تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د حیوانانو حلالولو طریقه
 
  November 28, 2016
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

هلته په برېطانیا کي د حیوانانو د حلالولو پر طریقه د مسلمانانو او کفارو په منځ کي شخړه او معرکه جوړه سوه، خو علم د کفارو دعوه او دلایل ور رد او تکذیب کړل بالمقابل دغه شخړه د مسلمانانو د عمل یا کړنلاري د صحت دپاره شاهد وګرځېده.

قصه داسي وه: هلته په اورپا کي داسي ټولني او مؤسسې سته چي خپل ځانونه د (جمعیات رِفق بالحیوان) په نامه سره بولي، یعني: دغو کسانو پر دغه خپلو ټولنو او مؤسسو (پر حیوان رحم کوونکي ټولني) نوم ایښی دی، دغو ټولنو د مسلمانانو د حلالولو طریقه بده وبلل او ویل تاسي وحشیان او ظالمان یاست، تاسي بد خلک، بد معاشه او احمقان یاست، حیوان حلال کړی او بیا ورته ګوری د هغه خرهاری وي د دردو او تکلیفو څخه پرله اوړي خو تاسي پر دغه حیوان رحم نه کوی، تر څو چي د مسلمانانو پر ضد یې دغه دعوه تر خپلو محکمو پوري ورسول.

مشهور عرب عالم محترم شیخ عبدالمجید زنداني صاحب وايي: ما د ډاکټر لارسون څخه چي د دغسي موضوعاتو متخصص دی د مخه تر دې چي په اصلي موضوع یې پوه کړم پوښتنه وکړه او ورته ومي ویل: یا دکتور! که موږ یو حیوان حلال کړو ښارګونه یې ور پرې کړو او ویني یې تر دغه ښارګو راوبهیږي آیا دغه حیوان دردونه حِسوي؟ یا په بل عبارت پر دغه حیوان دردونه تیریږي؟

ډاکټر و ویل: یا، بلکه په درو ثانیو کي د دغه حیوان دردونه پای ته رسیږي.

ما و ویل: د دغه د پاره چي پر دغه حیوان دردونه نسته کوم دلیل سته؟

ډاکټر وویل: د دغه خبري د پاره دلیل ډیر ساده او آسانه دی: د یوه نفر د غاړي رګونه یا ښارګونه په ګوتو ټینګ ونیسه یا یې دغه رګونه په ګوتو دومره کښېکاږه چي د دماغ څخه یې وینه بنده سي یعني دماغ ته یې وینه ونه رسیږي دغه څوک فوراً بېهوښه کیږي او بیا درد نه حسوي، ساینس دا کشف کړې ده هغه مرکز چي د درد احساس کوي او لوړ په دماغ کي دی که د درو ثانیو د پاره وینه ځني بنده سي یا درې ثانیې وینه ور ونه رسیږي دغه د احساس مرکز معطله کيږي خپل کار پریږدي، د دردو د احساس مرکز همېشه او په پرله پسې ډول سره داسي وینه غواړي چي اکسیجن ولري.

ما ویل: ښه که دغه وینه ځني منعه سوه نه ور ورسېدل نو څه پیښیږي؟

ډاکټر وویل: دغه د احساس مرکز مري.

ما ویل: که چیري یو حیوان پسله هغه څخه چي د احساس و مرکز ته یې وینه ونه رسیږي و وهل سي یا خوږ کړل سي آیا دغه حیوان دغه وهل یا د وهلو درد او خوږېدل حسوي؟ حیوان پوهیږي چي زه و وهل سوم او خوږ سوم؟

ډاکټر و ویل: یا، هیڅکله یې نه حِسوي د ویني تر نه رسېدلو وروسته حیوان بې احساسه او بې شعوره پاته کیږي وهل او خوږول هیڅ تاثیر نه پر لري.

ما و ویل: یا دکتور! څنګه تاثیر نه لري آیا موږ نه وینو چي د حیوان خرهاری وي لغتي وهي او پرله اوړي؟ آیا دا د درد او خوږېدلو تاثیر نه دی؟

ډاکټر و ویل: یا، دا د خوږېدلو او دردو تاثیر نه دی بلکه د دغو حرکاتو سبب دا دی چي د دغه حیوان عصبي جهاز تر اوسه ژوندﺉ دی په اعصابو کي یې تراوسه پوره ژوند سته فقط د حیوان پوهه او احساس ورک سوه، هو حیوان پوهه او احساس د لاسه ورکړه مګر په ټول عصبي جهاز کي یې ژوند موجود دی، تر څو چي د حیوان غاړه پرې نه سي یواځي د ښارګو په پرېکولو سره په عصبي جهاز څه نه کیږي.

او په سنت مطهره کي هم دغسي راغلي دي چي په حلالولو کي به نه غاړه پرې کوی او نه به یې ماتوی فقط ښارګونه به پرې کوی، نو ترڅو چي غاړه پاته وي عصبي جهاز سالم پاته وي، چي د ښارګو تر پرې کېدلو وروسته د عصبي جهاز سالم پاته کېدل ډیره مهمه وظیفه اجراء کوي چي هغه د ویني څخه د بدن پاکېده او خلاصېده دي.

نو کوم وخت چي حیوان داسي حلال سي چي یواځي ښارګونه یې پرې سي یواځي دا نه چي د حیوان دماغ سالم پاته دی بلکه د حیوان ټول عصبي جهاز جوړ او سالم دی، د حیوان د جسم ټول اتصالات او مخابرې سالمي دي فقط ښارګونه پرې سوي دي او دماغ ته وینه نه رسیږي، دلته نو د دماغ څخه وزړه ته اشارې او مخابرې شروع سي چي اې زړه وینه نه را رسیږي وینه را ولېږه، همدارنګه د دماغ څخه عضلاتو ته خبر ورکړل سي چي یا عضلاتو! زړه ته وینه ورسوی، دغه رنګه کُلمو او ټول بدن ته خبر ورکي چي وینه ولېږی دماغ په خطر کي دی وینه نه ور رسیږي، دلته نو د حیوان عضلات ځان کښېکاږي سره پېچل کیږي، کُلمې، خارجي او داخلي عضلات ټول کښېکښل کیږي کومه وینه چي پکښي موجوده ده هغه راباسي او زړه ته یې ور پوري وهي، زړه په وینه ډک سي او دغه وینه د دماغ پر طرف ور لیږي، خو هغه وینه دماغ ته نه رسیږي پر لاري د ښارګو څخه وزي.

بیا هم د دماغ له طرفه پرله پسې امرونه صادریږي چي راولېږی وینه را ولېږی، حیوان سره پېچل کیږي د بدن څخه وینه راټولیږي د دماغ و طرف ته لېږل کیږي، خو هغه وینه په پرله پسې ډول د ښارګو له لاري تر جسم دباندي وزي تر څو چي د دغه حیوان جسم او بدن د وینو څخه پاک او خالي سي او په دغه طریقه سره د حیوان جسم د هغو موادو څخه خلاص او فارغه سي کوم چي د میکروبو د پرورښت د پاره وړ او مناسب وه او د حیوان په جسم کي د میکروب د نقلولو او وېشلو لوی عامل وه.  سبحانک یا رب!

د حیوان ذبح په غیر شرعي طریقه

محترم شیخ وايي نو مي ډاکټر ته و ویل: تاسي حیوان څنګه حلالوی؟

ډاکټر و ویل: موږ د برق په ضربه یا کرنټ سره حیوان وژنو.

ما و ویل: په دغه صورت کي خو هغه دېوال یا حاجز چي په امعاء غلیظه یا پنډو کُلمو کي موجود دی خپله وظیفه یا لږ تر لږه خپل مقاومت د لاسه ورکوي، نو هغه په کُلمو کي موجود جراثیم او بکتیریا تر دغه حاجز یا مانع دېواله تیریږي او په وینو ګډیږي او بیا د ویني څخه د حیوان جسم او بدن ته سرایت کوي، تاسي په دغه خپل عمل سره دا فکر او ګُمان کوی چي موږ پر حیوان رحم او شفقت کوو خو بالمقابل انسان ته خطر پېښوی.

په حقیقت کي رحم او شفقت، رِفق او مهرباني پر حیوان دا ده چي چاړه ورښکاره نه کړو، یو حیوان د بل حیوان په حضور حلال نه کړو، چاړه مو باید ښه تېره وي چي ژر او په ډیره آساني سره د حیوان پوست او ښارګونه پري کړي او بیا یې تر هغو پوري پرېږدو چي ټوله وینه یې وزي، د حیوان د حلالولو دپاره دغه طریقه هغه ډیره ښه طریقه او سالم منهج دی چي په عین وخت کي اسلامي اوامر هم داسي دي.

وروڼو! که تاسي ټول آیاتونه ټول احادیث بلکه اسلامي ټول اوامر او نواهي تر بحث او څېړني لاندي ونیسی او په هغو کي عمیق فکر او غور وکړی وبه وینی چي دغه نصوص په خپل ځان کي څومره حکمتونه او اسرار، دقایق او تفاصیل لري چي د نن ورځي پر مخ تللي علم او لابراتواري مشاهداتو هغه حکمتونه او اسرار را وښوول، نو دغه د علم پر مخ تګ موږ، زموږ د عصر خلک او هغه چي تر موږ وروسته راځي په دې سره پوهوي او خبروي چي دغه قرآن مجید او احادیث مطهره د ځان سره داسي علم راوړی دی چي دغه علم د بشر له طرفه څخه نه دی، بلکه د دغو شیانو معلومات د هغه ذات له طرفه څخه دي چي علیم، خبیر او حکیم دی او د هغه علم پر ټولو شیانو احاطه کړېده.

کوم وخت چي دغه علمي حقایق ما او تا ته په تحقیق ورسېدل او په خپل اوسني عصر کي مو په خپلو سترګو ولیدل دا هغه حقایق دي چي د پخوانیو مسلمانانو او انسانانو دپاره یواځي د اورېدلو شیان وه لیدلي یې نه وه فقط په اورېدلو سره یې پېژندل خو نن ورح زما او ستا دپاره داسي سوه چي په سترګو یې هم لیدلای سو نو د هغه اورېدلو سره لیدل هم یو ځای سوه.

نو پر موږ او تاسي دا لازمه ده چي د الله جل جلاله د لقاء او د هغه په حضور کي د درېدلو دپاره هم ځانونه آماده او مستعد کړو، زه او ته نن ورځ د جنت او دوږخ خبري فقط په اورېدلو سره اورو او سبا به یې په مشاهده سره و وینو، و دغه اورېدلو ته به دي لیدل هم در زیات سي او کفارو ته به و ویل سي دا هغه اور دی چي تاسي هغه درواغ باله او نه مو منی، لکه څرنګه چي الله عزوجل فرمايي:

هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ (63) اصْلَوْهَا الْيَوْمَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ (64). (سورة یس)
 
ماخذ: اسلام او طب

------------------------------------
نوري ګټوري لیکني: سنت او ساینس

سرته