تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژوند هنداره
 
  October 23, 2016
  0

 لیکوال:  مولانا عبدالستار ژباړه: مبارک شاه "حقاني" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


قناعت: 
 
جنید بغدادي  رحمة الله علیه څخه پوښتنه وسوه، چي قناعت د څه شي نوم دی؟ جنید بغدادي رحمة الله علیه  ورته وفرمایل: تر خواهشاتو او آرزوګانو تجاوز نه کول د قناعت نوم دی؛ یعني د رزق تر پیدا کېدلو وروسته پر هغه بسنه کول او تر هغه د زیاتو غوښتنو آرزو نه کولوته قناعت ویل کېږي. څومره چي الله تعالی په حلاله طریقه او حلاله خواري سره درکړي وي،  پر هغه مطمئن  کېدل قناعت بلل کېږي او تر هغه د زیاتو امید کول حرص دی. 

شکر: 
 
د جنيد بغدادي  رحمة الله علیه  څخه د شکر د حقیقت په اړه پوښتنه وسوه؛ هغه ورته وفرمایل: د شکر حقیقت دا دی، چي د الله  جل جلاله  له لوري ورکړل سوي نعمتونه په ګناه کي استعمال نه سي. 

دغه عمل د ټولو حسناتو او ګناهونو څخه پر خلاصېدو باندي  مشتمل دی. شکر ګزاره انسان پر ټولو احکامو او حسناتو عمل کوي او د هر ډول صغيره او کبيره ګناهونو څخه په مکمل ډول اجتناب کوي. د شکر تقاضاء دا ده، چي د انسان زړه باید د حسد،  بغض، کینې،  دنيا خوښوني، منصب خوښوني او داسي نورو امراضو څخه خالي او پاک  وي؛ ځکه که په زړه کي حسد، کينه، دنيا خوښونه او داسي نور امراض وي، نو دغه بنده ته شاکر  نه سو ويلای؛ ځکه د الله  جل جلاله  یو عظیم  نعمت  ئې په ګناه کي استعمال کړ. که انسان خپل ظاهري اعضاء په ګناه او معاصیو  کي استعمال کړي، یا د الله  جل جلاله  لخوا ورکړل سوی مال په ناجائزه او ناحقه  کار کي استعمال کړي،  نو  هغه کس هیڅکله په شاکرینو کي نه شمېر ل کېږي.  

سترګه د الله  جل جلاله  نعمت دی. شکر ګزاري يې دا ده، چي حرامو ته به نه په ګوري. که سترګه په حرامو کي استعمال سي،  نو الله  جل جلاله  ئې په دنیا کي برکات اخلي؛ لذت ئې له منځه ځي؛ د الله  جل جلاله  د نعمت ناشکري راځي او  تر څنګ ئې د قیامت په ورځ د الله  جل جلاله  له ملاقات  څخه محرومېږي.

دنیا څه شي ده؟
 
د جنید بغدادي  رحمة الله علیه  څخه بله پوښتنه وسوه، چي  دنيا څه شي ده، تر څو اجتناب ورڅخه وسي؟ هغه ورته وويل: کوم شی چي زړه ته نږدې وي؛ یعني په زړه کي ځای ونیسي او انسان د الله  جل جلاله  څخه  غافله کړي، هغه  دنیا ده  او د هغه څخه  اجتناب کول ضروري دي.

د دنیا کوچنی کار  به وي، خو انسان به د الله  جل جلاله  څخه غافله کوي او د دنیا تر ټولو لوی کار به وي، خو د هغه په وجه به د الله  جل جلاله  سره تعلق، نېکیاني او د هغه پر نعمتونو د شکر  کیفیت زیاتېږي. 

صحا به  رضی الله عنهم   داسي اشخاص وه، چي د دین او دنیا ډېري لوړي مرتبې ئې په لاس کي وې.  هم حکومت ورسره و؛ هم مال ورسره  و؛ هم عُهدې ورسره وې او هم  ئې  لوی لوی تجارتونه  درلودل؛ خو  د دې سره سره  یوه دقیقه د الله  جل جلاله  څخه نه غافله کېدل. 

توکل: 

جنید بغدادي  رحمة الله علیه  فرمايي: توکل دا دی چي د انسان زړه د الله  جل جلاله  پر ورکړل سوي  رزق او وعدې باندي مطمئن سي.

الله  جل جلاله  فرمایلي دي: ((َومَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا)) دغه وعده  الله تعالی کړې ده، چي پر مځکه باندي د ګرځېدونکي حیوانانو  رزق د الله  جل جلاله  پر ذمه دی. دوی  تر هغو نه مري تر څوچي خپل رزق پوره نه کړي؛ هر څومره، چي خلک منډي ووهي، تر  مقدري سوي برخي زيات نور څه نه ورته رسېږي؛ که څه هم ټوله دنیا سره یو ځای سي.

مګر دا ټوله څه وخت کېږي؟ هغه وخت چي د الله  جل جلاله  پر ذات باندي د انسان یقین راسي او دا عقيده يې پخه سي، چي رزق دهغه سبحانه وتعالی په قبضه کي دی. 

نن چي مسلمان کومه طریقه اختیاروي او د بې حیايۍ، فحاشۍ او عریانۍ په خپرولو سره رزق حاصلوي، دا فکر کوي، چي په دغو حرکتونو به  مشتري ځان ته جذب کړي. دا ځکه کوي، چي د الله  جل جلاله  پر ذات باندي پوخ یقین نه لري. له همدې امله ورباندي د ناکرارۍ ژوند تېرېږي. 

قناعت یو لوی نعمت دی. دغه نعمت هغه چا ته حاصلېږي، چي پر الله  جل جلاله  یقین لري، صابر  او شاکر وي، په زړه کي يې د دنیا محبت لږ  او د اخرت محبت ډېر وي.د قناعت  او توکل  په وجه زړه همېشه خوشحال وي او هیڅ شی ئې نه سي ناکراره کولای.

پر  حلال رزق باندي قناعت او صبر کول او په راضي کېدل د لويي نېکبختۍ خبره ده. زموږ اسلافو د مشتبه رزق او مشتبه مال څخه زيات  اجتناب کاوه. علماء لیکي: حلال مال هغه دی، چي د هغه په حصول کي هيڅ ډول ګناه داخله  نه وي.
 
وهب ابن منبه  رحمة الله علیه  فرمايلي دي: په شرعي او دیني لحاظ د يوکس د عقل إکمال پر لسو امورو موقوف دی. یو له هغو څخه دادی، چي انسان د ډېر رزق پرځای په لږ شي په مکمل ډول راضي او قانع وي.

د مؤمن عقل:
 
وهب ابن منبه  رحمة الله علیه  فرمایلي دي: د مؤمن تر عقل داسي افضل شی نسته، چي د هغه په ذریعه د الله  جل جلاله  عبادت وسي. عقل هغه وخت پوره کېږي، چي په انسان کي دغه لس امور راسي:

۱: د تکبر څخه به خالي وي. 
۲: د هدایت پر لار به روان وي.
۳: په دنیا کي به په لږ رزق راضي وي. 
۴: کوم شی چي د ده سره زیات وي (مال او دولت، خوراک، څښاک  او پوښاک)، د هغه په خرڅولو کي به تنګي نه کوي.
۵: په دنیا  کي به د جاه او مرتبې پر ځای تواضع خوښوي.
۶: په دنیا کي به د عزت پر ځای فقر او مسکنت خوښوي. 
۷: ټول عمر به د علم په طلب کي وي. کوم شی چي نه وي ورته معلوم، د هغه زده کول خپله نېکبختي ګڼي.
۸: د خیرغوښتونکو څخه هیڅکله زړه نه تنګوي.
 ۹ : د بل لږ نېکي ډېره ګڼي او خپله ډېره نېکي لږ  ګڼي.
۱۰: په دنیا کي دوه ډول خلګ اوسېږي: ښه او بد. چي کله يې ښو  ته وګوري، نو په زړه کي ئې تمنا پيدا سي، چي کاش! زه هم د ده په ډول وای او کله چي بیا بد سړي ته وګوري، نو دا خیال وکړي، چي کېدای سي په ده کي داسي ښېګڼه وي چي د ده پر ټولو بدیو غالبه وي او په دې  پټه ښېګڼه سبا تر ما هم مخته سي؛  یعني د حقیر په سترګه مه ورته ګوره. هغه  هم تر خپل ځان ښه وګڼه.

وهب ابن منبه  رحمة الله علیه  فرمایي: دغه ټول أمور  او  اوصاف، چي څه مهال په انسان کي  پیدا سي،  نو د هغه عقل تکميلېږي او د زمانې سردار ځني جوړېږي او په هغو خلکو کي  راځي،  چي د الله عزوجل د رحمت او جنت طرف ته سبقت کوونکي وي. الله  جل جلاله  دي ذکر سوي صفات په موږ ټولو  کي پیدا کړي. آمين

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۷ ګڼه
 

سرته