تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا عقل د وحي څخه مستغني کیدلایسي؟
  تعلیم الاسلام
  September 18, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم 

 

ایا عقل د وحي څخه مستغني کیدایسي؟
 
ژباړه ، عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
آیا دا امکان لري چي د عقل په شتون کي وحي ته  ضرورت پيدا نه شي ؟
 
په ننۍ نړۍ کي بعضي کسان دا ګمان کوي ، چي رسولانو او کتابونو ته هيڅ ضرورت نه شته دي، ځکه موږ ته الله تعالي عقل راکړی دی، او موږ بیا دا وینو چي دوی قوانین د خپل عقل مطابق جوړوی، بعضي شیان حلال ګرځوي او بعضي حرام ګرځوي ، او بعضي له بعضو نورو سره ګډوي ، او ځینو ته ډول ډول توجهات ورکوي او په دې ټولو کارونو کي دوی له عقل څخه کار اخلي. که د عقل له نظره یو کار ښه ورته ښکاره شو ، نو هغه ښه دی او که یو کار بد ورته ښکاره شو هغه بیا بد بولي.
 
 
په هغه کار باندي چي د عقل مطابق وي راضي وي او چي مخالف وي په هغه باندي  بیا ناراضي څرګندوي، او ددې کسانو لپاره چي په اوسني حالت کي دا خبري کوي د هغو  براهمه مجوسو سره موافقت دی کومو چي به دا خبره کوله چي د رسولانو رالیږل عبث کار دی، د حکیم ذات سره دا کار مناسب نه دی، ځکه چي عقل شته او د رسولانو رالیږلو ته کومه اړتیا نه شته  نو کوم  احکام چي رسولانو راوړي دي که چیرته د عقل سره موافق وو ، نو ښه کار دی او دوی خو بغیر د رسول د رالیږلو څخه هم پري عمل کوي،  او که چیرته مخالف وو  نو بیا دا کار بد دی، نو که چیرته يې کولو ته اړتیا پيدا شوه نو وبه يې کړو او که نه  پاتي دې وي. (نعوذبالله)
 
نو د مسلمانانو لپاره دا جائزه نه ده چي د مقابل طرف سره د دلیلونو ویلو په وخت کي د عقل د ښه او بد کار په ادارک کي ور څخه انکار وکړي (عقل هم ښه او بد درک کولای سي)، ځکه الله تعالي خپل بنده ګان په داسي طبیعت باندي پيدا کړي دي، چي د ښه او بده توپیر کولاي شي، او دا ادارک د ښه او بد  د دوی په عقلونو کي  قرار لري، نو انسان چي لکه څنګه د نفع رسوونکي کار او ضرر رسوونکي کار په مابین کي فرق کولای شي ،چي ددې ادراک الله تعالي په حواسو کي پيدا کړي دي همدا شان د  ښه او بد توپیر هم کولای شه. 
 
 د فطرت د انواعو تر مابين توپير کول
 
اول فطرت: هغه فطرت دی چي هغه الله تعالي په خپلو بنده ګانو کي پيدا کړی دی، چي د ښه او بد فرق کول دي، چي دا یواځي د انسانانو خاصه ده ، او د نورو حیواناتو څخه انسان په همدي علامه باندي بیل شوی دی.
 
دوهم فطرت: الله تعالي خپل بنده ګان په داسي فطرت باندي پيدا کړي دي، چي د فایده رسوونکي او ضرر رسوونکي تر مابین توپير کولاي شي، چي په هغه کي بیا حیوانات هم ورسره مشترک دي. 
 
نو اوس دلته یو څو داسي کارونه شته دي، چي  په هغه کي د انسان لپاره مصلحت هم شته خو  انسان د هغوی ادارک په مجرد عقل سره نه شي کولاي،  ځکه دا داسي کارونو دي چي د عقل تر دایرې وتلي دي!:
 
۱-  مثلاً لکه د الله تعالي معرفت  او د اسماء او صفاتو پيژندنه... څوک کولای سي چي یواځي په عقل دا مهم مسائل معلوم کړي؟  
 
څوک کولای سي چي د شریعت احکام په تفصیل سره په عقل معلوم او بیان کړي ؟  کله يې څوک ثواب او عذاب په عقل سره بیانولی شي؟ د ثواب او عذاب اندازه څوک په عقل معلومولای سي؟  او کله يې څوک د هغوی کیفیت او درجې په عقل سره معلومولی شي ؟   
 
څوک کولای سي په عقل سره هغه غیبي امور معلوم کړي چي الله پاک يې بیله رسول څخه بل چا ته نه ښکاره کوي؟ یوازي رسولانو علیهم السلام ته د غیبو خبر ورکوي او هغوی يې تر خلګو رسوي! عقل هیڅکله نه سي کولای چي ددغو مهمو امورو ادراک وکړي.
 
۲-  هغه شیان چي عقل د هغوی حسن ( ښه والی) او قبحه ( او بدوالی)  پیدا کولای شي، هغه په طریقه د اجمال (اختصار او لنډیز) سره دي  په تفصیل سره يې نه شي بیانولی، لکه څرنګه چي شریعت د هغوی حسن او قبحه په تفصیل سره بیان کړي دي ،  که بیا هم عقل د هغوی حسن او قبحه  په تفصیل سره بیان کړي، نو هغه بیان هم په کُلي ډول نه وي بلکي د ځینو جُزئي شیانو ادراک به وي، کلي، کامل او شامل ادراک نه سي کولای.
 
مثلاً: عقل د عدل ښه والی  پیدا کولی شي چي عدل یو ښه کار دی لیکن ددې څخه بیا عاجز دی چي دا فلانی کار د عدل دی او دا کار د ظلم دی.
 
۳- عقلونه په یوه کار کي اکثره وخت حیران وي ځکه چي یو فعل  یا کار دوه اړخه لري ، یعني هم یو مصلحت په کښي وي، او هم یو بد والي په کښي وي، خو عقل اوس ددې  ترجیح نه شي ورکولی چي په ښه والي کي يې خیر دی او که په بدوالي کي يې خیر دی؟ یعني راجح اړخ یې نه سي معلومولای! نو دلته عقل توقف کوي او شریعت بیا د همدغه نقطې بیان او وضاحت کوي او دا حکم کوي چي د هغه ښه والی راجح دی او بدوالی یې راجح نه دی (د بدوالي فساد درته بیانوي). 
 
او همدارنګه یو کار د یوه کس لپاره خیر وي، خو د بل کس لپاره په هغه کار کي بیا نقصان وي، خو عقل ددې ادارک نه شي کولی ، لیکن شریعت بیا دا ورته بیانوي او امر درته کوي چي د چا په حق کي دا کار خیر او د چا د پاره دا کار شر دی. 
 
او همدارنګه یو کار په ظاهر کي بد وي لیکن په ضمن د هغه کار کي یو ډیر غټ مصلحت موجود وي چي عقل هغه ته لاره نه شي پیدا کولای او نه يې درک کولای سي نو شریعت د هغه په بیانولو سره راځي او هغه ښه والي  درته بیانوي کوم چي په ضمن ددغه کار کي نغښتی دی، نو له دې وجي علامه ابن تیمیه رحمه الله وايي: 
 
(پیغمبرانو په هغه څه باندي راتګ کړی دی د کومو کارو څخه چي عقلونه عاجزه وو ، انبیاء علیهم السلام ددې لپاره نه وو راغلي چي هغه څه بیان کړي چي عقل د هغه په بطلان پوهیږي! هغوی هغه څه بیانوي په کومو کارو کي چي عقلونه حیران پاتي وي.)
 
۴-  کوم څه ته چي عقل رسیده ګي کولی شي که څه هم هغه صحیح وي ، نو هغه یواځي اټکل او فرضیات دي، چي رايي په هغه کي متناقضي دي او د ملحدینو مذاهب په هغوی کي مختلف دي، که چیرته هغه رايي طاقت د باقي والي ولري، لیکن دا یواځي تخمیني وي، چي د وحي په منزله کي کیدی نه شي ، ځکه چي حق او باطل يي سره ګډ کړي وي.
 
د براهمه مجوسو د قول رد
 
او هغه د براهمه مجوسو قول چي دوی ویل چي د عقل په مقابل کي وحي ته ضرورت نه شته ددې قول د رد لپاره دلیلونه ویلو ته هیڅ اړتیا  نشته ده او  دوی چي کوم ګمان کوي چي عقل وي نو وحي ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي ، دا د دوی د شلمې پیړي له ګمانو څخه یو ګمان دی، د دوی یو رهبر به په فخر سره دا خبره کوله چي :
 
(کله چي غوا ته ګورم، حیوان په نظر نه راځي ځکه زه یې عبادت کوم او د درستي نړۍ په وړاندي به ددې د عبادت څخه دفاع کوم)
 
ددغو مجوسو عقل تر دې حده تنزل کوي چي د غوا او خپلي مور په اړه وايي:
 
(غوا له هغه مور څخه مي چي زه تري پيدا شوی یم بهتره ده ځکه چي حقیقي مور یو کال یا دوه کاله شیدي راکوي او بیا د ټول عمر په اوږدو کي له موږ څخه خدمت غواړي ، لیکن غوا چي همیشه شیدي راکوي، او زموږ څخه هیڅ شي هم نه غواړي  ماسوا له  یو څه عادي خوراک څخه)
 
نو  دغه د غوا عابدان د غوا ا و حقيقي مور تر مابین ډير دلایل نور وایي ترڅو غوا تر خپلي حقیقي مور بهتره ثابته کړي، حتي تر دي پوري چي هر هندو دا خبره کوي چي په  میلیونو هندوان د غوا لپاره مخ کوي او عبادت يې کوي، او هر هندو وايي چي زه هم د دې میلیونو هندوانو څخه یو فرد یم . حتی په هند کي داسي عبادت ځایونه سته چي د ټولي نړۍ څخه هندوان نذرونه او سوغاتونه ور استوي خو چي وګورې هغه د موږکانو مرکز وي.
 
دا د دوی ځیني کچ فهمۍ وې چي د دوی عقلو ورته تحفه کړي وه او دا ګمان کوي چي د دوی عقلونه د وحيو څخه مستغني دي.
 
د عقل او وحي ځای 
 
ډیر خلک دا ګمان کوي چي وحي عقل لغوه بولي او د عقل نور مړ کوي لیکن دا یو دروغجن ګمان دی، ځګه الهي وحي عقل دې ته متوجه کوي چي په کایناتو کي فکر وکړي او انسان داسي جوړ کړي چي تر څو ځمکه اباده کړي او ګټه ځني واخلي، نو د عقل وظیفه هم د الله تعالي په نزد دا ده چي په دې شیانو کي غور او فکر وکړي، نو که د هغه څه حقیقت ورته معلوم شي، نو بیا خو په طریقه يي اولی سره پري لازمه ده چي هغه څه عملي کړي کوم چي د الله تعالي له طرفه وحي شوي وي، او په عقل باندي د وحي خدمت وکړي ، په وحیو کي فکر او تدبر وکړي او بیا کوشش وکړي چي وحي تطبیق او تنفیذ سي او وحي د عقل سره داسي مثال لري لکه د لمر روښنایي او سترګي، کله چي وحي له عقل څخه لري شي نو انسان په عقل باندي فایده نه شی اخیستلی، لکه هغه کس چي سترګي هم لري ، خو که په تیاره کي ژوند کوي نو کومه فایده نه شي پرې اخیستلی،  خو کله چي لمر را پورته شي او روښنایي يې خپره شي، نو بیا په خپلو سترګو پوره فایده اخیستلي شي، او همدارنګه هغه خاوندان د عقل چي کله وحي ومني او وحي د دوی  په عقلو باندي روښنايي واچوي نو دوی بیا لاره پیدا کولاي شي، او هدایت موندلي شي او هغه بصیرت او ګټه به ترلاسه کړي چي ده يې ګمان هم نه کاوه: 
 
(فَإِنَّهَا لا تَعْمَى الأَبْصَارُ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ) سورة الحج: ۴۶  
 نو د دوی سترګي نه دي ړندې بلکي زړونه يې ړانده دي کوم چي د دوی په سینو کي دي.
------------------
اړوند لیکني:
وحي ته څه اړتیا ده؟
ولي دین ضروري دی؟
ایا انسان ته وحي کېدلای سي؟ ساینسي دلیل
د انسان زړه هم دماغ لري!
 
www.Taleemulislam-Radio.com
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته