تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: د لا اله الا الله لوړوالی او فضیلت
  تعلیم الاسلام
  October 6, 2017
  0

بسم الله الرحمن الرحیم

د لا اله الا الله غوره والۍ او فضیلت

د. عبد المحسن بن محمد القاسم/ ژباړه: جمشید حقیار/ ۶/ ۵/ ۱۴۳۸ هـ

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

لومړۍ خطبه

إنّ الحمدَ لله، نحمدُه ونستعينُه ونستغفرُه، ونعوذُ باللهِ من شُرور أنفُسِنا ومن سيئاتِ أعمالِنا، من يهدِه الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلِل فلا هادِيَ له، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آله وأصحابِه، وسلَّمَ تسليمًا كثيرًا ,أما بعد:

   

 اې خلګو! له الله سبحانه وتعالی څخه په ریښتنې ډول ووېرېږئ، او د اسلام په ټینګه رسۍ (مزی) منګولي کلکي کړئ!

 

اې مسلمانانو!

 

د انسانانو غوره والۍ او شرف په دې کي دی، چي خپل رب ته وګرځي، او تل د هغه عبادت او اطاعت وکړي، همدغه د مخلوقاتو د پیدا کولو او هغوی ته د امرونو او لارښوونو د استولو حکمت دی، او په همدې سره انسان په دنیا او آخرت کي کامیابېږي، الله تعالی فرمايي: 
( وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا) [الأحزاب: ۷۱] 

ژباړه: او څوک چي د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت کوي، یقینا د هغه لپاره لوی بریالیتوب دی.

 

پوره خوند، خوشحالي، او سعادت د الله تعالی د توحید او یووالي په پېژندلو کي دی، او تر ټولو غوره او الله تعالی ته خوښ کلام هغه دی، چي په هغه کي د الله تعالی مدح او ستاینه سوې وي، او هغه کلام چي په هغه کي د الله تعالی تر ټولو غوره ثناء او ستاینه سوېده، د توحید کلمه (لا اله الا الله) ده، هغه کلمه چي مځکه او آسمانونه د هغې په سبب ولاړ دي، ټول مخلوقات د همدې په خاطر پیدا سوي، او الله تعالی د همدې کلمې په خاطر خپل کتابونه او رسولان را استولي دي، الله تعالی فرمايي: 

 

(وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ) [الأنبياء: ۲۵] 
ژباړه: ستا څخه مخکي چي موږ کوم رسول را لېږلی دی، خامخا مو دا ورته ویلي دي (چي ته هم دا عقیده ولره او خپل قوم ته هم ووایه:) چي زما څخه پرته بل پر حق معبود نسته، نو تاسي یوازي زما عبادت کوئ.

 

ټولو پيغمبرانو د همدې کلمې په وسیله خپل قومونه له آخرت څخه وېرولي او خبر کړي دي، الله تعالی فرمايي:

 (أَنْ أَنْذِرُوا أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاتَّقُونِ ) [النحل: ۲]
 ژباړه: (د دې لپاره) چي تاسي (خلګ ) خبر کړئ، چي زما څخه پرته بل حق اله او معبود نسته، پس یوازي زما څخه و وېرېږئ.


الله تعالی د خپل ځان لپاره د همدې کلمې شاهدي ورکړېده، او خپل تر ټولو غوره مخلوقات یې هم شاهدان کړي دي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: 

 

(شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) [آل عمران: ۱۸] 
ژباړه: الله تعالی، ملائکي او د علم خاوندان پر دې شاهد دي، چي له الله تعالی پرته بل پر حق معبود نسته، هغه پر عدل ولاړ دی، د الله تعالی پرته بل پر حق معبود نسته او هغه غالبه او حکمت لرونکی ذات دی.

 

ابن قیم رحمه الله ویلي دي: «دا د تر ټولو غوره شاهد لخوا تر ټولو پر غوره شي باندي تر ټولو لویه، ستره، رښتنې او عادلانه شاهدي ده».

 

د توحید د کلمې لوړوالی

همدا کلمه د ټولو آسماني شریعتونو اساس او بنسټ دی، د دين ټول حکمونه د دې کلمې حقوق او غوښتني دي، ټول ثوابونه په دې باندي په عمل کولو کي دي، او ټول عذابونه د دې په پرېښودلو یا د دې په اړه په تقصیر او سستي کولو کي دي، دا کلمه ډېره اوچته او غوره ده، دا کلمه د اسلام د سترو بنسټونو پیل او لومړی رکن دی، د اسلام ټول رکنونه پر همدې کلمه ولاړ دي، او دا کلمه پر الله تعالی د ایمان راوړلو ستره پایه ده، د دې پرته ایمان صحیح نه دی، او له دې ماسوا ایمان بې فایدې دی، د همدې کلمې لپاره ټول دین را استول سوی، قبله د همدې کلمې لپاره جوړه سوې، او دا کلمه پر مخلوقاتو د الله تعالی خالص او لوی حق دی.

 

دا د اسلام کلمه او د جنت کلي ده، د همدې کلمې په وړاندي خلګ پر دوو ډلو وېشل سوي دي، یوه ډله کامیابه او نېکبخته ده او بله ډله ناکامه او بد بخته ده، دا کلمه د اسلام او کفر تر مینځ فرق کونکې ده، هیڅ چا په خپله ژبه تر دې کلمې غوره خبره نه ده تلفظ کړې، او د دې کلمې پر مقتضی او غوښتنو د عمل کوونکو په ډول هیڅ چا غوره عمل نه دی کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ( الله تعالی ته څلور کلمې تر ټولو خوښي دي: 

 

(سُبحان الله، والحمدُ لله، ولا إله إلا الله، والله أكبر))، مسلم روایت کړی دی.

 

دا د تقوا هغه کلمه ده، کوم چي الله تعالی په دې سره خپل اولیاء او دوستان ځانګړي کړي دي، الله تعالی فرمايي:

 (وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى) [الفتح: ۲۶] 
ژباړه: او پر دوی یې د تقوا کلمه لازمه کړه.

 

او دا هغه کلکه رسۍده، چي که چا لاسونه پرې ټینګ کړل، هغه کامیاب سو، الله سبحانه وتعالی فرمايي: 

(فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا) [البقرة: ۲۵۶] 
ژباړه: چا چي له طاغوت څخه انکار وکړ، او پر الله تعالی یې ایمان راوړ، هغه په حقیقت کي په داسي کلک مزي لاسونه ونیول، چي هیڅکله نه شلېږي.

 

لوړوالۍ د دې کلمې صفت دی، او همېشه به باقي او پاتې وي، الله تعالی فرمايي:

 (وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا)
 ژباړه: د الله تعالی کلمه تر ټولو لوړه ده.

 

دا ډېره پاکه کلمه ده، او الله تعالی په خپل کتاب کي د دې کلمې لپاره مثال ذکر کړی دی، الله تعالی فرمايي: 

(أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ ) [إبراهيم: ۲۴] 
ژباړه: آيا ته نه یې خبر چي الله تعالی څنګه د یوې پاکي کلمې او خبري مثال له یوې پاکي درختي سره ورکړی دی، چي ریښې یې (په مځکه کي) کلکي دي او څانګي یې تر آسمانه (اوچتي) دي.

 

زړه او سینه په همدې کلمې سره حق ته خلاصېږي، الله تعالی فرمايي:

 (فَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ أَنْ يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ) [الانعام: ۱۲۵] 
ژباړه: د چا لپاره چي الله تعالی هدایتول وغواړي، د هغه سینه د اسلام لپاره خلاصوي.

 

ابن جریج رحمه الله ویلي دي: «یعني په (لا اله الا الله) سره یې زړه خلاصوي».

 

په همدې سره زړه سالم او جوړېږي، الله تعالی فرمايي:
 (يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ (۸۸) إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ (۸۹)) [الشعراء: ۸۸- ۸۹] 
ژباړه: په هغه ورځ چي نه مال ګټه رسوي، او نه زامن، مګر هغه څوک (په ګټه کي دی)، چي الله تعالی ته په سالم او جوړ زړه سره راسي.

 

ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي: «جوړ زړه هغه دی، چي د لا اله الا الله شاهدي ووايي».

 

او دا کلمه د حق دعوت دی، په دې کي هیڅ باطل نسته، دا کلمه له کوږوالي پاکه، سیده او برابره خبره، له درواغو خالي شاهدي ده، او هغه اوچت مثال دی، چي یوازي د الله تعالی لپاره خاص او ځانګړی دی، او همدا د ابراهیم علیه السلام په اولادونو کي تل پاتې کلمه ده، الله تعالی فرمايي:

 

 (وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِيَةً فِي عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (۲۸)) [الزخرف: ۲۸] 
ژباړه: او (ابراهیم علیه السلام په خپل وصیت او سپارښتني سره) د (لا اله الا الله) کلمه په خپل راتلونکي نسل کي تل پاتې وګرځول، د دې لپاره، چي دوی (له کفر او ګناهونو څخه ) را وګرځي.

 

ابن کثیر رحمه الله ویلي دي: «دا کلمه لا اله الا الله ده، هغه دا کلمه په خپل راتلونکي نسل کي تل پاتې وګرځول، او د هغه له اولادونو څخه به هغه څوک د دې کلمې تابعداري کوي، کوم چي الله تعالی هدایت ورته کړی وي».

 

(لا اله الا الله) پر مخلوقاتو د الله تعالی تر ټولو لوی نعمت دی، الله تعالی فرمايي:

 (وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً) [لقمان: ۲۰] 
ژباړه: او الله تعالي پر تاسي خپل ښکاره او پټ نعمتونه پراخه او پوره کړل.

 

سفیان بن عیینه رحمه الله ویلي دي: «الله تعالی پر خپلو بندګانو د (لا اله الا الله) تر معرفت او پېژندني بل لوی نعمت نه دی کړی».

 

دا کلمه له دنیا او پکښي شته شیانو سره برابره ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ( د (سُبحان الله، والحمدُ لله، ولا إله إلا الله، والله أكبر) ویل ما ته د دنیا تر ټولو شیانو خوښ دي)، مسلم روایت کړی دی.

 

دا پر بندګانو په علمي او عملي ډول لومړی واجب او فرض دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) [محمد: ۱۹] 
ژباړه: پوه سه! چي د الله تعالی پرته بل پر حق معبود نسته.

 

شیخ الاسلام رحمه الله ویلي دي: «سلف صالحین او امامان ټول پر دې متفق دي، چي پر هر انسان لومړۍ واجب او فرض د الله تعالی د یووالي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت شاهدي ورکول دي»

 

همدارنګه دا کلمه د ژوند وروستی واجب او فرض هم دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (چا چي د ژوند په آخر کي (لا اله الا الله) ویل، جنت ته به داخل سي)، ابو داود روایت کړی دی.

 

هغه څوک په حق او رښتني ډول پر صحیح لار برابر دی، چي په دې کلمه خبر وي، او عمل یې په کړی وي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 (إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ) [الاحقاف: ۱۳] 
ژباړه: یقینا هغه کسان چي وايي: زموږ رب او پالونکۍ الله دی، او بیا (پر همدې لار) ثابت او مستقیم وي، نو پر دوی هیڅ وېره نسته، او نه به دوی غمجن وي.

 

ابن عباس رضي الله عنهما ويلي دي: «یعني د (لا اله الا الله) پر شاهدي ورکولو ثابت او مستقیم پاته سي».

 

او کله چي په رښتني ډول دا کلمه زړه ده کښته سي، زړه به له هر غیر الله څخه پاک سي، او چا چي په صدق سره وویل، هغه به د الله تعالی ماسوا له بل چا سره محبت ونکړي، له الله تعالی پرته له بل چا څخه به ونه وېرېږي، یوازي به الله تعالی ته امید وساتي، یوازي به پر هغه توکل وکړي، او له زړه څخه به د هوا او خواهشاتو ټولي نښي نښاني ووزي.

دا کلمه د انسان مال او وینه ور خوندي کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (چا چي (لا اله الا الله) وویل، او د الله تعالی پرته په نورو باطلو خدایانو کافر سو، د هغه وینه او مال دواړه حرام دي، او حساب یې له الله تعالی سره دی)، مسلم روایت کړی دی.

 

د کلمې دعوت
اسلام ته را بلل باید له همدې کلمې پیل سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په همدې کلمې سره خپل دعوت پیل کړ، پر همدې کلمې یې له خپلو اصحابو سره بیعت کاوه، او د همدې کلمې په رسولو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم انصارو ته داعیان ور واستول، کله چي یې معاذ رضي الله عنه یمن استوی، نو ورته وې ویل: (ته به د اهل کتابو یوې ډلې ته ورځي، نو باید لومړی هغوی دې ته را وبولې، چي دوی شاهدي ورکړي، چي له الله تعالی ماسوا بل پر حق معبود نسته، او زه د الله تعالی رسول یم)، متفق علیه.

 

د توحید کلمه برابره او مستقیمه کلمه ده، پر همدې کلمې خلګ را ټولېدای سي، او د دې کلمې ماسوا نوري خبري په خلګو کي تفرقه او بې اتفاقي راولي، الله تعالی فرمايي:

 

 (قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا) [آل عمران: ۶۴]
 ژباړه: (اې پیغمبره! دوی ته) ووایه! اې اهل کتابو! راسئ زموږ او ستاسي تر مینځ برابري او ثابتي کلمې ته، (هغه دا ده) چي یوازي به د الله تعالی عبادت کوو، او له هغه سره به هیڅ شی نه شریکوو.


چا چي په حق سره وویل، هغه کامیابه سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (اې خلګو! (لا اله الا الله) ووایاست، کامیاب به سی) احمد روایت کړی دی.

 

په دې کلمې عمل کونکي د ایمان د اوچتو څانګو نیوونکی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (ایمان له اویا څخه زیاتي څانګي لري، تر ټولو غوره او لوړه څانګه یې د (لا اله الا الله) ویل دي)، مسلم روایت کړی دی.

 

د کلمې د ویلو ثوابونه

په کوم آیت کي چي دا کلمه راغلې وي، هغه په قرآنکریم کي تر ټولو ستر آیت دی، او په سید الاستغفار کي هم دا کلمه راغلې ده، په ټولو اعمالو کي د دې کلمې د ویلو او پرې عمل کولو اجر زیات دی، څوک چي یې په ورځ کي سل ځله ووايي: («لا إلهَ إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ لهُ، له المُلْكُ وله الحمدُ، وهو على كلِّ شيٍء قديرٌ ». 

 

ژباړه: (له الله تعالی ماسوا پر حق معبود نسته، هغه یو دی، هیڅ شریک نه لري، پاچاهي او ستایني ټول د هغه لپاره دي، او هغه پر هر څه قدرت لري)، دا به د ده لخوا د لسو غلامانو د آزادولو سره برابر وي، سل نېکۍ به ورته ولیکل سي، سل بدۍ به ځیني ورژول سي، او همدغه ورځ به تر ماښامه پوري د شیطان څخه ساتل سوی وي، او په همدغه ورځ به تر ده بل هیڅوک غوره عمل کوونکی نه وي، مګر هغه څوک چي تر ده یې زیات ووايي، هغه به تر ده غوره وي)، متفق علیه.

 

او څوک چي «لا إلهَ إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ لهُ، له المُلْكُ وله الحمدُ، وهو على كلِّ شيٍء قديرٌ » لس واري ووايي، دومره اجر لري، لکه یو څوک چي د اسماعیل علیه السلام له اولادونو څخه لس غلامان آزاد کړي، مسلم روایت کړی دی.

 

دا کلمه د مال ښندلو ماسوا تر ټولو غوره صدقه او خیرات دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (او هر ځلي (لا اله الا الله) ویل صدقه ده) مسلم روایت کړی دی.

 

همدا کلمه د انسان لپاره په قبر کي نجات او خلاصون دی، او د همدې په وسیله په سوال او ځواب کي ثابت پاته کېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (کله چي مسلمان په قبر کي وپوښتل سي، نو دی د (لا اله الا الله محمد رسول الله) شاهدي ورکوي، اودا د الله تعالی د دغه قول تصدیق دی:

( يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ   [إبراهيم: ۲۷]
 ژباړه: الله تعالی په دې دنیا او آخرت کي مومنان (د توحید) پر محکمه او ثابته خبره ټینګ پاته کوي.)، دا حدیث بخاري روایت کړی دی.

 

د کلمې بدله د قیامت په ورځ

او د قیامت په ورځ د عملونو د وزن کولو پر وخت د ګناهونو پله د الله تعالی په فضل او د دې کلمې په درندوالي سره سپکېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (د قیامت په ورځ به د ټولو خلګو په مخ کي زما یو امتي را وغوښتل سي، او مخ ته به یې نه نوي کتابونه وغوړول سي، د هر کتاب لویوالۍ به د سترګو د لید په اندازه وي، بیا به یوه پاڼه را وایستل سي، پر لیکلي به وي: (اشهد ان لا اله الا الله، وان محمدا عبده ورسوله)، له دې څخه وروسته به دا ټول کتابونه د ترازو په یوه پله کي او دا کوچنۍ پاڼه به د ترازو په بله پله کي کښېښودل سي، د کتابونو پله به سپکه او د پاڼي پله به درنه سي)، دا حدیث احمد روایت کړی دی.

 

او که چېري اووه اسمانونه او اووه مځکي د ترازو په یوه پله کي او (لا اله الا الله) په بله پله کي کښېښودل سي، نو د (لا اله الا الله) پله به درنه سي.

 

او که چېري اووه اسمانونه او اووه مځکي تاو سوې کړۍ وي، (لا اله الا الله) به یې ماته کړي. احمد روایت کړی دی.

 

د دې کلمې ویونکي د الله تعالی په وړاندي د خلګو شفاعت کوي، او الله تعالی ژمنه ورسره کړې ده، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 

 (لَا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا ) [مریم: ۸۷] 
ژباړه: په بندګانو کي یوازي هغه څوک شفاعت کولای سي، چي د الله تعالی له لوري ژمنه او وعده ورسره وي.

 

او د قیامت په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت ډېر حقداره هغه څوک دي، چي دا کلمه یې په اخلاص او صدق سره ویلې وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (د قیامت په ورځ زما د شفاعت ډېر حقداره هغه څوک دي، چي (لا اله الا الله) د زړه له اخلاصه ووایي)، بخاري روایت کړی دی.

 

جنت ته د داخلیدو ذریعه

او جنت د هغه چا عوض او ثواب دی، چي دا کلمه د زړه له اخلاصه په پوره یقین سره ووايي، هیڅ شک پکښي ونه کړي، په دې باندي عمل کوي، او له هغه شیانو ځان ساتي، چي د دې کلمې سره په ټکر کي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (هر بنده چي (لا اله الا الله) ووايي، او بیا په همدې کلمې وفات سي، جنت ته به داخل سي)، متفق علیه.

 

د دې کلمې د ویونکي لپاره د جنت اته دروازي ټولي خلاصېږي، له هري دروازې چي د ده خوښه وي ور ننوتلای سي، بلکي هر څوک چي د دې کلمې په ویلو کي صادق وي، او د دې کلمې په غوښتنو عمل وکړي، اور به یې لمس نه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ( هر څوک چي د زړه له اخلاصه شاهدي ورکوي، چي د الله تعالی پرته بل پر حق معبود نسته، او محمد د الله تعالی رسول دی، الله تعالی به پر هغه اور حرام کړي)، متفق علیه.

 

او د دوږخ له اور څخه به هغه څوک را وایستل سي، چي دا کلمه یې ویلې وي، او په زړه کي یې د ذرې په اندازه ایمان وي، الله تعالی فرمايي: (زما په عزت، لویوالي، او کبریاء قسم، زه به له جهنم څخه هغه څوک را باسم، چي (لا اله الا الله) یې ویلې وي.)، بخاري روایت کړی دی.

 

او دا چي انسان د خپل ژوند په هره لحظه کي دې کلمې ته اړتیا لري، اسلامي شریعت دی هڅولی دی، چي په هر حالت او وخت کي دا کلمه یاد وساتي، او ملازمت یې وکړي، ځکه نو څوک چي سهار او ماښام «لا إلهَ إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ لهُ، له المُلْكُ وله الحمدُ، وهو على كلِّ شيٍء قديرٌ » ووايي، دا به د ده لخوا د اسماعیل علیه السلام د اولادونو څخه د یوه غلام د آزادولو سره برابر وي، سل نېکۍ به ورته ولیکل سي، سل بدۍ به ځیني ورژول سي، لس درجې به یې لوړي سي، او همدغه ورځ به تر ماښامه پوري د شیطان څخه ساتل سوی وي، او که یې ماښام ووايي، نو تر سهاره به همدغه شیان ورکول سي، ابو داود روایت کړی دی.

 

او کله چي څوک دا کلمه تر اوداسه وروسته ووايي، د جنت اته دروازې ورته خلاصېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (کوم بنده چي ښه او کامل اودس تازه کړي، او بیا ووايي: (اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شریک له، واشهد ان محمد عبده ورسوله)، نو هغه ته به د جنت دروازې خلاصي سي.)، مسلم روایت کړی دی.

 

او همدغه کلمه د اذان پیل او پای دی، او څوک چي د موذن د اذان تر خلاصېدو وروسته دا کلمه د زړه له تله ولولي، جنت ته به داخل سي. مسلم روایت کړی دی.

 

او څوک چي د موذن د اذان د اورېدلو پر وخت ووايي: (اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شریک له، وان محمد عبده ورسوله، رضیت بالله ربا، وبمحمد رسولا، وبالاسلام دینا)، ټول ګناهونه به یې وبخښل سي)، مسلم روایت کړی دی.

 

کلمه په لمانځه کي 

او کله چي بنده پر لمانځه ودرېږي، نو لمونځ په توحید سره پیلوي، او لمونځ د تشهد او التحیات د ویلو پرته نه صحیح کېږي، او لمونځ کونکۍ به د لمانځه په آخر کي تر سلام ګرځولو مخکي، د دې کلمې په وسیله دعاء کوي، (اللهم اغفِر لي ما قدَّمت وما أخَّرنت، وما أسرَرت وما أعلَنت، وما أنت أعلمُ به منَّي، أنت المُقدِّم وأنت المُؤخِّر لا إلهَ إلا أنت)،

 ژباړه: اې الله! زما مخکي، وروسته، پټ، ښکاره او ټول ګناهونه وبخښه، ته مخکي کوونکی او وروسته کوونکی یې، ستا پرته بل حق معبود نسته.)، مسلم روایت کړی دی.

 

او د هر لمانځه په آخر کي به لمونځ کونکی وايي: «لا إلهَ إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ لهُ، له المُلْكُ وله الحمدُ، وهو على كلِّ شيٍء قديرٌ »، متفق علیه.

 

او که چېري د لمانځه وروسته د تسبیح، تحمید او تکبیر څخه وروسته دا ووايي، ټول ګناهونه به یې وبخښل سي، که څه هم د سمندر د ځګ په اندازه وي. مسلم روایت کړی دی.

 

کلمه په مناسکو کي 

او په مناسکو کي به هم دا کلمه وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله صفا یا مروه ته وختی، مخ به یې قبلې ته کړ، د الله تعالی توحید او تکبیر به یې ووایه، مسلم روایت کړی دی.


همدارنګه په مزدلفه کي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل سورلي ته وختی، مخ یې قبلې ته برابر کړ، بیا یې د الله تعالی حمد اداء کړ، تکبیر یې ووایه، لا اله الا الله یې وویل، او د هغه یووالۍ یې وکړ. نسائي روایت کړی دی.

 

او کله چي به له غزوې، عمرې یا حج څخه بېرته را ستنېدی، نو پر هر لوړ ځای به یې درې ځلي تکبیر ویل، او بیا به یې دا کلمات ویل: «لا إلهَ إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ لهُ، له المُلْكُ وله الحمدُ، وهو على كلِّ شيٍء قديرٌ »، متفق علیه.

 

او په غوره وختونو لکه د ذي الحجې په لسو ورځو کي دا کلمه ډېره ویل مستحب ده.

 

د خطبې او مجلس په وخت کي
همدارنګه خطیب به خپله خطبه په توحید پیلوي او کله چي څوک له خلګو سره په مجلس کي کښېني، نو د مجلس تر پرېښودلو مخکي دا دعاء وکړي: «سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، وَحْدَكَ لَا شَرِيكَ لَكَ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ»، نو دا به ورته د مجلس د ګناهونو کفاره سي، ترمذي روایت کړی دی.

 

او څوک چي له خوبه را کښېني او دا کلمه ووايي، او بیا دعاء وکړي، د هغه دعاء به قبوله سي، او که چېري اودس وکړي، او بیا لمونځ وکړي، لمونځ به یې قبول سي، بخاري روایت کړی دی.

 

د غم او پریشانۍ په وخت کي
او د غم او پرېشانۍ پر وخت به انسان دا دعاء کوي: «لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ العَظِيمُ الحَلِيمُ، لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ، لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ الأَرْضِ، وَرَبُّ العَرْشِ الكَرِيمِ» متفق عليه.


او له الله تعالی څخه د یو شي تر غوښتلو مخکي پر هغه ثناء ویل، د دعاء د قبلېدلو سبب ګرځي، الله تعالی فرمايي: (وَذَا النُّونِ إِذْ ذَهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ) [الأنبياء: ۸۷] 

 ژباړه: او (یونس علیه السلام) د ماهي خاوند چي کله (له خپل قوم څخه) د غضب او قهر په حال کي ولاړی، هغه فکر وکړ، چي موږ به (د هغه پر نیولو) ونه توانېږو، نو هغه (د ماهي د نس) په تاریکیو کي (الله تعالی ته د مرستي) ږغ وکړ، چي ستا پرته بل هیڅ (پر حق) معبود نسته، ته پاک او سپېڅلۍ یې، او زه د ظالمانو له ډلي څخه یم، نو موږ د هغه دعاء قبوله کړه، او هغه مو له مصیبت او غم څخه خلاص کړ.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (د ماهي په نس کي د یونس علیه السلام دعاء که هر مسلمان د یو حاجت او غوښتني لپاره وکړل، نو الله تعالی به یې خامخا ور پوره کړي). ترمذي روایت کړی دی.

 

دا کلمه په غیر الله د قسم کولو کفاره ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (چا چي په خپل قسم کي وویل: په لات او عزی قسم اخلم، نو دی دي ووايي: (لا اله الا الله))، متفق علیه.

 

د مرګ په وخت کي
او څوک چي د مرګ په حال کي وي، نو په دې کلمه سره هغه ته تلقین ورکول مستحب دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (خپلو مړو ته د (لا اله الا الله) تلقین ورکړئ)، مسلم روایت کړی دی.

 

او که څه هم انسان د خپل ژوند په آخره لحظه کي وي، باید دې کلمې ته را وبلل سي، کله چي ابو طالب وفاتېدی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (اې زما اکا! (لا اله الا الله) ووایه، چي په دې کلمه سره زه د الله تعالی په وړاندي ستا لپاره د ایمان راوړلو شاهدي ووایم)، مسلم روایت کړی دی.

 

او تر دې وروسته اې مسلمانانو!
عزت او شرف په توحید کي دی، عمر رضي الله عنه ویلي دي: (موږ داسي قوم یو، چي الله  تعالی د اسلام په وسیله عزت راکړی دی).

 

شاهدي ورکول او ښکاره کول د توحید نښه ده، هغه خبره هیڅ فایده نه کوي، چي عمل په ونه سي، او چا چي دا کلمه ونه ویل، له هغه څخه د دنیا او آخرت خوندونه او نعمتونه پاته سول، او د مسلمانانو قوت او کمزوري د دې کلمې د ویلو او ور باندي عمل کولو په اندازه ده، همدا کلمه د الله تعالی او خلګو په وړاندي د دوی تله او ترازو دی، نو کله چي دوی په دې کلمه عمل وکړي، الله تعالی به ځیني راضي او خوښ سي، پر مختګ به وکړي، او لوړو درجو ته به ورسېږي، او که چېري یې په دې کلمه عمل کمزورۍ سي، نو له الله تعالی څخه به لیري، کمزوري او ناکامه سي.

 

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم: (فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ ) [محمد: ۱۹] 
ژباړه: پوه سه! چي د الله تعالی پرته بل پر حق معبود نسته، د خپلي ګناه او د مومنانو نارینه او ښځو لپاره بخښنه وغواړه، او الله تعالی ته (په ورځ کي) ستاسي هلي ځلي او (په شپه کي) ستاسي د ورتللو او اوسېدلو ځای معلوم دی.

 

     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره له هري ګناه څخه د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.

 

دوهمه خطبه
الحمدُ لله على إحسانِه، والشكرُ له على توفيقِهِ وامتِنانِه، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له تعظيمًا لشأنِه، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آله وأصحابِه، وسلَّم تسليمًا مزيدًا.

 

د کلمې غوښتني

 

اې مسلمانانو!
په قرآني او نبوي نصوصو کي چي د کلمې کوم غوره والۍ راغلۍ دی، د هغو د لاسته راوړني لپاره دا لازمه ده، چي څوک د دې کلمې په معنی ځان خبر کړي، د دې کلمې په مقتضیاتو او غوښتنو عمل وکړي، او ټول هغه کارونه پرېږدي، کوم چي د دې کلمې سره په ټکر کي دي.

 

د کلمې معنی دا ده، چي یوازي الله تعالی حق اله او معبود وګڼل سي، او له نورو ټولو څخه الهیت او معبودیت نفي سي، او دا عقیده به د قریشو کفارو نه منل، الله تعالی فرمايي: 

(إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ ) [الصافات: ۳۵] 
ژباړه: دوی داسي وه، چي کله به ورته وویل سول، چي د الله تعالی ماسوا بل پر حق معبود نسته، دوی به تکبر کاوه.

 

دوي ته يوازي د ربوبیت د توحید اقرار هیڅ ګټه ونه رسول.

 

 د کلمې ساتنه
او انسان چي هر څومره د دې کلمې په معنی ډېر خبر وي، او په غوښتنو یې ډېر عمل کړی وي، د هغه د ترازو د نېکیو پله به تر نورو درنه وي، او د دې کلمې په وړاندي د خلګو توپیر د دې کلمې په فروعو او څانګو په عمل کولو کي دی، او د دې کلمې د ویلو د سموالي شرط دا دی، چي ټول عبادتونه یوازي د الله تعالی لپاره ځانګړي او خاص سي، او څوک چي له الله تعالی سره په عبادت او د هغه په حق کي یو مخلوق ور سره شریک کړي، نو دا به د (لا اله الا الله) ویل مات کړي.

 

نو خوشبخت انسان هغه څوک دی، چي د دې کلمې د معنی او د خپل توحید ساتنه وکړي، او دا کلمه او خپل توحید له ټولو ماتونکو او کمزوري کونکو شیانو څخه وساتي، او همدغه د الله تعالی د نېکیو بندګانو امید او غوښتنه ده، اې الله! ما د اسلام په حال کي وفات کړې، او د نېکو او صالحو بندګانو سره مي یو ځای کړه.

 

درود او دعا
او پوه سئ، چي الله تعالي تاسو امر كړي یاست، چي د هغه په نبي صلی الله علیه وسلم درود ووایاست، الله تعالی د خپل کتاب په محکمو آیاتونو کي فرمايي: 

 

(إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الأحزاب: ۵۶]
  ژباړه: یقینا الله تعالی او د هغه ملائکي پر نبي صلی الله علیه وسلم درود وايي، نو اې مومنانو! تاسو هم پر هغه درود او ډېر سلامونه ووایاست.

 

     اې الله! زموږ پر نبي محمد صلی الله علیه وسلم درود، سلام او برکت ولېږه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې تر ټولو مهربانه ذاته! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه!

 

اې الله! اسلام او مسلمان قوي او برلاسي کړه، شرک او مشرکان کمزوري کړه، د دين دښمنان هلاک کړه، او دغه ښار او د مسلمانانو ټول ښارونه له امن، ډاډ او پراخۍ څخه ډک کړه!

 

اې الله! زموږ حدود په امن کړه، زموږ هیوادونه وساته،یا عزیز یا غفار، یا ذا الجلال والاکرام.

 

اې الله! ته یو الله یې، ستا پرته بل پر حق معبود نسته، ته غني او موږ فقیران یو، اې الله! پر موږ باران وکړه، او موږ مه نا امیده کوه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه.

 

اې الله موږ له خپلو ځانونو سره ظلم کړی دی، که راته بخښنه ونکړې او راباندي مهربانه نسې، نو موږ به له زیانمنو او تاوانیانو څخه سو.

 

اې الله! زموږ ژوند او مرګ دواړه پر اسلام کړه، او موږ د صالحانو سره یو ځای کړه، او موږ له رسوايۍ او فتنو څخه وساته.

 

(رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱]
 ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته.

 

اې الله! د حاجیانو حج ور څخه قبول کړه، او دوی خپلو کورونو ته سالم او جوړ ورسوه، یا ذا الجلال والاکرام.

 

د الله بندګانو!

(إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) [النحل: ۹۰]
 ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.

 

     تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور هم درکړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.

سرته