تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي۱۶
  تعلیم الاسلام
  March 19, 2017
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د ښځو ازادي په لويديځ کي- يو لعنت ئې زنا بالجبر ده.
 
د نړۍ هغه هيوادونه چي زنا بالجبر پکښې ډېره ده:
 
۱: د امريکا متحده ايالات: چي په نړيواله توګه سره د ښځو د ازادۍ غوښتونکي ځان بولي، د امريکا د عدلې رياست (U.S Department of Justice) وايي چي په امريکا کي په هرو دوو دقيقو کي د يوې ښځې سره زنا بالجبر کيږي، چي په يوه ساعت کي ۳۰ د زنا بالجبر واقعې پيښيږي، او په يوه ورځ کي ۷۲۰، په يوه مياشت کي ۲۱۶۰۰، او په يوه کال کي ۲۵۹۲۰۰ داسي پيښې صورت نيسي، چي دا هغه پيښې دي چي حکومت ورباندي خبر او ورسره ثبت سويدي او هغه چي ثبت سوي نه دي د هغو شمېر خو خپل پر ځای پاته دئ. د یادوني وړ ده چي دوی دا هم وايي چي اکثره ښځي ددغه ظلم په وړاندي پولیسو ته خبر نه ورکوي.
 
۲: کاناډا: په کاناډا کي په هرو درو ښځو کي له يوې سره زنا بالجبر کيږي، د(Justice Institute of British Columbia)  ادارې له مخي، هغه لږ اندازه ئې داده چي په هرو۱۷ ښځوکي ۶ ښځو سره زنا بالجبر کيږي، په دې کي ۶۲٪ هغه ښځې دي چي که ئې فوراً درملنه ونشي نو کيدای شي چي خپل ژوند د زخمونو له کبله ورکړي. او په دې کي ۹٪ داسي ښځې دي چي لومړی وهل شوي او بيا فزيکي زخمياني شوي هم دي. د همدې تشدد له کبله په کاناډاکي هره ورځ په اوسط ډول سره شپږ ښځې خپل ژوند دلاسه ورکوي، خو کله دا ګراف وتر ۱۵ پوري رسیږي.
 
۳: جنوبي افریقا: په جنوبي افريقا کي هر کال (۵۰۰۰۰۰) پنځه لکه داسي پيښې صورت نيسي، او بله لا دا چي ۳۷۷٪ فيصده نارينه په زنا بالجبر بوخت دي، او حال دا چي د داسي زناوو، فحشاوو او جنسي اړيکو پايله هلاکت او و مرګ ته ښه راغلاست دئ، او همدا وجه ده چي هر کال په نړۍ کي (۳.۱ ) درې اعشاريه يو ميليون خلک د (ايډز) په مهلکه ناروغۍ وژل کیږي، (۲۲.۹) دوه ويشت اعشاريه نهه ميليونه خلک يواځي په افريقا کي دې ناروغۍ وژلي دي، چي دا شمېره لا ورځ په ورځ پورته کيږي او ګراف ئې لوړيږي، په ۲۰۰۹ ميلادي کال کي ۳۳.۳ ميليونه خلک په دې ناروغۍ اخته وه او په ۲۰۱۰ ميلادي کال کي دا ګراف پورته سو او ۳۴ ميليونو ته ورسېدئ.
 
۴: ايتوفيا: (چي ډیموکراټیک هیواد بلل کیږي او عیسوي مذهب پکښي اکثریت پیروان لري) د ملګرو ملتو د نړيوال سازمان له سروې سره سم په ايتوفيا کي ۶۰۰٪ ښځې د زنا بالجبر ښکار دي، دا ځکه چي هر هغه ځای کي چي ودونه ډېر نه وي هلته دا لعنت شتون لري، دا يوه عادي خبره ده چي نارينه انجونې تښتوي او تر نامعلوم وخته ورسره زنا کوي تر څو هغه حملداره سي، په دې انجونو کي ۱۱ کلنې هم تښتول سوي دي- يواځي عام وګړي په دې کي بوخت نه دي، بلکې ډېر راپورونه د امنيتي ځواکونو او پوليسو په هکله هم ثبت سويدي.
 
۵: سرلنکا: نړيواله سروې داښيي چي کله په سرلنکا کي کورنۍ جګړه ختمه سوه ۴۴ کاله وروسته امنيتي ځواکونه په زنا بالجبر کي ښکيل سول، ۱۵٪ د سرلنکا نارينه زنا بالجبر کوي، ۶۵٪ هغه ښځې دي چي څو ځلي ورسره زنا بالجبر سوې ده، ۱۲٪ هغه نارينه دي چي تر۴ زياتي انجونو او يا ښځو سره يې په زور سره زناوي کړي دي، په دوی کي داسي کسان هم سته چي هلکان په زوره و جنسي اړيکو ته هڅوي چي دا سلنه ئې ۳٪ ده، دا سلنه په مختلفو کلونو کي زياتيږي هم دا يو بشري ناورين دی نه يواځي په سرلنکا کي بلکې په ټوله نړۍ کي.
 
 
۶: سويډن: په سويډن کي ۶۹٪ زنا بالجبر کيږي، په هرو۳ ښځو کي يوه ښځه د زنا بالجبر ښکار ده،  په ۲۰۰۳ ميلادي کال کي سويډن په ټوله اروپا کي د زنا بالجبر سلنه ډيره وه.
 
۷: ليسوتو: په دې هيواد کي ۸۹٪ زنا بالجبر کيږي، د ملګرو ملتو د۲۰۱۱ کال د راپور له مخي، چي ددې ناورين په هکله يوې اين جي اوز(Kick For Life) هم دا سروې خپره کړې وه، چي ګواښ يې کړيدئ که چيري ددې ناورين مخه ونه نيول سي دا به بد عواقب ولري دا ځکه چي ۹۳ کلنه ښځه لا هم ددې لعنت ښکار سوه.
 
۸:  روسيه: د دوهم نړيوال جنګ وروسته کله چي سرې لښکري پر مختلفو سيمو باندي راغلې نو زنا بالجبر ئې زښته ډېره سو، چي په زرهاوو ښځي پکښې ووژل سوې.
۹: جرمني: په جرمني کي دا شرمېدلی کار زښته ډېر دی چي ددې لعنتي کار له کبله (۲۴۰۰۰۰۰) دوه لکه څلويښت زره انجوني او ښځې مړې سوي دي، که څه هم په نړۍ کي تخنيک پر مخ روان دی خو بل لور ته انسانيت او بشريت له منځه ځي.
 
۱۰ : برطانيه: په برطانيه کي د ټکسي زناوي زښته ډېري دي، هيڅ داسي ټکسي به نه وي چي په هغه کي زنا بالجبر نه کيږي، په انګلينډ او والز(England and Wales)  په هره اونۍ کي لږ تر لږه ۹۰ زنا بالجبر صورت نيسي چي دا يې هغه شمېره ده چي ثبت سوېده.
 
۱۱: هندوستان: په هندوستان کي دا ناوړه کار زښته په تيزۍ سره روان دئ، په هرو۱۰ دقيقو کي  يوه زنا بالجبر صورت نيسي، زيات دا کار په بسونو کي هم صورت نيسي اکثره وخت داسي پيښيږي چي د يوه يا زياتو انجينو او يا ښځو سره زنا بالجبر وسي بيا وروسته ووژل سي او و غورځول سي- داسي دوسيې هم ثبت سوي دي چي د يوې انجلۍ سره د ۵-۹ کسانو پوري دا ناوړه کار سوی دی. په ۲۰۱۲ ميلادي کال کي ۲۴۹۲۳ دوسيې ثبت سويدي.
 
همدارنګه باتسوانا ۹۲٪، سويزرلنډ ۷۸٪، پاناما ۲۹٪، برمودا ۶۸٪، اسرائيل ۲۲٪، اسټرليا ۳۳٪، او داسي نور کفري هيوادونه چي د ټولو څېړنه ناشونې ده ، دا هغه زناوي دي چي په زور سره  صورت نيسي دلته هغه زناوي کفري نړۍ نه ذکر کوي چي په رضاء سره صورت نيسي، حال دا چي په اسلام کي و نامحرمې ښځې ته کتل، زنا کول هغه که په زور سره وي او که په رضاء سره وي دا ټوله حرام دي په اسلام کي پر واده کولو باندي زښته ډېر ټينګار سوی دئ نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي چي نکاح زما سنت ده، او هر هغه څوک چي زما د سنت څخه مخ واړوي هغه زموږ څخه نه دئ. په اسلام کي زنا حرامه ده که هغه د رضاء زنا وي او که د زور زنا وي.
 
 نور بیا...
 
مخکنۍ برخي:
 
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي
 
په غرب کي د ښځو ورځنی ژوند
 
په غرب کي د ښځو مالي حقوق
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته