تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دوه ډوله ښځي: د حیاء او عفت درسونه
  تعلیم الاسلام
  April 23, 2017
  0
 
ژباړه:غلام عمرعبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اې ځوانه ! کېدلای سي له کوره څخه د وتلو پر مهال له دوه ډوله ښځو سره مخ سې...
 
لمړی ډله : هغه ښځي چي تا به په فتنه کي اخته کړي. په هغه سي فتنه کي لکه د مصر د عزیز ښځي چي د یوسف علیه السلام لپاره جوړه کړې وه...
 
دا ډول ښځي به له کوره څخه په داسي حال کي راوتلې وي چي ځانونه به يې ښکلي کړي وي ، عطر به يې وهلي وي او د حال په ژبه به وايي : دې خوا ته ګوره؟!
 
دوهمه ډله ښځي هغه دي چي :..
 
په ستر او پرده کي به وي او د خپل کور حالاتو به ؛ له کوره څخه راوتلو ته مجبوره کړې وي د حال په ژبه داسي وايي : زموږ پلار بوډا سپين ږېری دی " لکه څنګه چي د شعیب علیه السلام لوڼو موسی علیه السلام ته ویلي وه ".
 
پس د لمړي صف څخه داسي ځان وژغوره لکه یوسف علیه السلام او په وړاندي یې خپلي سترګي ټيټي کړه او داسي ووایه : زه ستاسو له شر او فتنې څخه په الله سره پنا غواړم.
 
او له دوهم صف سره داسي حالت غوره کړه لکه موسی علیه السلام چي د شعیب علیه السلام د لوڼو په وړاندي غوره کړی و : د هغوی په وړاندي د ادب قدمونه اخله ، د اړتیا په اندازه مرسته ورسره وکړه.
 
فَسَقٰى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلّٰىٓ إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّى لِمَآ أَنزَلْتَ إِلَىَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ. [سُوۡرَةُ القَصَص : ۲۴]
ژباړه : (ددې په اورېدلو سره) حضرت موسى (علیه السلام) د هغو (د شعیب علیه السلام د لوڼو) څاروی اوبه کړل. بيا يوه سيوري ځاى ته لاړ او وې ويل: "پروردګاره! هره ښېګڼه چي تا پر ما نازله کړې، زه هغې ته اړ يم."
 
 

سرته