تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زکات ګټي او مقاصد
  تعلیم الاسلام راډيو
  May 1, 2018
  0
رالېږونکی: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-06-10
 
په زکات کي د نیکۍ او ګټي درې اړخونه سته، یو دا چي په څه ډول یو مؤمن په قیامه، رکوع او سجده سره و خپل رب عزوجل ته د خپلي بندګۍ، خوارۍ او عاجزۍ اظهار په خپل وجود، روح او ژبه سره کوي په همدغه ډول د زکات په ادا کولو سره د هغه په دربار کي خپل مال په دغه غرض وړاندي کوي او ددې خبري عملي ثبوت وړاندي کوي چي کوم څه زما سره دي هغه زما نه دي بلکي د الله تعالی دي.
 
د زکات دوهم اړخ دا دی چي د هغه په ذریعه سره د الله تعالی د غریبو او بې وسه بنده ګانو خدمت او مرسته کیږي، (د هغو کسانو پالنه کیږي چي خپلي اړتیاوي پخپله نه سي برابرولای لکه کونډي، یتیمان، معیوب او معذوره نارینه او ښځي او عام فقیران او مسکینان) چي له دې پلوه زکات د اخلاقیاتو څخه یو مهم باب دی او دریم ګټور اړخ يې دا دی چي هغه د مال د محبت او دولت پرستۍ د وژونکي روحي ناروغۍ علاج دی او د هغه په سبب سره نفس د هغو د ناوړه اغېزو څخه پاکیږي.(۱)
 
د زکات یو بل مقصد
 
اسلام دا نه غواړي چي شتمني د یوې ډلي تر واک لاندي راسي یا په ټولنه کي کومه داسي طریقه پیدا سي شتمني سره یوځای کوي بلکي اسلام تل شتمني په ګردش او چلند کي غواړي او هغه باید د قوم او ملت په ټولو خلګو کي خپور او ویشل سوی وي. همدا وجه ده چي اسلام د ورثه وو د تقسیم او برخو قانون نافذ کړی دی او د نړۍ د نورو قومونو په څېر یې دولت د یو ه نفر په واک کي نه دی ور اچولی. کله چي یو څوک د نړۍ څخه سترګي پټي کړي نو د هغه شتمني (چي یوازي دده په لاس کي وه) اوس پر وارثانو کي د وېش له امله په څو ځایونو کي خپريږي. (۲)
 
زکات د مسلمانانو لپاره یوه ساتل سوې ذخیره ده
 
زکات دمسلمانانو د ساتني کارخانه ده، دا د هغو لپاره Provident fund یا هغه پیسې دي چي د مامور د میاشتنۍ تنخوا څخه ګرځول کیږي او بیا د ماموریت په پای کي بیرته هغه ته ورکول کیږي، دغه د دوی د معذورینوؤ، مجبورینو، ناروغانو، یتیمانو، کونډو او غریبانو د ساتني ذریعه ده. او پر دې سربېره زکات هغه شی دی چي د مسمانانو فکر د سبا څخه په پوره ډول بې پروا کوي، هغه په دې ډول چي کله ته نن ورځ شتمن یې نو ته د نورو سره مرسته وکړه ، بله ورځ چي ته مجبور سې نو نور مسلمانان به حتماً ستا سره مرسته کوي . تا ته به ددې فکر کولو ضرورت نه وي چي که زه خوار سوم بیا به څه کوم؟ که زه مړ سوم نو زما مېرمن او ماشومان به په افتونو اخته وي ، که ما ته په ژوند کي حادثه پېښه سوه نو د خلاصون لاره به کومه وي؟
 
 له دغو ټولو فکرونو څخه د زکات په ادا کولو سره ته ارامتیا ته خلاصېدلای سې! ته صرف په خپل مال کي ۲،۵٪ د الله عزوجل د ساتندويي کمپنۍ ته د ساتلو لپاره ورکړه، دا وخت خو ته دې مال ته ضرورت نلرې، اوس به په دې سره نور خلګ خپله کډه وچلوي خو کله چي بیا ته ضرورت ورته ولرې یا ستا مېرمن یا اولاد ورته ضرورت ولري نو نه یوازي دا چي ستا ورکول سوی مال بلکي تر هغه به زیات مال بیرته درکړل سي. (۳)
 
 
سرمایه داري نظام او زکات
 
د سرمایه داري نظام او د اسلامي اصولو ترمنځ پوره ضدیت او ټکر تر سترګو کیږي، ځکه چي د سرمایه دارۍ تقاضا دا ده چي پیسې دي سره راټولي او وساتل سي او د هغو د لا ډېرېدو لپاره دي سود هم وکړل سي تر څو ددغو لارو څخه خورې ورې پیسې راټولي کړل سي او په یوه تالاب کي جمع کړل سي. خو اسلام بلکل ددې پر خلاف حکم ورکړی دی! چي اول خو باید پیسې جمع نه کړل سي خو که بیا هم جمع کړل سي نو باید وخت په وخت زکات ورڅخه وایستل سي  تر څو هغه خلګ هم یو څه ولري چي د غریبۍ شپې او ورځي تېروي او په دې سره د غریبانو او شتمنو کسانو ترمنځ فاصله هم راکمه سي.
 
د سرمایه دارۍ په نظام کي دا یو حتمي اصل دی چي اول به خاص ستاسو اوبه د شتمن کس په تالاب کي وي، وروسته بیا تاسو کولای سي چي د هغه څخه اوبه واخلي، که داسي نه وه نو بیا تاسو یو څاڅکي اوبه هم نه سي ورڅخه اخیستلای. ددې په مقابل کي بیا داوبو قاعده په اسلام کي داده چي د هر چا سره چي تر ضرورت زیاتي اوبه (مال) وي نو هغه به ددې څخه یوه برخه (زکات) را باسي او هغه چا ته به يې ورکوي چي هغه بلکل اوبه (مال) نلري. نو معلومه سوه چي دا دوې (د اسلام او سرمایه داري نظام) طریقې د طبیعت په لحاظ په پوره ډول یو د بل سره ټکر دي. (۴)
 
د زکات د منکرینو سره جنګ
 
د زکات د ستر ارزښت له کبله اسلام مسلمانانو ته حکم کړی دی چي که یوه زوروره ډله د زکات د ورکولو څخه ډډه وکړي نو ورسره ودي جنګیږي، د بغاوت په ډول د زکات څخه د انکار کونکو سره جګړه کول په صحیحو احادیثو او د اصحابانو رضی الله عنهم په اجماع سره ثابت دی.
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات څخه وروسته حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د هغو کسانو سره چي د زکات په نه ورکولو سره يې ټینګار کاوه دغه ډول کردار غوره کړی او لویو صحابه وو د هغه دریځ تائید کړی. (۵)
 
پر تجارت باندي د زکات اغېزې
 
مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله په خپل مشهور تفسیر معارف القران کي د زکات اغېزې پر تجارت  داسي لیکي:
 
د زکات په ادا کولو کي یوه ستره ګټه دا ده چي د ملت د فقیرانو او مسکینانو سره  مرسته وسي، همدارنګه د مسلمانانو د اقتصادي حالاتو د سمېدلو لپاره هم دا فریضه د تجارت د ترغیب یو بهترینه ذریعه ده ځکه هر انسان چي دا فکر وکړي چي که سرمایه په کار وانه چوم نو ګټه خو مي هیڅ ونه کړه خو د کال په تېرېدو سره به ددې څلوېښتمه برخه هم کمه سوه نو خامخا به دې طرف ته توجه کوي چي دا مال به په یوه تجارت کي باندي لګوي. (۶)
 
 
ماخذونه: 
۱: د زکات مسائل: ص ۱۶، مولانا محمد رفعت قاسمي  
۲: مخکنی مصدر 
۳: د زکات مسئلې: ص ۳۱ 
۴: د زکات مسئلې: ص ۳۱ 
۵: د زکات مسئلې: ص ۱۷-۱۸ 
۶: معارف القران، علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله: ج۱، ص ۶۷۶. طبع: ادارة المعارف 

سرته