تازه سرليکونه
اِيدَاع
 
  April 6, 2017
  0

ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله

 اِيدَاع

اِيدَاع امانت ايښودلو ته وايي يعني دا چي څوک بل چا ته شئ د ساتني د پاره وسپاري يا په بل عبارت : بل څوک د خپل شي پر ساتنه په صريح يا ضمني ډول مسلط کولو ته اِيدَاع وايي .

 

که څوک بل چا ته ووايي : دا شئ مي تا ته د امانت په ډول سپارلى دى او هغه يې قبول کړي دا په صريح ډول د امانت قبلونه ده .

 

که څوک د چا مخ ته شئ کښېږدي او ووايي : دا ستا سره امانت دى ، هغه بل هيڅ و نه وايي ، دا هم د امانت قبلونه ده ، ځکه سکوت او پټه خوله پاته کېدل يې د امانت پر قبلولو دلالت کوي . 

 

وَدِيعه امانتي شي ته وايي ، خو کله د امانت ايښودلو په معنا هم کارول کيږي .

مُودِع امانت ورکونکي ته وايي ، مُودِع د دال په زېر ويل کيږي .

 

مُودَع امانت اخيستونکي ته وايي ، مُودَع د دال په زور ويل کيږي ، دغه ډول امانت اخيستونکي ته وَدِيع هم وايي .

که زيد و بکر ته بايسکل د ساتني د پاره وسپاري ، بکر يې ځني قبول کړي دغه تړون ته اِيدَاع وايي .

پدې تړون کي زيد مُودِع بلل کيږي ، بکر مُودَع بلل کيږي ، دغه ډول وَدِيع هم ورته ويل کېدلاى سي او بايسکل بيا د وَدِيعه په نامه ياديږي .

د اِيدَاع رکن

د اِيدَاع تړون هم د نورو تړونونو په شان په ايجاب او قبول صحيح کيږي .

د مثال په ډول که يو څوک بل ته ووايي : دا شئ مي تا ته امانت سپارلى دى ، دا ايجاب دى ، هغه بل چي يې ځني قبول کړي نو د ايجاب او قبول په بشپړ کېدلو د اِيدَاع تړون مُنعَقِد او وتړل سو .

 

د وَدِيع مسؤليت

د اِيدَاع ايجاب او قبول چي وسي ، مُودَع د هغه شي د ساتلو مسؤل ګرځي ، لکه څه ډول چي د خپل شي ساتنه کوي هغه ډول د امانت ساتنه هم پر لازميږي پداسي حال کي چي د ايجاب او قبول څخه وړاندي يې د ساتني هيڅ مسؤليت نه درلودى .

 

که دوه نفره يو شئ چا لره د امانت په ډول وسپاري  ولاړ سي او وروسته يې يو نفر راسي د امانت غوښتنه وکړي د ابوحنيفه G په آند تر هغه مهاله چي هغه بل ملګرى يې حاضر سوى نه وي مُودَع حق نه لري چي د ده برخه ور وسپاري .

 

ملګري وايي : وَدِيع کولاى سي چي امانتي شئ يې وويشي ، حاضر نفر ته خپله برخه وکړي ، خو دا د غائب د مال د هغه په غياب کي د وېشلو په معنا نه دى ، ځکه که پاته نيمه برخه د وَدِيع سره هلاک سي د هغه بل ملګري په برخه کي غائب هم ونډه لري .

 

که يو نفر دوو تنو ته دا ډول شئ د امانت په ډول وسپاري چي هغه تقسيم کېدلاى سي ، نو دوى کولاى سي چي دوې برخي يې کړي ، نيم يې يو او نيم يې بل وساتي ، ځکه مالک يې د دواړو په ساتنه راضي دى .

 

 که يو هغه بل ته ټوله امانت وسپاري د ابوحنيفه Gپه آند که هلاک سو د نيم مال تاوان پر راځي ځکه مالک يې پدې راضي نه دى چي ټوله مال يو نفر وساتي ، نو ځکه يې دوو تنو ته وسپاره .

 

د ملګرو په آند هيڅ ضمان يې نه پر راځي ، ځکه څښتن يې د دواړو په امانت ساتني راضي دى ، نو په دوى دوو کي هر يو کولاى سي چي هغه بل ته ټوله شئ د ساتني د پاره وسپاري .

 

خو که داسي يو شئ څوک دوو تنو ته د ساتني د پاره وسپاري چي هغه تقسيم کېدلاى نسي ، نو بيا که يې په دواړو کي يو نفر ساتي د ابوحنيفهG په آند هم تاوان نه پر راځي .

 

د ساتني طريقه

پر امانت اخيستونکي باندي لازمه ده ، چي امانت به داسي ساتي لکه څه ډول چي خپل مال ساتي ، هغه دا چي په خپل لاس به يې ساتي يا به يې په يو داسي چا ساتي چي د ده په عيال کي وي او نفقه يې پر ده باندي لازمه وي لکه ښځه ، اولاد او خادم يې .

 

د ابوحنيفهG په آند په داسي چا يې هم ساتلاى سي چي دى په عام ډول په هغه خپل مالونه ساتي که څه هم يې هغه په عيال کي نه وي لکه د شرکة العنان شريک يې .

 

که وَدِيع د دغو کسانو څخه ماسيوا په بل چا د امانت ساتنه کوي او د هغه په لاس کي امانت هلاک او ضايع سي ، نو بيا يې ضمان او تاوان پر راځي ، ځکه مالک د ده په لاس باور درلودى چي په وې ساتي او په نورو راضي نه وو .

 

د امانت په ساتنه کي د يوه او بل لاس فرق لري ، د يو چا پر ساتنه به څوک باور کولاى سي د بل چا پر ساتنه به بيا باور نسي کولاى .  

 

د وَدِيعې حکم

وَدِيعه د امانت اخيستونکي په لاس کي مضمون نه ده بلکي امانت ده ، که هلاک او ضايع سي تاوان يې پر وَدِيع نه راځي ، البته که د وَدِيع د تېري يا تقصير لکبله هلاک سي نو بيا يې ضمان پر راځي .

 

يو شئ چي د چا په لاس کي مضمون وي د هغه مقصد دا دى چي که دا شئ هلاک او ضايع سو مالک ته به يې تاوان ورکوي .

 

يو شئ چي د چا په لاس کي د امانت حکم ولري د هغه مقصد دا دى که دا شئ هلاک او ضايع سي نو تاوان يې نه پر راځي ، بلکي د مالک خپل شئ له منځ څخه ځي د بل چا څخه يې د تاوان غوښتنه نسي کولاى .

 

د وَدِيعې تاوان

وَدِيعه د وَدِيع په لاس کي امانت ده خو په ځينو حالاتو کي مضمون ګرځي .

که مُودَع د وَدِيعې ساتنه پرېږدي وَدِيعه مضمون ګرځي که په دې حالت کي ضايع سي نو تاوان به يې مالک ته ورکوي .

 

که مُودَع و ديعه په داسي چا ساتي چي هغه يې نه په عيال کي وي او نه خپل شئ په هغه ساتي ، دلته هم وَدِيعه مضمون ګرځي که په دې حالت کي ضايع سي نو مالک ته به يې تاوان ورکوي .

 

که مُودَع د وَدِيعې څخه کار اخلي او استعمالوي يې په دې حالت کي هم وَدِيعه مضمون ګرځي ، د مثال په ډول موټرسيکل يې د ساتني د پاره ورته سپارلى وي ، وَدِيع د هغه څخه کار اخلي پر سپريږي په دې حالت کي که موټرسيکل ورک سي يا په ټکر کي له منځه ولاړ سي مالک ته به يې تاوان ورکوي .

 

که مُودَع وَدِيعه د خپل مال سره ګډه کړي که يو د بل څخه بېل کېدلاى سواى تاوان نه پر راځي بلکي وَدِيعه به د خپل مال څخه ور بېلوي .

 

خو که يو د بل څخه يې بېل کېدل ناممکنه وه بيا يې د ابوحنيفه په آند ضمان پر راځي ځکه دا هم د تلف کولو په معنا دي .

 

دغه ډول که چا ته دوې وَدِيعې پرتې وي او دا ډول يې سره ګډي کړې ، چي بيا يې يو د بل څخه بېلېدل ناممکنه وي ، نو د دواړو وَدِيعو څښتنانو ته به يې تاوان ورکوي .

 

د مثال په ډول : څوک يو چا ته د پنځوس ګونو افغانيو نوټونه د امانت په ډول ورکړي ، وَدِيع هغه په تجرۍ کي د خپلو سل ګونو افغانيو د نوټونو سره ګډي کړې دلته وَدِيعه د وَدِيع د مال څخه بېل کېدلاى سي که غلو تجرۍ ماته کړه د وَدِيعې تاوان پر مُودَع  نه راځي .

 

خو که د امانت پنځوس ګوني نوټونه د خپلو پنځوس ګونو نوټونو سره دا ډول ګډ کړي ، چي د ده خپل نوټونه او د امانت نوټونه يو د بل څخه هيڅ نه پېژندل کېدله ، نو بيا يې ضمان پر راځي ، که غلو تجرۍ ووهله ، د امانتي پيسو تاوان به هم مالک ته ورکوي .

 

ځکه په دې ډول خلط او ګډولو سره هغه مضمون وګرځېده د مضمون معنا دا ده ، چي د هلاک او ضايع کېدلو په حالت کي به يې تاوان ورکوي .

 

ملګري وايي: که وَدِيع وَدِيعه د خپل مال سره داسي ګډه کړي چي يو د بل څخه يې بېلول ناممکنه وي مثلا امانتي غنم د خپلو غنمو سره ګډ کړي ، دلته مالک اختيار لري که د ګډ سوي مال څخه د خپلي ونډي په اندازه مال اخلي او که د وَدِيع څخه يې تاوان اخلي .

 

داسي هم کولاى سي چي ګډ سوى مال په دواړو خرڅ کړي هر يو يې د خپل مال په اندازه پيسې واخلي .

که امانت سپارونکي وَدِيع ته وَدِيعه ورکړه چي دا په فلانکي سراى کي يا په فلانکۍ کوټه کي وساته او وَدِيع هغسي و نه کړل ، بلکي په بل ځاى کي يې ور وساتله ، دلته ځاى ته کتل کيږي .

 

که پداسي ځاى کي يې ور وساتله چي هغه د هغه ځاى په شان خوندي ځاى وو کوم چي مُودِع ور ته ښولى وو ، يا تر هغه لا هم خوندي وو ، نو د هلاکت په صورت کي يې پر وَدِيع تاوان نه راځي .

 

خو که د هغه ځاى په شان خوندي ځاى نه وو نو بيا که ضايع سي پر وَدِيع يې تاوان راځي ، ځکه ده د امانت په ساتنه کي د مُودِع د شرط څخه مخالفت کړى دى .

---------------------------------

مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه

مخکنۍ ليکنه: هبه

سرته