تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: د دعا فردي او ټولنیزي ګټي
  تعلیم الاسلام
  July 23, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

د دعاء احکام او د فرد او ټولني لپاره د دعاء ګټي
 
د. علي بن عبد الرحمن الحذیفي/ ژباړه: جمشید حقیار
۲۹/ ۴/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
 
الحمد لله ربِّ الأرض والسماء، سميعِ الدعاء، يبدأُ بالنِّعم والآلاء، ويكشِفُ السوءَ والبلاءَ، أحمدُ ربي وأشكرُه، وأتوبُ إليه وأستغفِرُه، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ذو العزَّة والكبرياء، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه المبعوثُ بالشريعة التامَّة الغرَّاء، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آله وصحبِه السابقِين إلى كل عملٍ مبرُور، وسعيٍ مشكُور. أما بعد:
 
له الله تعالی څخه په حقه و وېرېږئ، چا چي په ځان کي تقوا راوستل، الله تعالی به د دنیا او آخرت خیرونه او غوره شیان ورکړي، خو چا چي په خپل ژوند کي تقوا پرېښودل، که یې دنیا سمه سي، بیا یې هم انجام او پای خراب او برباد دی.
 
اې مسلمانانو!
 
الله تعالی د دنیوي او اخروي ژوندانه لپاره هم د خوشحالۍ او سعادت اسباب او هم د شر او بدۍ اسباب ټاکلي دي، څوک چي د خیر او خوشحالۍ په اسبابو عمل کوي، الله تعالی دنیوي ژوند ور سموي، په آخرت کي به د تل لپاره په جنتونو کي وي، او بل دا چي د خپل رحیم او مهربانه رب رضایت او خوښي به هم وګټي، الله تعالی فرمايي: 
 
(هَلْ جَزَاءُ الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ) [الرحمن: ۶۰]
 ژباړه: د احسان او نېکۍ عوض یوازي نېکي ده.
 
او څوک چي د شر او بدۍ په اسباب عمل کوي، هغه به په دنیا او آخرت کي د خپلو عملونو سزا ویني، الله تعالی فرمايي: 
 
(لَيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلَا يَجِدْ لَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا) [النساء: ۱۲۳]
 ژباړه: (اې مسلمانانو! انسانانو ته د هغوی د ښو او بدو اعمالو جزاء ورکول) نه ستاسي په غوښتونو او امیدونو سره دي، او نه د اهل کتابو په غوښتنو سره، چا چي بد عمل وکړ، هغه به یې جزاء وینې، او د ځان (د مرستي) لپاره به له الله تعالی پرته هیڅ سرپرست او مرستندوی پیدا نکړي.
 
دعاء د اصلاح او کامیابۍ ذریعه
 
د اصلاح، سمښت، کامیابۍ، پرله پسې ښېګڼو د تر لاسه کولو، او د سختیو، مصیبتونو، ستونزو او کړاونو د پورته کولو اسباب ډېر دي، خو یو سبب یې په پوره اخلاص، د زړه په حضور او ټینګار سره دعاء کول دي؛ ځکه الله تعالی د خپل بنده دعاء خوښوي او هغه یې په امر کړی دی.
 
دعاء د ټولو ستونزو حل لاره ده، که څوک پکښي پېښ وي او که ورته را رواني وي، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ) [غافر: ۶۰]
 ژباړه: او ستاسي رب ویلي دي، ما (د غوښتني او مرستي لپاره) را وبولئ، زه به (ستاسي غوښتني) در پوره کړم، یقینا هغه څوک چي زما له عبادته تکبر او لويي کوي، هغوی به ژر د حقارت او سپکاوي په حال کي دوږخ ته ننوزي.
 
او دعاء عبادت دی، د نعمان بن بشیر رضي الله عنهما په حدیث کي راغلي دي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (دعاء عبادت دیابو داود او ترمذي روایت کړی دی، او وايي: دا حدیث حسن صحیح دی.
 
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (الله تعالی ته تر ټولو خوښ او ګران شی دعاء ده) ترمذي، ابن حبان په خپل صحیح کي او حاکم روایت کړی دی، حاکم ویلي دي: د حدیث اسناد صحیح دی.
 
دعاء په هر وخت کي غوره او ښه عمل دی، ځکه په دې عبادت باندي الله تعالی بنده ته ډېر لوی ثوابونه ورکوي، همدارنګه د دعاء په وسیله د انسان خاصي او عامي، دنیوي او دیني، په ژوندانه کي او تر مرګ وروسته ټولي غوښتني پوره کېدای سي.
 
الله تعالی په خپلي مهربانۍ او فضل سره پر موږ په فرضي عبادتونو کي دعاګاني واجب او مستحب کړي دي؛ تر څو موږ په دغه غوره عبادت عمل وکړو، ځکه د دې عبادت منافع او ګټي بېخي زیاتي دي، او که چېري الله تعالی موږ ته د دعاء ستر عبادت نه وای را ښودلی، موږ به هیڅکله په خپلو عقلونو سره نه وای پېژندلای، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَعُلِّمْتُمْ مَا لَمْ تَعْلَمُوا أَنْتُمْ وَلَا آبَاؤُكُمْ) [الأنعام: ۹۱]
 ژباړه: او تاسي ته هغه څه در ښودل سوي، چي تر دې مخکي نه تاسي او نه مو هم پلرونو پېژندل.
 
نو موږ پر دې لوی نعمت د الله تعالی ډېر زیات او ښکلی حمد وايو، لکه څنګه چي د هغه خوښ دی.
 
نن سبا د دعا ضرورت
 
دعاء په هر وخت کي اړینه ده، مګر په دې زمانه کي بېخي زیاته اړینه ده؛ ځکه پر مسلمانانو له هري خوا فتنې، مصیبتونه او سختۍ دي، همدارنګه د مسلمانانو په صف کي داسي ګمراه فرقې را مینځته سوي دي، کوم چي د مسلمانانو پاکي ویني او مالونه د ځان لپاره حلالوي، کوښښ کوي، چي پر مځکه خرابي، فساد او ګډوډي خپره کړي، له علم او عالمانو څخه لیري دي، او په جهل او ګمراهۍ سره خلګو ته فتوا ګاني ورکوي.
 
همداراز په دې زمانه کي دعاء ځکه ډېره مهمه ده، چي د اسلام دښمنان د اسلام او مومنانو په وړاندي را ټول سوي دي، او دلته د مسلمانانو په مینځ کي کمزوري، تفرقه او اختلافات خپل اوج ته رسېدلي دي، له بلي خوا هر مسلمان له ستونزو او کړاوونو سره مخ دی، په ظالمانه ډول له خپله وطنه شړل کېږي، سختۍ پر راځي، احتیاجات او اړتیاوي یې ډېري دي، او مځکه پر تنګه ده، او د مسلمانانو په هر هیواد کي د فتنو او جنګونو اور بل دی، نو په داسي سختو حالتونو کي دعاګاني بېخي زیاتي مهمي دي.
 
د انبیاوو علیهم السلام دعاګاني
 
الله تعالی د هغه چا صفت کړی دی، چي کله سختۍ او مصیبتونه پر راسي، نو په عاجزۍ سره د مرستي لپاره الله تعالی را وبولي، او دعاګاني وکړي، الله تعالی د بشریت د والدینو علیهما السلام په اړه فرمايي: 
 
(رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) [الأعراف: ۲۳] 
ژباړه: اې زموږ ربه! موږ له خپلو ځانونو سره ظلم کړی، که چېري ته موږ ونه بخښې او پر موږ رحم ونه کړې، نو موږ به خامخا زیانمن سو.
 
او الله تعالی فرمايي:
 (وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (۱۵۵) الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (۱۵۶) أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ) [البقرة: ۱۵۵- ۱۵۷]
 
 ژباړه: او موږ به حتما تاسي په یو څه وېري، لوږي، د مالونو، افرادو او مېوو په لږوالي سره و ازمایو، او (په دې ټولو سختیو کي) صبر کونکو ته (د الله تعالی د رضا او جنت) زېرۍ ورکړه، هغه څوک چي کله یو مصیبت او سختي پر راسي، وايي: موږ ټول د الله تعالی بندګان یو، او موږ خامخا د هغه لوري ته ور تلونکي یو، پر دوی باندي د خپل رب له لوري ستاینه، صفت او رحمتونه دي، او همدوی هدایت موندونکي دي.
 
او د یونس علیه السلام په اړه فرمايي: 
(فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ) [الأنبياء: ۸۷]  
ژباړه: یونس علیه السلام په تاریکیو کي (الله تعالی ته د مرستي) ږغ وکړ، ستا پرته بل هیڅ (پر حق) معبود نسته، ته پاک او سپېڅلۍ یې، او زه د ظالمانو له ډلي څخه یم.
 
له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (د ماهي په نس کي د یونس علیه السلام دعاء که هر مسلمان د یو حاجت او غوښتني لپاره وکړل، نو الله تعالی به یې خامخا ور پوره کړي). احمد، ترمذي او حاکم روایت کړی دی، حاکم ویلي دي: د حدیث اسناد صحیح دی.
 
د طایف په سفر کي غمګینه نبوي دعا
 
او کله چي نبي صلی الله علیه وسلم د ثقیف قبیله اسلام ته را وبلل، هغوی یې دعوت ونه منی، او په ډبرو یې و ویشتی، نو نبي صلی الله علیه وسلم د خپل رب په وړاندي داسي دعاء وکړل: 
 
«اللهم أشكُو إليك ضعفَ قوَّتي، وقلَّةَ حيلَتي، وهوَاني على الناس، يا أرحم الراحمين! إلى مَن تكِلُني؟ إلى بعيدٍ يتجهَّمُني، أم إلى عدوٍّ ملَّكتَه أمري؟ إن لم يكُن بك غضَبٌ عليَّ فلا أُبالِي، ولكن عافيتُك أوسعُ لي، أعوذُ بنور وجهِك الذي أشرقَت له الظُّلُمات، وصلُح عليه أمرُ الدنيا والآخرة أن يحِلَّ بي غضبُك، أو ينزِل بي سخَطُك، لك العُتبَى حتى ترضَى، ولا حولَ ولا قوَّةَ إلا بك» دا حدیث هیثمي په (مجمع الزوائد) کي راوړی دی.
 
 ژباړه: (یا الله! زه تا ته د خپلي کمزورتیا، ناچارۍ او د خلګو لخوا د سپک چلند شکایت کوم، یا ارحم الراحمین! ته ما چا ته پرېږدې؟ هغه لیري خلګو ته چي پر ما ظلم کوي؟ او که هغه دښمن ته چي هغوی دي پر ما مسلط کړي دي؟ که چېري ته پر ما په غضب نه یې، نو بیا زه د دې هر څه هیڅ پروا نه کوم، خو ستا لخوا عافیت او سلامتي زما لپاره ډېره پراخه ده، زه ستا د مخ په هغه نور سره پناه غواړم، کوم چي ټولي تاریکۍ یې روښانه کړي، او د دنیا او آخرت چاري په سمي دي، زه پناه غواړم، له دې څخه چي ستا غضب را باندي وسي، او یا ته راباندي په قهر سې، زه تا ته تر هغه وخته توبه باسم، تر څو ته راضي کېږې، او د ګناه پرېښودل او د نېکیو کول یوازي ستا په توفیق او مرسته سره کېږي). 
 
د سختیو او مصیبتو څخه دفع
 
کله چي انسان مصیبتونه او سختۍ نسي دفع کولای، نو د دعاء په وسیله یې اړولای سي، له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (یوازي دعاء تقدیر اړولای سي، نېکي عمر ډېروي، او انسان د خپلي ګناه په سبب له رزق او روزۍ څخه بې برخي کېږي). ابن حبان په خپل صحیح کي او حاکم روایت کړی دی، حاکم ویلي دي: اسناد یې صحیح دی.
 
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه سلم وفرمایل: (دعاء واقع سوي او نه واقع سوي مصیبتونه لیري کوي، نو د الله بندګانو! تاسي خامخا دعاء کوئ) ترمذي او حاکم روایت کړی دی.
 
همداراز ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 
 (الله تعالی فرمايي: زما بنده چي پر ما څنګه ګمان لري، زه ورسره هغسي یم، او کله چي ما یادوي، زه یې ملګری یم) متفق علیه.
 
او د دعاء لپاره همدومره ثواب او غوره والۍ کافي دی.
 
هغه څوک چي دعا نه کوي
 
همدارنګه الله تعالی هغه څوک بد ګڼلي دي، چي د سختيو او فتنو پر وخت دعاء نه کوي، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَلَقَدْ أَخَذْنَاهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوا لِرَبِّهِمْ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ) [المؤمنون: ۷۶]
 ژباړه: ما دوی په عذاب کي ونیول، خو دوی خپل رب او پالونکي ته عاجزي کونکي او ټیټ نسول، او دوی هغه ته زارۍ او فریاد هم نه کوي.
 
او په بل ځای کي فرمايي: 
(وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُمْ بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ (۴۲) فَلَوْلَا إِذْ جَاءَهُمْ بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلَكِنْ قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) [الأنعام: ۴۲، ۴۳] 
ژباړه: په یقیني ډول موږ تر تا مخکي نورو امتونو ته استازي او پیغمبران ور لېږلي، (کله چي یې دوی مخالفت وکړ) نو موږ دوی په سختیو او دردونو کي را ونیول، د دې لپاره چي دوی په عاجزۍ سره (الله تعالی ته) زارۍ او فریاد و کړي، کله چي پر دوی زموږ عذاب راغلی، کاشکي دوی په عاجزۍ سره فریاد کړی وای، مګر د دوی زړونه سخت سول، او شیطان د دوی عملونه ورته ښکلي او ښایسته کړل.
 
همداراز فرمايي:
 (وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا أَخَذْنَا أَهْلَهَا بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ) [الأعراف: ۹۴] 
ژباړه: موږ چي کله کوم کلي ته نبي ور استولی دی، (او هغوی یې نافرماني کړې) نو موږ خامخا د هغه کلي اوسېدونکي په عذاب او سختۍ کي راوستلي دي، د دې لپاره چي په عاجزۍ سره فریاد وکړي.
 
او په سختیو کي دعاء نه کول، پر ګناهونو همېشه توب او د الله تعالی سخت عذاب ورکولو ته په سپکه سترګه  کتل دي، الله تعالی فرمايي: 
 
(إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ) [البروج: ۱۲] 
ژباړه: یقینا ستا د رب عذاب او نیول ډېر سخت دي.
 
او فرمايي: ، (وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ) [هود: ۱۰۲] 
ژباړه: او کله چي ستا رب د کلي (اوسېدونکي) د هغوی د ظلم په سبب په عذاب کي ونیسي، نو همداسي د هغه عذاب او نیول ډېر سخت او دردمن دي.
 
دعا خیر او برکتونه راولي
 
او دعاء کول د خیرونو او برکتونو د را کښته کېدلو، او له دعاء کونکي او ټولني څخه د شر او بدیو د دفع کولو او لیري کولو ستر او لوی سبب دی.
 
کله چي انسان په یوې سختۍ او مصیبت کي واقع سي، نو ور څخه د وتلو ښه لاره یې دعاء ده، الله تعالی فرمايي:
 
(وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ (۸۳) فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِنْ ضُرٍّ وَآتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَذِكْرَى لِلْعَابِدِينَ) [الأنبياء: ۸۳، ۸۴]
 
ژباړه: او ایوب (زموږ هغه غوره بنده و)، چي کله یې (په دعاء کي) خپل رب ته آواز وکړ، چي زه په سختۍ او مصیبت کي یم، او ته تر ټولو زیات مهربان یې (نو زما مصیبت را څخه لیري کړه)، نو موږ هم د ده دعاء قبوله کړه، او د ده سختي مو ور څخه لیري کړه، او د خپلي مهربانۍ له مخي او د عبادت کونکو لپاره د یادوني او تذکرې په خاطر مو هغه ته خپله کورنۍ (چي مخکي وفات سوي وه) او د هغوی په اندازه نور هم ورکړل.
 
 او په بل آیت کي فرمايي: (أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ ) [النمل: ۶۲]
 ژباړه: هغه څوک دی، چي (د الله تعالی پرته) د کریاب او حاجتمند دعاء قبلوي، او مصیبتونه لیري کوي.
 
یعني د الله تعالی پرته هیڅوک یې نسي کولای.
 
او الله تعالی په بل آیت کي فرمايي:
 
 (قُلْ مَنْ يُنَجِّيكُمْ مِنْ ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُونَهُ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً لَئِنْ أَنْجَانَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ) [الأنعام: ۶۳] 
ژباړه: ووایه! څوک مو د وچي او سمندر له تاریکیو (مصیبتونو او تنګلاسیو) خلاصوي؟! (کله چي تاسي په دې سختیو کي واقع سی) نو په پوره عاجزۍ سره په پټه او ښکاره الله تعالی را بولي، (او وایاست:) که چېري مو له دې مصیبتونو خلاص کړي، موږ به خامخا (په توحید او ایمان لرلو سره د هغه) شکر ایستونکي بندګان سو.
 
پر مسلمانانو واجب ده، چي د خپل ژوند د هري لحظې د سمښت لپاره الله تعالی ته پناه یوسي، خپل ټول حاجتونه او اړتیاوي ورته وړاندي کړي، او خپله هره غوښتنه له هغه څخه وکړي، او تر ټولو لویه غوښتنه یې باید دا وي، چي جنت وګټي، او له دوږخ څخه خلاص سي،
 
 الله تعالی په قدسي حدیث کي فرمايي: (اې زما بندګانو! تاسي ټولو ته سمه لاره نه ده معلومه، مګر هغه چا ته چي ما هدایت ورته کړی وي، نو زما څخه هدایت وغواړئ، زه به هدایت درته وکړم، اې زما بندګانو! ټول وږي یاست، مګر هغه څوک نه چي ما خوراک ورکړی وي، نو زما څخه خوراک وغواړئ، زه به مو ماړه کړم، اې زما بندګانو! ټول د ځان پټولو جامې نه لری، مګر هغه څوک چي ما پټ کړی وي، نو زما څخه د ځان پټولو لپاره جامې وغواړئ، زه به یې درکړم، اې زما بندګانو! تاسي شپه او ورځ ګناهونه کوی، او زه ټول ګناهونه بخښم، نو زما څخه بخښنه وغواړئ، زه به بخښنه او مغفرت درته وکړم). امام مسلم له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
 
د حدیث معنا دا ده، چي زما څخه هدایت، خوراک، پوښاک، او مغفرت وغواړئ.
 
اې الله! موږ در څخه هدایت، خوراک او پوښاک غواړو، او زموږ ټول ګناهونه وبخښه.
 
په حدیث کي راځي: (تاسي د خپل رب څخه د خپلو چپلکو مزۍ، او د خوراک مالګه هم وغواړئ).
 
 
ورپسې برخه:
د دعاګانو تاثیر د تاریخ په اوږدو کي
د دعا آداب او شرایط
 

 

سرته