاوه او  نه يې حملې وهلې په انتظار به ناست ؤ، کوم وخت چي به د ابوطالب عيال او اولاده د ډوډۍ خوړلو څخه

فارغه سوه محمّد صلی الله علیه وسلم  به وکتل: که به کوم شئ پاته ؤ هغه به يې وخوړى او که به نه ؤ پاته

دغسي وږى به ګرځېدى او داسي ډير پېښېدل چي څو ورځي به وږى ګرځېدى ځکه اصلاً د هغو څخه شئ نه پاته

کېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه خپلو ښو اخلاقو په سبب که څه هم وږى به ؤ خو د نورو هلکانو پر ډول يې پر خوړو او ډوډۍ نه چور جوړاوه او نه يې حملې وهلې. 

 

څو يوه ورځ په خپله ابوطالب و دغه حالت ته متوجه سو چي دغه نور هلکان خواړه ځني خلاصوي او محمّد صلی الله

علیه وسلم  ته شئ نه پاته کيږي، نو يې خپله کورنۍ امر کړه چي محمّد صلی الله علیه وسلم  ته خواړه جلا ورکوى

ځکه دئ صلی الله علیه وسلم  د نورو هلکانو پر قسم پر ډوډۍ تلوار نه کوي او وږى پاته کيږي، چي دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ادبه څخه ؤ. 

 

څلورم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اخلاقو څخه يو هم صدق او رشتيا ويل وه په ټول عمر يې هيڅ خلاف يا د

حقيقته څخه مخالفه خبره نه ده کړې که څه هم د کوچنيوالي او وړکتوب په حالت کي ؤ، دا هم هغه ادب دى چي د الله  جل جلاله  د طرفه څخه ورکول سوى ؤ.

 

ماخذ: د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته