تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حج فرضیت او د وجوب شرطونه (۸)
  تعلیم الاسلام راډیو
  August 8, 2018
  0

 د حج فرضیت

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-08-20

 
حج څلور ډوله شرطونه لري ، لومړی د وجوب شرطونه ، دوهم د اداء شرطونه ، دریم په فرضو کي د شمېرل کېدلو شرطونه  او څلورم د صحت شرطونه. 
 
د حج د وجوب شرطونه و هغو شرطونو ته وايی که دا ټول شرطونه په یو چا کي برابر سي نو پر هغه باندي حج فرض کیږي او که د وجوب د شرطونو څخه ټول یا یو شرط يې کم وي نو بیا پر هغه حج فرض نه دی .
 
د حج د واجبېدلو شرطونه څلور دي ، مخته مو ولوستل چي حج د هجرت په نهم  یا لسم کال د همدې قرآني آیت په اساس فرض سو :
 
وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ  جل جلاله ۹۷ ال عمران )
 
ژباړه : او د الله جل جلاله  لپاره حج  پر خلکو پر هغو کسانو فرض دی کوم چي حج ته لار ومندلای سي او که څوک کفر وکړي یعني حج اداء نه کړي نو زیان يې هغه ته رسېږي ځکه الله جل جلاله  د ټولو عالمیانو څخه غني دی .
 
پدې ایت کي حج پر هغو کسانو لازم ګرځول سوی دی چي حج ته سبیل او تلو لاري توان ولري ، د سبیل مقصد رسول الله صلی الله علیه وسلم  زاد او راحله ښودلی دی نو د حج د وجوب یعني فرضیت لپاره یو شرط همدا استطاعت جل جلاله قدرت لرل) دی چي پدې مبارک آیت کي ذکر سوی دی ، خو داچي حج بېله خپل ځانګړي موسم څخه په بل وخت کي نشي اداء کېدلای بلکي الحج اشهر معلومات یعني د حج اداینه ځان ته ټاکلي میاشتي لري چي هغه شوال ، ذوالقعدة او لس ورځي د ذوالحجة څخه دي نو ځکه په هغه استطاعت  جل جلاله قدرت لرلو) حج فرض کیږي چي د حج په میاشتو کي يې څوک ومومي همدا يې د فرضیت د پاره دوهم شرط سو. 
 
 حج هم د نورو عباداتو په شان پر هغه چا فرضیږي چي هغه بالغ او عاقل وي ، نابالغه او لېوني که څه هم حج ته د تلو توان ولري بیا هم حج نه پر فرضیږي همدا څلور شیان یعني بلوغ ، عقل ، استطاعت او د حج په میاشتو کي د حج استطاعت او توان پیدا کول دعلماوو په اتفاق د حج د فرضیت شرطونه دي ، د ښه فهمولو لپاره هر شرط جلا ،جلا  درته تشریح کوو:
 
 
 
 د حج د وجوب شرطونه
 
بلوغ: د حج د وجوب لومړی شرط بلوغ دی ، نابالغ چي هر څونه شتمن وي بیا هم حج پر فرض نه دی ځکه مکلف نه دی .
 
عقل: د حج د وجوب دوهم شرط عقل دی ، لېونى او معتوه یعنی لیونحاله که څه هم د حج د اداء کولو توان او طاقت ولري بیا هم د عقل نه لرلو لکبله حج پر فرض نه دی .
 
معتوه یعني لېونحاله وه هغه چا ته وايي چي خبري ګډي وډي یعني چپه او راسته کوي او تدبېر او لاري چاري يې فاسد وي ،البته د لیوني په شان نه وي چي ښکنځل او وهل کوي ،  لېونحاله یا باوله هم د لېوني حکم لري .
 
استطاعت: د حج د واجب کېدلو دریم شرط استطاعت یعني د حج د اداء کولو توان او طاقت پیدا کول دی ، د حج استطاعت او توان لرل دې ته وايي چي څوک د حج خرڅ او سپرلۍ ولري یعني د حج  دسفر د خوراک چښاک او د هوټل او سپرلۍ یعني موټر یا طیارې کرایه ولري او همدا راز د حج څخه تر راستنېدو تر مهاله د خپل عیال نفقه او خرڅ هم ولري .
 
د حج د واجب کېدلو لپاره د زکات نصاب شرط نه دی بلکي دونه مال چي ولري چي حج ته د خپل حالت سره سم تله او راتله په وکولای سي او هم د حج د سفر په جریان کي د هغو کسانو نفقه ولري چي خرڅ يې پر ده لازم دی لکه ښځه ، ناوداده سوي لوڼي او نابالغه زامن ، البته که فقیر حج وکړي نو حج يې په فرضي حج کي شمېرل کیږي .
 
توان د حج په میاشتو کي: د حج د واجبېدلو د شرطونو څخه څلورم شرط دادی چي د حج توان د حج په میاشتو کي پیدا کړي ، د حج میاشتي شوال ، ذوالقعدة او لس ورځي د ذوالحجې دي ، که څوک ددغو میاشتو څخه مخکي د حج کولو پیسې پیدا کړي نو دی کولای سي چي هغه په نورو لار چارو کي خرڅي کړي مثلا کور   یا موټر په رانیسي البته که د حج په میاشتو کي پیسې پیدا کړي نو حج پر فرضیږي که دا مال په نورو شیانو کي خرڅ کړي د حج فریضه يې پر ذمه پاتیږي.
 
که څوک په داسي وطن کي هستوګن وو چي هغوی د حج د میاشتو څخه مخته د حج لپاره روانېدل نو بیا که چا و حج ته د کافلو د روانېدلو په وخت کي د حج وسع  او توان پیدا کړ  نو هم  حج پر لازم کیږي .
 
يادونه: لکه څه ډول چي مخته بیان سوه چي دحج میاشتي د حج د واجب کېدلو د شرطونو څخه دي ، د حج د میاشتو څخه وړاندي که څه هم څوک د حج کولو د پاره د توښې او سپرلۍ توان ومومي بیا هم حج نه پر واجب کیږي همدا زمونږ په مذهب کي راجح قول دی خو داسي قول هم شته چي وايي وخت د حج د اداء د شرطونو څخه دی .
 
پورته څلور شرطونه یعني بلوغ ، عقل ، استطاعت او د حج میاشتي د حج د واجب کېدلو شرطونه دي ، څوک چي د حج په موسم کي د حج مالي توان یعني سفر خرڅ ولري او عاقل او بالغ وي پر هغه باندي حج فرض کیږي ، که حج يې د همدغه کال څخه وځنډاوه کلونه کلونه وروسته يې اداء کړ هم کومه ګناه نه پر راځي ، البته که د مرګ سره مخ سي نو د حج وصیت پر لازمي دی ، که بېله وصیت څخه مړ سي ګناهکار بلل کیږي او بل داچي د همدغو شرطونو د درلودلو سره سره که د ناروغۍ یا کوم بل خنډ لکبله يې پخپله نسوای اداء کولای نو په بل چا به د ځان لپاره حج اداء کوي .
 
ماخذ: د حج ښه ملګری 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته