تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ټولني د تجزيې او له منځه تللو سببونه
  تعلیم الاسلام
  April 2, 2017
  0
ترتيب او راټولونه :غلام عمرعبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
یوه ټولنه د څلورو سببونو له وجهي په تدريجي توګه له منځه ځي...
 
۱. جسماني راحت غوښتل :
 
کله چي انسان د خپل جسم او بدن لپاره په عیش او راحت غوښتني سره بوخت سي له عمل او ګټي څخه کمزوی کېږي او د ټولني د نقصان جبيره او چاره نه سي کولای بیا سربېره پردې د نېک او قوي نسل د ساتني په باب د خپل انساني وجایبو د ترسره کولو څخه وروسته پاته کېږي او پخپل څنګ کي د ډېرو کسانو لپاره همداسي زميني برابروي.
کوم ولسونه چي په بدني عيش او عشرت کي غرق پراته وي د هغو مخه د کمزوتيا ، تنازل او د تدريجي فناء په لور درومي او د قدرت خاوندان پر هغوی خپل حاکميت پیدا کوي او مريان يې ګرځوي.
 
۲. نفساني راحت غوښتل :
 
کله چي نفس عياش سي نو بیا هغه د خپل شيطان په لار روان سي ، پر خپلو شهواتو نسکور پريوځي ، د خپلو غوښتنو تابع وګرځي او په دې سره د ژوندانه د مشکلاتو او تکاليفو په مقابل کي ناکام سي او بیا د خپل مسؤليت احساس نه سي کولای ، کله چي د مسؤليت احساس وکړي نو تېښته ورڅخه کوي او له ادا کولو څخه يې اوږه خالي کوي او که بیا يې په اوږه واخلي نو ورڅخه تنګ سي او د ستونزو په مقابل کي يې کمزوری او له سرته رسولو څخه يې عاجز او ناکامه پاته سي . او د خپلو دښمنانو د ګوزارونو لاندي سي او د داخلي قوې په نشتون سره د بهرني قواو په مقابل کي کمزوری سي او د غلبې غوښتونکي په مقابل کي تسلیم سي بلکي داسي وګرځي چي ګوندي هيڅ موجوديت نلري او موجوديت يې د غالبېدونکي په موجوديت کي وي (یعني خپله بریا او نېکمرغي په نورو پوري تړي) .
 
د کومو ولسونو د زامنو پر نفسونو چي عياشي غلبه کړې وي ، د هغوی زامن دنيا ته زړونه ښه کوي او په دنيا کي خپله مادي آرامتیا او هوساینه ويني او د جهاد او مرګ څخه کرکه کوي دغه راز ولسونه به ژرتر ژره ونړېږي او خپله خپلواکي به له لاسه ورکړي او د حقيقي ژوند د فلسفې له مخي دا ډول ولسونه مړه ولسونه بلل کېږي یعني په معنوي لحاظ پر هيڅ حساب دي.
 
قوت نه لري ، ګټه نه لري ، يوالی نه لري، خپلواکي نه لري ، د خپلي ارادې او نظر د څرګندوني حق نه لري، حاکميت يې سلب وي بلآخره دا ډول ولسونه د تار په تار (دانه ، دانه ) کېدلو ، ذلت ، مريتوب او فنا کېدلو سره مخامخ کېږي.
 
۳. عقلي راحت غوښتل:
د علم او کسب له لاري د مادي کمالاتو او باطل په لوري میلان لرل ، د عامه ګټو د حقيقت له جوهره او له انساني پرمختګ څخه په بله خوا مخ ګرځول دي.
 
له شکه پرته کله چي انسان په داسي عقلي او فکري بې لاريتوب کي ولوېږي نو د انساني لوړو صفاتو او کمالاتو په اړوند يې احساس کمزوری کېږي او خپله عالي صفتونه او کمالات له لاسه ورکوي او له زوال سره مخ کېږي.
 
کله چي ولس د عقلي راحت غوښتني په ناروغۍ اخته سي نو دغه ولس پر خپل موجوده حالت او مقام ډاډ پيدا کړي ، په دې سره یې همتونه کمزوي سي ، پر ټولو چارو یې نفساني غوښتني او غرور برلاسي پيدا کوي ، له حقيقي تفکر ، تدبر او تعقل څخه په ظاهري سینګار او شهرت اوړي ، د نفساني لذتونو او خوندونو په لوري هڅه کوي ، منحرف او مړه افکار ولسونه د ظلم او فساد داسي جنګونو ته رابولي چي ابادۍ په کي له منځه وړل کېږي ، ولسونه په کښې له تباهۍ سره مخامخ کېږي او پر نورو بې ځایه حاکميت پيداکوي.
 
۴. د زمانې اوږدوالی:
 
هغه ولس چي په پورته ذکر سوو ناروغیو اخته وي او پر ناروغیو يې ډېره زمانه تېره سي خو دوی را ويښ نه سي او له مرګ څخه مخکي يې درملنه ونه کړي نو په باوري توګه د داسي ولس نړېدل ، فنا کېدل او له منځه تلل حتمي دي.
 
الله تعالی فرمايي :
 
ذَرْهُمْ یَأْکلُوا وَ یَتَمَتَّعُوا وَ یُلْهِهِمُ الأَمَلُ فَسوْف یَعْلَمُونَ [الحجر ۳].
ژباړه: پرېږده دوى چي وخوري، وڅښي او خوندونه واخلي، او درواغجني هيلي یې په هېره کښي واچوي. ډېر ژر به دوى ته معلومه شي.
 
همدارنګه الله تعالی فرمايي :
وَمَآ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُومٌ مَّا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَـْٔخِرُوْن [الحجر ۴ – ۵ ]. 
ژباړه : او نه دي هلاک (برباد) کړي موږ له اهل د هیڅ قریې مګر د هغې د اهل د هلاکت لپاره معلوم وخت ؤ ، نه ړومبی کېږي هيڅ امت (د خپل هلاکت له وخت څخه او نه ترې وروسته کېږي).
 
دا د الله تعالی له خپلو بنده ګانو سره مهرباني ده چي کله کومه ابتلاء پر راولي نو دغه ابتلاء د هغوی لپاره د تأدیب ، تهذیب ، تنبه ، راويښېدلو او د هغوی د نفسونو لپاره د پاکۍ او هدايت وسیله ګرځوي. 
 
او هغه پېښي چي ولسونه ورسره مخامخ کېږي ډېر يې د نوي ژوند د پيل کېدو سبب ګرځي او بیا ورپسې قوت ، عزت ، استحکام ، حاکمیت ، پراختیا ، د خپلواکۍ او سیادت مرحله راتلونکې وي .
 
ټولنه
 
www.Taleemulislam-Radio.com

سرته