تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امام ابوحنیفه رحمه الله تابعي وو
  تعلیم الاسلام
  July 30, 2017
  0

 د حضرت امام اعظم رحمة الله علیه په تابعی والي باندې د ۲۱ امامانو ۲۸ تصریحات

راټولوونکی: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
لومړي پخپله حضرت امام اعظم رحمة الله علیه وایي:
 
 [رأیت أنس بن مالک قائما یصلی] ابونعیم اصبهانی، مسند الامام ابی حنیفه: ۱۶۷ / موفق، مناقب الامام الاعظم ابی حنیفه: ۲۵.
ژباړه: ما حضرت انس بن مالک رضی الله عنه پر لمانځه ولاړ ولیدی.
 
په یو بل روایت کې حضرت امام اعظم رحمة الله علیه وایي: 
قدم أنس بن مالک الکوفة و نزل النخع رأیته مرارا.
 
ژباړه: انس بن مالک رضی الله عنه کوفی ته تشریف راوړ او د مقام نخع په ځای کې ٶ  او ما څو دفعې ولیده. (قزوینی، التدوین فی اخبار قزوین: ۳/ ۱۵۳) (ذهبي، تذکرة الحفاظ، ۱: ۱۶۸)
 
معروف مؤرخ امام ابن سعد  فرمایي:
 أن أبا حنیفة رأی أنس بن مالک و عبد الله بن الحارث بن جزء. (ابن عبدالبر، جامع بیان العلم وفضله، ۱: ۱۰۱)
 
امام ابن ندیم رحمه الله وایي: 
وکان من التابعین، ولقی عدة من الصحابة، وکان من الورعین الذاهدین. (ابن ندیم، الفهرست: ۲۵۵)
 
امام دارقطني رحمه الله وایی: 
" انما رأی أنس بن مالک بعینه "  . (ابن جوزی العلل المتناهیة، ۱: ۱۳۶ / سیوطی، تبیض الصحیفة بمناقب أبی حنیفة: ۳۴)
 
د امام صیب تابعیت، دا يو منل شوی حقیقت دی او انکار ترې نشي کېدای. حافظ ابن حجر رحمه الله فرمايي چې امام صیب په ۸۰ هجري کې زېږېدلی او په دغه زمانه کې په کوفه کې عبدالله بن أبي اوفی رضى الله عنه ٶ  او دا ناشونې ده چې امام صیب دې ورسره ليدنه نه وي کړې. او د حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه  په وينا د امام أبوحنيفه رحمه الله په معاصرينو کې د تابعيت منصب د بل عالم نه دی په برخه شوى كوم چي دده معاصر وو لكه:
 
په شام كي اوزاعي رحمة الله علیه،  په كوفه كي سفيان ثوري رحمة الله علیه،  په مدينه منوره كې امام مالك رحمة الله علیه،  په مكه مكرمه كې مسلم بن خالد رحمة الله علیه او په مصر كې الليث بن سعد رحمة الله علیه.( تبيض الصحيفة، صـ۶)
 
 همدا رنګه امام ابن سعد په خپل کتاب “طبقات” كې ويلي چې امام ابو حنيفه رحمه الله د حضرت انس بن مالک رضي الله عنه ديدن کړی و . همدا رنګه امام سیوطي په “تبیض الصحيفه في مناقب أبي حنيفة” کې ګڼ روايتونه را نقل کړي چې امام صیب له حضرت انس بن مالک، حضرت عبدالله بن الحارث بن الجزء، حضرت عبدالله بن انیس، حضرت واثلة بن اسقع او حضرت عایشة بنت عجرد رضى الله تعالى عنهم څخه روایتونه اورېدلي دي.
 
حافظ ابو معشر عبدالکریم بن عبد الصمد الطبري رحمه الله په دې موضوع ځانګړې رساله لیکلې ده, هغه روايتونه يې په کې را ټول کړي چې امام صیب مخامخ له صحابه کرامو اورېدلي دي. په نوموړي کتاب کې له تېرو يادو صحابو پرته له حضرت جابر بن عبدالله او حضرت معقل بن یسار رضی الله عنهما څخه د امام صیب روايتونه ثابت دي. اګر که حافظ بن حجر رحمه الله فرمايي چې د دې ټولو روايتونو په سند کې کمزوري ده، خو د دې روايتونو د قطعي حکم هيچا نه دی کړی او په فضیلت کې يې ذکر کول هيڅ ستونزه نه لري او کم له کمه د امام صیب علمي مقام ترې معلومېدای شي.
 
 علامه سیوطي په تبیض الصحيفة کې د حافظ ابو معشر په حواله يو حدیث ذکر کړی:
 
أبو حنيفة عن انس بن مالک قال سمعت رسوالله صلی الله علیه وسلم یقول طلب العلم فریضة علی کل مسلم. 
 
علامه سیوطي په دې روایت کې فرمايي چې دا حدیث صحيح پلوه دی او حافظ مزي رحمه الله فرمايي چې د تعدد د رواتو له امله د حسن درجې ته رسېدلی، چې دا ثابت شي، نو بیا دې کې شک نه پاتې کيږي چې امام صیب له صحابه وو احادیث اورېدلي، که بالفرض سماع يې ثابته هم نشي، نو يوازې ديدن خو يې ثابت دی. د ګردو محققينو په دې اتفاق دی چې امام صیب تابعي و.
 
 امام ابن سعد په طبقات کې، حافظ ذهبي په تذکرة الحفاظ کې، حافظ مزي په تهذيب الکمال کې، علامه قسطلاني د بخاري په شرحه کې، علامه نووي په تهذیب الأسماء واللغات کې او علامه سیوطي په تبیض الصحيفة کې دا خبره ثابته کړې چې امام صیب تابعي وو.
 
همدارنګه خطیب بغدادي رحمه الله، امام سمعاني رحمه الله، علامه ابن جوزي رحمه الله، قاضی ابن خلکان رحمه الله، امام ذهبي رحمه الله، علامه صفدي رحمه الله، امام یافعي رحمه الله، حافظ ابن کثیر رحمه الله، امام زین الدین عراقي رحمه الله، حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله، امام بدرالدین عیني رحمه الله، امام سخاوي رحمه الله، اما جلال الدین سیوطي رحمه الله، امام شهاب الدین احمد بن محمد قسطلاني شافعي رحمه الله، امام قاضي حسین بن محمد دیار بکري رحمه الله او امام ابن عماد حنبلي رحمه الله د حضرت امام اعظم رحمة الله علیه په باره کې وایي:
 
 " رأی أنس بن مالک"
ژباړه: انس بن مالک رضی الله عنه یې لیدلی وو!
 
(خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۳: ۳۲۴) (سمعانی، الانساب، ۳: ۳۷) (ابن جوزی، المنتظم فی تاریخ الملوک والامم، ۸: ۱۲۹) (ابن خلکان، وفیات الاعیان، ۸: ۴۰۶) (ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۶: ۳۹۱ / ذهبی، الکاشف فی معرفة من له روایة فی الکتب الستة، ۲: ۳۲۲) (صفدی، الوافی بالوفیات، ۲۷: ۸۹) ( یافعی، مرآة الجنان و عبرة الیقظان، ۱: ۳۱۰) (ابن کثیر، البدایة والنهایة، ۱۰: ۱۰۷) (زین الدین عراقی، التقیید والایضاح: ۳۳۲) (عسقلانی، تهذیب التهذیب، ۱۰: ۴۰۱) (بدرالدین عینی، عمدة القاری شرح صحیح البخاری، کتاب البیوع، باب ما یکره من الحلف فی البیع، ۱۱: ۲۰۶) (سخاوی، فتح المغیث شرح الفیه الحدیث للعراقی، ۳: ۳۳۷) (سیوطی، طبقات الحفاظ، ۱: ۸۰) (قسطلانی، ارشاد الساری لشرح صحیح البخاری، کتاب الوضوء باب من لم یرالوضوء الا من المخرجین) (دیار بکری، تاریخ الخمیس فی احوال انفس نفیس، ۲: ۳۲۶) (ابن عماد، شذرات الذهب فی اخبار من ذهب، ۱: ۲۲۷)
 
د امام ابوحنیفة رحمة الله تعالی علیه ژوند په اسلامي نړۍ کې خورا روښانه دی او دده د مذهب پیروان په ټوله نړۍ کې ډیردي ، هغه د قرآن کریم او احادیثو څخه بې شماره مسائل را ایستلي دي د هغه د فضیلت لپاره ډیردلائل شته.
 
د امام صاحب رحمه الله په اړه نوري ګټوري لیکني
 

سرته