تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: تر رمضان وروسته پر عبادت ثبات
  تعلیم الاسلام
  June 14, 2018
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

تر رمضان وروسته پر عبادت ثبات او همېشه توب

 
د/ عبد الله بن عبد الرحمن البعیجان/ ژباړه: جمشید حقیار
۶/ ۱۰/ ۱۴۳۸ هـ
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
 
الحمدُ لله الذي بنِعمتِه تتمُّ الصالِحات، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له ربُّ الأرض والسماوات، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه أفضلُ مَن سارَعَ إلى الخَيرات، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك عليه، وعلى آلهِ وأصحابِه أهلِ التقوَى والصالِحات,أما بعدُ:
 
تر ټولو غوره خبره د الله تعالی کتاب دی، تر ټولو ښه طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی، تر ټولو بد او ناوړه عملونه نوي او له ځانه جوړ سوي کارونه دي، هر بدعت ګمراهي ده، او هره ګمراهي څوک د دوږخ اور ته ننباسي.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او د هغه اطاعت وکړئ؛ ځکه لومړنیو او وروستنیو ته د تقوا او د الله تعالی د خوف امر سوی دی، الله تعالی فرمايي:
 
(وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُوا اللَّهَ) [النساء: ۱۳۱] 
ژباړه: او بېشکه موږ تاسو او هغه کسانو ته حکم کړی دی، چي ستاسو څخه مخکي کتاب ورکول سوی وو، چی له الله څخه ووېرېږئ.
 
اې مسلمانانو!
 
د ورځو او وختونو په تېرېدلو کي د خلګو لپاره لوی عبرت او نصیحت پروت دی، الله تعالی فرمايي: (إِنَّ فِي اخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَّقُونَ) [يونس: ۶] 
ژباړه: په یقیني ډول د شپې او ورځي په اوښتلو را اوښتلو کي او په هر هغه څه کي چي الله تعالی په آسمانونو او مځکه کي پیدا کړي دي، د هغو خلګو لپاره نښانې دي، چي (د الله تعالی له قهر، او ګناهونو څخه) ډډه کوي.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
یو څو ورځي مخکي موږ ډېره غوره میاشت او د خیر او برکت ستر موسم ته رخصت ورکړ، دا میاشت په ګټو، ورکړو، بخښنو، او رحمتونو آباده وه، په دې میاشت کي د مسلمانانو احساسات اوچت وه، سترګي یې له اوښکو ډکي او زړونه یې وېرېدلي وه، اندامونه یې عبادت ته برابر وه، حلقې او مجلسونه د الله تعالی په ذکر او د قرآنکریم په تلاوت آباد وه.
 
په دې میاشت کي پر مسلمانانو آرامتیا او رحمتونه را کښته کېدل، الله تعالی موږ ته د دې میاشتي د ورځو د روژو، د شپې د لمونځو او نورو ډېرو عبادتونو، ذکرونو، دعاګانو او خیراتونو توفیق راکړ، نو په همدې نعمت د الله تعالی حمد او شکر اداء کؤ، اې الله! زموږ څخه یې قبول کړه.
 
دا میاشت یو څو ورځي، محدودي لحظې وې، چي تېري سوې، ستړیا او کوښښونه یې تېر سول، مګر اجر او ثواب یې ولیکل سو، ان شاء الله!
 
دا میاشت تېره سوه، په دې میاشت کي چي چا عبادت وکړ، هغه کامیاب سو، او چا چي پکښي غفلت وکړ، هغه بې برخي سو، نو هغه به څوک وي، چي الله تعالی یې عملونه قبول کړي وي، چي مبارکي ورته ورکړو؟! او هغه به څوک چي عملونه یې نه وي قبول سوي، چي صبر او ډاډګیرنه ورکړو.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
عبادت د عبادت ګذار په عملونو کي تغیر راولي، الله تعالی فرمايي:
 
 ( إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ ) [العنكبوت: ۴۵]
 ژباړه: یقینا لمونځ له بدکارۍ، او ناوړو کړنو څخه انسان ګرځوي.
 
او د عبادتونو او روژو د قبلېدلو یوه نښه دا ده، چي وروسته د بنده په عملونو کي ښه والۍ راسي، او د نه قبلېدلو یوه نښه یې دا ده، چي بنده تر عبادت وروسته بېرته په ګناهونو اخته سي، او حالت یې نور هم بد سي.
 
او یوه ګناه بله ګناه رابولي.
 
هغه نېکي ډېره ښکلې ده، چي تر ګناه وروسته وسي، ځکه دا به ګناه پاکه کړي، همدارنګه تر یوې نېکۍ وروسته بله نېکي کول د انسان د ښه والي علامه ده، او دا ډېره بده خبره ده، چي تر نېکۍ وروسته انسان په ګناه اخته سي، چي دا ګناه د نېکۍ اجر او ښه والي کمزورۍ کوي، او تر توبې وروسته ګناه تر توبې مخکي له څو ګناهونو سره برابره ده.
 
تر نېکۍ وروسته په ګناه لاس پوري کول ډېر بد او هلاکونکۍ مرض دی، له الله تعالی څخه تر مرګ پوري پر عبادتونو ثبات او استقامت وغواړئ، او د زړونو د ښه حالت څخه بد حالت ته له اوښتلو څخه د الله تعالی پناه وغواړئ، د عبادت تر عزت وروسته د ګناه ذلت او ټیټوالۍ ډېر بد دی، او تر قناعت وروسته بندګانو ته طمع او امید کول زیانمن حالت دی.
 
اې مسلمانانو!
 
د ښېګڼو او ښه والي لاري ډېري دي، د خیر دروازي خلاصي دي، نو څوک به په دې لارو تګ وکړي، حق ډېر روښانه او ښکاره ده، چي له حق څخه یوازي هلاک سوي خلګ مخ اړوي، د الله تعالی بندګانو! په هر عبادت کي کوښښ وکړئ، الله تعالی فرمايي: 
 
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) [الحج: ۷۷]
 ژباړه: اې مؤمنانو! رکوع وکړئ، سجده وکړئ، د خپل رب عبادت وکړئ، او ټول ښه او د خیر کارونه وکړئ، د دې لپاره چي تاسي کامیاب سی.
 
په ښو او نېکو عملونو صبر او استقامت کول ستر عمل دی، په ښه عمل ثبات او همېشه توب کول د اخلاص او قبولیت نښه ده، الله تعالی ته هغه عملونه ډېر خوښ دي، چي همېشه توب پر وسي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به هم پر خپلو عملونو همېشه توب کاوه.
 
نو تاسي په عبادتونو، نېکيو او ښو عملونو همېشه توب او استقامت وکړئ.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
د خپلو عملونو پر قبلېدلو حرص وکړئ، او د عملونو له بربادېدلو څخه و وېرېږئ، دا ډېر لوی زیان دی، چي انسان په خپلو عملونو کي ځان ستړی کړي، او بیا یې د عملونو اجر او ثواب بل چا ته ورکول سي، همدا حقیقي مفلسي ده.
 
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ خپلو اصحابو ته وفرمایل: (تاسي مفلس پېژنی؟) هغوی وویل: په موږ کي مفلس هغه څوک دی، چي پیسې او دنیا نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (زما د امت مفلس هغه څوک دی، چي د قیامت په ورځ له لمانځه، روژې او زکات سره راسي، مګر یو چا ته یې ښکنځل کړي وي، په بل یې نا حقه تهمت لګولی وي، د بل چا مال یې خوړلی وي، د بل وینه یې توی کړې وي، او بل څوک یې وهلی وي، نو هر یوه ته د ده نېکۍ ورکول کېږي، تر دې چي نېکۍ یې ختمي سي، کله چي د ده نېکۍ خلاصي سي، خو د هغوی حقوق لا نه وي اداء سوي، په دې وخت کي نو د هغوی ګناهونه پر ده اچول کېږي، او بیا د دوږخ اور ته اچول کېږي)، مسلم.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
د ناکامۍ، محرومیت، ستر زیان، بربادۍ او مفلسۍ یو سبب دا دی، چي انسان د الله تعالی نافرماني او ګناهونه کوچني وبولي او په جرأت سره د هغه نافرماني وکړي.
 
له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: (زما په امت کي داسي خلګ هم سته چي کله د قیامت په ورځ د (تهامه) د غرونو په اندازه له عملونو سره راسي، خو الله عز وجل به یې اوچت سوي دوړي او ګرد وګرځوي)، ثوبان وویل: یا رسول الله! موږ ته د دوی توصیف وکړه، موږ ته یې را وښیه، داسي نه چي موږ په دوی کي را نسو، او په ځان به خبر نه یو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( دوی ستاسي وروڼه دي، ستاسي له قوم څخه دي، ستاسي په څېر د شپې عبادتونه هم کوي، مګر دوی هغه څوک دي، چي کله یوازي سي، نو د الله تعالی له لوري په حرامو سویو کارونو لاس پوري کوي). ابن ماجه.
 
دوی لمونځونه کول، روژې یې نیولې، او د شپې تهجد یې کول، مګر په پټه یې الله تعالی یاد نه ساته، نو الله تعالی د دوی ټول عملونه برباد کړل، او دوی ته یې داسي سزا ورکړل، چي دوی یې ګمان نه کاوه.
 
شاعر وايي:
 
که په خپل عمر کي یوه ورځ هم یوازي سوې، نو داسي مه وایه:
زه یوازي یم، داسي ووایه: یو څوک زما څارنه کوي
داسي فکر مه کوه، چي الله تعالی به یوه لحظه هم غافل سي
او داسي ګمان هم مه کوه، چي یو شی به له الله تعالی څخه پټ سي
 
د خپل رب پر عبادت همېشه توب کړئ او هر وخت د هغه د امر اطاعت وکړئ، تاسي به کامیاب، خوشحاله، او ګټمن سی.
 
أعوذُ بالله من الشيطان الرجيم:
 
(إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (۱۳) أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)  [الأحقاف: ۱۳، ۱۴] 
ژباړه: یقینا هغه کسان چي وايي: زموږ رب او پالونکۍ الله دی، او بیا (پر همدې لار) ثابت او مستقیم وي، نو پر دوی هیڅ وېره نسته، او نه به دوی غمجن وي، همدوی به د تل لپاره د جنت اوسېدونکي وي، دا د دوی د (نېکو او ښو) عملونو عوض او بدله ده.
 
الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
دوهمه خطبه
 
الحمدُ للهِ على إحسانِه، والشكرُ له على توفيقِه وامتِنانِه، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له تعظيمًا لشأنه، وأشهدُ أن مُحمدًا عبدُه ورسولُه الداعِي إلى رِضوانِه، صلَّى الله عليه وعلى آله وأصحابِه وسلَّم تسليمًا كثيرًا.
 
اې مسلمانانو!
 
له الله تعالی څخه و وېرېږئ، د خپلو عمرونو تر خلاصېدلو مخکي په عملونو کي تلوار وکړئ، او خپلي خبري په عمل سره رښتني کړئ؛ د انسان حقیقي عمر هغه دی، چي د الله تعالی په عبادت او اطاعت کي تېر سوی وي، او هوښیار انسان هغه څوک دی، چي خپل ځان له ګناهونو وساتي، او تر مرګ وروسته ژوند لپاره عملونه وکړي، خو غافل او زیانمن انسان هغه څوک دی، چي د خپلو نفسي خواهشاتو او غوښتنو تابعداري کوي، او په خپل ژوند کي اوږده امیدونه لري.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
د کال ټول میاشتي د عبادت وختونه دي، که څه هم په غوره والي او فضیلت کي به توپیر او فرق لري، او د انسان ټول ژوند د عبادت او عمل لپاره یو فرصت دی، او ټول خلګ عملونه کوي، خو ځیني خلګ په خپلو عملونو سره ځانونه د دوږخ له اوره ساتي، او ځيني خلګ په خپلو عملونو سره خپل ځانونه اور ته اچوي، او الله تعالی چي د خپلو بندګانو لپاره کوم تقدیر او اندازه ټاکلې، نو هر بنده ته به د هغه په تقدیر کي ټاکل سوی عمل آسانه کېږي.
 
هغه انسان چي په رمضان کي یې ښه عملونه کړي وي، او خپلي خبري او کارونه یې له بدیو ساتلي وي، هغه دي په شوال او ټولو میاشتو کي پر همدغه ښه حالت پاته سي.
 
او هغه چا چي په رمضان کي یې غفلت او بې پروايي کړې وي، او د رمضان د میاشتي د توبې او ښو عملونو فرصت یې له لاسه ورکړی وي، هغه دي نه نا امیده کېږي، د توبې او خیر درواې اوس هم خلاصي دي، الله تعالی فرمايي:
 
 (قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) [الزمر: ۵۳] 
ژباړه: ووایه! اې زما هغه بندګانو، چي پر ځانونو یې تېری او زیاتی کړی دی، د الله تعالی له رحمت څخه مه نا امیده کېږئ، یقینا الله تعالی ټول ګناهونه بخښي، یقینا الله تعالی زیات بخښونکی او پوره مهربانه دی.
 
د شوال روژې
 
اې مسلمانانو!
 
د شوال د میاشي شپږ روژې نیول غوره سنت دي، له ابو ایوب الانصاري رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (چا چي د رمضان روژې ونیولې او تر هغه وروسته د شوال د میاشتي شپږ روژې ورسره ونیسي، نو دا به د ټول عمر په روژو کي حساب سي) مسلم.
 
د دې حقیقت دا دی، چي الله تعالی د خپل بنده یو عمل د لسو عملونو برابر قبلوي، نو د رمضان د میاشتي دېرش روژې به د لسو میاشتو د روژو برابري قبولي سي، او د شوال شپږ روژې به د دؤ میاشتو د روژو برابري قبولي سي، چي دا ټول به د پوره کال د روژو سره برابري سي.
 
او دا روژې که یو ځای یا جلا جلا ونیول سي، دواړه صحیح دي.
 
نو هیڅ مسلمان دي د دې شپږو روژو په نه نیولو سره پر خپل ځان بخیلي نه کوي، که چېري دا شپږ روژې ونیسي، نو الله تعالی به یې د ټول عمر په روژو کي ورته حساب کړي، او دا ډېره لویه ګټه او فائده ده، چي له انسان څخه حرص، کوښښ او هڅه غواړي.
 
اې مسلمانانو!
 
د رمضان په میاشت کي، په مکه کي د کعبې څنګ ته چي ظالمانو کوم وحشتناک عملونه وکړل، اسلامي شریعت او عقل دواړه یې نه مني، دوی نه د رمضان د میاشتي حرمت ته وکتل، نه د بیت الله حرمت ته، او نه یې د مسلمانانو د وینو حرمت ته وکتل، دا کار په حقیقت کي د اسلام د دښمنانو چل او د باغیانو ستر جرأت ؤ، چي په دې پاکه خاوره کي يې وکړ، دوی په مځکه کي فساد خپروي، خو بیا هم کعبه شریفه خپل ساتونکۍ رب لري.
 
الله تعالی هغه چا ته سخت عذاب اورولۍ دی، څوک چي د کعبې حرمت ته سپکاوی کوي، الله تعالی فرمايي: 
 
(إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاءً الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ) [الحج: ۲۵] 
ژباړه: یقینا هغه څوک چي کافران سوي دي، او د الله تعالی له لاري او هغه حرمت لرونکي مسجد څخه (خلګ) را ګرځوي، چي په هغه کي (د الله تعالی په وړاندي د مکې) اوسېدونکي، او (له نورو ښارونو څخه) راغلي مسافرین (په حقوقو او مسئولیتونو کي) سره برابر دي، او څوک چي په دې پاک ښار کي په ظلم او تېري سره د سمي لاري څخه د اوښتلو اراده لري، هغه ته به موږ دردؤنکی عذاب ور وڅکؤ.
 
الله تعالی دي د دوی چمونه شنډ کړي، د دوی پلانونه دي د دوی د بربادۍ سبب وګرځوي، او دوی دي هلاک کړي، انه قوي عزیز.
 
او خبر سئ، د الله تعالی بندګانو! چي الله تعالی تاسي ته ډېر لوی امر کړی دی، هغه دا دی، چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ووایاست.
 
اې الله! زموږ پر رسول او پیغمبر محمد علیه السلام درود او سلام ووایه،
 
 اې تر ټولو مهربانه ربه! له څلورو خلفاوو، ابو بکر، عمر، عثمان، علي، اهل بیت، اصحابو او موږ ټولو څخه په خپله مهربانۍ، احسان او بخښني سره راضي او خوښ سه.
 
اې الله! زموږ روژې او تهجد قبول کړه، اې الله! زموږ روژې، تهجد او ټول عملونه قبول کړه.
 
اې الله! پر موږ د صحت، عافیت، امن او امان په حال کي رمضان ډېر کلونه او ډېر وختونه راوله.
 
اې الله! زموږ عمرونه اوږده کړه، زموږ عملونه او زموږ خاتمې سمې کړه، یا رب العالمین.
 
     اې الله! د مسلمانانو حالت سم کړه، اې الله! په هر ځای کي د مسلمانانو حالت سم کړه، یا رب العالمین.
 
اې الله! زموږ ولي الامر ته د هغه کارونو توفیق ورکړه، کوم چي د  اسلام مسلمانانو او اسلامي هیوادونو پکښي خیر وي یا رب العالمین، اې الله! دوی ته غوره او ښه مشوره کؤنکي ورکړه، کوم چي دوی ته د خیر لارښوونه کوي، او مرسته ورسره کوي، یا رب العالمین.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور یې هم درته زیات کړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.
 
د حرم شریف نوري خطبې
 

سرته