تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ویټامین B1 يا F تيامين Thiamine
  تعلیم الاسلام
  September 23, 2017
  0
ترتیب کوونکی: اکرام الله درانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-03-17 
 
دا ويټامين په اوبو کې حل کېږي او د حرارت په مقابل کې مقاومت لري اوکه چېرې حرارت مرطوب وي بيا په  ١١٠ درجې سانتي گريد حرارت سره چې دوه ساعته دوام وکړي خرابيږي اما په وچ حرارت کې پوره مقاومت لري. د غوښې د پخولو په وخت کې تقريبآ د ( ٢٥ څخه تر٥٠ ) فيصده پورې ويټامين B1 خرابيږي دا ويټامين د نور د روښنايې په مقابل کې حساس دى.
 
 ويټامينB1  په نباتاتو کې جوړيږي او هم د بدن د نريو کولمو د مفيده ميکروبونو په واسط په وجود کې جوړيږي .او د بدن د اړتيا وړ ويټامين B1 د نباتي مواد په خوړلو سره تهيه کېږي.
 
ويټامين B1 په اسانۍ سره په  کولمو کې جزبيږي د حيرانتيا خبره خو دا ده چې دا ويټامين په بدن کې د ډيرې مودې لپاره نه ساتل کېږي. او د درې ساعتو څخه وروسته د بدن څخه دفع او د متيازو او خوړلو سره خارجيږي او نوره ډيره اندازه يې په کې تجزيه کېږي د انسان د بدن ورځنى ضروروت ويټامين B1 لپاره د ( ٢ څخه تر ٣ ملى گرام) پورې ثبيت شوى دى.
 
 
د ويټامين B1 منابع
 
د ويټامين B1 د ضرورت اندازه د ډوډۍ په خوړلو سره د ويټامينB1  ضرورت پوره کېږي .
 
ويټامين B1 د حيواناتو ينه (ځيگر) او پښتورگي يې غوره منابع دي.
 
ويټامين B1 له دوه کړيو څخه (Pyrimidile)  او (Thiazone) څخه جوړ شوى دى 
 
فارمول يې په لاندې ډول دى:
 
C12 H10 O6 N4 SCL         (Vitamin B1)
 
تيامين د (ATP) سره تعامل کوي تيامين پايروفاسفيت تشکېلوي
 
Thiamine +ATP→ Thiamin Pyrophosphate  
 
تيامين پايرو فاسفيټ د Decarboxylase, Payuvicacid, A Keto Acid Oxidativ همدارنګه د Transketolase لپاره چي د ګلوکوز په استقلاب
(pentose phosphate pathway) کي رول لري، د کوانزایم په حیث کار کوي.
 
د تیامین ګټي او اړتیا
 
تيامين د ښې اشتها‌ء، طبعي هضم ، شنډوالي ، شيدو ورکولو او عصبي انساجو د طبعي دندو لپاره ضروري دي .
 
 د تيامين (Thiamine) نیستمني (فقدان) :
 
 د تيامين له فقدان څخه د Beri_Beri ناروغۍ پيدا کېږي چې دا ناروغۍ په لرې ختيځ په حامله ښځو، شيدو ورکونکو ښځو ددې منطقو خلک عمومآ د وريجو څخه استفاده کوي، چې صيقل شوي وي دا وريجى د تيامين څخه نيستمنې دي . او شيدو رودونکو ماشومانو کې زيات ليدل کېده او په غربي نړۍ کې په کمه اندازه په هغو کسانو کې چې دوامداره الکول څښي ليدل کېږي .
 
دوه ډوله Beri-Beri  وجود لري.
 
١_وچ بيري بيري (Dry Beri_Beri) په لويانو کې يوه مزمنه ناروغي ده چې  Neuropoly يې عمده خصوصيات دى . 
 
٢_مرطوب بيري بيري (Wet Beri_Beri) دا يوه حاده ناروغي ده په دې ناروغۍ کې د زړه عدم کفايد او پړسوب عمده علايم دي .
 
په وچ بيري بيري کې اخته کسان ژر ډنگريږي خپل عضلات ضايع کوي او په  Peripheral Neuritis او عضلي کمزورتيا اخته کېږي او ددغو مريضانو سره مرسته کېداي نه شي .
 
د تيامين د کميدو اعراض:
 
Retrobulbar neurition  سره ړوندوالى په ناڅاپي ډول ممکن منځ ته راشي مريض د ستومانۍ احساس کوي د عضلاتو ضعيفي حساسيت او درد په نهايت کې د عضلاتو اتروفي (Atrophy) منځته راځي او کېداشي د foot drop، Wrist drop اوToe dropسبب شي په سفلى نهاياتو کې (Ales Thesia) او(Paraes Thesia) عموميت لري د پښو سوځيدني سنډرول   (Burning Feet Synd) کېداى شي ولېدل شي د ناروغ تګ مشکل کېږي ناروغ ممکن بستر باندى محکوم شي.
 
هغه فکترونه چې د تيامين يا ويټامين B1 ضرورت متاثر کوي
 
١: کله چې متيابوليک فعاليتونه زيات شي لکه تبه (Fever) د تایرايد د غدې د فعاليت زياتوالى (Hyper Thyrodism) او په هغو اشخاصو کې چې په منظمه توگه سخت عضلي تمرينات سرته  رسوي .
 
۲: کله چې د کالورى د اخیستلو زيات مقدار کاربوهايدريت تشکېل کړي .
 
۳: د Peritoned Dialysis  او  Hemodialysisپه ناروغانو کې ځکه د پلازما تيامين په دياليز شوى مايع کې ضايع کېږي . تيامين په محدود شکل په عضويت کې عمومآ د تيامين پاير وفاسفيت په شکل  ذخيره اما د مونو او تراى فاسفيت په شکل هم  ذخيره کېږي .
 
د تيامين يا ويټامينB1 لابرتواري تشخيص: 
 
په وينه کې خصوصآ د تمرين او ګلوکوز د اخستلو څخه وروسته د Pyruvic acid  د تيامين په کميدو کې سويه لوړيږي دا ځکه چې د تيامين پايروفاسفيت چې په هغه تعامل په پايرويک اسيد په اسيتايل کوانزايم بدليږي د کوانزايم په حيث رول لوبوي او څرنگه چې د تيامين پايروفاسفيټ کميدل موجود دي نو ځکه پيرويک اسيد په اسيتايل کوانزايم اي (Acytyl co -A) نه بدليږي او پايرويک اسيد سويه په وينه کې لوړيږي د RBC د Transketolas فعاليت هم کميږي په پلازما او تشو ميتازو کې د تيامين سويه کميږي تر ټولو حساس ټيسټ د تيامين د کميدو د تعينولو لپاره د RBC د Transketolas فعاليت تعينول دي چي په دې فعاليت کي د تيامين  د کميدو په وخت کې  کم وي او د تيامين د توصيه کولو څخه وروسته يې فعاليت زياتيږي.
 
اړوند لیکني:
ویټامینونه (Vitamins)
ویټامین بي (Vitamin B)
د ویټامین ډي ګټي او د ناروغیو مخنیوی
په ایډز اخته او وژل سوي کسان
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته