تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سیکولرزم بنسټونه او فکري تګلاره
  تعلیم الاسلام
  January 28, 2017
  0
ژباړه او اوډونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دا بايد وويل سي، چي سيکولرايزيشن پر درو بنسټونو باندي ولاړ دی:
 
۱- له ماورائی ماخذ (غيب او دين) څخه انکار
 
۲- د اخلاقي ارزښتونو څخه عدم استقلال
 
۳- د حکومت څخه د تقدس د شعور ليری کول او له منځه وړل 
 
ياد درې اصول د سيکولريزم حياتي فلسفه تشکيلوي، کوکس (Cox) که څه هم د سيکولريزم او سيکولرايزشن تر منځ فرق راولي او د همدې فرق د ثابتېدو لپاره له بائبل څخه دليل هم راوړي، خو دا دواړه يو جوړښت او بنياد دی چي دليل ته ضرورت نه لري. دی ليکي:
 
Secularization implies a historical process, almost certainly universal, in which society and culture are delivered from tutelage or religious control and closed metaphysical world view.
Secularism on the-other hand is the name of an ideology, a new closed worldview which functions very much like a new religions. 
 
ژباړه: د سيکولرايزيشن څخه مراد تقريبا په يقيني توګه هغه تاريخي عمل دی، په کوم کي چي ټولنه او کلتور، له مذهبي کنترول او د مارواء الطبيعت د جهاني تصور له ګرفت څخه آزاديږي، له بل لوري "سيکولريزم" د يوې نظريې نوم دی، يعني يو نوی خو تړل سوی جهاني تصور، چي خپله هم تقريبا د يوه مذهب په توګه عمل کوي. (۱)
 
د علمانيت اساسي عناصر او فکري تګلاره
 
استاذ انعام احمد قدوح ويلي دي: د علمانيت اساسي عناصر او فکري تګلاره په دې څو نقطو کي محصورېږي:
 
دنيا يا دنيوي ژوند.
بې ديني د دين په مقابل کي.
د دين څخه د اخلاقو جلاوالی او همدا ډول د دين څخه د علم جلاوالی.
دولت پر داسي سياسي مؤسسو باندي قائمول، چي اساس ئې غير ديني وي. (۲)
 
له پورته تعريفونو او مطالبو څخه دوې نتيجي لاس ته راځي :
 
لومړی: علمانيت يا سيکولريزم د فکري مذاهبو او نظرياتو څخه يو داسي لار ده، چي دين پر دنيا باندي له تاثيراتو څخه ګوښه ساتي، يا داسي لار ده چي د دنيوي رهبرۍ په ټولو اړخونو لکه: سياست، اقصاد، اجتماعيت، اخلافيت، قانونيت او نورو برخو کي عملي کړل کېږي، په داسي حال کي چي د ديني اوامرو او نواهيو څخه ليري وي.
 
دوهم: علمانيت د علم سره هيڅ اړيکه نه لري، لکه څنګه چي بعضي کسان ددې کوښښ کوي ترڅو پر خلګو باندي ئې پوشيده او پټ کړي، دوی وايي: چي د علمانيت څخه مراد او مقصد د تجربوي او ساينسي علومو زده ګول، عملي کول او ورته هڅونه ده، حال دا چي له پورته څرګندونو او تعريفاتو څخه په واضحه توګه د دوی دخبرو حقيقت او درواغ د دوی په ژبه څرګندېږي او خلکو ته ددې کلمې د غلطي ترجمې او معرفۍ څخه راپېداسوې پوشيدګي او غموض برملا کېږي.
 
د علمانيت پېژندنه
علمانیت یا سیکولرزم Secularism
اسلام او ډیموکراسي
 
-----------------------------
(۱): علوي، پروفيسور ډاکټر خالد، اسلام اور سيکولريزم، اسلامک ريسرچ اکيډمي- ۱۴۲۷هــ -۲۰۰۷ 
(۲): کويتي، عيد بطاح الدويهيس، ، عجز العقل العلماني، المکتبة الشامله، درېيم اصدار

سرته