تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د ۱،۹ میلونه پاونډه ساینسي څېړنه
  تعلیم الاسلام
  September 14, 2017
  0

 په نبوي احادیثو کي ساینسي اعجاز

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د نبي کريم ﷺ په مبارکو احاديثو کي هم داسي علمي اعجاز سته چي په ښکاره ډول د نبي کريم ﷺ د نبوت دلائل دي او دا کلام بېله نبي څخه د نورو عادي انسانانو لخوا نسي کېدلاي.
 
 نبي کريم ﷺ فرمايي چي ماته جوامع الکلم راکول سوی دی يعني زما په لږو الفاظو کي ډير ستر مفاهيم ځای پر ځای سوي دي.  مثلاً د بخاري شريف مشهور حديث:  (إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ.) (۱)
 
دا حديث د اسلامي احکامو د مهمو اساساتو څخه  دی، په دې اړه علماء کرام فرمايي چي ددې حديث څخه (۱۰۰) مسائل استنباط سوي دي. 
 
ددې ترڅنګ هغه لارښووني چي نبي کريم ﷺ خپل امت ته کړي دي لکه:
 
او ددې ترڅنګ هغه وړاندويني چي مخکي تېري سوې ټول ددې دلايل دي چي حضرت محمد ﷺ د الله له لوري انسانيت ته رالېږلی اخري نبي دی. په دې اړه علماوو ډير مفصل بحث کړی دی.(۲)
 
د ۱،۹ ميلونه پاونډو ساينسي تحقيق نتيجه
 
اکسپورډ Oxford د نړۍ يو مشهورو پوهنتون دی. څه موده مخکي ددې نړيوال پوهنتون د دوو نامتو ساينس پوهانو په سرپرستي کي يوه پروژه پيل سوه چي موضوع دا وه چي د انسانانو په ذهن کي د خدای او اخرت تصور د ټولنيزو نظرياتو نتيجه ده او که دا د انساني فطرت يو لازمي او نه بېلېدونکی حقيقت دی! 
 
په دې پروژه کي (۵۷) اکاډيميک څېړونکو او پوهانو برخه اخيستې وه او په  (۲۰) هيوادونو کي يې دا څيړنه کړې وه. پر دې پروژه (۱،۹) ميلونه پاونډه لګښت وسو چي بالاخره لاندي نتيجې ته ورسېدل:
 
“We have gathered a body of evidence that suggests that religion is a common fact of human nature…”
يعني: موږ ډير  زيات شواهد او دلايل را جمع کړل چي دا جوتوي چي مذهب د انساني فطرت يو عام حقيقت دی.
 
په دوی کي يو سرپرست ساينس پوه ډاکټر بيريټ وايي چي که چيري موږ يو څو ماشومان په يوه جزيره کي ځای پر ځای کړو او دوی خپله وده وکړي لويان سي، دوی به خپله پر خدای عقيده ولري.  دا د ساينسي څېړونو يوه ډيره ستره نړيواله پروژه وه چي (۳) کاله وخت يې ونيوی! (۳)
 
 
اوس راځو د الله تعالی د  رښتني استاذي محمد رسول الله  قول  ته چي ۱۴۰۰ کاله مخکي يې په دې اړه فرمايلي دي:
 
(مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلاَّ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ وَيُنَصِّرَانِهِ وَيُمَجِّسَانِهِ كَمَا تُنْتَجُ الْبَهِيمَةُ بَهِيمَةً جَمْعَاءَ هَلْ تُحِسُّونَ فِيهَا مِنْ جَدْعَاءَ.) (۴)
ژباړه: هر زېږېدونکى ماشوم پر اسلامي فطرت زېږي خو وروسته يې بيا مور اوپلار ( د محيطي تاثير په وجه ) يهودي ، نصراني او مجوسي  ورڅخه  جوړوي . 
 
نو د الله پاک د وجود عقيده د هر ماشوم په فطرت کي الله تعالی ايښې ده.
 
 الله عزوجل په سورت يس کي فرمايي:
 
( يس (۱) وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ (۲) إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (۳)
قسم دي په دغه محکم قران باندي چي بيشکه (اي محمده!) ته خامخا له (هغو) رسولانو څخه يې (چي خلګو ته ليږل شوی يې).
 
تاسو فکر وکړئ! چي رسول الله  ۱۴۰۰ کاله مخکي په هغه صحرا کي د انسان د ژوند یوه ډیره لویه موضوع انسانیت ته روښانه کړې وه چي هغه حقیقت د ۲۱ پیړۍ لسګونو ساینس پوهانو تر ۳ کالو زحمت او څېړنو وروسته په (۱،۹) میلونه پاونډه ځان ته معلوم کړی. داسي معلومیږي لکه الله عزوجل چي د خپل نبي د خبري د حقیقت ښکاره کولو لپاره ددغو ساینس پوهانو په زړو کي دا خبره واچول چي ددې خبري حقیقت انسانانو ته څرګند کړي. نو تر لمر ثابته ده چي حضرت محمد   د الله عزوجل رښتنی نبي دی. 
 
ماخذ: د نبوت دلائل
----------------------------------------
۱:صحيح بخاري: ج۱، ص۲
۲: الشفاء بتعريف حقوق المصطفي: قاضي عياض ابي الفضل بن عياض اليحصبي، تحقيق: علي محمد البجاوي، ناشر: دارلکتب العربي، بيروت. ص ۵۲۳-۵۲۵
۳: (sciencedaily.com)
۴: صحیح بخاري: ج۱، ص۱۱۸ 
 
اړوند لیکني:
 
قرانکریم د ساینس پوهانو په آند
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته