تازه سرليکونه
د (قرانکريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه کي د قران سره د صالحانو اړیکي (۲)
  تعلیم الاسلام راډیو
  June 4, 2017
  0

 ژباړه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه  2017-06-04

 د قرانکریم په تلاوت کي د سلفو صالحینو لوړ همت

 
امام ابن رجب رحمه الله وایې چي سلفو به په رمضان کي د قرانکریم تلاوت په لمانځه او بغیر له لمانځه څخه زیات زیات کولو.
 
اسود بن یزید رحمه الله به د رمضان په هرو دو ورځو کي د قرانکریم تلاوت کوی.
 
 او ابراهیم النخعي رحمه الله به په لسو آخرو ورځو د رمضان کي د قرانکریم ختم په دو ورځو کي کوی او بغیر له دغو لسو ورځو په هغو نورو باقي ورځو کي به یې په دریو ورځو کي ختموی.
امام قتادة رحمه الله به په هرو اوو (۷) ورځو کي د قرانکریم ختم همیشه کوی او په رمضان کي به یې په هرو دریو ورځو کي د قرانکریم ختم کوی او په هغه آخري لسو ورځو کي به یې په هر ورځ کي یو وار د قرانکریم ختم کوی.
 
او امام شافعي رحمه الله به بغیر له لمانځه څخه په رمضان کي شپیته ځله د قرانکریم ختم کوی او همدارنګه امام ابوحنیفة رحمه الله به هم شپیته ځله د قرانکریم ختم په رمضان کي کوي . (لطائف المعارف : صـ  ۲۴۶ لابن رجب حنبلي رحمه الله)
 
په رمضان کي د زیات تلاوت کولو ثواب راغلی دی نو ځکه دوی نسبت نورو میاشتو ته په رمضان کي زیات تلاوت کاوه. 
 
وإنما ورد النهي عن قراءة القرآن في أقل من ثلاث على المداومة على ذلك ، فأما في الأوقات المفضلة كشهر رمضان خصوصاً الليالي التي يطلب فيها ليلة القدر ، أو في الأماكن المفضلة كمكة لمن دخلها من غير أهلها فيستحب الإكثار فيها من تلاوة القرآن اغتناماً للزمان والمكان ، وهو قول أحمد وإسحاق وغيرهما من الأئمة ، وعليه يدل عمل غيرهم كما سبق ذكره . " لطائف المعارف " ( ص ۱۷۱ ) .
 
وروسته له دغه اثرو چي امام ابن رجب رحمه الله ذکر کړي دی بیا وایې :
 
په تحقیق سره د د دریو ورځو څخه په کمه مده کي د قرانکریم ختم کولو باندی نهي راغلې ده  خو لیکن په هغه اوقاتو کي چي هغه بهترین اوقات دي لکه رمضان  خصوصاً شپي د رمضان  هغه شپي چي په هغوی کی د لیلة القدر پلټنه کیږي یا لکه هغه بهترین مقامونه لکه مکه هغه څوک چي مکه ته داخل شي او د مکي له اهل څخه وي نو ورته مستحب ده چي د زمان او مکان  د غنیمت ګڼلو له جهته د قرانکریم تلاوت ډیر وکړي او دا قول د امام احمد او امام اسحاق وغیره نورو امامانو دي او په دي قول باندي د نورو امامانو عمل هم دلالت کوي لکه مخکي چي یې یادونه وشوه. (لطائف المعارف : صـ ۲۴۶)
 
محمد بن مسعر رحمه الله وایې چي زما پلار به تر هغه وخته نه بیدیدي چي تر څو به یې نیم قرانکریم نه وو تلاوت کړی.
 
د ابن وهب څخه روایت دی وایې ما د امام مالک صاحب خور ته وویل چي د امام مالک صاحب مشغولتیا په کور کي څه ده ؟ یعني څه کار کوي؟  هغې وویل چي قران او تلاوت .
 
عمرو بن علي رحمه الله وایې چي یحیې بن سعید القطان رحمه الله (مشهور محدث) به هره ورځ او شپه د قرانکریم ختم کوی او بیا به وروسته له مازدیګر څخه وتلو او د حدیثو تدریس به یې خلکو ته کوی.
 
امام بغوي رحمه الله وایې ما ته خبر رارسیدلی دی د نیکه د احمد بن منیع رحمه الله چي ده وویل چي ما څلویښت کاله د قرانکریم ختم په دریو  دریو ورځو کي کړی دی.  
 
مسبح بن سعید رحمه الله وایې چي محمد بن اسماعیل (امام بخاري) رحمه الله د قرانکریم ختم په رمضان کي په هره ورځ کي یو ځلي کوی او د تراویحو څخه وروسته به یې بیا په دریو شپو کي یو ځل ختم د قرانکریم کوی.
 
 
صحابه کرام او قرانکریم
 
سلیمان بن یسار رحمه الله وایې چي عثمان بن عفان رضي الله عنه به وروسته د ماخستن د لمانځه څخه پورته کیدی او قرانکریم به یې  په یو رکعت کي ټول ولوستی.
 
د امان ابن سیرین رحمه الله څخه روایت دی چي تمیم داري رضی الله عنه به ټول قران په یوه رکعت کي لوستی.
 
د حارث بن یزید رحمه الله څخه روایت دی وایې چي سلیم بن عتر رحمه الله (مشهور تابعي) به د قرانکریم ختم په هره شپه کي دري ځله کوی.
 
 قال الدار قطني كان سليم بن عتر يقص وهو قائم قال وروي عنه أنه كان يختم كل ليلة ثلاث ختمات ويأتي امرأته ويغتسل ثلاث مرات وأنها قالت بعد موته رحمك الله لقد كنت ترضي ربك وترضي أهلك (سیر اعلام النبلاء) 
 
امام حمزه بن حبیب الزیات رحمه الله وایې ما تر داسي اندازې پوري په قرانکریم کي نظر او فکر کوی چي زه په دې باندي وبیریدم چي د سترګو دید به مي ولاړ شي.
 
 یحیی الیماني رحمه الله وایې هر کله چي ابابکر بن عیاش وفات شو نو خور یې ژړل نو هغې ته وویل شول ولي ژاړي؟ تاسو دغه کونج ته وګوری په دې ځاي کي ستاسو ورور اتلس زره ځله (۱۸۰۰۰) د قرانکریم ختم کړی دی. ( ترطيب الأفواه بذكر من يظلهم الله: للدكتور سيد حسين العفانى جـ    ۲  صـ ۱۲۱-۱۲۶)
 
اسد بن الفرات رحمه الله وایې چي ابن القاسم رحمه الله به په هره ورځ او شپه کي دوه ختمه کول.
 
امام ابوحنیفة رحمه الله به قرانکریم په هره ورځ او شپه کي یو وار ختم کوی خو په رمضان کي به یې په هره ورځ او شپه کي دوه واري ختم کوی یو وار له ورځي او یو وار له شپې. 
 
ابو العباس بن عطاء رحمه الله به په هره ورځ کي یو ختم کوی او د رمضان په میاشت کي به یې په هره ورځ او شپه کي درې ځله د قرانکریم ختم کوی.
 
حافظ بن عساکر رحمه الله به په هره جمعه کي یو ځل د قرانکریم ختم کوی لیکن په رمضان کي به یې په هره ورځ کي یو ختم کوی.  
 
امام بخاري رحمه الله د رمضان په میاشت کي هر ورځ د قرانکریم یو ختم کوی او وروسته له تراویح څخه به یې په دریو شپو کي یو ځل بیا د قرانکریم ختم کوی.
 
شیخ الفاضل محمد بم علاء شمس الدین البابلي القاهري الشافعي رحمه الله ډیر عبادت ګوزاره کس وو، او همیشه به یې د قرانکریم تلاوت کوی په ټيټ او لوړ اواز سره او دده عادت دا وو چي ده به په هره ورځ او شپه کي نیمایې قرانکریم تلاوت کوی او د جمعه مبارکي په ورځ به یې ټول قران ختموی او ده به د قران کریم د تلاوت په وخت کي ډیر ډیر ژړل.
 
  او همدارنګه محمد بن محمد بن عبدالرحمن التمیمی ابوعبدالله الحلفاوي التونسي رحمه الله چي په ابن المؤذن سره هم مشهوره وو او صاحب د ولایت  ، کرامت ، او د ښه لمونځ کوونکي هم وو ، ده به په رمضان کي سل ځله د قرانکریم ختم کوی. (ترطيب الأفواه بذكر من يظلهم الله جـ۲صـ۱۳۰- ۱۳۴) 
 
او امام نووي رحمه الله یو باب قایم کړی دی په خپل کتاب القیم کي چي ( التبیان فی اداب حملة القران )  نومیږي وایې چي د هر  مسلمان لپاره په کار ده چي د تلاوت د آدابو مرعات وکړي او ډیر تلاوت وکړي او د سلف صالحینو لپاره مختلف عادات وو چي دوی به قرانکریم ختم کوی .
 
د قرانکریم د ختم مختلف وختونه
 
 له ابن ابی داود څخه روایت دی چي بعضي سلفو به په هرو دو میاشتو کي یو ځل د قرانکریم ختم کوی، بعضي به هره میاشت کي یو ځلي د قرانکریم ختم کوی ، بعضي به په هرو لسو شپو کي یو ځل د قرانکریم ختم کوی ، بعضي به هرو اتو شپو کي یو ځل ختم کوی او اکثرو سلفو به په هرو اوو شپو کي یو ځل د قرانکریم ختم کوی ، بعضي به په هرو شپږو شپو کي یوځل ختم کوی او بعضي به په پنځو کي ، بعضي به په څلورو کي ، بعضي به په دریو کي ، بعضی به په دوو کي ، بعضو به په هره شپه کي یو ځل د قرانکریم ختم کوی.
 
هغه سلف رحمة الله علیهم چي دوی به په یوه شپه او ورځ کی د قرانکریم ختم کوی ، عثمان بن عفان رضي الله عنه او تمیم الداري او سعید بن جبیر او امام مجاهد او امام شافعي وغیره نورو امام دي. 
 
او هغه کسان چي څلور ختمه به یې په یوه شپه او ورځ کي ختم کولو هغه سلیم بن عمر رضی الله عنه دی چي د حضرت معاویه رضي الله عنه په وخت  کي د مصر قاضي وو ، د ابوبکر بن ابي داود څخه روایت دی چي ده به په یوه شپه کي څلور واري د قرانکریم ختم کوی.
 
شیخ صالح ابو عبدالرحمن السلمی رحمه الله چي وایي ما اوریدلي دي له عثمان المغربي څخه چي ویل به یې ابن کاتب رضي الله عنه به د قرانکریم ختم  د ورځي له خوا څلور ځله او د شپي له خوا هم څلور ځله کوي چي ټول اته ځله راځي او دا داسي یو خبر دی چي موږ ته رارسیدلی دی چي تر دې زیات تلاوت هیچا هم نه دی کړی.
 
او ابوداود په  صحیح سند سره روایت کړی دی چي امام مجاهد به د قرانکریم ختم د ماښام او ما خوستن تر مابین کوی.
 
او د منصور څخه روایت دی چي علي الازدی به د ماښام او ماخوستن تر مابین د رمضان په میاشت کي هره شپه یو ختم کوی.
 
په یوه رکعت کي د قرانکریم ختم
 
وروسته له دې څخه امام نووي رحمه الله وایې:
 
هغه کسان چي  په یوه رکعت کي یې قرانکریم ختم کړی دی نو د هغوی شمار معلوم نه دی ځکه داسي کسان خورا زیات دي خو د مخکنیو سلفو څخه عثمان بن عفان ،  تمیم الداري ، سعید بن جبیر رضي الله عنهم دي چي په یو رکعت کي یې ټول قرانکریم په کعبه شریفه کي ختم کړي دی.  
 
او هغه کسان چي په یوه هفته کي یې قرانکریم ختم کړی دی هغه هم زیات کسان دی چي عثمان بن عفان ،عبدالله بن مسعود، زید بن ثابت ، ابی بن کعب یو جماعت له تابعینو څخه لکه عبدالرحمن بن یزید ، علقمة او ابراهیم رضی الله عنهم.
 
او بیا وروسته له دې آثارو له نقل کولو  څخه امام نووي رحمه الله وایي:
 
چي د قرانکریم ختم خو سلفو په مختلفو طریقو سره کړی دی نو چا ته چي هره طریقه په دقیق نظر او فکر سره ښه معلومه شوه هغه د اختیار کړې او همدارنګه هغه څوک چي د دین علم او نورو مهماتو په نشرولو باندي مشغوله وي او په هغه کي د عامو مسلمانانو فایده وي نو دومره تلاوت دي وکړي چي دده لپاره کافي وي او د ده په علم نشرولو کي یا نورو مهماتو د دین کي خلل نه واقع کیږي. (التبيان فى آداب حملة القرآن : ۵۹-۶۳ طبعة دار ابن حزم)
 
کعب رضي الله عنه وایې چي د قیامت په ورځ به يو اواز کوونکی آواز وکړي چي هر کښت کوونکي ته د خپل کښت مطابق اجر او ثواب ورکول کیږي ، خو لیکن اهل القران او روژاتیانو ته به بغیر له حساب او کتاب څخه اجر ورکول کیږي، او د دوی لپاره به د الله جل جلاله په حضور کي شفاعت هم کوي .
 
لکه څنګه چي په مسند کي د عبدالله بن عمرو څخه روایت دی چي نبي کریم صلي الله علیه وسلم وفرمایل ، چي روژه او قران به په ورځ د قیامت د الله په حضور کي د بنده لپاره شفاعت کوي روژه به وایې اي الله تا دی منعه کړي وو د ورځي له  خوا د خوراک او چښاک څخه . او قران به وایې اي الله تا دی منع کړي وو ، د ورځي له خوب څخه نو زموږ حق یې په ځاي کړی دی زموږ شفاعت اوس د ده په هکله قبول کړه . (أخرجه الحاكم فى المستدرك – كتاب فضائل القرآن – أخبار فى فضائل القرآن جملة حديث رقم (۱۹۷۹) ، وأخرجه أحمد فى المسند حديث رقم (۶۴۵۴)صحيح الجامع حديث رقم (۳۸۸۲) ، الترغيب والترهيب حديث رقم (۱۴۲۹)
 
 
د چا روژه به شفاعت کوي؟
 
امام ابن رجب رحمه الله وایې:
 
روژه د هغه چا لپاره شفاعت کوي چي د خوراک چښاک او شهواتو او همد ارنګه د ټولو حرامو کارونو  څخه ځان ساتي برابره خبره ده که دا حرام کار تر روژه  پوري تعلق لري لکه خوراک چښاک وغیره او که تر روژه پوري تعلق نه لري  لکه شهوات او فضول کلام ، او محرمو ښځو ته کتل موسیقي اوریدل وغیره نور ناروا کارونه نو کله چي یو کس د دې ټولو کارونو څخه ځان په روژه کي وساتي نو روژه بیا د داسي کس لپاره په ورځ د قیامت  شفاعت کوي.
 
او د الله جل جلاله په حضور کي به عذر پیش کوي چي اجازه ورکړي تر څو د داسي کسانو په هکله شفاعت وکړي ، دا شفاعت د هغه چا لپاره کوي چي د ټولو محرماتو څخه ځان یې ساتلی وي ، لیکن هغه کس چي په روژه کي هم د محرماتو څخه ځان نه ساتي نو روژه هم د هغوی لپاره شفاعت نه کوي  او د شفاعت غوښتلو پر ځاي ورته ښرا کوي چي الله تعالي دي تا هم داسي ضیع کړي لکه چي څنګه دي زه ضیع کړم.(لطائف المعارف : ص۲۴۶) 
 
نو اي وروڼو ! د رمضان هغه میاشت ده چي الله جل جلاله په کي قرانکریم نازل کړی دی داسي قران که چیرته په غره باندي نازل شوی وي نو غر به د الله د ویري ټوټي ټوټي شي خو د انسانانو زړونه اوس هم د الله د ویري څخه نه ویریږي.
 
الله تعالي دي زموږ په زړونو د رحمت اوبه توی کړي او الله جل جلاله  دا میاشت د عبادت لپاره تیاره کړی ده نو اي وروڼو زموږ  لپاره دا میاشت یو غنیمت ده او باید غینمت یې وبولو او د قرانکریم تلاوت په کي وکړو تر څو مو په دنیا او آخرت کي کامیابي په برخه شي، الله جل جلاله دي په دې خبرو د عمل کولو توفیق راکړی ، الله جل جلاله دي زموږ او زموږ له اعمالو څخه راضي شي، الله جل جلاله دي یې راڅخه قبول کړي .اللهم آمین . (لطائف المعارف : ۲۴۸-۲۴۹)
 
لومړۍ برخه: سلف الصالحین او قرانکریم
 
 

سرته