تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې ډوله مرګ یادونکي
 
  February 6, 2017
  0

 لیکنه: امام محمد الغزالي رحمة الله علیه / ژباړه: حافظ کفایت الله عزیزي

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ښکاره دي وي کوم کسان چي په دنيا کي غرق وي او د دې په دوکه کي سرگردان او د دې د شهواتو عاشق وي د داسي کسانو زړه د مرگ څخه غافله وي،ځکه دوي مرگ نه يادوي اوکه چيري و دوي ته يې بل څوک ور په ياد کړي نو بده يې گڼي او د مرگ د يادولو څخه نفرت کوي. داسي کسانو په باره کي الله تعالى فرمايي:

(قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلَاقِيكُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ). (سورة الجمعة، آيت: ٨)
 
ژباړه: ورته ووايه اې نبى صلي الله عليه وسلم! چي مرگ هغه دئ د کوم څخه چي تاسي ځغلي هغه به ستاسو سره ملاقات وکړي، نو بيا به تاسي وگرځوي د هغه پټ او ښکاره ليدونکي و طرفته بيا به خبر در کړي و تاسو ته د هغو کارو کوم چي تاسو کول.

د انسانانو ډولونه او د هغوى د فکر طريقه: 

 انسان پر درې (٣) ډوله دئ: 
 
په دنياکي غرق انسان. 
مبتدي توبه کوونکى.
عارف منتهى (يعني کامل پير). 

اول ډول انسان مرگ نه يادوي او که چيري يې يادوي هم نو د خپلي دنيا پر افسوس باندي يې يادوي او د مرگ بدي بيان وي داسي شخص چي مرگ يادوي هغه ياد دى د الله تعالى څخه نور هم ليري کوي.

 او دوهم ډول توبه کوونکي ځکه مرگ ډېر يادوي چي د ده په زړه کي خوف او بېره پيدا سي او توبې تر آخره پوري پوره کړي او بعضي وختونه دى مرگ بد گڼي هغه ځکه چي د توبې څخه مخکي مرگ را نه سي دا شخص د مرگ په بد گڼلو کي معذوره دئ او د دې حديث په مضمون کي داخل نه دئ:

"مَنْ کَرِهَ لِقَاءَ اللّٰهِ کَرِهَ اللّٰهُ لِقَائَهُ"
يعني کوم کس چي د الله ملاقات بد و گڼي الله جل جلاله د هغه ملاقات بد گڼي.

ځکه چي دغه سړى مرگ او د خداى ملاقات بد نه گڼي بلکي د خپلي گناه په خاطر د دې څخه بېرېږي چي د خداى سره يې ملاقات نه کېږي. د دې مثال داسي دئ لکه يو عاشق چي د خپل معشوق په ملاقات کي ځنډ کوي چي په دې وخت کي د معشوق د خوښي سره سم ځان تيار کړي، نو داسي شخص ته دا نه ويل کېږي چي دى د معشوق ملاقات بد گڼي. د دې پېژندل داسي کېداى سي چي دى همېشه د مرگ په تيارى کي اخته وي بل کار نه کوي او که داسي نه وي نو په اول ډول کي شامل دئ. 

 دريم شخص يعني عارف، هغه همېشه مرگ يادوي. ځکه مرگ د حبيب او دوست د ملاقات وعده ده او عاشق د خپل معشوق د وصال وعده هيڅکله نه هېروي. داسي شخص د مرگ لپاره ډېر تلوار کوي او د هغه په راتلو سره خوشحاله کېږي او هغه خوښ گڼي، تر څو چي د گنهگارانو د مقام څخه خلاص سي او د رب العالمين همسايه سي. 

څنگه چي د حضرت حذيفه رضي الله عنه په حالاتو کي ليکلي دي چي کله د هغه د مرگ وخت نژدې سو نو و يې فرمايل چي حبيب او دوست د ضرورت په وخت کي راغلی څوک چي شرمنده دئ نو د هغو کاميابۍ په برخه سوه. الهي ته پوهېږې چي زما مفلسي تر شتمنۍ ډېره خوښه ده او ناروغي مي تر روغتيا او مرگ مي تر ژوند ډېر خوښ دئ نو ته پر ما مرگ آسانه کړه چي ستا سره يو ځاى سم. 

توبه کوونکى خو د مرگ په بد گڼلو کي معذور دئ او عارف د مرگ په ښه گڼلو کي او د هغه په خواهش کولو کي او تر دواړو زيات هغه کس دئ چي خپله ځان الله تعالى ته و سپاري چي نه ژوند خوښ کړي او نه مرگ، بلکي تر ټولو شيانو غوره هغه څه وي کوم چي د ده د مالک په نزد غوره او ښه دئ. د دې ډول شخص داسي مينه او عشق د تسليم او رضا مقام ته د رسېدو سبب گرځي او همدا علت غائي او د هيلي پاى دئ. 

په هر حال  د مرگ په ذکر کي ثواب اوفضيلت دئ ځکه په دنيا کي غرق انسان هم د مرگ د ياد څخه دا فايده اخلي چي د دنيا څخه گوښه والي اختياره وي ځکه چي مرگ د ده راحت تباه کوي او ژوند يې ور تريخه وي او په کومو شيانو سره چي د انسان خوندونه او شهوتونه خرابېږي هغه د نجات سبب دئ. 

ماخذ: د قبر د عذاب حقیقت

--------------------
څنګه مرګ؟
د قبر د عذاب ډولونه

سرته