تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه ملا نه یم !
 
  August 2, 2016
  0

 لیکنه: شکر الله رسولي

دا عجبه خبره ده، چي نن ورځ یې مسلمانان د خپل ځان د خلاصون لپاره کاروي:

که چیري دوی ته ووایې، چي ولي موسیقي اورې؟ موسیقي اوریدل پریږده:
نو په جواب کي درته ووایې (زه ملا نه یم).
 
که چیري دوی ته ووایې، چي ولي ږیره خریې؟ ږیره پریږده د نبي صلی الله علیه وسلم پر لار روان سه:
 
نو جواب به درکړي، چي (زه ملا نه یم).
 
که چیري یوې خور ته ووایې، چي ولي حجاب نه کوې؟ نو وایي: (زه ملا نه یم).

که زوم ته وویل سي، چي په شریعت برابر واده وکړه او یا که ناوي ته وویل  سي:
 
پر شریعت برابر کالي او حجاب وکړه او وریښتان دي پټ کړه، سمدستي به درته ووايي: (زه ملا نه یم).

او که چیري ورته نصیحت وکړي، نو په جواب کي درته وایي: ته له کومه وخته ملا سوی یې؟
 
او نوري خبري...

آیا د الله د اوامرو اطاعت یوازي د ملایانو طالبانو لپاره دی؟!

آیا د داسي  خبرو کوونکی ځان ته د مسلمان نسبت نه کوي؟ آیا د الله د رضا او د جنت غوښتونکی نه  دی!؟
 
نو بايد په هوښ کي سي!

ځکه چي جنت د هغو کسانو لپاره دی، چي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت کوي او جنت د متقیانو او پرهیزګارانو لپاره دی، لکه څنګه چي الله تعالی فرمایي:

 (وَسَارِعُواْ إِلَى مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ ) .[آل عمران: ۱۳۳]
 
ژباړه: او تیزي وکړئ په مغفرت کي و طرف ته ستاسو د رب او د جنت لوري ته هغه جنت چي د هغه عرض د اسمانو او مځکي برابر دی دا جنت د متقیانو لپاره تیار سوی دی.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته