تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کیمبریج پوهنتون د بیولوژی یو ماهر مسلمان سو (۵)
 
  September 19, 2016
  0

 لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د حجرو تر منځ مخابرتي نظام

 د انسان په بدن کي په میلیونهاوو حجرې شتون لري، هر ګروپ حجرې د بل ګروپ د حجرو په دنده خبرې دي، دوی دغه اړیکي د هارمونونو له کبله تر سره کوي، هر هارمون خپله دنده لري د بېلګي په شان تایرایډ (Thyroid) هارمون د ټولو حجرو د فعالیت څارنه کوي، د انسولینو (Insulin) هارمون په ټول بدن کي د بورې (شکری) د لېږلو ذمه واردی، د الډسټرون (Aldestrone) هارمون د پښتورګو په مرسته سره په وینه کي د اوبو او مالګي توازن ساتي، اریتروپوییټین 

(Erythropoietin) د وینې د سرو کُرویاتو د جوړولو اشارې ورکوي او داسي نور... ودغو هارمونونو ته چا دا واک ورکړیدی چي زما وظیفه دغه ده او د هغه هارمون وظیفه هغه ده؟

د اوکسي ټوسین (Oxytocin) هېښونکي دندي اوکسي ټوسین (Oxytocin) هارمون درې ستري دندي لري:

۱:  کله چي حمل صورت ونیسي اوکسي ټوسین (Oxytocin) د دماغ څخه وسینې ته هارمون لیږي چي هلته د ماشوم لپاره شیدې تولید کړﺉ، نو په سینه کي انسان د درد احساس کوي، چي ددې مطلب دادی چي هارمون بوخت دی چي د راتلونکي ماشوم لپاره د شیدو نظام برابر کړي.

 ۲: کله چي ماشوم و۹ میاشتو او ۱۰ شپو ته ورسیږي بیا دغه اوکسي ټوسین (Oxytocin) و رحم (Womb) ته هارمون لیږي تر څو د ماشوم د پیداکېدو سره مرسته وکړي، دغه هارمون د رحم خوله غټوي، تر څو ماشوم په اسانۍ سره پیدا سي، له پیدایښته وروسته بیرته دغه هارمون د رحم خوله منقبضه کوي.

 ۳: د ماشوم د پیدایښت څخه وروسته اوکسي ټوسین (Oxytocin) و رحم ته هارمون لیږي چي هلته د وینې په درېدو کي مرسته وکړي، چي دغه د وینې درېدل کله لږ وخت ونیسي او کله ډېر.

 اوس پوښتنه داده، چي اوکسي ټوسین (Oxytocin) ته چا دا پوهه ورکړېده چي حمل صورت ونیوﺉ، هله ژر! د شیدو ترتیب یې برابر که؟ حال دا چي کېدای سي هغه ښځه په دې نه وي خبره چي حمل پر څو بجو باندي صورت ونیوﺉ.

 و اوکسي ټوسین (Oxytocin)  ته څوک دا خبر ورکوي چي تولد صورت نیسي هله ژر! و رحم ته ځان ورسوه او د ماشوم په پیداکېدو کي مرسته وکه، او بیا داسي مرسته چي د مرګ څخه ژغورل دي؟ 

و اوکسي ټوسین (Oxytocin) ته دغه خبر او پوهه چا ورکړېده چي ماشوم پیدا سو هله ژره سه! د وینې د کمېدو او بندېدو ترتیب برابر که؟ دا هر څه الله جل جلاله پیدا کړیدي ، چي یو دی، نه په ذات او نه په صفاتو کي نه مثل او نه هم نظیر لري، او هر هارمون ته یې خپله دنده ورکړېده او هر هارمون ته یې دا پوهه ورکړېده چي په څه وخت کي باید څه وکړم. 

وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا. (سورة الفرقان: ۲)
 
مخکنۍ برخي دلته کلیک کړئ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته