تازه سرليکونه
د (افغانستان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ګران هیواد افغانستان جغرافیوي اوضاع
  تعلیم الاسلام
  September 21, 2017
  0
رالېږونکی: نصیب الله ژمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د طول البلد ۶۰ درجو کرښه د هیواد د لویدیځ او د ۷۴ درجو کرښه د هیواد د ختیځ څخه تیریږي ۶۵۰۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري څلور خوا ي يي په لاندي ډول دي:
 
شمال : تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان.
شمال ختیځ: د چين ولسي جمهوریت.
جنوب: بلوچستان او سرحد ایالت.
ختیځ: سرحد ایالت ( ټوله کرښه د اټکل له مخي)
لویدیځ: د ایران اسلامي جمهوریت.
 
په پورتني حساب هیواد د ټولو  پولو له مخي په وچه محاطه او اوبو ته لار نه لري او د جنوب لویدیځي پولي څخه د عمان خلیج پوري فاصله يي ۳۹۰ کیلو متره اټکل سوې ده.
 
 افغانستان د خپل جغرافیوي موقیعت له مخي یو غرنی ستراتیژیک هیوا دی چي دریمه برخه ئې غرونو نیولې ده. چي ډیر يې په ختیځ ، مرکز او شمال لویدیځ کي پراته دي، چي د خپل شهرت او قدامت له پلوه د واورو او یخچالو په درلودلو سره د لویو او نامتو سیندو له پاره یوه ښه سرچینه بلل کیږي.
 
بله دا چي د غرونو په لمنو کی ډیري شنې درې رامنځته کړي چي د کرني بشري او اقتصادي فعالیتونو له پاره يي ډېر ښه شرایط برابر کړي دي.
 
یوه نقطه البته ډېر مهمه چي د چغرافیوي اوضاع په مطالعه کي د یو تاریخ لوستونکي پام باید ځان ته را وګرځوي، هغه دا چي تر دې مهاله د دې هیواد طبیعي زېرمي په خپل حال خوندي او محفوظي دي چي د سالم مراقبت او صحیح استخراج په صورت کي هیواد د اقتصاد په ډګر کي هم په پښو درولای سي.
 
جغرافیه پوهان په دې ګروهه دي چي افغانستان د نړۍ په دښتي کمربند کي واقع دی، که چیري د دې غرونه نه واي ، ټول افغانستان به یوې لويي دښتي نیولي وای او  دلته به د بشري فعالیت له پاره ډېر محدود شرایط برابر وای.
 
دا هیواد د خپلي طبعي جوړښت له مخي په دریو حوزو وېشل کیږي:
 
ټیټي مځکي ۲۵۸ متره څخه تر ۵۰۰ متره پوري
منځني لوړي مځکي ۵۰۰ متره څخه – ۲۰۰۰ متره پوري.
غرنۍ لوړي مځکي ۲۰۰۰ متره څخه – ۷۵۰۰ متره پوري
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته