تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تقلید څوارلس پیړۍ
 
  November 17, 2016
  0
ژباړه: نوید احمد  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تقلید (د یو چا اتباع او پیروي کول) یو فطري کار دی، د نړۍ ټولي انتظامي چاري پر همدغه اعتماد باندي جاري دي، دا ناممکنه ده چي ټول خلګ دي په هر فن کي پوره مهارت حاصل کړي. نه ټوله ډاکټران کېدای سي، نه انجينران کیدایسي، نه ټول تجاران او نه ټوله وکیلان کیدایسي.  دا چي د دین پوره علم او د قران او حدیثو پوره احاطه دي هر مسلمان ولري دا ناممکنه کار دی. نو په همدې خاطر الله رب العزت ددغه رامنځ ته کېدونکي مشکل حل د یوه اصول په ذریعه انسانانو ته ښوولی دی.
 
 
په قرانکریم کي د تقلید حکم:

 الله عزوجل فرمايي:


( فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ.) (سورة النحل: ۴۳) 
ژباړه: که تاسي نه پوهېږی نو د علم د خاوندانو څخه پوښتنه وکړئ.
 
 
په احادیث کي د تقلید حکم:

 او نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي:

 
(  فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ.) (رواه الترمذي و ابوداؤد وابن ماجه و احمد والدارمي)
 
ژباړه: پر تاسو باندي زما سنت او د خلفاء راشدینو سنت چي پر هدایت دي لازم دي، د زامو په غاښو يې ټینګ ونیسئ.

په لومړنیو پېړیو کي هر طرف ته خیر غالب وو، تقوا او دینداره ډېره زیاته عامه وه، عموماً خلګ د الله د رضا لپاره د دین پر احکامو عمل کونکي وه او د ضرورت په اندازه يې د علماوو څخه مسائل پوښتل او عملي کول يې مګر وروسته داسي خلګ زیات سول چي د خپلو خواهشاتو، د نفس د خوشحاله کولو او د خپل سهولت لپاره یې لاري لټول پیل کړل چي ددې څخه د مسلمان دیني ژوند ته لویه خطره وه نو همدې نازک حالت ته په کتو سره حقاني علماء را مخ ته سول او د اختلاف او ګمراهۍ څخه د ساتني په خاطر يې د یوه داسي کار (تقلید) حمایت وکړی چي د خواهش پرستۍ مخه په نیول کېدل.

دا خبره خو بالکل پر ځای وه مګر ددې ترڅنګ یو بل مشکل رامنځ ته سو هغه دا چي په فروعي مسایلو کي د مجتهدینو ترمنځ د دلایلو پر بنیاد اختلاف رامنځ ته کیږي، په یوه مسئله کي یو مجتهد فتوا ورکوي چي دا فلانکی کار جایز دی مګر بل مجتهد امام د خپلو دلایلو په خاطر وايي چي دا ناجایز دی. یو عام شخص په دې وخت کي د دواړو مجتهدینو امامانو پر خبره په یوه وخت کي عمل نه سي کولای نو بیا باید څه وکړي؟
 
محققینو علماوو دا محسوس کړل چي په خلګو کي د دیندارۍ معیار ورځ تر بلي کښته کیږي نو حل يې دا را ویستی چي د یوه ټاکلي مجتهد پيروي دي وسي. انساني فطرت خو اساني غواړي، که چیري د یوه ټاکلي امام پیروي نه کېدلای (هر یو خپل اختیار ته پاته وای) نو خلګ به د هغه مجتهد په فتوا عمل کولای چي په هغه کي دده د نفس اساني او خواهش پوره کېدلای، دې ته نو " نفس پرستي " وايي، د دین اتباع نه سول! (مثلاً د امام ابوحنیفه  رحمة الله علیه  په نزد په وینه راوتلو اودس ماتیږي مګر د امام شافعي  رحمة الله علیه  په نزد نه ماتیږي نو یو شخص به د امام شافعي  رحمة الله علیه  په تقلید کولو سره د اسانۍ په خاطر بې اودسه لمونځ کولای، څه ګړی وروسته که دغه نفر ښځه صرف مسحه کړه نو د امام شافعي  رحمة الله علیه  په نزد یې اودس ماتیږي خو د امام صاحب په نزد نه ماتیږي نو دلته به بیا دغه شخص سمدستي د امام ابوحنیفه  رحمة الله علیه  مذهب ته اوښتلای) د همدغه مشکل د حل لپاره "شخصي تقلید" یا د یوه امام پر مذهب تلل ضروري وبلل سول.

 په څلورمه پېړۍ کي پر "شخصي تقلید" اجماع وسوه او صرف څلور مذهبه پاته سول او د هغو پیروي د سوادِ اعظم پیروي وبلل سول او ور څخه وتل د سوادِ اعظم څخه وتل وشمېرل سول (لکه صحابه کرامو چي د قرانکریم نوري لهجې محوه کړې او صرف یوه لهجه یې پرېښول تر څو د اختلاف مخه ونیول سي).

ستاسو مخ ته د پېړۍ په ترتیب حوالې وړاندي کوو چي ددې څخه معلومیږي چي "شخصي تقلید" یا د یوه مذهب پابندي کول ضروري دي او د هغه څخه وتل ګمراهي ده:

تقلید..........لومړۍ پېړۍ
 
د حضرت عکرمه رضي الله عنه څخه روایت دی چي  أَنَّ أَهْلَ الْمَدِينَةِ سَأَلُوا ابْنَ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنِ امْرَأَةٍ طَافَتْ ثُمَّ حَاضَتْ قَالَ لَهُمْ تَنْفِرُ قَالُوا لاَ نَأْخُذُ بِقَوْلِكَ وَنَدَعَ قَوْلَ زَيْدٍ. (رواه البخاري)
 
ژباړه: د مدینې منورې اوسېدونکو د حضرت عبدالله بن عباس  رضی الله عنهما  څخه د یوې داسي ښځي په اړه سوال وکړی چي د طواف (وداع) په وخت کي ورته حیض راسي. حضرت ابن عباس  رضی الله عنهما  ورته وفرمایل چي هغه دي ولاړه سي. د مدینې اوسېدونکو وویل چي موږ ستا ددغه خبري په خاطر د حضرت زید بن ثابت  رضی الله عنه  خبره نه سو پرېښوولای.

د بخاري شریف په روایت کي راځي چي څو نفرو د حضرت ابوموسی اشعري  رضی الله عنه  څخه یوه مسئله وپوښتل، کله چي هغه جواب ورکړی خلګو ورته وویل چي حضرت عبدالله بن مسعود  رضی الله عنه  بل ډول جواب راکړی نو حضرت ابو موسی اشعري  رضی الله عنه  ورته وفرمایل:
 
لَاَ تَسْأَلُونِي مَا دَامَ هَذَا الْحَبْرُ فِيكُمْ. (رواه البخاري)

ژباړه: تر هغه پوري زما څخه مسائل مه پوښتی تر څو چي دغه متبحر عالم (ابن مسعود رضی الله عنه ) په تاسو کي موجود وي.

فایده: ثابته سوه چي په لومړۍ پېړۍ کي هم خلګو د یوه معین امام پیروي کول، صحابه کرامو هم خلګ د لوی عالم په اتباع امر کول.

 
تقلید..........دوهمه پېړۍ

 
د اسلام لومړنی قاضي القضاة امام ابو یوسف  رحمة الله علیه  (المتوفی ۱۷۹ هـ) فرمايي: عَلَى الْعَامِّيِّ الِاقْتِدَاءَ بِالْفُقَهَاءِ لِعَدَمِ الِاهْتِدَاءِ فِي حَقِّهِ إلَى مَعْرِفَةِ الْأَحَادِيثِ. (الکفایة شرح هدایة، کتاب الصوم)
 
ژباړه: پر عام شخص باندي د فقهاوو اقتداء (تقلید) واجب ده په دې خاطر چي هغه د احادیثو د پېژندني او تحقیق صلاحیت نلري.

 تقلید..........دریمه پېړۍ

 د حنبلي مذهب پیشوا، د امام بخاري  رحمة الله علیه  استاذ امام احمد بن حنبل  رحمة الله علیه  (المتوفی ۲۴۱هـ) په اړه راځي: 
 
وَيَأْمُرُ الْعَامِّيَّ بِأَنْ يَسْتَفْتِيَ إِسْحَاقَ وَأَبَا عُبَيْدٍ وَأَبَا ثَوْرٍ وَأَبَا مُصْعَبٍ، وَيَنْهَى الْعُلَمَاءَ مِنْ أَصْحَابِهِ، كَأَبِي دَاوُد، وَعُثْمَانَ بْنِ سَعِيدٍ، وَإِبْرَاهِيم الْحَرْبِيِّ، وَأَبِي بَكْرٍ الْأَثْرَمِ، وَأَبِي زُرْعَةَ، وَأَبِي حَاتِمٍ السِّجِسْتَانِيِّ، وَمُسْلِمٍ، وَغَيْرِ هَؤُلَاءِ أَنْ لَا يُقَلِّدُوا أَحَدًا مِنْ الْعُلَمَاءِ وَيَقُولُ عَلَيْكُمْ بِالْأَصْلِ بِالْكِتَابِ وَالسُّنَّةِ.(الفتاوی الکبری لابن تیمیة، کتاب مسائل منثورة)

ژباړه: امام احمد  رحمة الله علیه  به عام خلګ په دې امر کول چي د امام اسحاق، امام ابوعبید، امام ابو ثور او امام ابو مصعب رحمة الله علیهم څخه مسایل وپوښتي او د خپلو ملګرو څخه چي يې کوم علماء وه لکه امام ابوداود، عثمان بن سعید، ابراهیم الحربي، ابوبکر الاثرم، ابو زرعه، ابوحاتم سجستاني، امام مسلم او داسي نور يې د تقلید کولو څخه منع کول او هغوی ته یې فرمایل چي تاسو ته د اصل د کتاب او سنت طرف ته رجوع کول واجب ده.

فایده: ددې څخه ثابته سوه چي امام احمد  رحمة الله علیه  عام خلګ پر تقلید امر کول او صرف هغه کسان يې د تقلید څخه منع کول چي دده شاګردان وه، د اجتهاد صلاحیت يې لری او د احادیثو او فقهي ماهرین وه.
 
 تقلید..........څلرمه  پېړۍ    

 

 ستر مفسر امام ابوبکر جصاص  رحمة الله علیه  (المتوفی ۳۷۰ هـ) فرمايي: وفي هذه الآية دلالة على وجوب القول بالقياس واجتهاد الرأى في أحكام الحوادث وذلك..... ومنها أن العامي عليه تقليد العلماء في أحكام الحوادث. (احکام القران للجصاص، سورة النساء: ۸۲)
 
ژباړه: دا ایت پر دې خبره دلالت کوي چي په نوي رامنځ ته کېدونکو مسائلو کي پر قیاس او اجتهاد باندي عمل کول واجب دی.... او ددې ایت څخه دا هم ثابتیږي چي په رامنځ ته کېدونکو مسائلو کي پر عامي شخص د علماوو تقلید (پیروي کول) واجب دی.

تقلید..........پنځمه  پېړۍ
 
خطیب بغدادي  رحمة الله علیه  (المتوفی ۴۶۳ هـ) لیکي: لو منعنا التقليد في هذه المسائل التي هي من فروع الدين لاحتاج كل أحد أن يتعلم ذلك ، وفي إيجاب ذلك قطع عن المعايش ، وهلاك الحرث والماشية ، فوجب أن يسقط. (الفقیه والمتفقه)
 
ژباړه: که موږ په دغو فروعي مسایلو کي عوام خلګ د تقلید څخه منع کړو نو بیا به پر هر کس باندي د دین پوره علم زده کول ضروري وګرځي. د  علم د هر کس لپاره په ضروري ګرځولو کي به د ژوند نوري چاري، زراعت او حیوانات هلاک سي (یعني خلګ د تقلید د فطري حق څخه په محرومولو کي د درستي نړۍ په انتظامي چارو کي خلل واقع کیږي).

تقلید..........شپږمه  پېړۍ

 حجة الاسلام امام غزالي  رحمة الله علیه  (المتوفی ۵۰۵ هـ) لیکي:
وإنما حق العوام أن يؤمنوا ويسلموا ويشتغلوا بعبادتهم ومعايشهم ويتركوا العلم للعلماء. (احیاء علوم الدین)

ژباړه: د عوامو پر ذمه د دین خبره دا ده چي ایمان قبول کړي، اسلام قبول کړي، په عباداتو مشغول اوسي او خپل په کاروبار اخته اوسي د علم او تحقیق مسائل علماوو ته پرېږدي.

که عوام د مسائلو په تحقیق پسي ځي او خپله فیصله کوي نو د هغو په اړه امام غزالي  رحمة الله علیه  فرمايي:
 
وقع في الكفر من حيث لا يدري كمن يركب لجة البحر وهو لا يعرف السباحة. (احیاء علوم الدین)

ژباړه: هغوی به پوهیږي نه خو د کفر د خطرې سره به مخ وي ، دا کار دا ډول دی لکه د یو شخص چي اوبازي نه وي زده او د دریاب په تل کي ځان واچوي.

 تقلید..........اوومه  پېړۍ

 ستر مفسر حضرت امام رازي  رحمة الله علیه  (المتوفی ۶۰۶ هـ) فرمايي: أن العامي يجب عليه تقليد العلماء في أحكام الحوادث. ( تفسیر کبیر سورة النساء: ۸۲)
 
ژباړه: د عام سړي لپاره په ورځنيو رامنځ ته کیدونکو مسایلو کي د علماوو تقلید واجب دی.

ستر محدث امام نووي  رحمة الله علیه  (المتوفی ۶۷۶ هـ) فرمایي: لو جاز اتباع أي مذهب شاء لا فضى إلى ان يلتقط رخص المذاهب متبعا هواه........ فعلى هذا يلزمه ان يجتهد في اختيار مذهب يقلده على التعيين. (المجموع شرح المهذب)
 
ژباړه: که دا جایز وای چي انسان د کوم مذهب پیروي وغواړي کولای سي نو خبره به تر دې ځایه ورسيږي چي هغه به د خپل نفسي خواهش مطابق د ټولو مذاهبو اسانۍ انتخابوي. نو په همدې خاطر پر هر شخص لازمه ده چي یو ټاکلی او معین مذهب غوره کړي او تقلید یې وکړي.

 تقلید..........اتمه  پېړۍ

 علامه ابن تیمیه الحراني  رحمة الله علیه  (المتوفی ۷۲۸ هـ) لیکي: يَكُونُونَ فِي وَقْتٍ يُقَلِّدُونَ مَنْ يُفْسِدُهُ، وَفِي وَقْتٍ يُقَلِّدُونَ مَنْ يُصَحِّحُهُ ؛ بِحَسَبِ الْغَرَضِ وَالْهَوَى، وَمِثْلُ هَذَا لَا يَجُوزُ بِاتِّفَاقِ الْأُمَّةِ.(الفتوای الکبری)

ژباړه: داسي خلګ يو وخت د داسي امام تقليد کوي چي نکاح فاسده بولي  او بل وخت بيا د داسي امام تقليدکوي چي نکاح صحيح بولي. داسي کړنه د ټولو امامانو په اتفاق نا جايزه ده.

او علامه شاطبي  رحمة الله علیه  (المتوفی ۷۹۰ هـ) هم په الموافقات کي په تفصیل سره دغه موضوع بیانوي او د مذهب څخه وتل د لوی فتنې د رامنځ ته کېدو علت بولي. (د تقلید شرعي حیثیت، علامه مفتي محمد تقي عثماني) 

تقلید..........نهمه  پېړۍ

 علامه ابن خلدون  رحمة الله علیه  (المتوفی ۸۰۸ هـ) لیکي:
ولما عاق عن الوصول إلى رتبة الاجتهاد، ولما خشي من إسناد ذلك إلى غير أهله، ومن لا يوثق برأيه ولا بدينه، فصرحوا بالعجز والإعواز، وردوا الناس إلى تقليد هؤلاء، كل من اختص به من المقلدين. وحظروا أن يتداول تقليدهم لما فيه من التلاعب. ولم يبق إلا نقل مذاهبهم.(مقدمة ابن خلدون، باب ۶، فصل ۷)

ژباړه: کله چي د اجتهاد مرتبې ته رسېدل ودرېدل او ددې خطره هم وه چي اجتهاد نا اهله کسانو او د هغو کسانو په قبضه کي راسي چي د هغو پر رایه او دین اعتماد نه سي کېدلای. سترو سترو علماوو د اجتهاد څخه عجز او پاته والی اعلان کړی  او خلګ یې ددغو څلورو امامانو پر تقلید ودرول هر شخص چي د چا تقلید کوي د هغه سره به وي. او خلګ یې ددې څخه باخبره کړل چي هغوی دي د امامانو تقلید نه بدلوي ځکه دا د دین سره بازۍ او لوبي کول دي. بل صورت نسته بېله دې چي ددغو امامانو مذاهب وړاندي نقل سي.

مشهور فقیه علامه ابن الهمام الاسکندري  رحمة الله علیه  (المتوفی ۸۶۱ هـ) فرمايي: أَنَّ مِثْلَ هَذِهِ إلْزَامَاتٌ مِنْهُمْ لِكَفِّ النَّاسِ عَنْ تَتَبُّعِ الرُّخَصِ. (فتح القدیر)
 
ژباړه: دا ډول التزامات (چي خلګ به د یوه مذهب پیروي کوي) په دې خاطر دي چي خلګ (د نفسي خواهش پر بنیاد) د اسانۍ لټولو څخه راوګرځي.
 
مشهور مفسر او محدث علامه جلال الدین سیوطي  رحمة الله علیه  ( المتوفی ۸۴۹ هـ) هم پر عام (غیرمجتهد) شخص باندي د معین مذهب تقلید واجب بللی دی. (شرح جمع الجوامع بحواله خیر التنفید)
 
تقلید..........لسمه  پېړۍ

 علامه ابن نجیم حنفي  رحمة الله علیه  (المتوفی ۹۷۰ هـ) فرمايي: أَخَذَ الْعَامِّيُّ فِي كُلِّ مَسْأَلَةٍ بِقَوْلِ مُجْتَهِدٍ. (البحر الرائق)
ژباړه: عام شخص به په هره مسئله کي د خپل مجتهد امام په قول عمل کوي.

 تقلید..........یوولسمه  پېړۍ

 د بخاري شریف شارح علامه علاؤالدین الحصکفي  رحمة الله علیه  (المتوفی ۱۰۸۸ هـ) د درالمختار مؤلف لیکي:

أَنَّ الْحُكْمَ وَالْفُتْيَا بِالْقَوْلِ الْمَرْجُوحِ جَهْلٌ وَخَرْقٌ لِلْإِجْمَاعِ ، وَأَنَّ الْحُكْمَ الْمُلَفَّقَ بَاطِلٌ بِالْإِجْمَاعِ. (الدرالمختار بحاشیه شامي)
 
ژباړه: د فقهاوو یو مرجوح قول غوره کول او پر همدغه باندي قضا او فتوا ورکول یو جهالت او د امت د اجماع مخالفت دی! کله د یوه امام خبره اخیستل او کله بیا د بل امام، دا ډول تلفیق په اجماع سره باطل دی.
 
 تقلید..........دوولسمه  پېړۍ

 محدث امام شاه ولي الله محدث دهلوي  رحمة الله علیه  (المتوفی ۱۱۷۶ هـ) لیکي:
 وجب عليه أن يقلد لمذهب أبي حنيفة ويحرم عليه أن يخرج من مذهبه. (الانصاف)

ژباړه: (د هندوستان او د ماوراء النهر د اوسېدونکو لپاره) واجب ده چي د امام ابوحنیفه  رحمة الله علیه  تقلید وکړي او پر هغو حرام ده چي دده د مذهب څخه ووځي.
 
 تقلید..........دیارلسمه  پېړۍ

 علامه عبدالعزیز فرهاروي  رحمة الله علیه  (المتوفی ۱۲۳۹ هـ) فرمايي: ثم من لم یکن مجتهدا وجب علیه اتباع المجتهد لقوله تعالی: فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. (سورة النحل: ۴۳) والاجماع السلف علی ذلک وهذا الاتباع یسمی تقلیدا. (نبراس شرح شرح العقائد)

ژباړه: کوم څوک چي مجتهد نه وي پر هغه باندي د مجتهد امام پیروي واجب ده، ځکه چي الله تعالی فرمایي: که تاسي نه پوهېږی نو د علم د خاوندانو څخه پوښتنه وکړئ. په دې خاطر هم واجب ده چي پر دې باندي د سلفو صالحینو اجماع ده او ددې اتباع نوم " تقلید " دی.

 تقلید..........څوارلسمه  پېړۍ

 حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي  رحمة الله علیه  (المتوفی ۱۳۶۲ هـ) لیکي: اس وقت ائمه اربعه کے مذاهب ہی میں تقلید منحصر ہے اور تقلید شخصي واجب ہے اور تلفیق (خواہشات نفس کی وجه سے کبھی کسی امام کے قول کو لینا اور کبھی کسی امام کے قول کو لینا) باطل ہے. (هدیه اهل حدیث وکذا في الاقتصاد في التقلید والاجتهاد)

ژباړه: په اوس وخت کي تقلید د څلورو امامانو په مذهب کي منحصر دی او شخصي تقلید (د یوه مذهب) واجب دی او تلفیق (د نفس د خواهشاتو په خاطر ځیني وخت د یوه امام قول اخیستل او بل وخت د بل امام قول اخیستل) باطل دی.

د نړۍ مشهور معاصر عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله لیکي: دغه (غیرمجتهدین) خلګ پرته له  دې چي محض تقليد وکړي  بله چاره  نه لري ځکه په  دوى کي دومره  استعداد نه سته چي دوی دي مستقيماً دقرآن او حديث څخه  استنباط وکړي يا دي د هغو په متعارضو دلایلو کي د تطبیق او ترجيح فيصله وکړي له همدې امله دغو کسانو ته پکار ده چي د شرعي احکامو د عملي کيدو لپاره د يوه مجتهد امام لمن ټينګه ونيسي او د هغه څخه  شرعي مسائل ځان ته معلوم کړي. (د تقلید شرعي حیثیت)

نتیجه
د څوارلس پېړیو شهادت مو ستاسو مخ ته وړاندي کړی، دا د امت متفق اواز دی. حنفي وي که شافعي، مالکي وي که حنبلي د هغو محققینو او سرغنه علماوو د څلورمي پېړۍ څخه تر څوارلسمي پېړۍ پوري د یوه ټاکلي مذهب تقلید د دین د حفاظت یوازنی صورت بللی دی. 

حقیقت دا دی چي د مذهب څخه وتل د بې دینۍ او ګمراهۍ نالیدلي توري تیارې رامنځ ته کړې. علماء کرامو چي د مذهب څخه د وتلو کوم خطرات بیانول هغه رښتیا هم هغسي ښکاره سول. نړۍ ولیدل چي پر اسلافو باندي بدګمانه ډله پیدا سول،  د فقه څخه منکره ډله رامنځ ته سوه چي وروسته يې بیا د حدیثو څخه هم په کلي شکل انکار وکړی خو اوس بیا مسلمانان په یوه نوې بڼه، رنګینو الفاظو او نورو بهانو د قران څخه د انکار دهلېز ته راولي.

موږ باید غور او فکر وکړو چي هغه لاره  چي ټول امت تر اوسه پوري طی کړې ده، په همدغه کي د دین تحفظ او بقا ده، مشاهدې او تجربې هم ثابته کړې، دګمراهۍ څخه د ساتني ذریعه هم ده او د اعمالو لپاره اساني هم پکښي سته نو بیا به ولي ددې لاري څخه څوک مخ اړوي؟ هغه  څو کسان چي د مومنانو دغه عمومي،  پخه او سیده لاره بدلول غواړي، شکوک او شبهات خپروي د هغو څخه باید ځانونه وساتل سي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ أَرَادَ بُحْبُوحَةَ الْجَنَّةِ فَلْيَلْزَمِ الْجَمَاعَةَ. رواه الترمذي

ژباړه: څوک چي د جنت منځ غواړي نو هغه دي د (مسلمانانو د لوي) ډلي سره لازم واوسي.
 
عوام او غیرمجتهد کسان نسي کولای چي په ټولو فروعي مسایلو کي مستقیماً د قران او حدیث څخه اخذ وکړي ځکه هلته د ناسخ او منسوخ مسئله منځ ته راځي، د ظاهري تعارض مسئله سته چي تطبیق غواړي، د نصوصو څخه صحیح فهم اخیستلو موضوع سته د راجح او مرجوح غوندي حساس مسایل سته نو ایا عوام او غیرمجتهد خلګ په دې مسایلو پوهیږي؟ نه! که اختیار ورکول سي نو تاسو خپله فکر وکړئ چي د امت په دې زمانه کي به خلګ په قران او حدیث کي د خپلو خواهشاتو او نفس پرستۍ په خاطر څومره تحریفونه وکړي؟!
 
وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ... الایة
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۶ ګڼه، د زیاتونو سره
-------------------------
اړوند لیکني:
تقلید د اسلام له نظره
 د حنفي مذهب پيژندنه
د فقهي مذهب ارزښت
د څلورو مذاهبو حقیقت 

سرته