تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: د روژې قدر وکړئ
  تعلیم الاسلام
  May 31, 2018
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

د رمضان د میاشتي ښه استقبال او ښه راغلاست

د. علي بن عبد الرحمن الحذیفي/ ژباړه: جمشید حقیار ۳۰ ۸ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
 
الحمدُ لله، الحمدُ لله العزيز الغفار، يخلقُ ما يشاءُ ويختار،  يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ  [النور: ۴۴]، أحمدُ ربي وأشكرُه، وأتوبُ إليه وأستغفرُه، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له الواحدُ القهَّار، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه المُجتبَى المُختار، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آله وصحبِه الأبرار أما بعد:
 
له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او اطاعت یې وکړئ؛ ځکه د الله تعالی په اطاعت کي هیڅ چا زیان نه دی لیدلی، او نه د الله تعالی په نافرمانۍ کي چا ګټه او خوشحالي موندلې ده.
 
د الله بندګانو!
 
د نېکو عملونو په کولو کي د الله تعالی پر ژمنه او وعده باور او یقین وکړئ او د خپل انجام او آخرت د سمولو لپاره هڅه او کوښښ وکړئ؛ رب مو هم شکور، با خبره، غني او مهربانه دی، هغه ستاسي اطاعت او نېکیو ته هیڅ اړتیا نه لري، مګر تاسي ته دا در ښيي، چي په نېکو کارونو سره هغه ته ځانونه نژدې کړئ، همدارنګه هغه ته ستاسي نافرمانۍ او ګناهونه هیڅ زیان او تاوان نه سي رسولای، مګر بیا هم ستاسي د ګټي لپاره تاسي له ګناهونو او نافرمانیو څخه منع کوي، الله تعالی فرمايي:
 
 (مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ) [فصلت: ۴۶] 
ژباړه: څوک چي نېک عمل کوي، نو د ځان لپاره یې کوي، او چا چي ناوړه عمل وکړ، نو له خپل ځان سره یې (بد وکړل)، او ستا رب پر خپلو بندګانو هیڅ ظلم او تېری نه کوي.
 
او الله تعالی فرمايي:
 
(وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ) [آل عمران: ۱۴۴]
 ژباړه: څوک چي د شا پر لوري ولاړ سي (او د الله توحید او اسلام ونه مني)، نو الله تعالی ته به هیڅ زیان او تاوان ونه رسوي، او الله تعالی به هرو مرو شکر ګذاره بندګانو ته خپله بدله او عوض ورکړي.
 
اې خلګو! همېشه د الله تعالی له عذابونو څخه په وېره او خوف کي اوسئ؛ ځکه د الله تعالی عذاب چي پر چا راغلی دی، خراب کړی یې دی، او پر کوم نافرمانه، مخ اړوونکي او غافل انسان چي د الله تعالی قهر او غضب سوی، هغه یې له بد بختۍ او لوی عذاب سره مخامخ کړی دی، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَمَنْ يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِي فَقَدْ هَوَى) [طه: ۸۱] 
ژباړه: او پر چا چي ما غضب او قهر وکړ، هغه زیانمن او هلاک سو.
 
د هغه چا حالت د حیرانتیا وړ دی، چي د دنیا لپاره کار کوي، خو آخرت یې هېر کړی دی؛ ځکه دنیا خو هغه چا ته هم په لاس ورځي، چي عمل او کار ورته کوي، او هغه څوک چي د دنیا له لاسته راوړلو ناتوانه وي، هغه ته هم په لاس ورځي، مګر آخرت او د آخرت نعمتونه یوازي د عمل او کار له لاري تر لاسه کېدای سي، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ) [الزخرف: ۷۲] 
ژباړه: دا هغه جنت دی، چي تاسي ته ستاسي د نېکو عملونو د کولو په عوض او بدله کي درکول سوی دی.
 
اې مسلمانانو!
پر تاسي یو ډېر لوی موسم او عزتمنده میاشت راغله، چي په دې میاشت کي هر لوري ته برکتونه او ښېګڼي خپرېږي، او په دې کي ګناهونه بخښل کېږي، دا د رمضان فضیلت لرونکې میاشت ده.
 
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( د ټولو میاشتو سرداره او لویه د رمضان میاشت ده، او ذو الحجه تر ټولو زیاته حرمت لرونکې میاشت ده) دا حدیث بزار روایت کړی دی.
 
الله تعالی فرمايي:
(شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ) [البقرة: ۱۸۵]
 ژباړه: د رمضان میاشت هغه میاشت ده، چي قرآنکریم پکښي نازل سوی دی، چي د ټولو خلګو لپاره هدایت دی، په دې کتاب کي د هدایت او (د حق او باطل) تر مینځ فرق کوونکي روښانه نښي پرتې دي.
 
رمضان د برکت میاشت ده، الله تعالی په دې میاشت کي ډېر عبادتونه یو ځای کړي دي، لکه: روژه، لمونځونه، خیراتونه، زکات – څوک چي یې په دې میاشت کي ورکوي- ، کوچنی حج یعني عمره، د قرآنکریم تلاوت، ډول ډول ذکرونه، نېکیو ته بلنه او له بدیو منع، او نور زیات شمېر عبادتونه چي د الله تعالی بندګان یې په دې میاشت کي کوي.
 
د رمضان په میاشت کي د خیر اسباب ډېر او څرګند وي، او د شر او بدۍ اسباب لږ او کم دي، په دې میاشت کي شیطانان نه سي کولای، چي مسلمان له لاري واړوي او له اطاعت او نېکۍ څخه یې منع کړي.
 
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (کله چي د رمضان میاشت شروع سي، د جنت دروازې پرانیستل سي، د دوږخ دروازې وتړل سي، او شیطانان په ځنځیرونو وتړل سي) متفق علیه.
 
په جنت کي د ثوابو او نعمتونو اندازه او ډولونه په دنیا کي د عبادتونو په اندازه باندي دي، یعني د هر اطاعت او عبادت لپاره په جنت کي خاص او ځانګړی ثواب او نعمت موجود دی، الله تعالی فرمايي:
 
 (كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ) [الحاقة: ۲۴] 
ژباړه: (دلته په جنت کي نو د دنیا) په تېرو ورځو کي ستاسي د مخکي لېږل سوي عملونو په عوض او بدله کي بېله کمي او سختي خوراک او څښاک کوئ.
 
له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (په جنت کي د یوې دروازې نوم ریان دی، دې دروازې ته به روژه نیوونکي را غوښتل کېږي، کله چي یو روژه نیوونکۍ دې دروازې ته ننوزي، هیڅکله به تنده ونه ویني) متفق علیه.
 
د جنتیانو تر ټولو لوی عزت دا دی، چي دوی به د الله تعالی کریم او ښکلي مخ ته وګوري، او دا د مسلمان د هغه عبادت بدله او ثواب دی، چي ده په دنیا کي داسي کړی وي، لکه دی چي الله تعالی ویني، الله تعالی فرمايي: 
 
(لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ) [يونس: ۲۶]
 ژباړه: هغه چا چي (په دنیا کي یې) ښېګڼه، احسان (او ښه عملونه) کړي وي، د هغوی لپاره (په آخرت کي) ښکلې او ښایسته (بدله یعني جنت) او زیاتوالۍ (یعني د الله تعالی لیدل) دي.
 
د سلمان رضي الله عنه په حدیث کي راغلي دي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم زیادت او ډېروالۍ د الله تعالی د ښکلي مخ په لیدلو تفسیر کړی دی، او همېشه بدله او عوض د عمل له جنسه څخه وي.
 
همدارنګه د عذاب ډولونه هم د ګناهونو له ډولونو سره ورته او مشابه وي، په همدې وجه د سود، حرام خوړولو او د نشيي شیانو د څښاک سزا د زقوم او ګرمو اوبو څښاک دی، او د تکبر او د شریعت له اوامرو څخه د سرغړوني سزا او عذاب به پر سر باندي د ګرمو اوبو تویول وي، الله تعالی فرمايي:
 
 (إِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّومِ (۴۳) طَعَامُ الْأَثِيمِ (۴۴) كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ (۴۵) كَغَلْيِ الْحَمِيمِ (۴۶) خُذُوهُ فَاعْتِلُوهُ إِلَى سَوَاءِ الْجَحِيمِ (۴۷) ثُمَّ صُبُّوا فَوْقَ رَأْسِهِ مِنْ عَذَابِ الْحَمِيمِ (۴۸) ذُقْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ) [الدخان: ۴۳- ۴۹]
 
 ژباړه: په باوري ډول د زقوم درخته د ګناهګار انسان (لکه ابو جهل او نورو) خوراک دی، دا د بدبویه، بدخونده او ګرمو زړو په شان زقوم به د دوی په نسونو کي د ګرمو اوبو په ډول اېشي، (بیا به الله تعالی ووايي: دا ګناهګار انسان) ټینګ کړئ، او په سخت کشولو سره یې د جهنم مینځ ته واچوئ، بیا یې سربېره ګرمي او اېشول سوي اوبه توی کړئ، (بیا به ده ته وویل سي: د دې عذاب) خوند وڅکه!، تا خو (په دنیا کي) خپل ځان قوي او عزتمند ګڼئ.
 
نو معلومه سوه، چي په دنیا او آخرت کي جزا او بدله د عمل له جنسه څخه وي.
 
اې مسلمانانو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري خپلو اصحابو ته د رمضان د میاشتي په زېري ورکولو سره تاسي هم زېرۍ واخلئ، هغه به د شعبان په پای کي هغوی ته د رمضان د میاشتي زېرۍ ورکوی، تر څو تیاری او آمادګي ورته ونیسي.
 
نو تاسي هم دا میاشت په هر ډول نېکۍ او خیر سره استقبال کړئ، آمادګي ورته ونیسئ، الله ته په اخلاص، له هغه څخه په اجر غوښتلو او زیاتي خوشحالۍ سره د دې میاشتي استقبال وکړئ، دا چي الله تعالی تر دې میاشتي ورسولاست، الله تعالی فرمايي:
 
 (قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ) [يونس: ۵۸] 
ژباړه: ورته ووایه! چي دوی باید د الله تعالی په فضل او رحمت باندي خوشحاله سي، دا تر هغه (دنیا او پیسو) غوره دي، کوم چي دوی یې راټولوي.
 
تاسي له هري ګناه څخه په توبه ایستلو سره د دې میاشتي استقبال وکړئ، تر څو الله تعالی ستاسي مخکني ګناهونه وبخښي.
 
همدارنګه د دې میاشتي استقبال په دې سره وکړئ، چي د ظلم پېښي خپلو مسئولینو ته یوسئ، او حقدارو ته خپل حقوق ورکړئ؛ تر څو الله تعالی ستاسي نېکۍ درته وساتي، او ګناهونه در څخه لیري کړي.
 
او دا یاد ساته، چي داسي ورځ حتما درباندي راروانه ده، چي بیا به د رمضان میاشت نه سي پیدا کولای، نو سره له اوس څخه مرګ او تر مرګ وروسته حالتونو ته تیاري وکړه.
 
(اې روژه نیونکې!) خپله روژه دي له بې ځایه خبرو، کارونو، ناوړه عملونو، غیبت، چغلۍ، باطلي خبري، حرامو ته له کتلو او نورو ګناهونو څخه وساته، او خپل زړه له بدو ارادو او وسوسو څخه وساته؛ ځکه همدا بدي ارادې او وسوسې د انسان داخل ته د شیطان د ننوتلو لاري دي.
 
له ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (کله کله روژه نیوونکۍ داسي وي، چي له خپلي روژې څخه یوازي لوږه او تنده په لاس ورځي، او ځیني تهجد کوونکي داسي دي، چي له خپلو تهجدو څخه د ده برخه یوازي بد خوابي وي) دا حدیث طبراني په (الکبیر) کي روایت کړی دی، او منذري وايي: په اسناد کي یې څه کمزوري نسته.
 
او له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (څوک چي (په روژه کي) ناوړه خبره او پر هغې عمل پرېنږدي، نو الله تعالی د ده د خوراک او څښاک پرېښودلو ته هیڅ اړتیا نه لري) دا حدیث بخاري، ابو داود او ترمذي روایت کړی دی.
 
او له ابو عبیده رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (روژه تر هغه وخته ډال (ساتنه) ده، تر څو پوري چي (روژه نیونکي) خپل ډال مات کړی نه وي)، دا حدیث نسائي او طبراني په اوسط کي روایت کړي دي، او طبراني دا الفاظ هم زیات کړي دي: یو چا وویل: په څه شي یې ماتوي؟ هغه وفرمایل: (په درواغو یا غیبت سره).
 
دلته درواغ ویل او غیبت کول د مثال په ډول ذکر سوي دي.
 
مسلمان باید د رمضان په میاشت کي په ډېرو عبادتونو او طاعتونو سره د خپلي روژې ثواب زیات کړي، لکه: د قرآنکریم تلاوت؛ ځکه رمضان د قرآنکریم میاشت ده، او په همدې میاشت کي نازل سوی دی، همدارنګه ډېر ذکر وکړي، استغفار ووايي، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر درود ووايي او د الله تعالی د رضا لپاره اړمنو او احتیاج منو ته صدقې او خیراتونه ورکړي ؛ 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (ما له ضعیفانو او مسکینانو سره ولټوئ).
دا ډول خلګو ته باید د الله تعالی د رضاء په خاطر ډالۍ ورکړي، باید په دې میاشت کي د احسان او نېکۍ ډول ډول کارونه وکړي، لکه: د علم زده کړه، د نېکۍ او خیر لاري ته بلنه او هڅونه، او د بدۍ او شر له لاري څخه منع او وېرونه؛ ځکه د روژې تر څنګ ډېر عبادتونه او طاعتونه کول د روژې ثواب نور هم زیاتوي.
 
څوک چي روژاتي ته روژه مات اماده کړي، د روژاتي د ثواب له لږوالي ماسوا به ده ته هم هغومره ثواب ورکول سي.
 
اې مسلمانه! پام چي په تراویحو او تهجدو کي سستي ونه کړې، په خاص ډول په لسو آخرو ورځو کي د قدر په شپه کي.
 
د رمضان د میاشتي روژې ګناهونه رژوي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (څوک چي د ایمان په حالت کي د ثواب د تر لاسه کولو په نیت د رمضان د میاشتي روژې ونیسي، مخکني ټول ګناهونه به یې وبخښل سي) دا حدیث بخاري روایت کړی دی.
 
همدارنګه له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (چا چي د رمضان په میاشت کي د ایمان په حالت کي د ثواب او اجر د ګټلو په نیت روژه ونیول، مخکني ټول ګناهونه به یې وبخښل سي) متفق علیه.
 
او له عباده بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د قدر د شپې په اړه وفرمایل: (دا شپه پا آخرو لسو ورځو کي پیدا کړئ، څوک چي د قدر شپه د ایمان په حالت کي او د ثواب ګټلو په نیت په عبادت کي روڼه کړي، او دا شپه ومومي، مخکني او وروستني ګناهونه به یې وبخښل سي) دا حدیث احمد او طبراني په الکبیر کي روایت کړی دی.
 
اې مسلمانه! په دې میاشت کي خپل لمونځونه په جماعت سره کوه، د جماعت په لمانځه سره الله تعالی د خپل بنده ساتنه کوي، د چارو سرپرستي یې کوي او ټول حالتونه یې ورته سموي، هغه څوک چي د لمونځ ترک او پرېږدي، دنیا او آخرت یې خرابېږي، په دنیا کي به د چهارپایانو او حیوانانو په ډول ژوند کوي او د قیامت په ورځ به ورته وویل سي:
 
 اور ته له نورو مجرمانو سره ننوځه!
 
په حدیث شریف کي راغلي دي: (څوک چي د ماخستن لمونځ په جماعت سره وکړي، داسي ده، لکه نیمه شپه چي تهجد وکړي، او څوک چي د سهار لمونځ هم په جماعت سره وکړي، لکه ټوله شپه چي تهجد وکړي) دا حدیث مسلم له عثمان رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
 
کله چي یو څوک په روژه کي لمونځ په پوره ډول یا کله کله پرېږدي، نو دا انسان نور هم زیانمن کېږي او له خیره محرومېږي، همدارنګه د عمر او وخت بربادي دا ده: چي یو څوک خپل وختونه په لهو او بازیو کي تېروي، فاسدي انټرنټي پاڼي ګوري او داسي سریالونه تعقیبوي، کوم چي اخلاقو ته تاوان رسوي او خرابوي یې، خو دا ټول ګناهونه چي کله د رمضان په میاشت کي تر سره کېږي او خلګ یې د نېکو او خیرونو خپرېدو سربېره نه پرېږدي، نو خسران او تاوان یې نور هم زیاتېږي.
 
الله تعالی فرمايي: (وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (۱۳۳) الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) [آل عمران: ۱۳۳، ۱۳۴] 
ژباړه: او د خپل رب عز وجل بخښني او هغه جنت ته په (ورتللو کي) یو تر بل تلوار او بېړه وکړئ، کوم چي لویوالۍ یې د مځکي او آسمانونو سره برابر دی، دا جنت یوازي د تقوا لرونکو لپاره آماده سوی دی، هغه څوک چي په پراخۍ، خوشحالۍ او فقر کي انفاق او خیرات کوي، خپله غوصه او قهر ورکوي او له مینځه یې وړي، او خلګو ته بخښنه کوي، او الله تعالی نېکي کوونکي خوښوي.
 
     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي لاري او پخې خبري څخه دي ما او تاسو ګتمن کړي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
دوهمه خطبه
 
الحمد لله الهادِي إلى صراطٍ مُستقيم، ذي الفضل العظيم، يمُنُّ على من يشاءُ بفضلِه، ويمنعُ من يشاءُ بعدلِه وهو العزيزُ الحكيم، أحمدُ ربي وأشكرُه، وأتوبُ إليه وأستغفِرُه، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحدَه لا شريكَ له القدير العليم، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه ذي الشريعة الغرَّاء والهديِ القَويم، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آله وصحبِه المُتَّصِفين بكل خُلُقٍ كريم أما بعد:
 
     اې خلګو! له الله سبحانه وتعالی څخه په ریښتنې ډول وبېرېږئ، او د اسلام په ټینګه رسۍ (مزی) منګولي کلکي کړئ!
 
د الله بندګانو!
 
له خپلي هري ګناه څخه توبه وباسئ، توبه ایستونکي کامیاب دي، او پر ګناه همېشه توب کوونکي ناکام دي، الله تعالی فرمايي: (وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) [النور: ۳۱] 
ژباړه: اې مومنانو! تاسي ټول الله تعالی ته توبه وباسئ، د دې لپاره چي کامیاب او بریالي سی.
 
دا میاشت د توبې لپاره ښه فرصت دی.
 
هغه زیانمن ګناهونه چي انسان باید له هغو څخه توبه وباسي، د نشه یي توکو څکول دي، اې مسلمانه! خپله خوله د نشه یي توکو له څکولو څخه پاکه کړه، خپله خوله له دې ناپاکیو څخه پاکه کړه، تر څو د الله تعالی ذکر او د قرآنکریم تلاوت په پاکه خوله وکړې، د نېکو ملګرو د ناستي او د لیکونکو ملائکو لپاره خپله خوله له بد بويۍ څخه وساته، د نشه يي توکو څکول انسان ته شیطانان نژدې کوي، وینه خرابوي، انسان په سختو ناروغیو اخته کوي او عمر کموي؛ ځکه نو د شریعت ټول قواعد د دې شیانو څکول حراموي.
 
اې مسلمانه! پوه سه، چي باید له شپې څخه د روژې نیولو نیت وسي؛ له حفصې رضي الله عنها څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (څوک چي تر فجر او صبح صادق مخکي د روژې نیولو نیت ونه کړي، روژه یې صحت نه لري) دا حدیث ابو داود، ترمذي، نسائي او ابن ماجه روایت کړی دی.
 
په حدیث کي راغلي دي: (څوک چي له عذر پرته د رمضان د میاشتي یوه روژه وخوري، که ټوله عمر هم روژه ونیسي قضاء به یې را نه وړي).
 
د الله بندګانو!
 
     (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب: ۵۶] 
ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.
 
     او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: "څوک چي پر ما یو درود و لېږي، الله تعالی د دې یوه درود په عوض کي پر هغه لس دروده لېږي" .
 
     نو تاسي هم ټوله د لومړنیو او وروستنیو په سید، سردار او د رسولانو پر امام درود ووایاست.
 
     ((اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کما صلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم، انک حمید مجید، اللهم بارک علی محمد و علی آل محمد کما بارکت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم انک حمید مجید، وسلم تسلیما کثیرا)).
 
     اې الله! له ټولو اصحابو راضي سه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه د هدایت څراغان چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې ارحم الراحمینه! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، تابعینو، څوک چي تر قیامته په ښه ډول د دوی تابعداري کوي، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه!
 
اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، 
اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه ، 
اې الله! کفر او کافران، مشرکان او بدعت کونکي کمزوري او ذلیل کړه، یا رب العالمین!
اې الله! اې د لویوالي او مهربانۍ ربه! خپل د دین، کتاب او خپل د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو مرسته وکړه! یا قوي یا عزیز.
اې الله! په خپلي مهربانۍ سره د هر مؤمن او مسلمان نارینه او ښځي د کارونو سرپرستي وکړه، یا ارحم الراحمین.
اې الله! په هر وخت او ځای کي د مسلمانانو حالتونه سم کړه، یا رب العالمین.
اې الله! موږ او ټولو مسلمانانو ته په دین کي پوهه ورکړه،
اې الله! موږ او ټولو مسلمانانو ته په دین کي پوهه ورکړه، یا رب العالمین.
اې الله! د مسلمانانو د پوروړو پورونه اداء کړه، اې الله! د مسلمانانو د پوروړو پورونه اداء کړه، یا رب العالمین.
اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو ناروغانو ته شفا ورکړه، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو ناروغانو ته شفا ورکړه،
اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو ناروغانو ته شفا ورکړه، یا ارحم الراحمین،
اې الله! د مسلمانانو بندیان آزاد کړه، یا ذا الجلال والاکرام، برحمتک یا ارحم الراحمین.
اې الله! زموږ او ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه،
اې الله! زموږ او ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه، اې الله! د دوی قبرونه له نوره ډک کړه،
اې الله! د دوی قبرونه پراخه کړه، د دوی نېکۍ ډېري کړه، د دوی ګناهونه وبخښه،
اې الله! زموږ مور او پلار ته بخښنه وکړه، یا رب العالمین، یقینا ته پر هر څه قدرت لرې. 
اې الله! اې د مخلوقاتو ربه! موږ او زموږ اولادونه د ابلیس، د هغه له اولادې، دوستانو، شیطانانو  او لښکرو څخه وساته، یا رب العالمین!
اې الله! ټول مسلمانان او د هغوی اولادونه د ابلیس او د هغه له اولادې څخه وساته، یا رب العالمین، یقینا ته پر هر څه قدرت لرې!
اې الله! موږ ته زموږ مخکني وروستني، پټ، ښکاره او هغه ټول ګناهونه وبخښه چي ته په خبر یې، یقینا ته مخکي کونکی او وروسته کوونکی یې، او ستا پرته بل پر حق معبود نه سته.
 
اې الله! په خپل رحمت سره پر موږ باران وکړه، یا ارحم الراحمین،
اې الله! په خپل رحمت سره پر موږ ګټور او آرام باران وکړه، یا ارحم الراحمین،
اې الله! د رحمت باران غواړو، د عذاب، نړونکي، او غرق کونکي باران څخه مو وساته، یا ارحم الراحمین.
اې الله! زموږ او ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه،
اې الله! زموږ او ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه،
اې الله! زموږ او ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه،
اې الله! د دوی قبرونه له نوره ډک کړه، یا رب العالمین.
اې الله! زموږ ښارونه له هري بدۍ او شر څخه وساته،
اې الله! زموږ لښکر وساته،
اې الله! زموږ لښکر وساته، یا رب العالمین، یقینا ته پر هر څه قدرتمند یې.
اې الله! خپل بنده خادم الحرمین الشریفین ته ستا د رضامندۍ او خوښۍ توفیق ورکړه،
اې الله! هغه ته ستا د هدایت د لاري توفیق ورکړه، او کړني او عملونه یې ستا په خوښه لار کي و ګرځوه،
اې د مخلوقاتو ربه! له هغوی سره پر هر خیر او ښه کار مرسته وکړئ، د هغه په مرسته اسلام، مسلمانانو، ښارونو او بندګانو ته ګټه ورسوه،
اې الله! هغه ته صحت او عافیت ورکړه، اې الله! یا رب العالمین! له هغه سره مرسته وکړه.
اې الله! د هغه دوو ځایناستو ته ستا د خوښۍ او رضامندۍ او هغه لاري توفیق ورکړه، چي د اسلام او مسلمانانو پکښي خیر وي.
اې الله! زموږ ښارونه له هر ډول شر او بدۍ څخه وساته.
 
    (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱] 
ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته.
 
اې د الله بندګانو!
 
    ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (۹۰) [النحل: ۹۰] 
ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.
 
     تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور یې هم درته زیات کړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.
 
د حرم شریف خطبه: روژه ستر غنیمت دی
مخکنۍ خطبې: دلته لوستلای سی
 
 

 

سرته