تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي او کفري تمدن ثقافتي اغېز
  تعلیم الاسلام
  March 9, 2017
  0

 رالېږونکی: سمیع الله سیفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د بشري تمدن د دوران تر ټولو لوړه او هسکه بیلګه هغه وخت وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو په کي ژوند کاوه ، ځکه چي په هغه وخت کي د ټولنې د وګړو انساني ځانګړتیاوې په خپلو ډیرو لوړو او هسکو درجو کي کرار درلود او داسې عصر ؤ چي د انسانیت عالم د هغه هیڅ مثال او بیلګه په یاد نلري .همدغو واقیعتونو ته په پاملرني سره وایو چي اسلامی امت یواځنی امت دی چې د غوښتونکي ډیر لوړ او زیات هسک انساني تمدن د رامینځ ته کولو توان لري.
 
 
اسلامي امت له دې کبله د انساني تمدن یواځنی کاندید دی چې اسلامی شریعت په ډیر زیات ټینګار سره له دوی څخه غواړي چې ټول ارزښتونه او بنسټونه د تمدن او مادي پرمختګ ایجاد او په کار واچوي او د اسلامي کلتور تر څنګ دغه ایجاد مسلمانانو ته ددې توان ورکوي تر څو خپل ځان ددغه مقام لپاره کاندید کړي ځکه دوی له داسي کلتور څخه برخمن دي چې تر ټولو کلتورونو زیات کامل دی او دوی ته تر ټولو ستر او لوړ فکر او تصور او ډیر سپیڅلي اخلاق او تر ټولو زیات ښکلی سلوک ورکوي سربیره پردې کاملاً برحق دی چي د بشر ټولي فکري او اخلاقي اړتیاوې په کي نغښتل شوي دي .
 
ځکه چې دا کلتور له اصلي مصدر څخه اخیستل شوی داسې کلتور دی چي ثابت اصول او د نمو او تکامل په حال کي فروع لري.
 
د زیاتې توضیح او تاکید لپاره د هر امت فرهنګ تړاو د هغوی د مادي پر مختګونو سره او هر امت د ثقافت اغیزه پرصنعتي او مادي لاس ته راوړنو باندې لاندنیو مثالونو ته توجه وکړئ:
 
الف ـ هغه دریشي چې لویدیځ انسان یې په عادي حالت کې اغوندي د همغه امت د کلتور څخه اغیزمن دی چي ایجاد کړی یې دی او یواځې اقتصادي اړخ او د (درواغجنې) ښکلا د ښکارندوینه په کي په نظر کې نیول شوې ده او دغه لباس د غربي انسان د کښېناستلو، دریدلو، حرکت کولو او کارکولو د طبیعت سره مناسب دی خو د اسلامي کلتور له نظره دریشي د مؤمن د لمانځه سره تناسب نه لري، د اوداسه او طهارت له مسئلې سره تناسب نه لري، د عورت د پټولو او ستر مسئله په کې نه مراعات کیږي، په جومات کې د مؤمن د کښېناستلو سره تناسب نلري او د خوراک پر دسترخوان دده د ناستې سره تناسب نه لري.
 
برعکس عادي پرتوګ د دغو ټولو یادو شویو مواردو سره کاملاً متناسب دی البته زمونږ خبره د هغه لباس ( جامو) په هکله ده چې انسان په عادي حالاتو کې ورځنې استفاده کوي او د کار جامې، د جنګ د ډګر لباس ، او داسې نور هر یو باید خپلې ځانګړتیاوې ولري.
 
ب – په لویدیځ کې د کور جوړولو  طرز او طریقه د لویدیځ د ننني کلتور اثر دی ځکه د لویدیځ انسان لپاره د کورنۍ د عزت  او ابرو قضیه اهمیت نه لري ، همدارنګه د هغوی په وړاندې د ښځو د حجاب او پردې مسئله او په کور کې دننه د ستر مسئله د خلکو په سترګو کې مهمه نه ده .
 
خو د اسلامي کورنو په جوړولو کې باید دغه ټول مسایل مراعات شي او کور باید داسې جوړ شي چې داخلي امور یې باید په پوره ډول د نورو خلګو د نظرونو څخه پټ او مستور وي ځکه انساني حریم د کرامت څخه برخمن دی او باید د ټولو وګړو د نظرونو او سترګو په وړاندې بربنډ نه وي ځکه مؤمن انسان د خپل کور په دننه کې ډیر آزاد د بیرون څخه ژوند کوي البته زمونږ خبره د هستوګنې د کورونو په باره کې ده.
 
ج ـ د جوارۍ او قمار سالونونه ، د نڅا او موسیقۍ سالونونه ، د بربنډتوب کلبونه ، فسق او فجور، د لهو و لعب ، بلیارد او د مخلوطو لمبلو حوضونه او داسې نور (( دسپورټونو ډولونه چې اکثر د مازدیګر د لمانځه پروخت صورت نیسي او د جوارۍ سره یوځای وي او د عورت پټول په کې نه مراعت کیږي او پرته د وخت ضایع کولو څخه بله لاس ته راوړنه نه لري )) دغه ټول په کفري کلتور کې خپلې پوره ودې ته رسیږي ځکه چې لهو ولعب د کافر ترټولو ستر هدف تشکیلوي.
 
خو اسلامي امت چې د دنیا لهو ولعب ته د یو بې ارزښته شي په نظر ګوري او آخرت او د آخرت لپاره عمل کول خپل بنسټیز هدف ګڼي پورته یاد شوي امور له دې څخه ډیر سپک او حقیر ګڼي چې د مسلمان توجه ځانته راوګرځوي نو دغه ټول یاد شوي کارونه پر هغه حرام دي او د دغو مظاهرو بیلګې په اسلامي تمدن کې ځای نه لري .
 
د ـ د لومړي ځل لپاره چې ذروي وسلې جوړې شوې د ښارونو د له منځه وړلو لپاره استعمال شوې ماشومان، ښځې او بوډاګان یې پرې ووژل ، د دې بنسټیز لامل دا ؤ چې لویدیځ هدف ته د رسیدو په لاره کې هیڅ ډول اصولو او معیارونو ته پابند نه دی او د هغوی هدف ته د هر ډول وسیلې استعمالول روا کوي ، نو ذروي وسله د یوه صنعتي تولید په توګه د هغه دامت د ټیټیو ارزښتونو او کلتور تر اغیزې لاندې راغلی دی چې دغه وسلې یي تولید کړي خو په اسلامي تمدن کې دغه کار بل شکل او بڼه لري.
 
اسلام د ماشومانو ، ښځو او بوډاکانو وژنه چې په جنګ کې شریک نه وي حایز نه ګڼي او هیڅکله هم د هستوګنو سیمو د ویجاړولو او بمبارولو اجازه نه ورکوي نو اصل زمونږ په وړاندې دا دی که چیرې ذروي وسلې هم جوړي کړو نو دابه یواځي د احتیاط له باب څخه وي او یواځې دښمن ته د اخطار او ویرولو په موخې د بالمثل معاملې له مخې جوړیږي.
 
هـ ـ په لویدیځو ښوونځیو کې تیاتر ، موسیقي او د لهو ولعب وسایل برابر دي چې بنسټیز هدف یې تفریح او عیاشي تشکیلوي خو په اسلامی ښوونځیوو کې ددې بنسټیز مسایل جومات او د غشو ویشتلو ځایونه ، د جنګي مهارتونو تمرینونه او د جنګي سپورټونو وسایل دي.(البته غربي نړۍ هم د خپل رعیت د جنګي روزني لپاره او هغوی ته د جنګي روحیې ورکولو لپاره ځانګړي ادارې او برنامې لري حتی چي سینمايي فلمونو يې اکثریت پر جنګونو ولاړ وي).
 
دغه مثالونه د هر امت د مادي پر مختګ د اړیکو پراختیا د همغه امت د کلتور او ثقافت سره په نښه کوي ، شاید د مشترک تمدن ځینې لاس ته راوړنې موجودې وي چې د ټول بشریت سره تړاو ولري خو ددغو صنعتي لاس ته راوړنو د استعمال طریقه ، د تبادلې طریقه ، د دې د ارزښت او اهمیت پیژندنه ... به مختلفه وي مثلاً شراب چې په کفري ټولنه کې د یو صنعتي تولید په توګه په زیاته کچه وجود لري حال دا چې انګور یو مشترک تولید دی او د دې د پلورلو او پیرودلو او ساتلو طریقې مختلفې دي نظریات نسبت هغه مصدر ته چې هغه ایجاد وي او هغه حقوق چې په کې دي د هر امت  د کلتور او معنوي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ټاکل کیږي او اسلامي امت په دې باره کې خپله ځانګړې نظریه لري او په دې لنډیز سره د هر تمدن  د کلتوري برخې د اړیکو ژوروالی د هغې د مادي پرمختګونو له برخې سره درک کوو، ومو ویل چې تمدنونه د ګڼو امورو څخه اغیزمن کیږي چې د هغو له جملې څخه د مادي قوتونو په کار وړل ، د وخت څخه استفاده او په مختلفو څانګو او رشتو کې د متخصصو وګړو موجودیت ، د کفایت تر اندازې پورې د مستحکم او مستقر دولت شتون.
 
--------------------------
نوري اړوند لیکني دلته کلیک کړئ: اسلامي تمدن
 

سرته