تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان د خلقت په مراحلو کي د ایمان سفر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 11, 2022
  0

لیکنه: عبدالدائم الکحیل

ژباړه :عبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
(قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنْشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) [العنكبوت: ۲۰]
 
ووايه: په ځمكه كي وگرځئ او وگورئ چي پيدايښت ئې څنگه پيل كړى، او الله به بيا د آخرت (د ورځي) په بياراپاڅولو سره راپاڅول كوي، يقيناً چي الله په هر څه توانمن دئ. 
 
 
بسم الله الرحمن الرحيم
 
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على سيدنا محمد وعلى آله وأصحابه أجمعين
 
زما ګرانو مینه والو! دا تحقیق یوازي د مطالعې او پوهي لپاره نه دي، بلکي دا د الله جل جلاله  یو قسم عبادت او  الهي امر ته یو جواب دی:
 
(فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ مِمَّ خُلِقَ) [الطارق: ۵]
يعني انسان دي وګوري چي د څه شي څخه جوړ شوی دی
 
ترڅو د الله جل جلاله  د قدرت ادراک وکړي چي د مرګ نه وروسته یې را ژوندی کوي:
 
(إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ) [الطارق: ۸]
 (یقینًا، الله جل جلاله په دې قادر دی چي بیرته یې را ژوندی کړي).
 
 نو د  الله جل جلاله  په خلقت کي فکر کول یو لوی عبادت دی او تر لمانځه، روژې او صدقې په کمه نه دی.، دا تفکر زموږ روح تصفیه کوي، موږ د خالق د عظمت په وړاندي تواضع ته هڅوي او همدارنګه پر الله  جل جلاله مو یقین زیاتوي.
 
 
 
انسان دي وګوري چي د څه شي څخه جوړ شوی دی...
 
د ایمان ددې سفر په جریان کي به موږ  د انسان د خلقت مراحل د هغه انځورونو په کارولو سره وګورو کوم چي ساینس پوهانو په یوویشتمه پېړۍ کي اخیستي دي ترڅو نوموړي مراحل په دقت وګورو کوم چي الله جل جلاله ئي څوارلس پېړۍ مخکي په قرآن کي یادونه کړې.
 
خاوره
 
 
 د خلقت لومړۍ مرحله
 
نن ساینس پوهان دا تائيدوي چي ټول هغه عناصر چي د انسان جسم ورڅخه جوړشوی دی، په خاوره کي موجود دي.  دقیقاً لکه څنګه چي قرآن موږ ته وايي، الله جل جلاله فرمایي: 
 
(وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ) [الروم: ۲۰]
د هغه له نښانو څخه یوه داده چي تاسي یې له خاوري څخه پیداکړاست،  بیا داسي بشر شوئ چي ناڅاپه په ځمکه کي خورېږئ.
 
 
اوبه
 
یقینًا الله  جل جلاله هرڅه له ابو څخه پیدا کړي.
 
ساینس پوهانو دا کشف کړې چي په ژوندي ارګانیزمونو کي د اوبو فیصدي تر (٪۷۰) زیاته ده، نو ځکه الله  جل جلاله فرمايي:
 
(...وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ...) [الأنبياء: ۳۰]
او هر  ژوی مو له اوبو څخه پیدا کړ.
 
(وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِنْ مَاءٍ) [النور: ۴۵]
او الله هر ساکښ د اوبو څخه هست کړ 
 
اې انسانه...
 
                 
  خپل اصلیت وپېژنه...
 
کله چي انسان پخپل اصلیت پوه شي چي د هغه د جوړښت منبع خاوره ده، او بیا د نه لیدونکي سپرم په شکل بدلېږي نو غرور پرېږدي او تواضع غوره کوي. الله  جل جلاله  فرمایي:
 
(أَيُّهَا الْإِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ (۶) الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ (۷) فِي أَيِّ صُورَةٍ مَا شَاءَ رَكَّبَكَ (۸) [الانفطار: ۶-۸]
(اې انسانه! څه شي د خپل مهربان رب څخه مغروره کړی یې * کوم چي ته ئې پیدا کړې، ستا اندامونه یې برابر کړ او ته ئې په انډول جوړ کړې *په هر شکل چي دده  جل جلاله  خوښه وه، ته ئې نښلولی جوړ کړې) 
 
یوه القاح سوې حجره کوم چي یوازي د مایکرسکوپ پواسطه لیدل کېدای شي
 
100000000000000 
سل تریلیونه حجرې

د طبیعت د ډېرو عجیبو پدیدو څخه یوه هم د انسان جوړښت دی! یوه حجره دومره وده کوي چي تر 100 تریلیونه زیاتي حجرې جوړوي، دغه عمیله څنګه صورت نیسي؟ ،دغه دقیق پروګرام څوک کنټرولوي، آیا طبیعت یې کنټرولوي او که د طبیعت پیداکوونکی جل جلاله؟
 
 
د ژوند پروګرام چا جوړ کړی؟
 
تر ټولو عجیب شی دا دی چي مرکزي حجره د حجرو په وېشلو پیل کوي خو یو شان حجرې نه تولیدوي بلکي مختلفي حجرې تولیدوي، ځیني د پوست، ځیني د هډوکو، ځیني د دماغ، ځیني د سترګو او زړه لپاره او داسي نور... څوک دې حجرو ته وايي چي دغه کار او دغه مأموریت ترسره کړه؟  آیا دا الله جل جلاله نه دی لکه چي فرمایي: 
 
(وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا) [الفرقان: 2]
 (او هرڅه یې پیدا کړه او ځانګړې اندازه (سرنوشت) یې ورته وټاکله) 
 
نور بیا....
 
ورپسې لیکنه:
په قرآن کي د جنین د جوړښت مراحل
 
www.Taleemulislam-Radio.com
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته