تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیاست څه شي دی؟
  تعلیم الاسلام
  February 27, 2017
  0
محمد امين سايح 
 
سیاست چي خلګ یې په تعریف کي ورک وي او تر میلاد مسیح څلورسوه کال مخ ته ځي او هغه د سقراط  د شاګرد چي افلاطون نومیدی چا چي خپل سیاسي مکالمات د ریپبلک یا جمهوریه په نامه او یا د افلاطون د شاګرد ارسطو د کتاب پولیټیکس یا سیاست په نامه کتابو ته رجوع کوي ، سیاست چي هره ورځ نوی تغیر لري هغه به کله دومره زوړ فکر نن کار ورته وکي؟
 
 
او بل هغه سیاست د الهي وحیو څخه محروم وه او ټوله مفکوره یې د وخت پر تجرباتو وه چي هغه د وخت او زمان سره بدلیږي دغه وجه وه چي کله اسلامي خلافت راغلی نو سیاست یوازي د مادي او پر خلګو تنها خپل حکم چلولو مقصد نه وه بلکه د خلګو اخلاقي او معاشي حسن ته پام وو، د سیاست هغه رخ رامینځ ته سو او یو نوی اخلاقي سیاست راغلی.
 
د سیاست بحث یوازي لکه د مادي سیاست چي خصوصیات دی د ملکو تسخیر نه وه او نه د نورو پر حقوقو پښې ایښودو باندي خپل سلطنت قایمول وه بلکه د خلګو هوساینه او روحاني تربیت ته ډیره پاملرنه وه دغه وجه ده چي د عمر  بن عبدالعزیز رحمه الله ډیر فرمانونه دیني اړخ لري هغوی تقوا ته رابلل کیږي ، تقوا داسي یو طاقت دی چي انسان د هر بد څخه په خپل ځان کي را ګرځوي ، نه لکه غربي سیاست چي هر څه په قانون راګرځوي.
 
سیاسي چي چیري د قانون سترګی پټي وویني هر څه کوي،  اما په اسلامي سیاست کي د شخص تربیه وي او حالت داسي جوړ سي چي: (وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ).
 

سیاست په اسلامي اصولو کي د خپلو ورځني کارو ته حسن ورکولو او مخ ته بیولو نوم دی ، د ورځني ژوند د تغیراتو وجه ده ، چي اسلام په سیاسي امورو کي وسعت ورکړی دی او قیودات یې ځکه نه دي لګولي چي حالات روزمره د تغیر په حالت کی دي ، اصول او ضوابط یې ورته وضع کړي دي نور یې اختیار ورکړی دی چي د وخت علماء متقي او پرهیزګاره طبقه د هغه وخت سره په اسلامي اصولو کي دننه خپل کارو ته حسن ورکي او د شورا تر چتر لاندي خپل کارونه مخ ته یوسي.
 
د سیاست په اړه نوري لیکني دلته کلیک کړئ: سیاست
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته