تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اروپا کي سیکولرزم او عیسایت
  تعلیم الاسلام
  July 17, 2017
  0

 ژباړه او اوډونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
سیکولرزم او د دين سره دښمني
 
ددې (سیکولري) تهذيب اساسات له لومړۍ لحظې څخه د دين او کليسا سره پر دښمنۍ باندي قائم سول، د ديني او الهي ښوونو کوم چي د کليسا لخوا ورته په منحرفه بڼه تصور کړل سوي وه پرځای بشري اصولو ته ارزښت ورکړل سو، کوم دين چي د کليسا لخوا دوی ته وړاندي کړل سوی وو، د دوی په نزد دا الهي دين يوازي د اخروي امورو لپاره دی، د دنيا د ژوندانه د حل لپاره کوم اهليت ورپکښي نسته، له همدې امله ئې د هغه تحقير او ترټلو ته ملا وتړله او نورو ته به ئې هم د هغه (کليسا او دين) د بې پروا بللو او توجه نه کولو بلنه ورکول.
 
هر انسان په انفرادي توګه يوازي د خپل ځان د خلاصون په فکر کي و، د هغه کس په څېر چي پر يوه لوړ نري تار روان وي او هر ګړی په دې فکر کي وي، چي خپل توازن له لاسه ورنه کړی او لاندي ونه لوېږي، يا لکه هغه کس چي، پر اغزنه مځکه روان وي او خپلي پايڅې په اغزو کي له موښلېدلو څخه ساتي....
 
د عیسایت پیغام او اغیز
 
دين (د کليسا په صورت کي) پر مځکه د بشريت د ژوندانه د حالت سمولو لپاره نه هيڅ ډول هڅه کوله او نه ئې هم د دوی په منځ کي د واقع سوو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي مظالمو د ازالې لپاره د څه کولو توان درلود، يوازي ئې دې ته بلنه کوله، چي خلک له دنيوي ژوند څخه وساتي او ټول هغه څه پرېږدي، کوم چي ئې دوی (عام انسانان) کوي، ځکه د دوی په اند د دنيوي ژوند وخت د وزن له حيثه تر دې ډېر لنډ، بې اهميته او تباه کوونکی دی، چي انسان دي خپله هڅه پکښي مصرف کړي، کلیسا ویل چي هڅاند کس ددې څخه د خلاصون کوښښ کوي، تر څو روح ئې په ګناهونو ککړه نه سي! دنيوي متاع په خپل ذات کي يو ډول ککړتيا او ګناه ده، چي پاکان خلک ورڅخه په رهبانيت او له ژونده ګوښه کېدلو سره ځانونه خلاصولای سي...!
 
تر دې ور هاخوا به ئې دا ويل، چي په دنيوي ژوندانه کي سختۍ او د مظالمو د واقع کېدو احتمال خپله الله ته د تقرب وسيله ده، چي د انسان د خلاصون سره مرسته کوي، له همدې امله به ئې بزګران ته په همدې (ظلمو) د راضي کېدو بلنه ورکول، هغوی به ئې د خپل کښت له حصوله او... څخه محرومه کول، تر څو د دوی په اند په آخرت کي د الله رضا ترلاسه کړي، هغوی ته به ئې ويل:" چا چي په دنيا کي د دوو بادارانو خدمت ترسره کړ، هغه تر هغه کس بهتره دی، چي د يوه بادار خدمت ترسره کوي"!
 
خو له بل لوري د کلیسا همدې دين انساني ټولنه په يوې داسي محدوده کي را حصار کړې وه، چي وتل ورڅخه ناشونی برېښېده او دانسان افعال د کليسا لخوا په وړاندي کړل سوو اوامرو کي محصور وو، انسان ته پکښي د لاس وهني حق نه وو، ځکه چي کليسا هيچا ته دا واک نه ورکاوه، چي يو شی له ځانه جوړ کړي، که څه هم دا نوی شی به د ترقۍ لپاره لازم وو. له همدې امله په منځنيو پيړيو کي په ه اروپا کي تر ډېري اوږدې زمانې پوري ثبات نه وو، هر لور ته مختلف سياسي، اقتصادي، ټولنيز، فکري او روحي فسادونه خپاره وه.
 
مقاله: په قرانکریم کي راغلي علوم
مقاله: د مسلمانانو ساینسي کشفیات
 
د اسلام د دین مقاصد
 
بل لور ته بيا اروپا نژدې يا د اروپا په يوه څنډه کي بل داسي دين موجود وو، چي انسانيت ته ئې د ژوندانه صحيح منهج وړاندي کاوه، دا يوازي د دنيا د پرېښودلو او آخرت د غوره کولو دين نه وو، او نه ئې هم انسان د رشد او ترقۍ څخه منع کاوه، بلکي دا هغه دين وو، چي د دنيا په اعمالو سره ئې د آخرت لپاره کار کاوه. "الدنيا مزرعة الاخرة"
دا ئې خلکو ته ښوول، چي دنیا د آخرت لپاره کرونده ده (یعني په دنیا کي یې وکره او په اخرت کي یې حصول واخله)
 
(وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ الله الدَّارَ الْآخِرَةَ ۖ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا ۖ وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ الله إِلَيْكَ ۖ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ ۖ إِنَّ الله لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ) [۱۵: سورة القصص ۷۷]
ژباړه: او وغواړه په هغه (دولت) چي دركړى دى تاته الله كور د آخرت او مه هېروه برخه خپله له (ماله د) دنيا او احسان كوه د الله (له بندګانوسره په وركړه د مال) لكه چي احسان كړى دى الله له تاسره (چي داسې ډېر دولت ئې دركړى دى) او مه غواړه (اې قارونه !) فساد په مځکه کي، بېشكه چي الله فساد كوونكى نه خوښوي. 
 
(قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ الله الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ) [۱۵: الأعراف ۳۲]
ژباړه: ووايه (اې محمده صلی الله علیه وسلم  ! دوى ته) چي چا حرام كړى دى زينت د الله هغه چي د خپلو بنده ګانو لپاره ئې ايستلى دى ؟ او (چا حرام كړي دي) پاك لذيذ شيان له رزقه ځني (چي د خوړلو او چښلو دي؟ يعنې دا يو هم نه دی حرام) ووايه (اې محمده صلی الله علیه وسلم ! دوى ته) چي دغه (زينت او طيبات او نور نعمتونه اصلا) د هغو كسانو لپاره دي چي ايمان ئې راوړى دى (او تبعا دي كفارو ته) په دې ژوند لږ خسيس كي، حال دا چي خاص (مؤمنانو لره) دى په ورځ د قيامت کي همداسې (لكه دا پاس تفصيل) په تفصيل بيانوو مونږ آيتونه لپاره د (هغه) قوم چي پوهيږي (پرې).
 
دا دين (اسلام) د دې لپاره کار کاوه، تر څو د دنيوي ژوند به اصلاح کولو سره الهي او رباني منهج کوم چي د عدل او انصاف امر کوي، پر مځکه پلی کړي، جهاد ته ځکه بلنه کوي، چي همدا يوازنۍ صحيح کړنلاره پلي کړي او د هغه انحراف لمنه ورټوله کړي، چي د ژوندانه د فساد او پر انسانانو د ظلم د وقوع سبب ګرځېدلی دی.
 
(لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۖ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ الله مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ ۚ إِنَّ الله قَوِيٌّ عَزِيزٌ) [۱۵: سورة الحديد ۲۵]
ژباړه: خامخا په تحقيق ليږلى وه مونږ پيغمبران خپل سره له ښـكاره دلائلو او نازل كړى وو مونږ له هغوى سره كتاب او ميزان (قواعد د عدل) لپاره ددې چي ودريږي خلك په انصاف باندي. او راليږلې ده مونږ اوسپنه چي په دې کي سخت جنګ ډېر قوت دى او (په کي ډيري) منافع دي لپاره د خلكو. او بل لپاره ددې چي عالم شي الله (په علم ظاهري سره) پر هغه چا باندي چي مرسته كوي له ده سره او له رسولانو دده سره په غيبو (بې له ليدلو). بېشكه الله ډېر قوي دى (په نصرت د احباوو) ښه غالب دى (په ذلت د اعداوو).
 
دا هغه دين دی، چي انسان ته ئې پر مځکه پراخ واک ورکړی دی، الله عزوجل ددې لپاره ابتداء انسان خلق کړ، چي په مځکه کي د خلافت چاري ترسره کړي. 
 
(وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ )  [۱۵: سورة البقره ۲۳۰]
ژباړه: او (ياد کړه اې محمده!) هغه وخت چي ستا رب پرښتو ته وويل چي بېشکه زه ګرځوونکى يم په مځکه کي د يوه خليفه.
 
په خلافت سره پر مځکه واک چلول کېږي، د مځکي مادي او معنوي ترميم او آبادي پکښي کيږي، په مځکه او آسمانانو کي ذخيره کړل سوي او د الله له لوري انسان ته مسخره کړل سوي طاقتونه پکار اچول کيږي.
 
(هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُجِيبٌ) [۱۵: سورة هود ۶۱]
ژباړه: همدغه (الله) پيدا كړي ياست تاسو له مځکي څخه او اوږده عمرونه ئې تا سې ته په دې (مځکي) کي دركړي دي نو مغفرت وغواړئ له ده څخه (او په وحدانيت يې ومنئ) بيا رجوع وكړئ ده ته (د نورو له عبادت نه) بيشكه رب زما ډير نږدې دى (په خپل رحمت او فضل سره) ښه قبلونكى د دعا دى.
 
( وَسَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِنْهُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ)  [۱۵: سورة الجاثية ۱۳]
ژباړه: اوپه كار لګولى مسخر كړى يې دي تاسي ته هر هغه شيان چي په آسمانو کي دي (لكه لمر قمر نجوم) او هر هغه شيان چي په مځکه کي دي (لكه اوبه خاوره او حيوانات او نور) ټول (مسخر) له (طرفه د) الله (دي). بيشكه په دغه (تسخير) کي خامخا لوى دلائل (د قدرت) دي لپاره د هغه قوم چي فكر كوي (په دغو مخلوقاتو كي)
 
(هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ ۖ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ)[۱۵: سورة الملك ۱۵]
ژباړه: دغه (الله) هماغه ذات دى چي ګرځولى يې ده تاسي ته مځکه پسته تابعداره، نو ځئ ګرځئ تاسي په اوږو اطرافو لارو ددې مځکي اوخورئ تاسي له (حلال) رزق ددغه (الله) او خاص دغه (الله) ته بيا ژوندي راپورته كيدل ستاسو دي (پس له مرګه).
 
الهي منهج ذاتا ددې غوښتنه کوي، چي انسان ئې د منلو ترڅنګ عملي هم کړي، انسان دی، چي همدا الهي منهج به په مځکه کي پلی کوي، کوم چي د ژوندانه هر اړخيزه کړنلاره ده او د انساني ژوند ټول (ثابت او متغير) شيان پکښي شامل دي. د متغيرو شيانو د حل لپاره له ځانه سره داسي ثابت او دوامداره اساسات وړاندي کوي، چي د همېش لپاره د همدې اصولو څخه په استفادې سره ځانته لار ټاکلای سي.
 
له همدې امله ئې انسان په تنفيذ او منلو باندي ملزم کړی دی، که څه ددې منهج د پلي کولو په لار کي له عزيمت او پر مځکه د خپرولو په لار کي له جهاد او.... څخه کار واخيستل سي.
 
د شر د پیښیدو عوامل
 
 د انسان خير او شر د هغه د اعمالو په تناسب وي، کومي بدبختي چي پېښېږي، د انسان د خپلو اعمالو نتيجه ده:
 
(ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ )  [۱۵: سورة الروم۴۱]
ژباړه: ظاهر سو(آثار د) فساد په بر او بحر (په وچه او لنده) کي په سبب د هغې (ګناه او شرك) چي كړي دي لاسونو د خلكو لپاره ددې چي وڅكوي (الله) دوى ته څه (سزا) د هغو (عملونو) چي كړي دي دوى لپاره ددې چي واوړي دوى (له دغو بديو څخه)
 
(وَضَرَبَ الله مَثَلاً قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَداً مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ الله فَأَذَاقَهَا الله لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ) [۱۵: سورة النحل۱۱۲]
ژباړه: او بيانوي الله مثال د يوه كلي چي ؤ(اهل ددې كلي) په امن کي (له وژلو او لوټلو نه) آرام اوهوسا، چي راته دغه كلي ته رزق روزي (د اهل) ددې ډيره پريمانه له هر ځايه (له هرطرفه) نو كافر (ناشكره) شو (اهل د) هغې په نعمتونو د الله نو وڅاكه په (اهل د) دې باندې الله كالي د لوږې او ويري (چي لوږه او ويره يې پرې لكه جامه لازمه او محيطه وګرځوله) په سبب د هغو (عملونو) چي وو(دوى) چي كول به يې.
 
(وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا ۚ إِنَّ رَحْمَتَ الله قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ) [۱۵: سورة الأعراف ۵۵-۵۶]
ژباړه: او مه كوئ فساد (اى انسانانو!) په مځکه کي وروسته له اصلاح ددې (د انبياؤ په بعثت سره) او بولئ تاسي الله (عبادت يې كوئ) په خوف (ويري) سره (له عذابه د الله) او په طمع (اميد د رحمت د الله) بيشكه چي رحمت (مهرباني) د الله ډيره نژدې ده محسنانو (نيكى كوونكو) ته.
 
{إِنَّ الله لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ} [۱۵: سورة الرعد۱۱]
ژباړه: بيشكه الله نه بدلوى حالت د هيڅ قوم (چي عافيت او نعمت دى) تر هغه پورې چي بدل كړى دوى هغه ښه حالت (د طاعت) چي په ځانونو د دوى کي وي (په بد حالت سره چي معصيت دى) 
 
د اروپا انحرافي عکس العمل
 
دا هغه دين دی چي د دين او دنيا ترمنځ صحيح توازن ټاکي، په مځکه کي د ژوندانه اصلاح کوي او ګمراه انسان ته د دنيوي ژوند مستقيمه لار ښيي. خو اروپا ددې نړيوال او عالمي دين څخه مخ واړوه او رومي جاهليت ته ئې مخه کړه، او غوښتل ئې په دې کار سره د کليسا او خپل فاسد دين څخه (هغه چي دنيوي ژوند ئې عبث باله) انتقام واخلي.
 
د همدې انتقام اخيستلو پر بناء اروپا د اله د نوم، دين او کليسا (برحقه او نا حقه) ټولي نښي رد کړلې او د له منځه وړلو په کوښښ کي ئې سو، پر ځای ئې د انسان په لاس د جوړو کړل سوو بشري قوانينو او نښو په منلو او پلي کول پيل وکړ اود هر هغه څه پر ځای چي د آخرت سره به ئې تړاو درلود، د دنيا بديل پيدا کوه چي همدا په اروپا کي د علمانيت پيل وو. (۱: ج:۲، ص:۳۶)
 
مخکنۍ لیکنه: اروپا د مسلمانانو د عروج پر مهال
 
(۱): محمد قطب، مذاهب فكرية معاصرة، المکتبة الشامله، درېيم اصدار

سرته