تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د ښځي مقام
  تعليم الاسلام
  October 10, 2017
  0

لیکنه: ډاکټر مطيع الله "عطاف"/تعليم الاسلام ويب پاڼه

 

⦁ که هغه مور وي؛ 
 
نو دهغې اطاعت او دهغې سره احسان واجب دی، د هغې په رضا سره الله تعالی راضي کیږي، جنت ته هغه نږدې لاره دهغې په خوا کي ده، جنت د هغې دپښو سره دی، اسلام دهغې نافرماني حرامه کړې ده، هغې ته ئې د (اف!) (مه کوه!) (زجر) او د درد له سببه ( آه!) کلمه کارول ممنوع ګرځولې ده، اسلام هغې ته تر پلار ډېر لوړ حق ورکړی دی، د ضعف او بوډا توب په حالت کي دهغې سره په ځانګړي ډول دخاص شفقت، عنایت او مینه ناک سلوک سپارښتنه سوې ده او دا ټول په قرآني نصوصو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کره احادیثو ثابت دي، چي دلته ټوله نه ذکر کیږي، هغه ستر حق چي اسلام مور ته ورکړی دی دادی، چي داړتیا په صورت کي دمور نفقه پراولاد واجب ده، دهغې پوره ساتنه پراولاد واجب ده، خو د باطلو ادیانو پلویان او د الحاد پیروان بیا دضعف او بوډاوالي په مرحله کي مور یوازي پریږدي، خپل کار به کوي او خپله ګټه به خوري. 
 
⦁ که هغه مېرمن وي؛
 
نو د اسلام مبارک دين خاوند ته دهغې سره دښه سلوک سپارښتنه کړې ده، دهغې سره ئې دښه ژوند کولو أمر ورته کړی دی، اسلام دا خبر ورکړی، چي ښځه پرخاوند داسي حقوق لري، لکه خاوند چي پر ښځه حقوق لري؛ خو یوه درجه خاوند ورباندي زیات دی، ښځي ته نفقه ورکول او دکورنۍ اکمالول دهغه ستر مسئولیت دی، اسلام دا بیان کړی، چي دمسلمانانو څخه غوره هغه څوک دی، چي د خپلي ښځي سره ښه تعامل اوسلوک کوي، د هغې دمال اخستل دهغې دخوښي پرته حرام دی او دهغې سپکاوی او توهین ممنوع ګرځول سوی دی، الله تعالی فرمايي: 
 
(وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ) ( النساء: ۱۹) (دهغوی سره په ښه ډول ژوند وکړئ.) 
 
رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
( اسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْرًا.) (رواه البخاري ومسلم.)
( دښځو سره ښه سلوک کوئ)
 
او بیا فرمايي: ( خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لأَهْلِهِ وَأَنَا خَيْرُكُمْ لأَهْلِي) رواه الترمذي وابن ماجه.
 
⦁ که هغه لور وي؛ 
 
نو اسلام دهغې پالنه او تعلیم دپلار مسئولیت ګرځولی او دهغې پر ښه تربیه ئې دلوی اجر وعده کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ( مَنْ كَانَ لَهُ ثَلاثُ بَنَاتٍ، فَصَبَرَ عَلَيْهِنَّ، وَأَطْعَمَهُنَّ وَسَقَاهُنَّ وَكَسَاهُنَّ مِنْ جِدَتِهِ كُنَّ لَهُ حِجَابًا مِنْ النَّارِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ) ابن ماجه.
 
ژباړه (که دچا درې لورګاني وې، نو دی پرهغوی صبر وکړي او دخپل مال څخه هغوی ته خوراک، چښاک او جامه ورکړي، نو دوی به دقیامت په ورځ کي دده له پاره د اور څخه حجاب وي). 
 
⦁ که هغه خور، ترور او خاله وي؛
 
نو اسلام دهغوی سره دشفقت او صله رحمي بلنه ورکړې ده، دهغوی سره ئې د صله رحمي پرې کول حرام کړي دي او که څوک داکار وکړي، نو د الله ' درحمت څخه به بې برخي سي، اسلام دهغوی له پاره په میراث کي ځانګړي حقوق په نظر کي نیولي دي او خلک مکلف دي، چي داحقوق د کمي پرته ورته ورسوي. 
 
⦁ که هغه محرمه نه وي او پر دۍ وي؛
 
نو اسلام په کلک ډول دهغې دعزت او شرف دفاع کړې ده، ټول خلک ئې په دې امر کړي، چي خپل نظرونه ټیټ وساتي او هغې ته پورته هم ونه ګوري، هغې ته ئې سپارښتنه کړې ده، چي خلک او خپل ځان په فتنه کي نه اچوي او دخپل ښایست ځایونه پټ وساتي، دمحرماتو پرته دبل چاسره خبري، ناسته پاسته او سفر ونه کړي. 
 
اسلام دښځي شان څونه اوچت او لوړ راپېژندلی دی او څونه دعزت او کرامت ژوند ئې ورکړی دی.
 
ددیموکراسۍ په منحوس او مردود دور کي چي ښځه اتلس کلنه سي، نو مکلفه ده چي دخپل ژوند داکمال له پاره کار وکړي. دپردیو نارینه وو سره ګډ ژوند وکړي او مجبوره ده، چي هرڅه به په خپل لاس ګټي، چي په دې ترڅ کي کېدای سي دټولني د حیوان طبیعته ځوانانو دشهواني غوښتنو قرباني سي او بیا به د فحشا مرکزونو او دامن کورونو ته ستنیږي. قضاوت وکړئ! 
 
آیا د ښځي حقوق په اسلام کي او دهغې حقوق په نورو ادیانو کي د پرتلې وړ دي؟؟؟!
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته