تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جنت څنګه ترلاسه کولای سو؟
 
  June 1, 2017
  0
ترتیبونکې: محمدالدین ارغند / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
په رښتیا چي جنت د حقيقي او ستري بریا ځای دی، یو داسي بریا چې پکښې همېشنۍ او د خوشحالیو ډک ژوند نغښتي دی. دارنګه ژوند چې نه ختمېدونکي دی او نه زړېدونکي. نو راشئ چې د الهي کلام څخه یې واورو چې جنت څه ډول ترلاسه کېدای سي؟

① جنت په ایمان راوړلو او صالحو عملونو ترلاسه کېدای سي. 
وَالَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ أُولٰٓئِكَ أَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خٰلِدُونَ.[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۸۲]
ژباړه: 
او كوم خلك چي ايمان راوړي او نېك عملونه وکړي، هغوى جنتيان دي او په جنت کښي به تل اوسیږي.

② جنت په سختیو او د کړاونو په ګاللو سره ترلاسه کېدای سي. 
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُم ۖ مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَآءُ وَالضَّرَّآءُ وَزُلْزِلُوا حَتّٰى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ ءَامَنُوا مَعَهُۥ مَتٰى نَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَآ إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۲۱۴]
ژباړه: 
ايا تاسي دا انګېرئ چي همداسي به جنت ته ننووځئ، په داسي حال کښي چي لا تر اوسه پر تاسي هغه هر څه ندي تېر شوي، چي ستاسي څخه پر مخكنېو مؤمنانو راغلي دي؟ پر هغو ستونزي راغلې، کړاوونه ورته ورسېدل، ولړزول شول، آن تر دې چي د وخت پېغمبر او د هغه مؤمنانو ملګرو فريادونه وکړل چي د الله مرسته به كله راشي؟  په هغه وخت کښي هغو ته ډاډېنه ورکړه شوه چي هو د الله مرسته نژدې ده.

③ جنت د الله تعالى څخه د وېرېدونکيو انسانانو ځای دی.
وَسَارِعُوٓا إِلٰى مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمٰوٰتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ. [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 133]
ژباړه: 
پر هغه لاره په منډه منډه وځغلئ چي ستاسي د پروردګار د بښني او د هغه جنت خوا ته تللې ده، چي هغه (جنت) لكه د اسمانونو او ځمکي په شان پراخ دى، او هغه د هغو خداېه وېرېدونكيو خلكو لپاره تيار کړای شويدى؛

④ جنت د جهاد کونکو (مجاهدينو) او  صبرکونکو (صابرینو) ځای دی .
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جٰهَدُوا مِنكُمْ وَيَعْلَمَ الصّٰبِرِينَ. [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : ۱۴۲]
ژباړه: 
ايا تاسي دا ګڼلې ده چي همداسي به جنت ته لاړ شئ؟  په داسي حال کښي چي لا تر اوسه پوري الله دا نه ده معلومه کړي (دا ازمېښت یې نه دى کړی) چي په تاسي کښي څوك هغه خلك دي، چي د هغه په لار کښي جهاد كوونكي او صبر كوونكي دي؛

⑤ جنت د الله تعالى او د هغه د رسول په اطاعت ترلاسه کولای شو.
تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۚ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهٰرُ خٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ [سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۱۳]
ژباړه: 
دا د الله ټاكل شوي پولي دي، څوك چي د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت وکړي، نو الله به هغه داسي باغونو (جنتونو) ته ننباسي چي تر هغوی لاندي به ویالې بهيږي او هغوى به په کښي د تل لپاره استوګن وي او همدا ستر برياليتوب دى؛

⑥ جنت په لمونځ قایمولو، زکات ورکولو او ټولو پیغمبرانو په منلو او د هغو په ملاتړ کولو سره ترلاسه کېدای سي. 
وَقَالَ اللَّهُ إِنِّى مَعَكُمْ ۖ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلٰوةَ وَءَاتَيْتُمُ الزَّكٰوةَ وَءَامَنتُم بِرُسُلِى وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَلَأُدْخِلَنَّكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهٰرُ ۚ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذٰلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِيلِ. [سُوۡرَةُ المَائدة : ۱۲]
ژباړه: 
هغو ته الله ويلي ول: "زه ستاسي سره يم، كه تاسي لمونځ وکړ، زكات مو ورکړ، زما پېغمبران مو ومنل، د هغو ملاتړ مو وکړ او خپل خداى ته مو ښه پور (قرض حسنه) ورکړ؛ نو باور ولرئ چي زه به ستاسي ګناهوي درڅخه ايسته کړم او تاسي به داسي باغونو(جنتونو) ته ننباسم چي تر هغو لاندي به ویالې بهيږي، خو له دې وروسته چي ستاسي څخه څوک د كفر چلن غوره کړي؛ نو په حقيقت کښي هغه  (د عدل او اعتدال) سمه لاره وركه کړه."

⑦ جنت په رېښتنولۍ ترلاسه کېدای سي.
قَالَ اللَّهُ هٰذَا يَوْمُ يَنفَعُ الصّٰدِقِينَ صِدْقُهُمْ ۚ لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهٰرُ خٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ۚ رَّضِىَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ. [سُوۡرَةُ المَائدة : ۱۱۹]
ژباړه: 
هلته به الله وفرمائي: "دا هغه ورځ ده چي په هغې کښي رښتينو ته د هغو رښتينولي ګټه رسوي، د هغو لپاره داسي باغونه (جنتونه) دي چي لاندي يې ویالې بهيږي، هلته به هغوى د تل لپاره اوسیږي، الله له هغو څخه راضي شو او هغوى له الله څخه خوښ شول، همدا ستر برياليتوب دى."

⑧ جنت د الله تعالى په لار کې د نفسونو او مالونو په لګولو ترلاسه کېدای سي. 
إِنَّ اللَّهَ اشْتَرٰى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوٰلَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِى التَّوْرٰىةِ وَالْإِنجِيلِ وَالْقُرْءَانِ ۚ وَمَنْ أَوْفٰى بِعَهْدِهِۦ مِنَ اللَّهِ ۚ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِى بَايَعْتُم بِهِۦ ۚ وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ. [سُوۡرَةُ التّوبَة : ۱۱۱]
ژباړه: 
حقيقت دا دى چي الله له مؤمنانو څخه د هغوى نفسونه او د هغوى مالونه د جنت په بدله کښي اخیستي دي. هغوى د الله په لار کښي جنګيږي، نو وژني او وژل کیږي. له هغو سره په تورات، انجيل او قرآن کښي (د جنت وعده) د الله پر ذمه باندي يوه كلكه پخه وعده ده. او څوك دى چي له الله څخه زيات د خپلي ژمني پوره كوونكى وي. نو خوښ اوسئ په خپلي دغي سودا چي د خداى سره مو کړېده، همدا تر ټولو ستر برياليتوب دى.

⑨ جنت توبه ایستونکي کسان ترلاسه کوای سي. 
إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صٰلِحًا فَأُولٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْـًٔا[سُوۡرَةُ مَریَم : ۶۰]
ژباړه: 
البته څوك چي توبه وباسي، ايمان راوړي او ښه عمل غوره کړي، هغوى به جنت ته ننوځي او د هغو حق به تلف نشي؛

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته