تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ډیر خوراک کول
  تعلیم الاسلام
  June 11, 2017
  0
ليکوال: غلام عمر "عبدالله "/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د بقاء مادي عناصر بلل کيږي، له خوراک او څښاک څخه پرته انسان د ژوند یو فعالیت هم نه سي ترسره کولای. 
 
نو ځکه هر انسان په نورمال ډول په یوه شپه او ورځ کي درې وخته خوراک او څښاک د اړتیا په اندازه سره کوي، خو که چيري په خوراک کي له افراط او تفریط څخه کار واخیستل سي، نو انسان په مادي (جسمي) او معنوي ناروغیو اخته کوي، چي بالآخره انسان له دنیوي او اخروي مصیبتونو سره مخامخ کوي.
 
دا چي موږ مسلمانان یو، اسلام کامل دين دی او اسلام موږ ته د ژوند د ټولو چارو د تنظیم او ترتیب په هکله پوره لارښووني کړي دي، نو لازمه ده چي د اسلام په هغو لارښوونو ځان پوه کړو، چي د بې ځایه او ډېر خوراک زیانونه ئې پکښي بیان کړي دي.
 
 امام ابن القیم  رحمة الله علیه  فرمايي:
 
( اربعة اشیاء تمرض الجسم: الکلام الکثیر، النوم الکثیر، الاکل الکثیر الجماع الکثیر)
ژباړه : څلور شیان ( دانسان ) وجود ناروغه کوي: ډيري خبري کول، ډېر خوب کول، ډېر خوراک کول او ډېره جماع کول.
 
همداشان د طبابت علماء وايي : په انسان کي یو شمېر ناروغۍ، لکه: شکره او د ویني فشار د روغنیاتو، شحمیاتو، مالګي او خوږو شیانو دزیاتي کاروني له امله مينځته راځي.
 
 ډېر خوراک کول زړه سختوي، فهم کمزوری کوي، په نفس کي غرور پیداکوي او په غضب او شهواتو کي قوت ډېروي. 
 
مقداد بن معدیکرب  رضی الله عنه  وايي : له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه مي واورېدل : 
 
 (مَا مَلأَ آدَمِيٌّ وِعَاءً شَرًّا مِنْ بَطْنٍ، حَسَبُ ابْنِ آدَمَ أُكُلاتٍ يُقِمْنَ صُلْبَهُ، فَإِنْ كَانَ لا مَحَالَةَ، فَثُلُثًا طَعَامًا، وَثُلُثًا شَرَابًا، وَثُلُثًا لِنَفْسِهِ) ( رواه احمد والترمذي وقال حسن.)
 
ژباړه: بني آدم داسي یو لوښی هم نه ډکوي، چي دده دګېډي له ډکوالي څخه شر وي، دبني آدم د مړښت له پاره څلور لمړۍ کفایت کوي، چي ملا ئې ورباندي ټینګه وي او که خامخائې ډېروي نو بیا دي خپله خېټه درې برخي کړي یوه د خوراک له پاره، بله داوبو له پاره او بله هم دتنفس له پاره. 
 
ډېر خوراک د ډېرو بدبختیو په لور بلونکی وي، اندامونه د ګناهونو خوا ته هڅوي، او د طاعت او عبادت څخه ئې درنوي. د انسان د بدمرغه کېدو له پاره ئې همدا دوه شرطونه ( دګناهونو خواته هڅونه او له عبادت څخه پاته کېدل ) کافي دي، ډېر ګناهونه داسي دي، چي مړښت او زیات خوراک ئې راجلبوي او د ډېرو طاعتونو څخه سړی محروموي، څوک چي دخپلي خېټي له شر څخه په امن سو، په حقیقت کي د عظیم شر څخه په امن سو.
 
 شیطان ته پر انسان باندي دتسلط بهترین فرصت هغه وخت وي، چي خېټه ئې په خوراکونو ډکه سي، له دې وجهي په ځينو روایاتو کي راغلي دي: ضیقوا مجاري الشیطان بالصوم ( ذکره الغزالي فی الاحیاء.)
 
 ژباړه : دشیطان دتېرېدو لار په روژه (نیولو) سره وربنده کړئ. ځيني بزرګانو روایت کړی، چي : د بني اسرائیلو څو ځوانانو عبادت کاوه، چي کله به د روژه مات وخت سو، یو کس به پاڅېده او وبه ئې ویل : خوراک ډېر مه کوئ چي بیا به څښاک ورسره ډېرکوئ، بیا به ډېر خوب کوئ بالآخره به ډېر تاواني سی. 
 
د الله رسول  صلی الله علیه وسلم  او صحابه کرامو  رضی الله عنهم  به زیاتره وختونه په لوږه تېرول، که څه هم د خوړو د نېستۍ په وجه به ول، ځکه الله  جل جلاله  خو خپل درسول  صلی الله علیه وسلم  له پاره هغه حالت غوره کوي، چي دکمال څخه ډک او بهترین وي. په همدې خاطر به عبدالله بن عمر  رضی الله عنهما  درسول الله  صلی الله علیه وسلم  دمشابهت په خاطر وختونه په لوږه تېرول، سره ددې چي ډېر خوراکونه به ئې هم په اختیار کي وه، له ده څخه مخکي ئې د پلار (عمر بن الخطاب  رضی الله عنه ) هم همدا حال وو. 
 
بخاري او مسلم د حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت کوي، فرمايي:
(مَا شَبِعَ آلُ مُحَمَّدٍ  صلی الله علیه وسلم  مُنْذُ قَدِمَ الْمَدِينَةَ مِنْ طَعَامِ الْبُرِّ ثَلاَثَ لَيَالٍ تِبَاعًا حَتَّى قُبِضَ).(البخاري في الطعمة).
 ابراهیم بن ادهم رحمة الله علیه فرمايي : چا چي د خپلي خېټي نظام درست کړ، نو دین ئې درست کړ او څوک چي دلوږي مالک سو، هغه دنیکو اخلاقو مالک سو، دالله تعالی نافرماني او ګناهونه له وږي کس څخه ليري دي او موړ کس ته نږدې دي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰-۲۱ ګڼه
 

سرته