تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ًپه کامل سوي دین کي کامل داخلیدل
  تعلیم الاسلام
  June 15, 2017
  0

لیکنه: محمد امین سایح

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ.) (الایة)

په دي ايت كي الله رب العزت د مومن  ټول ژوند ته يو شرعي چوكاټ کښېښود ، چي د ژوند ټوله اړخونه د يوه دين تابع سي او هیڅ اړخ، حصه يا جز د دين څخه دباندي نه وي، ددې د پاره د يو كامل دين ضرررت وو چي د ژوند ټول اړخونه تر خپل روښانه احكامو لاندي راولي ، الله رب العزت دين تكميل کړی ، دين كامل دی، كه عقيدوي امور دي، كه عبادات او معاملات دي، ټولو ته يو ديني قانون او شرعي چوكاټ موجود دی ځکه الله تعالی فرمايلي دي:

(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ...)

 نن مشكل دا دی بعضي خلګ په عقيدوي لحاظ دا قراني نص مني چي دين كامل دی خو چي كله ورسره مخ كيږي هلته بيا سترګي پټوي او ځان ته مبرر يا تاويل يا جواز جوړوي او په هغه ځای كي ځان د ديني احكامو څخه وسيكولرۍ یا علمانۍ ديموكراسي يا شيطاني اعمالو ته باسي.

يو مثال يې د مسلمان د پاره د طاغوتي يا غير شرعي فیصلو څخه استفاده يا ورته څوك وړاندي کول دي  ، كله چي يې يو دنيوي ضرورت پيداسي د همدې طاغوتي فیصلو څخه په پراخه پيمانه او تر خپل وسه كامله استفاده كوي ، حال دا چي قران كريم ډير واضح د طاغوتي مراجع چي غير شرعي فيصلي پكښي كيږي وضاحت كړی دی ، حتى هغه تلونكي ته يې مومن لا هم نه دی ويلي بلكي د زعم لفظ يې ورته استعمال کړی دی چي د ايمان زعم كوي ، يعني مومن نه دی بلكي ادعا د ايمان كوي:

(فَلا وَرَبِّكَ لا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ) الایة

دا يو ډير شديد او سخت وعيد دی وه طاغوتي فیصلو غوښتونکو ته ،

که موږ او تاسو فکر وکړو خپل منځي قتال ډيره شديده گناه ده مگر پر داغه سربيره كه د مسلمانانو دوې ډلي په جنګ سي هغو ته هم قران كريم د كافر لفظ نه دی ويلی بلكي د مومن لفظ يې ورته ويلی دی: (وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا)

مقصد دا چي نن دومره لويي گناه ته هم ور روان وي د خپل يو دنيوي مقصد د پاره خپل ايمان په خطر كي اچوي ، ددې ترڅنگ بيا نورو د مشرتوب په نامه چي هغه مشر توب يې هم د يو غير اسلامي طاغوتي قوت، قوميت او تعصب پر بنياد جوړ وي، او ځان ته د مشر يا قومي يا ملكي، يا سپين ږري  يا د خان پير او سيد په نامه وي ناست وي يو غير شرعي محكمه يې ځان ته خلاصه كړې وي چي شكل وصورت ته يې ګورې ځان يې  ظاهره پر شريعت جوړ كړی وي اما فيصلي يې خاص د مخصوص حس او موجوده فشار پر بنياد ولاړي وي ، ضعيف او مظلوم په يو قوت ورته راوستل كيږي او ورته وايي چي خداي وه وس خو دده تر فيصلي دي كمي نه وي، خپله دا دده د فشار يو حس وي زور مظلوم ته ښيي چي هغه په ناچارۍ دا فيصله مني.

په اختلافي امورو كي بايد و شريعت ته رجوع وسي پر هر هغه شي چي اختلاف وي پكښي (فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ) دا واضح ده چي كه يو څوك د شريعت څخه مخ اړوي نو بيا بل منځنی ځای يا ډيموكراسي نسته بلكي هلته بيا لار د صراط مستقيم څخه و خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ته وځي، بيا شيطاني او طاغوتي لاري شروع کیږي.

 

سرته