تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځي ولي ژاړي؟
  تعلیم الاسلام
  January 19, 2017
  0

 ښځي ولي ژاړي؟

 

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن
 
یوه هلک د خپلي مور څخه پوښتنه وکړه: مور ته ولي هر وخت ژاړي؟
مور ئې په خندا سره جواب ورکړ: ځکه چي زه ښځه یم.
زوی: مور! ستا په خبره زه نه سوم پوه.
مور خپل زوی په غیږ کي کلک ونیو او ورته ئې کړه: زما ګرانه! شاید ته هیڅکله هم پوه نه سي.
زوی د پلار خواته ورغلی او پوښتنه ئې ځیني وکړه: پلار جانه! مور بغیر له کومي وجه ولي ژاړي؟
پلار ورته کړه: ټول ښځي بغیر له وجه بس ژاړي.
و زوی ته بیا هم کوم جواب پیدا نه سو.
 
کلونه کلونه تیر سول خو هلک ددې سوال جواب چي ولي ښځي بغیر له کومي وجه ژاړي و نه موند. یو چا د یوه پوه بوډا ادرس ورکړ، هلک و پوه بوډا ته ورغلی او دا پوښتنه ئې ځیني وکړه. نو بوډا په جواب کي ورته وویل:
 زویه! الله جل شانه ښځه مضبوطه خلق کړي ده چي د دنیا بوج او بار پر خپلو اوږو یوسي، هغي ته ئې نرم او مینه ناک لاسونه ورکړي چي ارام او استراحت ورکوونکي دي. 
هغي ته ئې داسي پټ قوت ورکړی دی، چي په نس کي د خپل اولاد بار یوسي، تکلیف وګالي او اولاد و زیږوي.
 
او هغي ته ئې دا خاص توان هم ورکړی دی، چي د خپلي کورنۍ غمونه او پریشانۍ ومني او د هغو خیال وساتي، پدې نهایتو سختو حالاتو کي دا بغیر له دي چي شکایت وکړي، دا پرخپلو قدمو داسي کلکه ولاړه وي او د مشکلاتو څارنه او حل کوي.
 
او الله جل شانه و ښځي ته د میني او بخښني څخه ډک زړه ورکړی دی، د هغي اولاد چي هر څومره نافرمانه او شوخ و اوسي خو بیا هم مور د هغه اذیت او شوخي وربخښي.
او الله جل شانه و ښځي ته اوښکي هم ورکړي دي، چي کله د هغي تکلیفونه، دردونه او مشکلات تر حد واوړي نو ددې هرڅه د کمولو لپاره هغه یو څو اوښکي توی کړي، دردونه کم کړي، تکلیفونه لیري کړي او د سره بیا د ژوند د دردونو او غمونو د مخنیوي لپاره ځان تیار کړي او دا اوښکي د هغي د ژوند یوازینۍ کمزوري ده.
نو ځکه د ښځي د اوښکو عزت کول پکار دي او  د هغي پر اوښکو باید خندا و نه کړل سي که څه هم بغیر له کومي وجه اوښکي وي.
 
د پوه بوډا په خبرو سره د هلک تپه او تلاښ چي ولي ښځي بغیر له کومي وجه ژاړي پای ته ورسیدل.
 
الله جل شانه دي موږ ته هم ددې وس او توان راکړي چي د ښځو عزت او اکرام وکړو، حق ئې ادا کړو، الله رب العزت دي زموږ میندو او نورو ټولو میندو ته بخښه وکړي او همیشه خوشحالی دې په نصیب سي. امین
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته