تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسقاط حیله او مروجه اسقاط
  تعلیم الاسلام
  March 26, 2017
  0

لیکنه: مولوي امیر محمد طیب (قندهاري) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 د حیلې ثبوت د قرآن او حدیثو په رڼا کي

 
۱.  وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِهِ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ.( سورة ص، آیت ص:۴۴)
 
۲. عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم اسْتَعْمَلَ رَجُلاً عَلَى خَيْبَرَ فَجَاءَهُ بِتَمْرٍ جَنِيبٍ ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَكُلُّ تَمْرِ خَيْبَرَ هَكَذَا قَالَ : لاَ وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللهِ إِنَّا لَنَأْخُذُ الصَّاعَ مِنْ هَذَا بِالصَّاعَيْنِ وَالصَّاعَيْنِ بِالثَّلاَثَةِ ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : لاَ تَفْعَلْ بِعِ الْجَمْعَ بِالدَّرَاهِمِ ثُمَّ ابْتَعْ بِالدَّرَاهِمِ جَنِيبًا. (البخاري، ج: ۱،ص:۲۰۹)
 
۳. وَلَمَّا أَتَاهُ رَجُلٌ وَأَخْبَرَهُ أَنَّهُ حَلَفَ بِطَلَاقِ امْرَأَتِهِ ثَلَاثًا أَنْ لَا يُكَلِّمَ أَخَاهُ قَالَ لَهُ : طَلِّقْهَا وَاحِدَةً ، فَإِذَا انْقَضَتْ عِدَّتُهَا فَكَلِّمْ أَخَاكَ ثُمَّ تَزَوَّجْهَاوَهَذَا تَعْلِيمُ الْحِيلَةِ (مبسوط ـــ کتاب الحیل:۳۰/۲۲۹)
 
۴. عَنْ رَجُلٍ قَالَ كُنْت عِنْدَ إبْرَاهِيمَ رَحِمَهُ اللَّهُ (تابعي) وَامْرَأَتُهُ تُعَاتِبُهُ فِي جَارِيَتِهِ وَبِيَدِهِ مِرْوَحَةٌ فَقَالَ أُشْهِدُكُمْ أَنَّهَا لَهَا فَلَمَّا خَرَجْنَا قَالَ عَلَى مَاذَا شِيرُ إلَى الْمِرْوَحَةِ إنَّمَا قُلْت لَكُمْ اشْهَدُوا أَنَّهَا لَهَا ، وَأَنَا أَعْنِي الْمِرْوَحَةَ الَّتِي كُنْت أُشِيرُ إلَيْهَا ( مبسوط سرخی ــ کتاب الحیل:۳۰/۲۳۴)
 
۵. أَنَّهُ أَخْبَرَهُ بَعْضُ أَصْحَابِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم مِنَ الأَنْصَارِ ، أَنَّهُ اشْتَكَى رَجُلٌ مِنْهُمْ حَتَّى أُضْنِيَ ، فَعَادَ جِلْدَةً عَلَى عَظْمٍ ، فَدَخَلَتْ عَلَيْهِ جَارِيَةٌ لِبَعْضِهِمْ ، فَهَشَّ لَهَا ، فَوَقَعَ عَلَيْهَا ، فَلَمَّا دَخَلَ عَلَيْهِ رِجَالُ قَوْمِهِ يَعُودُونَهُ أَخْبَرَهُمْ بِذَلِكَ ، وَقَالَ : اسْتَفْتُوا لِي رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، فَإِنِّي قَدْ وَقَعْتُ عَلَى جَارِيَةٍ دَخَلَتْ عَلَيَّ ، فَذَكَرُوا ذَلِكَ لِرَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، وَقَالُوا : مَا رَأَيْنَا بِأَحَدٍ مِنَ النَّاسِ مِنَ الضُّرِّ مِثْلَ الَّذِي هُوَ بِهِ ، لَوْ حَمَلْنَاهُ إِلَيْكَ لَتَفَسَّخَتْ عِظَامُهُ ، مَا هُوَ إِلاَّ جِلْدٌ عَلَى عَظْمٍ ، فَأَمَرَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، أَنْ يَأْخُذُوا لَهُ مِائَةَ شِمْرَاخٍ ، فَيَضْرِبُوهُ بِهَا ضَرْبَةً وَاحِدَةً ( ابوداؤد: ج۲،ص:۲۶۶)
 
اوداسي نور زیات ثبوتونه د حیلي له پاره سته، د لا زیاتو معلوماتو له پاره دي و لویو کتابونو ته مراجعه وسي.
 
فایده:
 
۱: امام محمد بن الحسن الشیباني رحمه الله وایي : که چیري مسلمان په حیله باندي د حرام څخه ځان ژغوری او ځان یې حلالو ته رساوه ، په داسي حیله کي کوم باک نه سته او که په حیله یې د حق بطلان کاوه او یا یې باطل حق کاوه دغه حرامه ده. (فیض الباري، ج:۴ ص: ۴۸۰)
 
۲: امام نسفي رحمه الله د امام محمد بن الحسن رحمه الله کلام داسي رانقلوي: ليس مِنْ أَخْلاقِ المؤمنين الفِرار عن أحكام الله تعالى بالحيلِ الموصِلَةِ إلى إِبْطَالِ الحق، (فیض الباري، ج:۴، ص:۴۸۰)
۳: علامه بدر الدین العیني رحمه الله  وایي: وهي الفرار والهروب عن المكروه والاحتيال للهروب عن الحرام والتباعد عن الوقوع في الآثام لا بأس به بل هو مندوب إليه وأما الاحتيال لإبطال حق المسلم فإثم وعدوان. (عمدةالقاري، ج: ۲۴، ص:۱۶۴)
 
۴: قال ابو یوسف رحمه الله تلمیذ ابي حنیفة رحمه الله : ان الحیلة لا تحل لرجل یومن بالله والیوم الآخر في ابطاله للصدقة کما ذکر في الخراج ناقلاً عن عبدالله بن مسعود رضی الله عنه: ما مانع الزکاة لمسلم لم یؤدها فلا صلاة له. (کتاب الخراج لابي یوسف رحمه الله ، ص، ۱۲۱)
 
د اسقاط د دورې له پاره شرطونه
 
د اسقاط د دورې له پاره شرطونه سته په لاندي ډول دي ، که چېري دا شرطونه د اسقاط  پر ځای نه سي ، نو اسقاط نه صحیح کیږي.
 
۱ـ شرط: په دوره کي به غني ، غلام ، وصي ، لیونی ، سفیه (بې عقله)،  کافر ، د مړي وارث او مدبر مریې نه کښیني د اسقاط په دوره کي که چیري کښیناستل، نو اسقاط نه صحیح کيږي.(مجموع الرسائل لابن عابدین)
 
۲ـ شرط: په اسقاط کي چې کوم شی ورکوي هغه به خالص مسکینانو او فقیرانو ته ورکوي ځکه چي دغه د دوی حق دئ. (منهاج السنن.ج:۴،ص:۲۵ـ ۲۶)
 
۳ـ شرط: فقیرانو ته به یې د هزل (مسخرو) په ډول نه ورکوي او نه به یې د رواج او د ځان ښودني په خاطر اسقاط ورکوي.(منهاج السنن.ج، ص:۲۵ و رسائل ابن عابدین)
 
۴ـ شرط : په وارثانو کي به غائب سړی او کوچني یتیم نه وي که چیر يې وصیت نه وي کړی او که یې وصیت کړی وي، نو بیا به یې د درېیمي حصي د مال څخه خامخا ورکوي که څه هم په وارثانو کي څوک غائب یا یتیم وي.(منهاج السنن شرح الترمذي.۴/۲۶، ۲۵)
 
۵ـ شرط: د مړي وارثان به له داسي سړي څخه پیسي یا نور شیان نه راټولوي کوم چي هغه يې پخلپه مالک نه وي او نه به دداسي شخص څخه پوره اخلي چي شریک وي اجازه یې نه وي. (رسائل ابن عابدین)
 
۶ـ شرط: که چیری دوره داسي سړي ګرځوله چي د وارث او دوصي له طرفه وکیل وو، نو بیا به يې په طریقه د وکالت له مؤکل (وکیل کوونکي ) څخه ورکوي او چې کله بيرته د فقير څخه هبه غواړي، نو دا غوښتنه په طريقه د رسالت له پاره د مؤکل وي په دې نيت به يي هم دغه نيسي اوپه خوله به هم چي کله یي له فقیر څخه اخلي دا به وايې: چي زه یې قبلوم خو دا قبولیت یې د مؤکل له پاره دئ چي هغه وارث يا وصي دئ او که چیري دغه ګرځونکي په دې علم ونه لري، نو بیا په دغه دوري باندي د مړي غاړي نه خلاصیږي بلکي صرف ثواب یې ورسیږي اوښه خبره دا ده چي دوره په خپله د مړي ولي یعنې وارث یا وصي یې وګرځوي او که ولي نه پوهیدۍ بیا دي یو عالم وکیل ونیسي تر څو دوره په پورتنۍ طریقه سره وګرځول سي او که دغه وکیل بیا بل وکیل ونیسي هغه به پوه کړي چي داسي به وايې چي زما قبوله ده...
 
دمؤکل مؤکل لپاره د رسالت په طریقه سره دا خبره ډیره ضروري ده د جماعت امامانو ته تر څو خلکو ته يې ورسوي او اسقاط په صحیحه طریقه ادا سي او د مړو غاړي خلاصي سي.
 
۷ـ شرط: فقیر ته د ورکولو په وخت کي به نیت د هزل او د حیلې نه کوي بلکي په دې نیت به یې فقیر ته ورکوي چي په حقیقت کي دا فقیر ددغه پیسو او نورو شیانو مالک ګرځي او په بیرته ورکولو به فقیر نه مجبوره کیږي. (رسائل ابن عابدین)
 
۸ـ شرط: فقیر به په دې پوه وي او یا به يې څوک پوهوي چي دا ستا ملک دئ کوم چي ته يې قبضوې.(مجموع الرسائل لابن عابدین)
 
۹ـ شرط: له وري څخه وروسته به د فقیر د زړه له بد ویلو څخه ځان ساتي او دومره شی به په صدقه کي ورکوي چي زړه یې په خوشحاله سي.(منحة الخالق علی بحر الرائق،ج:۲،ص:۱۶۰لابن عابدین)
 
که چېري د اسقاط دا شرطونه پر ځای نه سي ، نو اسقاط نه صحیح کیږي.
 
ماخذ: د اسقاط حیله او مروج اسقاط د شریعت په رڼا کي
مؤلف: مولوي امیر محمد طیب (قندهاري)، ص: ۲۰-۲۴
 
-----------------------------------------
فتوا: د اسقاط د حیلې جواز او عدم جواز
 

سرته