تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نفاق ډولونه او اسباب
 
  January 24, 2017
  0
رالېږونکی: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د عزیز التفاسیر څخه
 
(وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ).... سورة البقرة

نفاق ددې څخه عبارت دی چي څوک خپل ظاهر خیر څرګند کړي حال دا چي په باطن کښي شر وي.

نفاق په لاندي دوو ډولونو سره وېشل کېږي: 

الف: یو عقیدوي نفاق دی چې څوک خپل ځان مسلمان معرفي کړي خو په باطن کښي د کفري عقیدې درلودونکی وي، په دې مقام کښي همدغه ډول ته اشاره ده .

ب: بل عملي نفاق دی چې څوک خپل ځان نېک عمله معرفي کوي حال دا چې نېک عمله نه وی بلکې بد عمله وي، خو د دې سره سره په عقیده کښي د شک او شبهې درلودونکی نه وي، همدغه ډول ته په ډېرو احادیثو کښي اشاره شوې ده . د مثال په توګه: 

نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي چې : « آية المنافق ثلاث ، إذا حدث كذب ، وإذا وعد أخلف ، وإذا اؤتمن خان )» (۱) یعني : د منافق نښي یا علامې  درې دي چې کله خبري کوي درواغ وایي او چې وعده وکړي بې لوظي کوي  او  چې امانت ورته کېښودل شي خیانت پکښي خپلوي .

د نفاق خپلولو اسباب 
 
نفاق د ډيرو اسبابو د کبله صورت نیسي، لاندي مثالونه يې ولولئ:

الف: چې څوک د ډار د کبله زورور ته خپل ځان دوست یا هم عقیده معرفي کړي حال دا چې په باطن کښي دغسي نه وي ، تر څو د هغه د آذیتونو څخه بچ پاتي شي .

ب: چې څوک مالدار ته د مادي تمې د کبله منافقت اختیار کړي تر څو د هغه د مالیاتو څخه استفاده وکړي.

ج : چې څوک د اقتدار د خاوند په وړاندې د څه حکومتي رتبې د موندلو د پاره د نفاق مرتکب  وګرځي . 

د: چې د جاسوسي کولو په غرض دغه کار ته لاس واچوي.

ه: چې څوک غواړي دوه کسان یا دوې ډلي په جنګ او جګړه اخته کړي.

و: چې څوک دغسي بله ګټه په نظر کي ونیسي او منافق جوړ شي.

منافقت چیرته وده وکړه؟

په مکه معظمه کښې د منافقت سببونو شتون نه درلود او مؤمنان کمزوري وه بلکي هلته کفار (مشرکان)  زورور او  مالداره  وه .

د همدې کبله به ځینو مؤمنانو د رخصت (د قاعدې) څخه استفاده کوله او د خپلو ځانونو د نجات په خاطر به یې کله کله د کفر کلیمې هم ویلې (ترڅو د مشرکانو څخه ځان وساتي) حال دا چې زړونه  به یي په  ایمان باندي مطمئن وه.

هو! که کوم کس به په همدغه کمزوري حالت کښي هم د مؤمنانو په وړاندي د منافقت لاره اختیاره کړې وي او په احتمالي ترقۍ باندي به یې اتکاء خپله کړي وي ، نو هغه به ډیر لږ وي چې د ذکر وړ  به  نه  وي .

نو په همدي بنیاد په مدینه منوره کي او په خاصه توګه د بدر د غزا څخه وروسته منافقت وده شروع وکړه چې مؤمنان د ترقۍ په لور روان وه او هیچا یې د قوت  څخه سترګي نشوای پټولی.
 
منافقانو په همدې ځاي کي یو مشر هم درلودی چې عبدالله بن اُبی بن سلول نومیده .

ماخذ: عزیز التفاسیر: ج۱، ص ۳۸-۳۹
 
-------------------------------
اړوند:
 
د دوزخ او نفاق څخه خلاصون
ژبور منافق او د منافقانو حالات

سرته