تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان عادتونه او اصلاح
 
  March 31, 2017
  0
 
ژباړه :محمدهاشم "شاهين" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

محمد جلال الدین بلخي(رومي)  رحمه الله په دې اړه یوه قصه رانقلوي، چی څنګه د انسان عمر زیاتیږی هماغسي ئې عادتونه پخیږی، مولانا رومي صاحب فرمایي:

یو کس د لاري په منځ کی یوه درخته ولګوله، له درختي څخه د خلکو په تګ راتګ کي تکلیف پیدا سو، په پای کي خلکو غوښتنه ځني وکړه، چي درخته اره کړي، خو ده وویل، چي راروان کال به ئې اره کړم، خو د کال په تېرېدلو سره ئې وویل، چی نه بل کال به ئې اره کړم، دا سلسلې کلونه وخت ونیوی.
 
بالآخره نتیجه دا سوه، چي د وخت په تېرېدلو سره درخته غټه سوه، ریښې ئې هم مضبوطي سولې او بوډا ضعیفه سو، ددرختي اره کول ورته ناممکن سوه..

د انسان حالات هم هغې درختي ته ورته دي او کرونکي ئې هغه بوډا ته ورته دی، په انسان کي عادتونه او صفتونه ورځ تر بلي پخیږی او ارادې ئې د ضعف او کمزوری په لور روانی وي.

د نفس د اصلاح په سلسله کي ځوان انسان د بوډا او عمر خوړلي انسان په پرتله د ډېر قوت او طاقت درلودونکی وي.

خـار بن در قوت و بر خاســـــــتن
خـار کن در سستی و در کاستن

''خار داره درخته قوي او جګه وي، خو د خارونو او ښاخونو پرېکوونکی د کمزورۍ او ضعف لور ته مائل کوي'' (د مولانا جلال الدین رومي مثنوي  ج: ۲ ص: ١٢٧)

نوي ځوانان باید د نفساني خواهشاتو له شدت او د حد څخه زیات قوت څخه مخکي د هغوی سره مقابله وکړي، ځکه که نفساني خواهشات قوي سي بیا به هغه ورباندی واکمن سی او چي کوم لور ته ئې بیایي، بېولای ئې سي، بیا به ئې د خواهشاتو په وړاندي له مقابلې څخه عاجزه وي.

د مولانا رومي صاحب په وینا :

مارِ شهوت رابکـش در ابتــدا
ورنه اینک گشت مارت اژدها

د خپلو نفساني خواهشاتو مار په ابتداء او پیل کي ووژنه، که نه بیا به دا مار درته ښامار سي. (مثنوي ج:۲   ص: ٣٢٥،  ٣٢٦)

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ او ۲۱ ګڼه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته